ديپلوماسي

چارواکي او خلک د افغانستان او پاکستان د پولې بيا پرانيستلو ته هرکلی وايي

عديل سعيد لخوا

ډرايوران په تورخم پوله باندې يوه ورځ وروسته له هغې کله چې د پاکستان وزير اعظم ميا محمد نواز شريف پوله پرانيستله د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۲۱مه) افغانستان ته د داخليدو لپاره انتظار کوي. [عديل سعید]

ډرايوران په تورخم پوله باندې يوه ورځ وروسته له هغې کله چې د پاکستان وزير اعظم ميا محمد نواز شريف پوله پرانيستله د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۲۱مه) افغانستان ته د داخليدو لپاره انتظار کوي. [عديل سعید]

پېښور -- پاکستانيان او افغانان يوه مياشت وروسته له هغې چې د امنيتي دلايلو له کبله د تورخم پوله بنده کړې شوه د خپلو هېوادونو تر منځ د ګډې پولې بیا پرانیستلو ته هرکلی کوي.

نواز شریف د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۰ مه) د تورخم او چمن پوله "ژر تر ژره" د بيا پرانستلو امر وکړو.

د تروریستي بریدونو د يوی لړۍ نه وروسته، دغه دواړه لارې د دوو ورځو وقفې (۷ او ۸م مارچ ) نه علاوه د ۱۶ فبرورۍ راهيسې تړل شوي وې. په دغه تروريستي بريدونو کې په سېند کې په يو صوفې زيارت باندې يو ځانمرګی بريد شامل دې چې د ۷۰ نه زیات کسان په کې وژل شوي وو.

نواز شريف وويل، چې د پولې بیا پرانستل د "خير خواهۍ نښه" ده او دا هيله يې څرګنده کړه چې افغانستان به "ضروري ګامونه" پورته کړي چې هغه امنيتي اندېښنې ختم کړي د کومو له کبله چې پوله بنده کړی شوې وه.

نواز شريف په يو بيان کې وويل، "په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره په سیمه کې سوله او ثبات ضروري دی."

ښه خبر

د دواړو هېوادونو مشرانو او عامو خلکو د دواړه بشري او اقتصادي پايلو لپاره د پولې بیا پرانستلو ته هرکلی وکړو. د پولې د بنديدو له کبله په زرګونو ګاډي او خلک په تورخم پوله باندې راګير شوي وو.

په پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال د پولې د تړل کيدو له کبله په اقتصادي زیان باندې خفګان څرګند کړو، خو هغه هیله مند دی چې نوی لمریز کال به د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې ښه والی راولي.

هغه وويل: "زه هیله لرم چې دا نوی کال به په سیمه کې، په ځانګړې توګه په افغانستان او پاکستان کې، سوله رامنځته کړي."

د ډيلي ټايمز له مخې، هغه وويل، چې افغانستان او پاکستان له پکار ده چې د خپلو اړیکو په مثبت اړخونو تمرکز وکړي، ځکه چې دا د سوداګرۍ او سولې په شکل کې دواړو هيوادونو ته ګټه ورکولی شي.

زاخیلوال د پولې د بیا پرانیستلو ستاينه وکړه. هغه زياته کړه، پکار ده چې دواړو غاړو ته خلک او سوداګران د حکومتونو د اعمالو له کبله د زيان سره مخامخ نه شي.

ضیا الحق سرحدي، چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنعت د ګډې خونې سينير نايب صدر دی، وويل چې دې د دواړو هیوادونو تجارت ته ستر اقتصادي تاوان ورکړو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، د پولې په اږدو کې د ولاړو کارګو د جرمانو له کبله د ۲.۵ میلیاردو نه د ۳ ملیارده روپو ( ۲۵ ميليونو نه ۳۰ ميليونو امريکايي ډالرو) پورې زيان ترلاسه کړی شوی دی.

هغه وويل، نږدې ۲،۰۰۰ کارګو کانټينري چې افغانستان ته به ځې په پاکستان کې د ستونزو سره مخامخ دي. هغه د پاکستان د حکومت نه وغوښتل چې مختلف فيسونه دې ختم کړي.

د ټول پاکستان د کرنې د محصولاتو سوداګرو ټولنې صدر ملک سوهني وويل، نږدې د ۷۰۰ نه ۸۰۰ لارۍ چې خرابېدونکي محصولات لري او افغانستان ته ځي د تورخم او چمن په پولو باندې ولاړي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "سوداګران د ملي امنیت په اهمیت باندې په بشپړه توګه پوه دي." "خو دا ډول فيصلې داسې پکار دي چې اقتصادي فعاليتونو ته زيان ونه رسوي."

د راتلونکې لپاره هیله

څارونکي هيله لري چې د پولې بیا پرانستل به د ګاونډي هیوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کولو لپاره لاره هواره کړي.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د ملګرو عالي شورا صدر بريالي مياخيل وويل، چې د تورخم پوله د "دوستۍ دروازې" ګڼل کيږي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، چې د پولې دواړو خواوو ته بيا تګ راتګ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوستۍ او ښې اړيکو لپاره هيلې رامنځته کړي دي.

يو افغان، محمد خالص، چې د درې عشرو راهیسې په پېښور کې ژوند کوي، وويل: "که څه هم موږ دلته کډوال يو، خو افغانان پاکستان خپل کور ګڼي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، چې د پولې بیا پرانیستل "به د افغانستان او پاکستان تر منځ غلط فهمۍ په لرې کولو کې مرسته وکړي او د دواړو هېوادونو خلک به يو بل ته نژدې کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډير ښه.

ځواب