د ښځو حقوق

په عراق کې ښځينه فعالين خپل هېواد بيا ودانوي

خالد الطايي لخوا

يزيدي ښځې چې د عراق او شام اسلامي دولت نه راتښتيدلي دي په ډهوک صوبه کې په شريا کيمپ کې د کوچنۍ سوداګرۍ تربيت ترلاسه کوي. [تصوير د عامه مرستو سازمان د فیسبوک پيج نه ترلاسه کړی شو]

يزيدي ښځې چې د عراق او شام اسلامي دولت نه راتښتيدلي دي په ډهوک صوبه کې په شريا کيمپ کې د کوچنۍ سوداګرۍ تربيت ترلاسه کوي. [تصوير د عامه مرستو سازمان د فیسبوک پيج نه ترلاسه کړی شو]

د عراق د ښځو شبکې فعالين کار کوي چې د هغه افرادو او ټولنو سره په بيابحالۍ او پرمختګ کولو کې مرسته وکړي کوم چې د داعش په لاس د تاوتريخوالي سره مخامخ وې.

د عراق ۸۵ سازمانونه چې يو نيټ ورک لري د ټولنې بېلابېلو برخو ته بشري خدمتونه وړاندې کوي، خو دوی د داخلي بې ځایه شوي ښځو او د هغو ښځو کومو چې د تاوتريخوالي ناوړه اغېز زغملی دی په حالت ښه کولو باندې تمرکز کوي.

د عامه مرستو سازمان چارواکي حنا حمود وويل، د عامه مرستو سازمان، چې د دغه نيټ ورک يوه برخه ده، "د مظلومو ښځو لپاره د ښه ژوند حالاتو په برابرولو باندې کار کوي. دا به د دوی په کورنيو او ټولنو باندې مثبت اثر وکړي."

هغې ديارونا ته وويل، د عامه مرستو سازمان د اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام د برخې په توګه، دا سازمان هره ورځ د سيمې د هغه ښځو سره ليدنه کوي کوم چې د خپل کورونو نه بې ځایه شوي دي يا د تروریزم نه بچ پاتې شوي دي.

هغې وويل، "موږ د هغوی سره مرسته کوو، هغوی ته مشورې ورکوو او هغوی ته د خپلو وړو کاروبارونو لپاره ښه پلان وړاندې کوو چې هغوی کاميابي ترلاسه کړي." "موږ د دې ښځو په کاميابۍ او ګټورتوب کې مرسته کړې ده، او موږ په دې فخر کوو."

حمود وويل، چې حکومت او مدني ادارو له پکار ده چې د ښځو په ګډون د ټولو خلکو حوصله افزايي وکړي چې دوی خپل صلاحيتونه په ګوته کړي، خپل ښارونه بيا ودان کړي او د ترهګرۍ او افراطيت نه ځانونه بیرته راوباسي.

هغې وويل: "موږ له پکار ده چې د همکارۍ او د پرامنه اوسيدو جذبه خپره کړو او د هر هغه څيز نه لاس واخلو کوم چې نفرت او انتقام ته هوا ورکوي.

د بچ پاتې شوي کسانو سره نفسياتي مرسته کول

شاتها ناجي، چې د سولې لپاره د ښځو د تنظيم مشره ده، ديارونا ته وويل، چې د تروريستي ډلو لخوا رامنځته شوی تشدد په عراقي ښځو باندې ناوړه اثر لرلو.

هغې وويل، د هغې تنظيم هڅه کوي چې د هغه ښځو نفيساتي صدمه ختمه کړي او د هغوی کيسې ثبت کړي کوم چې د تروریزم نه بچ پاتې شوي دي.

هغې وويل: "زمونږ د پروجيکټ د برخې په توګه، موږ د هغه ښځو ۲۲ کيسې ثبت کړي دي کومې چې د داعش نه بچ پاتې شوي دي."

هغې وويل، د دې کيسو، چې په يو کتاب کې راټولې شوي دي، د "سرغړونو او جرمونو چې په زرګونو بې ګناه خلک يې متاثره کړی دی" یوه وړه نمونه برابر کړې ده.

ناجي وويل، ډېر ژر وروسته له هغې چې داعش په موصل حمله وکړه، د سولې لپاره د ښځو تنظيم د نفسياتي ملاتړ کمپاين شروع کړو چې په دې کې د عراق د ښځو شبکې نورو سازمانونو او د کار وزارت ګډون وکړو.

د دې نه وروسته، په ټول هيواد کې ۳۵ مرکزونه پرانیستل شوي دي.

هغې وويل، زمونږ هدف دا دی چې د هغه ښځو کيسې واورو کوم چې د تاوتريخوالي نه بچ پاتې شوي دي، او د هغوی سره په ځان باور تر لاسه کولو کې مرسته وکړو چې دوی خپل ژوند بيا جوړ کړي.

دغه مرکزونو نه یوازې په سلګونو ښځو سره په علاج کولو کې مرسته کړې ده بلکې دوی ته يې تعليم او تربيت هم ورکړی دی چې څنګه به د نفسياتي بحران سره مقابله کوي.

د ښځو حوصله افزايي کول چې د هيواد مستقبل جوړ کړي

د عراق العمل تنظيم مشره حنا ايډور وويل، چې ښځو له پکار ده چې د هېواد په مستقبل جوړولو کې خپل فعال رول ولوبوي.

هغې ديارونا ته وويل، "موږ د ښځو سره د مرستې لپاره کار کوو چې دوی د کورنۍ او د ټولنې فعاله مشرانې جوړې شي."

ايډور وويل، چې دغه تنظيم تربيتي ورکشاپونه منعقد کړي دي چې ښځینه ليډرشپ رامنځته کړي، او ځينې ګډون کونکي په دې برخه کې ډير ښه دي.

هغې وويل: "د بېلګې په توګه، موږ اوس مهال په کرکوک صوبه کې لسګونه ښځې لرو کومې چې په ښار کې د ښار مشرانو يا د ټولنې مشرانو په توګه ټاکل شوي دي او هغوی په رهبرۍ او د خپلو ټولنو په خدمت کولو کې فعاله برخه اخلي."

هغې زياته کړه، نورې ښځې "د سولې کلتور ته په وده ورکولو او د افراطي ايډيالوژۍ سره مبارزه کولو" کې په فعاله توګه ښکېل دي.

ايډور وويل، چې په دغه نيټ ورک کې سازمانونه ليوالتيا لري چې په ګډه کار وکړي چې په لوړه کچه په ټولنه کې د سماجي برايو د خطر لکه کورني تشدد او د کم عمر ودونې په هکله پوهاوي رامنځته کړي.

هغې زياته کړه، داسې ستونزې به يوازې د ډلې په پراخه کچه کوششونو سره له منځه وړل کيدې شي.

ښځي د ليډرشپ پوزيشنونه لري

د عراق د آيين له مخې، ښځي ۲۵٪ پارلماني سيټونه لري.

د عراق د پارلمان غړی، انتصار الجبوري، چې د پارلمان د ښځو د کميټۍ لپاره کار کوي، وويل: "دا ډيره د پام وړ خبره ده چې د پارلمان ۲۰ ښځينه غړو په ۲۰۱۴ پارلماني اتخاباتو کې د خپلو کوټې نه علاوه سيټونه وګټل کوم چې دا ثابتوي چې خلک د ښځو په رول او ټولنیز حیثیت باندې باور لري."

هغې زياته کړه: "ښځو په پارلمان کې د قانون او کرپشن چې د تروريزم يو بل اړخ دی، په ښکارولو کې د پام وړ رول لوبولی دی."

الجبوري وويل، چې دوی په ايګزيکيټيو برانچونو کې د خپلو همکارانو او همدارنګه د ښځينه مدنی فعالینو سره کار وکړو چې په نړیواله کچه د داعش جرمونو ښکاره کړي او د دوی لخوا قربانیانو سره ملاتړ وکړي.

الجبوري، چې په پارلمان کې د نیناوا صوبې استازيتوب کوي، هم د موصل ازادولو په جګړه کې د ښځو ملاتړ ته اشاره وکړه.

کله چې د موصل د آزادۍ لپاره پوځي عمليات د اکتوبر په ۱۷مه پيل شول، نو هغې د نیناوا د پارلمان ښځينه غړو او د عراق د ښځو شبکې سره کار وکړو چې د مدني سولې ملاتړ لپاره يو کمپاين پيل کړي.

هغې وويل، په دې نوښت کې "د ثبات راوستلو لپاره طريقه کار شامل دی. د دې طريقه کار له مخې، يو شمير عملي اقدامات به اخيستلی شي چې د داعش د جرمونو د اثراتو مخنيوی وکړی شي، جرم کونکو ته سزا ورکړی شي او قربانيانو ته معاوضه ورکړی شي."

هغې وويل: "موږ هيله لرو چې د خپل هیواد د پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500