تروريزم

څو پړاويز امنيت اسلام آباد د تروریزم نه خوندي ساتي

جاويد محمود لخوا

د اسلام اباد پوليسو يو کس د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۱۴مه) په جناح ايوينيو باندې د يو چيک پوسټ ساتنه کوي. د کلک امنيت له کبله اسلام اباد د پاکستان تر ټولو خوندي ښار دی. [جاويد محمود]

د اسلام اباد پوليسو يو کس د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۱۴مه) په جناح ايوينيو باندې د يو چيک پوسټ ساتنه کوي. د کلک امنيت له کبله اسلام اباد د پاکستان تر ټولو خوندي ښار دی. [جاويد محمود]

اسلام اباد -- پاکستان کوشش کوي چې دا ښه ریکارډ جاري وساتي.

د اپريل ۲۰۱۴ کال راهیسې، کله چې په يو مارکيټ کې د يو بمي چاودنې له کبله ۲۴ کسان مړه شول، د پاکستان مرکزي ښار د تروريزم د مخنيوي لپاره کلک امنيتي تدابير او نور يو شمير اقدامات کړي دي.

د دغې چاودنې نه وروسته، په پاکستان کې د نورو ځايونو په پرتله په اسلام اباد کې تروریستي بریدونه نه دي رامنځته شوي.

امنیت شنونکي د اسلام اباد ساتلو کريډټ څو پړاويز امنیت ته ورکوي کوم چې د نورو فکتورونو سره په استخباراتي معلوماتو راټولولو او په يو شمېر چيک پوسټونو باندې تکيه کوي.

پخوا اسلام اباد د نورو پاکستاني ښارونو په شان د تروريستي بريدونو د وجې قتل عام سره مخامخ وو.

د بېلګې په توګه، په سپتمبر ۲۰۰۸ کال کې په ميريټ هوټل کې د ټرک له لارې په بمي چاودنه کې د ۵۰ نه زيات کسان وژل شوي وو.

ترهګر په مرکزي ښار کې د بريد کولو توان نه لري، ځکه دوی فاټا، سيند، بلوچستان او د پنجاب صوبې نورې برخې په نښه کوي.

د يو شمير ادارو کوششونه

د امنیتي چارو کارپوه او په اسلام اباد کې د څیړنې او امنیت د مطالعاتو مرکز ايګزيکيټيو ډايريکټر امتياز ګل پاکستان فارورډ ته وويل، "پوليس، پوځ او استخباراتي ادارې د اسلام آباد د امنيت څارنه کوي." "هغوی دغه ښار د هر قسمه لوی ترهګرۍ نه خوندي ساتلی دی."

ګل وويل، دغه امنیتي ځواکونه چې ټول په ګډه کار کوي، اسلام آباد د کلونو لپاره د تروریزم نه خوندي ساتلی دی. ګل د دې کاميابۍ کريډټ ضرب عضب او نورو عملياتو ته ورکړو. دغه عملياتو د وسله والو د کمانډ او کنټرول سيسټم ګډ وډ کړی دی.

پوځ په جون ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان ضرب عضب عمليات پيل کړل. دا عمليات تر نن ورځې پورې جاري دي.

ګل وويل، د ضرب عضب عملياتو راهیسې، "زموږ امنیتي ځواکونه بريد کوي او وسله وال خپله دفاع کوي." ګل زياته کړه چې ځواکونه په معمول ډول هغه پټنځايونه په نښه کوي کومو چې وسله وال د کلونو لپاره خوندي ساتلي وو.

ترهګرو ته يو بل ګوزار وروسته له هغې ورکړل شو کله چې دوی په ملي کچه د فبرورۍ په مياشت کې د بريدونو يوه لړۍ پيل کړه. پوځ د فبرورۍ په ۲۲مه د رد الفساد عمليات پيلولو سره ترهګرو ته ځواب ورکړو.

د پاکستان د ميډيا له مخې، تر اوسه پورې، په ټول هيواد کې په عملياتو کې د ۱۵۰ نه زيات وسله وال وژل شوي دي.

ګډ اقدامات

د بريد په لومړي پړاوونو کې د شکمن کسانو نيولو نه علاوه، امنیتي ځواکونه په يو شمير اقداماتو تکيه کوي چې د ترهګرو د کوشش کولو مخه ونيسي.

کرنل (ريټايرډ) علي رضا، چې په اسلام اباد کې د فليش سيکيوريټۍ مشر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "په تېرو دوو کلونو کې په اسلام اباد کې د اورپکۍ د مخنيوي لپاره "نرم او سخت ګامونه" په ګډه سره کامياب شوي دي.

هغه وويل، امنيتي کيمرې په دوامداره توګه د مرکزي ښار د سړکونو د شپې او د ورځې څارنه کوي، په داسې حال کې چې پوليس او نيم پوځي رینجر په دغه سړکونو ګشتونه کوي.

علي رضا زياته کړه، په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونه بریدونه ترسره کوي او د وسله والو بنسټونه تباه کوي، سول سوسايټۍ او علما کرام د وسله والو د پروپيګنډې سره د مبارزې لپاره يو ځای شوي دي.

د پرمختګ لپاره وړانديزونه

څارونکي لکه علي رضا وويل، که څه هم، اسلام اباد له پکار نه ده چې په خپلې کاميابۍ باندې اکتفا وکړي خو هغه زياته کړه چې ټول خبر دي چې مرکزي ښار د مشهورتيا په لټه کې د ترهګرو يو څرګند هدف دی.

هغه زياته کړه، امنيتي ادارو له پکار ده چې د استخباراتو پر بنسټ خپل عملیاتو ته زور ورکړي چې وسله وال او سهولت کاران په نښه کړي.

عبدالله خان، چې په اسلام اباد کې د جګړې او د امنیت د مطالعاتو انسټیټوټ منيجنګ ډايريکټر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "وسله وال به نور کوشش کوي چې په [اسلام آباد] کې امنيت ته زيان ورسوي." "په مرکزي ښار کې تروریستي برید به په پاکستان کې د بل ځای په پرتله په نړيوال ميډيا کې ډير زيات کوريج ترلاسه کړي."

خان په تربيت ترلاسه کونکي پوليسو باندې زور ورکړو چې د وسله والو تکتيک او ټولنیز سلوک په اړه پوهه ترلاسه کړي چې دوی په موثره توګه د وسله والو کوششونه شنډ کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500