تجزيه

پاکستانې بريګيډ په سیمه ايز شخړه کې د ایران فرقه يې تاکتیکونه څرګندوي

په قاهره کې د وليد ابو الخير لخوا

د زينبيون بريګيډ يو جنګيالي بينر نيولی دی چې په هغی باندې ليکلی شوي دي: 'زينبيون، په نړۍ کې اسلامي مزاحمت، مونږ دلته تاسو لپاره يو، يا زينب'. دا بريګيډ د پاکستاني شيعه ګانو نه جوړ کړی شوی دی، چې د ایران اسلامي انقلابي ګارد قول بهرتي کړي دي او د سوريې رژیم تر څنګ جګړه کوي. [تصوير د زينبيون د ملاتړو د سوشل ميډيا اکاونټ نه ترلاسه کړی شو]

د زينبيون بريګيډ يو جنګيالي بينر نيولی دی چې په هغی باندې ليکلی شوي دي: 'زينبيون، په نړۍ کې اسلامي مزاحمت، مونږ دلته تاسو لپاره يو، يا زينب'. دا بريګيډ د پاکستاني شيعه ګانو نه جوړ کړی شوی دی، چې د ایران اسلامي انقلابي ګارد قول بهرتي کړي دي او د سوريې رژیم تر څنګ جګړه کوي. [تصوير د زينبيون د ملاتړو د سوشل ميډيا اکاونټ نه ترلاسه کړی شو]

کارپوهان ديارونا ته وايي چې په سیمه کې خپل اثر پراخه کولو او تسلط قايمولو لپاره، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ قول پاکستاني ځوانان بهرتي کوي چې په سوریه کې د هغوی د مفادو لپاره جګړه وکړي.

هغوی وويل، چې دا ستراتیژي د دې ثبوتونو نه څرګنده ده چې د زينبيون بريګيډ عناصرو ته د ایران اسلامي انقلابي ګارډ قول ټريننګ ورکوي او وروسته دوی سوريه ته ليږدول کیږي چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ سره تړاو لرونکي ډلو او د سوریې رژیم تر څنګ جګړه وکړي.

د قاهرې يونيورسټۍ يو ډاکټرل طالب علم شهیار تورکو، چې د ايران اسلامي انقلابي ګارډ قول په مالي چارو باندې ريسرچ کوي، وويل، چې زينبيون بريګيډ په لومړي ځل د دمشق او د هغې په شاوخوا او د حلب په پوځي سيمو کې د ۲۰۱۴ کال په نيميايي کې وليدل شول.

هغه ديارونا ته وويل، چې ډېر ژر وروسته، په سوريه کې د سوریې رژیم او د متحدینو ملېشو تر څنګ د بريګيډ د جګړې په اړه راپورونه په سوشل ميډيا باندې ښکاره شول.

هغه وويل: "د ۲۰۱۵ کال راهیسې، د هغوی پلويانو په سوریه کې د خپلو زيانونو په اړه تازه راپورونه په سوشل ميډيا باندې پوسټ کول شروع کړل." "د یادونې وړ ده چې دوی د پاکستان پر ځای په ایران کې دفن کړی شول."

تورکو وويل: "زينبيون بريګيډ د پاکستاني شیعه ګانو يو وسله وال ګروپ دی، چې زياتره د پاکستان د لویدیځ سیمو سره تعلق لري."

هغه وويل: نور کسان د پنجاب صوبې د غريب تريني سیمو، د سيند او د چين پولې ته نږدې د شمالي سيمو سره تعلق لري.

تورکو وويل، غربت په دې سيمو کې زيات دی. هغه زياته کړه، چې د ايران اسلامي انقلابي ګارډ قول د دې نه د بهرتۍ په عملیاتو کې ګټه پورته کړې ده، چې مذهبي کړکیچ ته هوا ورکړي او په پاکستاني شيعه ګانو کې د ویرې احساس رامنځته کوي.

هغه وويل، په شيعه ګانو باندې د پاکستاني طالبانو او نورو سني افراطي ډلو بریدونه ډېر شوي دي او د ايران اسلامي انقلابي ګارډ قول لپاره يې لاره هواره کړې ده چې د هغوی د يو محافظ په توګه د رول لوبولو له لارې په قبایلو کې خپل اثر پراخه کړي.

تورکو زياته کړه چې زينبيون بريګيډ نه يوازې پوځي بريګيډ یا وسله واله ډله ده چې د ايران اسلامي انقلابي ګارډ قول په پاکستان کې جوړه کړې ده، بلکې دا په ظاهره د بهرنۍ جګړې او په ځانګړې توګه په سوریه کې د جګړې لپاره جوړه شوې ده.

هغه وويل، د ايران اسلامي انقلابي ګارډ قول په ملاتړ ډلې په پاکستان کې او يو شمير په ايران کې د ټريننګ کيمپونه لري. هغه زياته کړه، "او دا ممکنه ده چې د بهرني عملياتو لپاره د زينبيون ډلې عناصر د دې ډلو نه ټاکل شوي وو."

د لبنان حزب الله سره ورته والی

د وسطي ايشيا د سیمه ییزو او ستراتیژیکي مطالعاتو مرکز څیړونکی، فتحي السيد، چې د ایران په چارو کې تخصص لري، وایي، د ايران اسلامي انقلابي ګارډ قول لخوا جوړ شوی زينبيون بريګيډ او د نورو هیوادونو ډلې د لبنان د حزب الله سره ورته والی لري.

هغه وويل: "د نفوذ طريقه هم يو شان ده، د دوی مقاصد او مشن يو شان دي." "فرق صرف په هر يو هېواد کې د دوی په فکري او سماجي اختلافاتو کې دی."

هغه وويل، د دغو وسله والو ډلو د جوړيدو یوازینۍ موخه دا ده چې "د دوی په هیوادونو باندې د ايران اسلامي انقلابي ګارډ قول کنټرول مضبوط کړي او د سوريې په شان سيمو کې د ايران اسلامي انقلابي ګارډ قول په نيابتي جګړو کې ګډون وکړي."

السيد وويل: "ايران دا جنګيالي استعمالوي چې د خپل پوځ په مستقيم ډول په جګړه کې د ښکيلتيا نه بغير خپل مقاصد ترلاسه کړي. ايران خپل پوځ صرف د ټريننګ او د [پوځي] عملیاتو په مستقیم ډول څارنې لپاره استعمالوي."

پاکستانيانو په دې پارول کیږي چې د بريګيډ ترڅنګ جګړه کولو لپاره ایران د ملي قانون په ۹۸۰ آرټيکل کې بدلون وکړو او هغه کسانو ته تابعیت ورکوي کوم چې په ایران کې د عام خلکو د مفادو لپاره خدمتونه او يا د پام وړ مرسته وړاندې کوي.

هغه وويل: "يو بل ترميم په ۲۰۱۶ کال کې معرفي شو چې هغه غير ايرانيانو مېرمنو او ماشومانو ته تابعيت ورکړي کوم چې د ایران لپاره په مشن ترسره کولو کې مړه شي."

السيد وويل، د ایران مقصد دا دی چې: "په هغو سیمو کې فرقه واريت خپور کړي کومو ته چې لاسرسی اسانه وي او چې ټولنه يې په اسانه اثر قبلوي."

هغه وويل: "دا زينبيون بريګيډ ته وړتیا ورکوي چې د فرقه يې بحران نه وروسته په دغه سيمو باندې په تدریجي ډول کنترول تر لاسه کړي، او دې ته یې جوګه کوي چې خپلې ډلې په فرقه يي بنيادونو باندې کنټرول کړي."

هغه وويل، چې د سوریې په جګړه کې د پاکستاني بريګيډ لاس لرلو "د جګړې فرقه يي اړخ ته هوا ورکړې ده، او په نتيجه کې يې د مرګونو په شمیر کې زیاتوالی راوستی دی او د جګړې ميعاد يې اوږد کړی دی."

د ديني حساس خلکو په لټه کې

د سوریې د آزاد پوځ افسر صالح ال -یوفيسي، چې په حلب کلیوال سيمه کې په ډيوټۍ دی، وويل، په اپريل ۲۰۱۶ کال کې د حلب په جګړو کې، مخالفو ډلو هغه ۱۲ کسان ونيول کومو چې د رژیم ځواکونو تر څنګ جګړه کوله. دغه کسان پاکستاني وو او د زينبيون بريګيډ غړي وو.

هغه ديارونا ته وويل، چې مخالف جنګياليانو مخکې دا فکر کوو چې دا پاکستاني د لبنان حزب الله په ليکو کې جنګيږي.

هغه وويل: "د هغوی د يونيفارم په بيج باندې چې کومه نښه وه هغه د حزب الله د هغې په شان وه، يو شان عکس او زيړ بيګراونډ، او صرف ليکل مختلف وو."

هغه وويل، د يو ګروپ نه په تحقيقاتو کې د دوی پاکستانې هويت ثابت شو. هغوی دا څرګنده کړه چې دوی په پاکستان کې ټرينګ ترلاسه کړی دی او سوریې ته ليږل شوي وو. هغوی دا هم په ډاګه کړه چي په سوريه کې د جګړی لپاره به دوی ته ۲۰،۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ (۱۹۰ امريکايي ډالره) په مياشت کې ورکولی کيدې.

هغه وويل، دوی اعتراف وکړو چې دوی سوریې "ته صرف او صرف د شيعه زيارتونو د دفاع لپاره راغلې وو. هغه زياته کړه چې هغوی په دې خبره يقيني وو چې د سوریې مخالف ډلې غواړي چې ټول شيعه زيارتونه ویجاړ کړي او د شيعه فرقۍ ټول غړي ووژني.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښاغلی بخاري دا تجزيه په داسې انداز سره؟؟؟؟ زه فکر کوم چې دا تعليم دی چې داسې خلکو ته ورکړل شوی دی. دا جذبه ښيي. څه حقيقي څيز زده کړئ.

ځواب

که تاسو دومره رښتيا ويلې شئ، نو د داعش او طالبانو په باره کې يو ريسرچ پيپر تيار کړه او پوسټ يې کړه. که دا نه شې کولې، نو ورک شې او تباه شې. تا له شرم نه درځې. دا د سعودي او عربي هېوادونو لپاره ښه ده، که چيرې هغوی د ځان لپاره داسې بهرتۍ وکړي. که چيرې ايران داسې کار کوي نو دوی ورته خلاف ورزي او ترهګري وايي. د الله او د هغه د پيغمبر لعنت دې په تا باندې وي.

ځواب