تروريزم

چارواکي په بلوچستان کې د ماشومانو ځانمرګي بريد کوونکو د زيات استعمال په اړه خبرداری ورکوي

عبدل غني کاکړ لخوا

د تېر کال په وروستيو کې يو شکمن تښتوونکی او دوه هلکان چې هغه اغوا شوي وو د بلوچستان په قلعه عبدالله ډسټرکټ کې د چمن ليويز په حراست کې ښودل شوي دي. [عبدل غني کاکړ]

د تېر کال په وروستيو کې يو شکمن تښتوونکی او دوه هلکان چې هغه اغوا شوي وو د بلوچستان په قلعه عبدالله ډسټرکټ کې د چمن ليويز په حراست کې ښودل شوي دي. [عبدل غني کاکړ]

کوټه -- چارواکي وايي چې وسله والې ډلي د اغواکارۍ نه کار اخلي او د ماشومانو ذهن سازي کوي چې په بلوچستان کې ځانمرګي بريدونه ترسره کړي.

په کوټه کې د استخباراتو يو سينير چارواکي محمد رضوان خالد وويل: "وسله والې ډلې په بلوچستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې په روانه جګړه کې د شکست سره مخامخ دي، او اوس د 'شهادت' مشن د هغوی د انتقام يوازينۍ سرچينه ده."

د بغاوت ضد عملياتو لکه ضرب عضب او رد الفساد عملياتو د وجې وسله والو ته په زرګونو مرګ ژوبله اوښتې ده او د راپورونو له مخې هغوی ناوړه اقدامات کوي.

خالد پاکستان فارورډ ته وويل، "د ماشومان بريد کوونکو استعمال په ډراماتيکه توګه زيات شوی دی ځکه چې افراطي ډلې هڅه کوي چې د دولت او ټولنې توجه ترلاسه کړي."

هغه وويل: "قانون نافذونکي ادارې هر يو ممکن ګام اخلي چې د افراطي ډلو د بیا راڅرګندېدوکوشش ناکامه کړي."

غمجنې شواهد

چارواکو په بلوچستان کې داسې ویروونکي مثالونه ولیدل چې د ماشومانو نه په کې ځانمرګي برید کوونکي جوړول کیږي.

د تېر نومبر په میاشت کې، یو کم عمر هلک په خضدار کې په يو صوفي زيارت کې خپل ځان والوزاوو چې لږ تر لږه ۵۲ کسان په دغه پيښه کې ووژل شول.

خالد وويل: "افراطي ډلي د ماشومانو په اغوا کارۍ کې ښکيل دي. دوی د هغوی ذهن سازي کوي چې هغوی ځانمرګي بريدونه ترسره کړي."

د کورنيو چارو وزارت يو سينير چارواکي شعیب واجد پاکستان فارورډ ته وويل، "د دغه صوبې په بېلابېلو سيمو کې ورک شوي ماشومان زموږ لپاره یوه جدي اندیښنه ده." "موږ شک لرو چې وسله والې ډلې به په دې کې ښکېل وي."

واجد وويل، چې په کوټه کې چارواکو په دې وروستيو کې يوه ۱۰ کلنه ځايي جينۍ د خضدار بريد کونکي نقل کولو نه منع کړه. هغه زياته کړه چې فرنټير کور دغه جينۍ په ۱ فبرورۍ ونيوله.

واجد وويل، چې وسله وال اغوکارانو "دغه جينۍ، سايمه، په يو هجوم کې په ځانمرګي بريد کولو باندې مجبوره کړي وه." "چارواکي تر اوسه پورې د هغې د مور او پلار په لټه کې دي."

واجد وويل، په مستقبل کې د سايمه په شان د جينکو استعمالولو د خطر محسوسولو نه وروسته، "په بلوچستان کې مختلف استخباراتي ادارې له يو بل سره کار کوي چې د هغه وسله والو ډلو عملیاتي وړتیا له منځه ويسي کوم چې په ځانمرګي بريد کې لاس لري."

د حساس او کمذوري ماشومانو په لټه کې

چارواکي وايي چې وسله وال د مختلفو حالاتو نه ګټه پورته کوي چې پيسې بچ کړي او حساس او کمذوري ماشومان ترلاسه کړي.

ميجر (ريټايرډ) محمد عمر، چې په اسلام اباد کې يو سينير امنيتي شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، د مثال په توګه، هغه وسله وال چې د ماشوم ځانمرګي بريد کوونکو مور او پلار ته په پيسو ورکولو پېژندل شوي دي، دا ضرورت نه لري چې د يو تښتول شوي او بې درکه شوي ماشوم مور او پلار ته پيسې ورکړي.

هغه وويل: "په داسې کيسونو کې، دوی د [بريد کونکي] کورنۍ ته د معاوضې ورکولو نه ازاد وي."

بل خوا، د "وسله وال ډلو پلويان د ځانمرګي مشنونو لپاره د ماشومانو په ټاکلو کې مهم رول لوبوي." عمر زياته کړه، چې دوی فکر کوي چې ماشوم مزدوران زیات حساس دي.

هغه وويل، ماشوم مزدوران، چې په غربت کې اخته وي، په اوسني حالت کې د پسيو له کبله او په اخرت کې د ستر اجر له کبله هغوی ته ښه ځواب ورکوي.

عمر وويل، "امنیتي ادارو له پکار ده چې په داسې ماشومانو باندې زيات نظر وساتي." هغه دې خبرې ته هم اشاره وکړه چې "چارواکو دې موضوع ته سمه توجه نه ده ورکړې."

هغه په دې خبره زور ورکړو چې پکار ده د حساس ماشومانو د ساتنې لپاره "جامد او لرلید ګامونه" پورته کړی شي.

په کوټه کې د دفاعي چارو شنونکي محمد حنيف خبرداری ورکړو چې "ځانمرګي ترهګرۍ زموږ د ملي امنيت لپاره يو ستر چيلنج دی." "دا ضروري ده چې د ترهګريز ډلو د عملیاتي وړتیا مخنيوی وکړی شي."

د اسلام د ناوړه استعمال سره مبارزه کول

حنيف د سخت دريځو پېغام ته چيلنج ورکولو باندې زور ورکړو.

هغه وويل: "د افراطي فلسفې د تکثير سره د مبارزې نه بغير، د ترهګرۍ سره مبارزه به مثبت نتيجې رامنځته نه کړي." "دا ډېره مهمه ده ... چې د وسله والو د پروپيګنډې د جګړې په مخه نيولو کې سول سوسايټۍ، ديني عالمان او قبايلي مشران شامل کړو."

مولانا عبدالروف، چې په پشين ډسټرکټ کې يو ديني عالم دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "ديني عالمان د ځانمرګي ترهګرۍ په مخه نيولو کې د پام وړ رول لوبولی شي ځکه چې دوی په عامو خلکو باندې ډير زيات اثر لري."

د بلوچستان په څير قبايلي سيمو کې، کوم ځای چې افراطي عناصر ډير مضبوط دي او پلويان لري، "د ديني عالمانو غږ ډير مهم دی ځکه چې دوی د سولې ضد فعالیتونو مخنيوی کوي."

عبدالروف د وسله والو لخوا د قرآني آيتونو ناوړه استعمال غندنه وکړه.

هغه وويل: "په قران کريم کې هیڅ يو آيت د ځانمرګي بريدونو حمايت نه کوي." نوموړي زياته کړه، چې قران کريم د ځانمرګي لپاره په اخرت کې د سخت عذاب خبرداری ورکوي. قران کریم وايي که چيرې تاسو يو کس په 'ناحقه' ووژلو، نو دا د ټول بشریت د وژلو برابر دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پاکستان د ډیرو کلونو راهیسې له دې ستونزې سره مخامخ دی. پاکستان په نړۍ کې يو شتمن هيواد دی.

ځواب