اقتصاد

پاکستان شمالي وزيرستان بيا ودانوي، چې اوس د اورپکۍ نه 'پاک' دی

سيد انصار عباس لخوا

د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا (ښې اړخ ته څلورم) د فبرورۍ په مياشت کې په ميرانشاه کې په يوه جرګه کې ګډون کوي. شمالي وزیرستان وروسته له هغې چې ځواکونو قبايلي ايجنسۍ نه وسله وال وشړل بيا ودانيږي. [سيد انصار عباس]

د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا (ښې اړخ ته څلورم) د فبرورۍ په مياشت کې په ميرانشاه کې په يوه جرګه کې ګډون کوي. شمالي وزیرستان وروسته له هغې چې ځواکونو قبايلي ايجنسۍ نه وسله وال وشړل بيا ودانيږي. [سيد انصار عباس]

پېښور - د قبايلي مشرانو او چارواکو لپاره دا د فخر خبره وه چې دوی د پېښور خبريالانو يو ګروپ چې د فبرورۍ په مياشت کې به د دغه سيمې ليدنه کوي ته ووايي چې شمالي وزیرستان سوله ايز دی او د اورپکۍ نه پاک دی.

زيات شمېر اوسېدونکي خپلو کورونو پرېښولو باندې هغه وخت مجبوره شول کله چې پاکستاني ځواکونو په فاټا کې د وسله والو سره په ۲۰۱۴ کال کې د ضرب عضب عملياتو پيلولو سره جګړه شروع کړه.

اوسيدونکي وايي، په عارضي ډول بې ځایه شوي کسان د يو شمير کلونو ژوند کولو نه وروسته، دوی بیا یو سوله ییز شمالي وزيرستان ته بيرته راغلي دي. اوس شمالي وزيريستان د وسله والو، وسلو او ويرې نه پاک دی.

په مير علي کې د هرموز کلې، انجنير فياض داور، ۵۵ کلن، وويل: "موږ د بنيادي سهولتونو نه بغير ژوند کولی شو خو د سولې نه بغير نه شو."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د پاکستان د پوځ مننه کوو چې په سیمه کې يې سوله بحال کړه."

هغه وويل، د ضرب عضب عملياتو نه مخکې، هيڅوک به د ښار په شاوخوا کې ګرځيدلی نه شو.

هغه وويل: "په نور ستونزو کابو موندلی کيدی شي، خو د قانون او نظم حالت باندې نه شي."

د امنيت ساتلو اراده کول

د دغه ناوړه حالت بيا رامنځته کيدو د مخنيوي لپاره پوځ د ټوپک په ملکیت باندې بندیز لګوي.

په مير علي کې يو خبريال رسول داور پاکستان فارورډ ته وويل، "پوځ په کلکه د وسلو په ملکيت باندې بنديز لګولی دی." "حتی چې يو شمېر قبایلي کسانو په خپله خوښه حکومت ته خپلې وسلې سپارلي دي."

قبايلې غړي، چې ځيني د کور نه څه اته کاله مخکې تللي وو، د سولې په ليدلو باندې حيران دي کوم ځای چې به تروریزم او فساد موجود وو.

عظيم خان، چې مير علي ته نږدې په پتاسي اډه کې چای خرڅوي، پاکستان فارورډ ته وويل "موږ يقين نه شو کولی چې دا هغه ايجنسي ده." "حتی چې موږ د يرې نه بغير د شپې هم ګرځيدې شو."

یو ځوان ټرانسپورټر عظيم وزير، پاکستان فارورډ ته وويل، "اوس په شمالي وزيرستان کې د وژلو، چاودنو، تښتولو او يا د ګواښونو پيښې نشته."

د سولې لپاره قربانۍ

د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا د فبرورۍ په لومړۍ نيټه د ميرانشاه ليدنه وکړه. په يوه جرګه کې د قبايلي خلکو د مشرانو سره د خبرو اترو نه مخکې، هغه هلته کې د يو نوي جوړ شوی سټيډيم، سکول او بازار معاينه وکړه.

جهګړا وويل، د ميرانشاه سټيډيم په ملي کچه يو داسې سټيډيم دی چې په هغې کې د هرې لوبې لپاره دوه ميدانونه دي، چې په دې کې کرکټ، فوټبال، باسکټبال، والي بال او ‌بډمنټن شامل دي.

هغه جرګې ته د سټيډيم، د سکولونو ښه والي، او د يوې "مثالي" سولې ساتلو مبارکي ورکړه.

جهګړا وويل: "په فاټا کې سوله د ضرب عضب عملیاتو له کبله بحال شوې ده." هغه زياته کړه، "د موقت ډول بې ځایه شوي کسانو ٪۹۰ خلک خپلو اصلي ښارونو ته راغلي دي، او پاتې نور به ډېر ژر بېرته راشي."

هغه زياته کړه، ټول ملت د ترهګرۍ سره په جګړه کې د امنیتي ځواکونو او د بې ځايه شوي خلکو په قربانۍ باندې فخر کوي.

هغه وويل: "دا قربانۍ په قبايلي سيمو کې او د هېواد په نورو برخو کې سوله يقيني کوي." نوموړي زياته کړه، چې حکومت د قبايلي خلکو د ستونزو نه خبر دی او "په دې برخه کې ګامونه اخلي."

جهګړا په لومړيو کې په ميرانشاه کې په ګورنر ماډل سکول کې د نجونو لپاره د يو سيکشن جوړلو او په مير علي سب ډويژن کې د نجونو لپاره د ډګري کالج او د نجونو لپاره د ګورنر ماډل سکول جوړولو اعلان وکړو.

مالک ګل صالح جان، چې په مير علي کې يو مشر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "زه په ښار کې د يو کالج او سکول جوړولو لپاره د ګورنر د اعلان ستاينه کوم."

پاکستان بازار، چې ۱۵۰ دوکانونه لري، هم د ماشومانو د لوبو يو ميدان، پارکينګ او يو جومات سره جوړ کړې شو.

سيد حلیم، چې په میرانشاه کې هټيوال دی، او هغه ته په دې نوي مارکيټ کې يو دوکان ورکړی شو، وويل، هغه د مستقبل لپاره خوشحاله او هيله من دی.

تجارت او اقتصاد بحالول

حکومت هم فيصله کړې ده چې په شمالي وزيرستان کې د سولې د ټینګښت وروسته د غلام خان پولې له لارې د افغانستان سره تجارت شروع کړي.

د شمالي وزیرستان پوليټيکل ايجنټ کامران افريدي په ميرانشاه کې خبريالانو ته وويل، "دغه لاره به په يو څو ورځو کې پراينستلی شي ځکه چې د دې مقصد لپاره ټول انتظامات شوي دي."

هغه وويل: "غلام خان لاره چې شمالي وزيرستان په افغانستان کې د خوست صوبې سره لينک کوي د سوداګرۍ لپاره بنده شوې ده، خو دا به اوس د بې ځایه شوي داخلي کسانو د بيارغونې د روانو هڅو د برخې په توګه بيا کهولاو شي."

کامران وويل، چې اقتصاد يوازې د ودانيو جوړولو سره بحال کيدی نه شي.

کامران وويل: "سوداګري ډير اهميت لري، له دې امله موږ به د غلام خان کلي ټرمینلونو جوړولو انتظار کوو." "موږ به په وړه سطح تجارت شروع کوو."

هغه وويل، د تجارت جاري ساتلو لپاره به ۱۰ ټرکونه د دغه لارې نه هره ورځ تېريږي.

هغه وويل: "د افغانستان سره تجارت بیا پرانېستل به په شمالي وزيرستان کې روزګار رامنځته کړي او سوداګرۍ ته به وده ورکړي." هغه زياته کړه چې پوليټيکل ايډمنسټريشن، پوځ او کسټم ډپارټمنټ به د بنو او غلام خان پوسټونو تر منځ استولی شي چې ټرکونو ته فرمټونه ورکړي.

د انفراسټرکچر جوړول

کامران وويل، د سروې يو ټیم چې پوليټيکل ايډمنسټريشن په چارواکو، پوځ او نورو ادارو باندې مشتمل دی، د ويجاړ شوي کورونو او نورو ملکیتونو معاینه پیل کړې ده.

هغه وويل: "تباه شوي کور ته به ۴۰۰،۰۰۰ روپۍ او ويجاړ شوي کور ته به ۱۶۰،۰۰۰ روپۍ ورکړل کيږي."

هغه وويل: په زياترو سيمو کې د اوبو خور سيسټمونه جوړ کړی شوي دي. هغه زياته کړه، "موږ بزګرانو ته تخمونه ورکړي دي."

امجد داور، چې پتاسي اډې ته نږدې په ايسوري کلي کې يو بزګر دی، د حکومت څخه وغوښتل چې ډیر کار دې وکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "فې الحال موږ ته د اوبو خور لپاره د اوبو ضرورت دی." "انتظاميې له پکار ده چې کانالونو مرمت کړي ... چې دره د سولې په شان شنه کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اوس د سرحد انتظام د مرکزي او صوبايي حکومتونو لپاره يو غټ چيلنج دی چې مخکې له هغې چې ترهګر د افغانستان نه راواوړي د ترهګرو مخنيوی وکړي.

ځواب