سياست

فاټا سیاسي او قانوني اصلاحاتو ته هرکلی وايي

اشفاق يوسفزۍ لخوا

د پاکستان تحریک انصاف فعالین د جنورۍ په ۱۷مه په باجوړ ايجنسۍ کې د اصلاحاتو په حق کې ريلي منعقد کړه. [پاکستان تحريک انصاف]

د پاکستان تحریک انصاف فعالین د جنورۍ په ۱۷مه په باجوړ ايجنسۍ کې د اصلاحاتو په حق کې ريلي منعقد کړه. [پاکستان تحريک انصاف]

پېښور -- پاکستان د مارچ په ۲مه پلانونه منظور کړل چې فاټا په د مرکز په سیاسي پروسه کې شامله کړي.

که چيرې دغه بدلون رامنځته شي، نو دا به د فاټا حيثيت --- کوم چې په استعماري دور کې رامنځته شوی وو-- د داسې یو ځای په توګه به د دې حیثیت ختم کړی شي چې هلته کې به افرادو ته لږ حقوق حاصل وي او دغه سيمه به په مستقیمه توګه د مرکز په کنټرول کې وي.

دغه اقدام د فاټا ريفارمز کوميټۍ د سپارښتنو له کبله د نومبر په ۸ مه رامنځته شو. د سپارښتنو جوړولو نه مخکې، د کميټۍ ممبرانو د قبايلي استازو سره په دغه اقدام باندې سلا مشوره وکړه.

د شپږو غړو حکومتي ريفورم د کمېټۍ مشر او د وزير اعظم ميا محمد نواز شريف سينير همکار سرتاج عزيز په اسلام اباد کې وويل: "کابینې په اصل کې د فاټا د اصلاحاتو د کمېټۍ سپارښتنې منظورې کړي دي."

ډير ستر پلانونه

دغه پلان په دې خبره زور ورکوي چې فاټا دې په پنځو کلونو کې دننه د ګاونډي خېبرپښتونخوا صوبې سره يوځای کړی شي، په داسې حال کې چې يو شمېر مهم اصلاحات لکه ډله ايز سزا ختمول او د پاکستان عدالتي نظام رامنځته کول به د کلونو په پرتله يو څو مياشتې واخلي.

د ټوله ايز سزا حکم، چې د يو څو عشرو راهیسې د قبايلي قومونو لپاره يو ناوړه حکم وو، د فرنټير کرايم ريګوليشن یوه زیاته بدنامه برخه ده. ايف سي آر د برطانيې حکومت پلي کړی وو. ايف سي آر د يو کس د اعمالو د وجې يوه کورنۍ يا يوه قبيله زمه داره ګرځوي.

پارلمان به اوس په دې وړاندیزونو غور کوي؛ که چېرې پارلمان دا خوښ کړل، نو دا به هڅه وکړي چې په آيین کې ترميم وکړي.

عزيز وويل، که چيرې د اصلاحاتو پلان منظور کړی شي، نو فاټا به کولای شي چې په ۲۰۱۸ کال کې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ لپاره استازي وټاکي.

د دې نه علاوه، وفاقي حکومت به ايف سي آر ختم کړي او په قبایلي سیمو کې به رواج ريګوليشن عملي کړي. په رواج ريګوليشن کې د ډله ايز سزا حکم نشته.

د دې نه علاوه، تمه کيږي چې د ملي مالیې کمیسیون به د سالانه وفاقي پول نه د فاټا د پرمختګ دوامداره پلان پلي کولو لپاره په ٪۳ برخه ورکولو باندې غور وکړي.

په دغه پول کې هغه عواید موجود دي کوم چې په ملي کچه په غربت کمولو کې مرسته کوي.

په دغه سپارښتنو کې د ټولو داخلي بې ځایه شوي کسانو د اپريل د ۳۰ مې نيټې پورې بيرته ليږل شامل دي او ۲۰۱۸ کال د بيا رغونې پروسه مکمل کولو لپاره يوه وروستنۍ نېټه ټاکلی شوې ده.

د ريډيو پاکستان له مخې، عزيز وويل، "قبايلي خلک هېواد پاله دي او د پاکستان سره مينه کوي." "دا وخت دی چې قبايلي خلک په سياسي اړيکو کې شامل کړو او د هغوی د محروميت احساس ختم کړو."

په اوو قبايلي ايجنسو-- باجوړ، خیبر، کورم، مهمند، شمالي وزيرستان، اورکزۍ او جنوبي وزيرستان -- کې شاوخوا اته ميليونه اوسيدونکي ژوند کوي، چې زياتره پښتانه دي.

په قبايلي سیمه کې جمهوريت رامنځته کول

ځايي سياستدانان او فعالين وايي، قبايلي خلک د حکومت پلان چې فاټا د خېبرپښتونخوا سره يو ځای کړي ته هرکلی کوي او دې ته د يو مهم ګام په نظر ګوري ځکه چې دا به سیمه ولسواکه کړي.

اقبال افریدی، چې په فاټا کې د پاکستان تحريک انصاف پارټۍ کوآرډينيټر دی، پاکستان فارورډ ته وويل "دا اقدام د حکومت دا اعتراف څرګندوي چې دا سیمه د اورپکۍ نه پاکه شوي ده او پکار ده چې په دې کې جمهوريت رامنځته کړی شي چې په مستقبل کې د شر پسندو خلکو مخنيوی وکړی شي."

اقبال هیله مند دی چې د فاټا ادغام به د مشارکتي حکومت لپاره لاره هواره کړي.

د خیبر پښتونخوا د نيشنل عوامي پارټۍ صوبايي نايب صدر عمران افريدي وويل: "خلک غواړي چې انتخابات او نور فعالیتونه په بنيادي کچه وګوري."

په فاټا کې د اوږد وخت لپاره د حکومتي سیسټم له مخې، پوليټيکل ايجنټس چې وفاقي حکومت تعينات کړي دي د قبايلي ايجنسو انتظام چلوي.

افریدی پاکستان فارورډ ته وويل، "په تیر وخت کې، وسله والو موقعې لرلې چې خپل ناروا حاکمیت پیاوړي کړي او خپله ناوړه اجنډې ته وده ورکړي، ځکه چې موږ يو ښه فورم نه لرلو چې نړۍ ته خپل پيغام ورسوو."

هغه وويل، کله چې حکومت د اصلاحاتو اعلان وکړو، نو عام خلکو د دغه نوښت په حق کې یو لړ ميټنګونه او مارچونه وکړل.

هغه وويل: "خلک د اورپکۍ نه تنګ راغلي دي او جمهوري سيسټم غواړي." "زموږ خلکو د وسله والو بېرحمي او ظلم ليدلی دی، او دوی نه غواړي چې بېرته هغه دور ته لاړ شي. بلکې دوی غواړي چې د پوځي اقدام له لارې ترلاسه کړی شوي سوله دې برقراره وساتلی شي."

د بدلون او ګړندي اصلاحاتو په لټه کې

په داسې حال کې چې ټولو سیاسي پارټو د خېبرپښتونخوا سره د فاټا يوځای کيدل يا ادغام ته هرکلی کړی دی، خو ځينې غواړي چې دا دې د ۲۰۱۸ کال نه مخکې تر سره شي.

د تحريک انصاف مشر شاه فرمان پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ د حکومت د اقدام هرکلی کوو، خو بايد دا دې د راتلونکې عمومي ټاکنو نه مخکې ترسره شي." "د يوځای کولو لپاره د پنځو کالو وخت ورکول به د حکومت په ارادو باندې شک رامنځته کړي."

د پاکستان پيپلز پارټۍ يو مشر، سيد اخون زاده چټان، وويل، قبايلي خلک د اصلاحاتو په اړه خوشحاله دي خو په اوږده موده کې د پلان پلي کولو نه مطمين نه دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "زما پارټي د اصلاحاتو د پروګرام ملاتړ کوي خو د وخت چوکاټ سره موافقه نه کوي."

هغه وويل: "خلک په قبايلي سيمو کې بدلون غواړي ځکه چې حقايق ښيي چې د خېبرپښتونخوا سره د فاټا يوځای کيدل طالبان وسله والو ته د هميشه لپاره د ماتې ورکولو لپاره يوازينۍ لار ده."

هغه وويل: "طالبان د هر هغه پلان خلاف دي کوم چې فاټا ولسواکه کوي ځکه چې دوی تل د طاقت په ذريعه حکومت کړی دی."

چټان وويل، چې ټول سياسي پارټۍ د اصلاحاتو سره موافقه وکړه ځکه چې دا د تشدد ختمولو او پرمختیا رامنځته کولو لپاره يوه لاره ده.

هغه وويل: "د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ يقيني کولو او غربت او بې روزګارۍ کمولو لپاره به یوه ځانګړې کمېټي د فاټا د پرمختګ لپاره د يوې عشرې اوږد پلان جوړ کړي."

خلکو ته واک ورکول

په پيښور کې د امنيتي چارو يو خپلواک کارپوه، خادم حسین، وویل: "د پارټو په بنياد د سيمه ييز انتخاباتو ترسره کولو پلان په بنيادي کچه خلکو ته د واک ورکولو يو رښتينی ګام دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، په اوسني وخت کې، قبايلي خلک صرف په وفاقي حکومت باندې تکیه کوي. "کله چې خلک خپل استازي په محلي توګه وټاکي، نو دوی به واکمني محسوس کړي."

هغه وويل: "دا به [په قبایلي سیمو کې] تلپاتې سوله يقيني کړي."

حسین په قبايلي سيمو کې د سول او فوجداري مسلو لپاره د جرګې سيسټم ساتلو او د عدالتي نظام جوړولو چې د فاټا اوسيدونکو ته بنيادي حقوق ورکوي لپاره د دغه وړاندويز ستاينه وکړه.

عارف الله مهمند، د فاټا د طالب علمانو تنظيم مشر، وويل، چې ځايي خلکو ډیرې قربانۍ ورکړي دي چې ترهګري ختمه کړي او دوی د خپل سياسي مستقبل لپاره د وينا حق ولري.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "وسله والو زموږ ټولنیز جوړښت، سکولونه او هسپتالونه تباه کړي دي، او موږ ته په جمهوري ډول د منتخب شوي حکومت ډير زيات ضرورت دی چې په خپله خاوره کې دايمي سوله رامنځته کړو."

هغه وويل: "د جمهوريت معرفي کولو سره، موږ تروریزم د تل لپاره ختمولی شو." "موږ يوازې د ټاکل شوي حکومت له لارې تشدد ختمولی شو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500