تروريزم

پاکستان د امنيتي تدابيرو سره د کرکټ بيرته راتلل لمانځوي

جاويد خان لخوا

د پېښور زلمي کرکټران د مارچ په ۵ مه په لاهور کې د پاکستان سوپر ليګ فاينل کې د کوټې ګليډي ايټر ته شکست ورکول لمانځوي. [عامر قريشي /اې ايف پي]

د پېښور زلمي کرکټران د مارچ په ۵ مه په لاهور کې د پاکستان سوپر ليګ فاينل کې د کوټې ګليډي ايټر ته شکست ورکول لمانځوي. [عامر قريشي /اې ايف پي]

پېښور -- په لاهور کې د يکشنبې په ورځ (د مارچ په ۵ مه) د پاکستان سوپر ليګ په فاينل ميچ کې په يو پلې کارډ چې یوه ښځینه ليدونکې نيولی وو ليکلی شوي، "پاکستان نن وګټله."

په لاهور کې د پېښور زلمي او د کوټې ګليډي ايټر تر منځ يو متوقع ميچ چې د سخت امنيتي تدابيرو په منځ کې رامنځته شو د خلکو موډ ښه کړو.

چارواکو وويل، چې قذافي سټيډيم ډک وو او ټکټونه ټول خرڅ شوي وو.

د کرکټ ډير خوشحاله مينه والو په ملي کچه دغه ميچ وکتو چې په دغه میچ کې25.20 پېښور زلمي په ۵۸ رنزونو د کوټې ګليډي ايټر ته ماتې ورکړو.

يوه پاکستانۍ ښځينه پوليسه په لاهور کې د مارچ په ۵ مه د پاکستان سوپر ليګ فاينل شروع کيدو نه مخکې د يو لوبه کتونکي تلاشي اخلي. پېښور زلمي د سختې سيکيوريټۍ په منځ کې په قذافي سټيډيم کې د کوټې ګليډي ايټر ته ماتې ورکړو. [عارف علي/ ای ايف پي]

يوه پاکستانۍ ښځينه پوليسه په لاهور کې د مارچ په ۵ مه د پاکستان سوپر ليګ فاينل شروع کيدو نه مخکې د يو لوبه کتونکي تلاشي اخلي. پېښور زلمي د سختې سيکيوريټۍ په منځ کې په قذافي سټيډيم کې د کوټې ګليډي ايټر ته ماتې ورکړو. [عارف علي/ ای ايف پي]

په پېښور کې د پولیسو سينير سپرنټنډنټ (آپريشنز) سجاد خان وويل، په پېښور کې يوه غونډه چې نږدې ۵،۰۰۰ مينه والو باندې مشتمل وه په حيات آباد سپورټ کمپلکس کې راټوله شوه. په دغه غونډه کې ځوانې ښځې او نارينه هم وو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "کله چې د سپورټ چارواکو له ما سره رابطه وکړه، نو ما د مناسب سيکيوريټۍ ورکولو ژمنه وکړه."

هغه وويل: "خلک ډير خوشحاله وو." هغه زياته کړه، چې د پېښور زلمي مينه والو د آتش بازۍ، ډول وهلو او ګډا سره خپله کاميابي ولمانځله.

"خلکو د کرکټ بيرته راتلل او د سولې فتحه ولمانځله."

سخت امنيتي تدابير

په لاهور کې د پاکستان سپر ليګ فاينل لپاره ډير زيات امنيتي تدابير نيولی شوي وو. د پاکستان سپر ليګ نور ميچونه په متحده عرب اماراتو کې رامنځته شول.

د پنجاب وزير اعلی شهباز شريف خبريالانو ته وويل، د ۱۰،۰۰۰ څخه زیات امنيتي پرسونل تعينات کړی شوي وو چې په دې کې د پنجاب پوليس او نيم پوځي رینجر شامل ول.

اي ايس پي اين خبر ورکړو چې د لاهور سټيډيم د ساتنې لپاره، چارواکو د ميچ نه لږ تر لږه درې ورځې مخکې دغه سټيډيم د خلکو لپاره بند کړو.

لوبه کتونکي به د درې امنيتي چيک پوسټونو نه تیريدل. ټولو به مزل کولو. د سټيډيم په يو کلوميټر احاطه کې د غير سرکاري ګاډو ودريدل منع وو.

چارواکو شاوخوا سړکونه بند کړي وو او سټيډيم يې د سکينرو، د مخ پيژندلو کلوز سرکټ کيمرو او د پوليسو د کنټرول مرکزونو سره خوندي کړي وو.

ځايي ميديا راپور ورکړو چې د ناوړه بريد د مخنيوي لپاره، دوی د هاکۍ په سټيډيم کې د ۲۵ بسترو هسپتال جوړ کړی وو.

د پوځ لوی مشر جنرل قمر جاوید باجوه وعده وکړه چې د هغه ځواکونه به د ميچ په دوران کې په پشپړه توګه امنيت برابرولو کې مرسته وکړي.

ځايي ميډيا راپور ورکړو چې امنيتي ځواکونو د سټيډيم په شاوخوا کې تقريبا د يوي هفتې لپاره د لټون-او-ګوزار عملیات ترسره کړل. د ميچ نه مخکې، دوی د بويوونکو سپو او د بم معلومولو په آلاتو سره د سټيډيم او د لارو تلاشي وکړه.

د نيشن اخبار راپور ورکړو چې د ملي ډیټابیس او د نوم ليکنې ادارې د سټيډيم په شاوخوا کې څلور موبايل ټيمونه تعينات کړل چې د نندارچيانو کمپيوټرايزډ ملي شناختي کارډونه د امنیتي ګامونو د یوې برخې په توګه وګوري.

د يو راپور له مخې، د پاکستان کرکټ بورډ بلټ پروپ بسونه برابر کړل چې لوبغاړي سټيډم ته ويسي او بېرته خپلو هوټلونو ته یې راوړي.

د زيات امنيت د هڅو موخه دا وه چې په لاهور کې د سري لنکا په کرکټ ټيم باندې په مارچ ۲۰۰۹ کال کې د تروریستي برید يادونه ختم کړي. په دغه بريد کې لږ تر لږه شپږ سریلنکايان ژوبل شوي وو او اته تنه پاکستانیان وژل شوي وو.

د دغه غمجنې پيښې نه وروسته، په لاهور کې د پاکستان سپر ليګ فاينل د کرکټ تر ټولو لویه پیښه وه.

د پاکستان سپر ليګ فاينل خوشحالي او فخر رامنځته کوي

لیدونکي او چارواکي په دې خوشحاله وو چې دوی يو ځل بيا په پاکستان کې کرکټران په لوبو وليدل او د پوليسو يې ستاينه وکړه چې دوی د دغه پيښې ساتنه وکړه.

وزير اعظم ميا محمد نواز شريف په يو بيان کې وويل، پاکستان "قوي، خوندي او باثباته جوړ شوی دی، چې یو داسې چاپیریال رامنځته کوي چې د ملي ارمانونو لپاره ښه دی." "کرکټ زمونږ د ټولو زړونو ته ډیر نژدې دی."

هغه وويل: "دا لومړې ګام دی چې پاکستان به بېرته په سپورتي ميدان کې شامل کړي او دا د يو ښه مستقبل نښه ده."

د پېښور کلب پخواني کرکټر سفير احمد پاکستان فارورډ ته وويل، په پاکستان کې د پاکستان سپر ليګ فاينل منعقد کولو ترهګرو ته پیغام ورکړو چې دوی ته ماتی ورکړی شوی دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ غواړو چې نړیوال کرکټ په بشپړه توګه په پاکستان او پېښور کې بيا بحال شي."

د جيو نيوز تلويزيون اينکر حامد مير په يو ټويټ کې وويل، "په لاهور کې د پاکستان سپر ليګ فاينل ختم شو او اوس د ترهګرۍ د وېرې نه آزادي ترلاسه کولو نه خوند واخلئ." "زه خپلو پوليسو او امنيتي ځواکونو ته د سخت محنت د وجې سلامې وړاندې کوم."

په پېښور کې د سپورټ خبریال، عدنان طارق، وويل: "پوليسو ډير ښه کار وکړو ځکه چې ټول سينير افسران په سړکونو موجود وو چې د هغه زرګونو پيښوريانو ساتنه وکړي کومو چې د شپې د ۲ بجو پورې د پيښور زلمي فتحه ولمانځله."

شهباز شريف په يو ټويټ کې وويل، "کله چې ما سټيديم د خلکو نه ډک وليدو نو ما فخر محسوس کړو." لاهوريانو او پاکستانيانو ترهګرۍ ته ماتی ورکړو. هم دا وجه ده چې زه وايم چې دا زړور خلک دی.

د خیبر پښتونخوا وزير اعلی پروېز خټک پېښور زلمي ته بلنه ورکړه چې دوی په ښار کې خپله فتحه ولمانځوي.

'دا د لوبې نه زياته خبره وه'

د پېښور زلمي کپتان ډيرن سیمي چې د پښتونو په جامه کې وو د پاکستان سپر ليګ انعام ترلاسه کولو نه وروسته وويل، "دا زما لپاره د [کرکټ] د لوبې نه زياته خبره ده."

هغه وويل: "دا حيران کنه ورځ ده ځکه چې ما دا محسوس کړه چې ما د لاهوريانو او پيښوریانو په مخونو باندې ډيره زياته موسکا رامنځته کړي ده."

د پېښور زلمي ټیم مالک، جاوید افريدي، دغه فتحه خپلو والدينو او په پېښور کې د آرمي پبلک سکول زده کوونکو ته وقف کړه. په دغه چاودنه کې چې په ۲۰۱۴ کال کې د تحريک طالبان پاکستان لخوا رامنځته شوه ۱۴۱ کسان وژل شوي وو چې زياتره په کې ماشومان ول.

هغه وويل: "لکه څنګه چې ما ژمنه وکړه، زه به دا ټرافې آرمې پبلک سکول ته ورکوم."

څه کم يوه میاشت مخکې، کله چې د فبرورۍ په ۱۳مه د طالبانو لخوا په منلی شوي ځانمرګي بريد کې ۱۵ تنه ووژل شول، په لاهور کې د پاکستان سپر ليګ فاينل کول غير يقيني وو.

په هغه وخت کې، د پاکستان سپر ليګ مشر نجم سيټهي انديښنه څرګنده کړه چې بهرني کرکټران به ونه غواړي چې لاهور ته د فاينل لپاره راشي.

د اي ايس پي اين له مخې، هغه وويل، موږ له پکار ده چې ترهګرو ته وښيو چې موږ يريږو نه او مونږ له پکار ده چې هغوی ته وښيو چې موږ دا کولی شو ځکه چې دا زموږ لپاره ډېره مهمه ده."

په ۲۰۰۹ کال کې د سري لنکا ټيم باندې د بريد راهيسې، بهرني کرکټرانو په پاکستان کې د لوبي کولو نه انکار کړی وو، د يو ميچ نه علاوه چې په ۲۰۱۵ کال کې په لاهور کې د زمبابوی سره شوی وو.

د پاکستان سپر ليګ فاينل ميچ نه وروسته، سيټهي په ټويټر مننه وکړه: "! لاهوريانو! پاکستانیانو! زه ستاسو شکريه ادا کوم چې تاسو په پاکستان سپر ليګ او پاکستان باندې باور وکړو. په ګډه به موږ غالب شو!"

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500