رسنۍ

مطبوعاتي نوښت د پاکستاني خبریالانو سره د ترهګریز ګواښونو سره په مقابله کولو کې مرسته کوي

عديل سعيد لخوا

د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په ۱۷مه په پیښور کې د طالبانو لخوا د يو بريد چې ۱۴۸ کسان په کې ووژل شول يوه ورځ وروسته، يو پاکستانې کيمرامين په پيښور کې د آرمي پبلک سکول په ګولو سورې ديوال مخې ته يوه ويډيو جوړوي. د پاکستان مطبوعاتي کلب حفاظتي مرکز نوښت موخه دا ده چې د هغه خطرونو په باره کې پوهاوي رامنځته کړي کوم چې خبريالان د خپل کار په دوران کې ورسره مخامخ کيږي او د هغه ژورنالستانو چې د مرګ د ګواښونو او ترهګريز بريدونو سره مخامخ دي ساتنه وکړي. [اې ايف پي/ فاروق]

د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په ۱۷مه په پیښور کې د طالبانو لخوا د يو بريد چې ۱۴۸ کسان په کې ووژل شول يوه ورځ وروسته، يو پاکستانې کيمرامين په پيښور کې د آرمي پبلک سکول په ګولو سورې ديوال مخې ته يوه ويډيو جوړوي. د پاکستان مطبوعاتي کلب حفاظتي مرکز نوښت موخه دا ده چې د هغه خطرونو په باره کې پوهاوي رامنځته کړي کوم چې خبريالان د خپل کار په دوران کې ورسره مخامخ کيږي او د هغه ژورنالستانو چې د مرګ د ګواښونو او ترهګريز بريدونو سره مخامخ دي ساتنه وکړي. [اې ايف پي/ فاروق]

پیښور -- په ټول پاکستان کې په ښارونو کې جوړ شوي حفاظتي مرکزونه کوشش کوي چې د خبریالانو د حفاظت په اړه پوهاوي رامنځته کړي او د ترهګرو د ګواښ له امله په غم کې خبریالانو ته د ساتنې د سرچينې په توګه خدمت وړاندې کړي.

په پیښور پریس کلب کې په يو ځوړند شوي بينر باندې ليکلی شوي دي: "که تاسو چيرې د ګواښ سره مخامخ شئ، محوس يې کړئ يا يې ترلاسه کړئ، نو د دغه ګواښ په اړه دلته راپور ورکړئ."

په پيښور کې يو سينير ژورنالسټ او په پاکستان کې د آی ايم ايس سيفټي کوارډينيټر اقبال خټک وويل، "انټرينيشنل ميډيا سپورټ په ۲۰۱۶ کال کې د خپل ملي ملګري، د آزادۍ د نيټ ورک، له لارې د پاکستان پريس کلبونو د حفاظتي مرکز د نوښت پرانسته وکړه."

خټک پاکستان فارورډ ته وويل، دغه حفاظتي مرکزونه په کراچۍ، لاهور، کوټه، اسلام اباد، پیښور او ډیره اسماعيل خان کې په پريس کلبونو کې جوړ شوي دي.

په پیښور پریس کلب کې يو بينر په ژورنالستانو زور ورکوي چې دوی دې د هر ډول ګواښ او يا امنيتي اندیښنو په اړه راپور ورکړي. په پاکستان کې شپږ پريس کلبونو حفاظتي مرکزونه جوړ کړي دي چې د امنيت د پوهاوي په باره کې ژورنالستانو ته تربيت، حفاظت او مرسته برابر کړي. [عديل سعید]

په پیښور پریس کلب کې يو بينر په ژورنالستانو زور ورکوي چې دوی دې د هر ډول ګواښ او يا امنيتي اندیښنو په اړه راپور ورکړي. په پاکستان کې شپږ پريس کلبونو حفاظتي مرکزونه جوړ کړي دي چې د امنيت د پوهاوي په باره کې ژورنالستانو ته تربيت، حفاظت او مرسته برابر کړي. [عديل سعید]

هغه وويل، په پیښور او ډیره اسماعيل خان کې حفاظتي مرکزونه د فاټا د خبريالانو سره هم مرسته کوي. په فاټا کې دا ډول مرکزونه د امنيتي وجوهاتو له امله نه دي جوړ کړی شوي.

خټک وويل، دې حفاظتي مرکزونو د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د ۱۰۰ نه زيات د مدافعې ميټنګونو انتظام کړی دی چې خبریالانو ته د خپل کار په دوران کې د خپل ځان حفاظت يقيني کولو لپاره د غوره طريقو په اړه معلومات ورکړي.

هغه وويل، د حفاظتي مرکزونو په لومړي کال کې، دوی د اتو خبريالانو سره مرسته کړې ده، چې په دې کې هغه خبريال هم شامل دی کوم چې د کوټې نه د یو جدي ګواښ له امله بل ځای ته منتقل کړی شو.

د ميډيا په وړاندې د ګواښونو تحقیق کول

ګوهر علي خان، چې د پيښور پریس کلب حفاظتي مرکز منيجر دی، وويل، "د خبريال د ګواښ په باره کې چې کوم راپور ترلاسه کړی شي، نو د دغه راپور تصديق د هغه د ملګرو، د هغه د تنظيم مشر او متعلقه پوليسو چارواکو له لارې کولی شي."

ګوهر پاکستان فارورډ ته وويل، د کيس د تجزيې نه وروسته، د حفاظتي مرکز د کارکوونکو یوه کمیټي د هغه ګواښ يا ویرې د کومې سره چې هغه مخامخ دی په بنياد فيصله کوي.

هغه وويل، حفاظتي مرکزونه د ژورنالستانو هغه کورنيو ته مالي مرستې هم برابروي کوم چې د ډيوټۍ په دوران کې مړه شوي دي.

ګوهر وويل، د مثال په توګه، د محبوب شاه افريدي کورنۍ مالي مرسته ترلاسه کړه. محبوب شاه افريدي د ټرايبل يونين آف ژورنالسټ پخوانی صدر وو. هغه په خيبر ايجنسۍ کې په ۲۰۱۶ کال کې د جنورۍ په ۱۹ مه په يو ځانمرګي بريد کې وژل شوی وو.

ګوهر وويل: "زموږ موخه دا ده چې په هغه ژورنالستانو او حکومتي چارواکو کې د ژورنالستانو د حفاظت په اړه پوهاوي رامنځته کړو کوم چې د چاودنې هدف جوړيږي."

هغه وويل، چې د پريس کلبونو کوششونو کاميابي ترلاسه کړي ده ځکه چې د خبريالانو حفاظتي قانون له مخکې نه د پاکستان په ټولو څلورو صوبو کې تيار شوی دی او دا به ژر په صوبايي اسمبلو کې وړاندې کړی شي.

د ژورنالستانو ژوند په خطر کې

د نړیوال ميډيا حقونو سازمانونو د وينا له مخې، پاکستان د خبريالانو لپاره تر ټولو خطرناک هیواد دی.

عدنان رحمت، چې په اسلام اباد کې يو ژورنالست او په پاکستان کې د آی ايم ايس پروګرام منيجر دی، وويل: "د ۲۰۰۰ کال نه تر اوسه پورې، نږدې ۱۱۴ تنه خبريالان وژل شوي او نږدې ۲،۰۰۰ نور اغوا شوي او د وسله وال بريدونو له امله ژوبل شوي دي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، پاکستاني خبریالان د ناوړه ستونزو سره مخ دي ځکه چې د دوی راپورونه کيدی شي چې ترهګر خفه کړي او دویم وجه دا ده چې دوی ډير خطرناک ځایونو ته ځي.

عدنان وويل، چې د ژورنالستانو د کار نوعيت د هغوی ژوند په خطر کې اچوي. عدنان يو کتاب ليکلی دی چې د "خبريالان تر ګواښ لاندې" په نوم ياديږي. په دغه کتاب کې په پاکستان کې د هغه۱۰۰ نه د زيات خبريالانو ذاتي کيسې شاملې دي کوم چې د ظلم او بریدونو سره مخامخ شوي دي.

هغه وويل، ژورنالستان د وسله وال بريدونو سره مخامخ کيږي او د وسله والو نه د مرګ ګواښونه ترلاسه کوي.

هغه وويل: "د حفاظتي مرکزونو جوړول يو ښه ګام دی او دا به د هغه ژورنالستانو چې په خطر کې ژوند کوي د ژوند په ساتنه کې مرسته وکړي."

حفاظت لومړۍ ترجيح

په پیښور کې د جيو نيوز بيورو چيف، محمود جان الله بابر، وويل، په لومړي ځل، پاکستانیان د ژورنالیستانو پر وړاندې د حملو او ګواښونو معلومات راټولوي.

حفاظتي مرکزونه په خبريالانو کې د حفاظت په اړه د پوهاوي په رامنځته کولو کې مرسته کوي. دا يو داسې ګام دی چې هغه ورته ډیر په جدي نظر ګوري.

محمود پاکستان فارورډ ته وويل: "په کراچۍ کې د سما تلويزيون ډیجیټل سیټلایټ د خبرونو ترلاسه کولو په ګاډي باندې په ۲۰۱۷ کال کې د فبروری په ۱۲مه د تحريک طالبان پاکستان وسله وال بريد وشو چې يو کار کونکې په کې ووژل شو او وروسته له هغې ما دا خبره يقيني کړه چې زما د ټيم غړي به د خبرونو راټولولو په دوران کې حفاظتي آلات استعمالوي."

هغه وويل، حفاظتي آلات په هيلمټونو او بلټ پروف واسکټونو باندې مشتمل دي.

محمود خپل کارکوونکو ته او د خيبر پښتونخوا تلويزيوني چينلونو دفترونو مشرانو ته يوه مشاورتي ليک واستوو. هغه په هغوی باندې زور ورکړو چې هغوی دې معیاري عملیاتي طرزالعملونه اختيار کړي چې د ژورنالستانو خونديتوب ډاډمن کړي.

هغه وويل، چې د کار نوعيت ژورنالستان په سخت خطر کې اچوي.

هغه وويل، چې د دې خبرې ضرورت دی چې ژورنالستانو ته تربيت ورکړی شي چې دوی خپل ځان د خبرونو لپاره په خطر کې د اچولو په پرتله د خپل ځان حفاظت لومړۍ ترجيح وګڼي.

په پیښور کې د جيو نيوز يو خبريال، عادل پرویز، وويل: "د خپل ځان په باره کې د ساتنې په اړه د پوهاوي وروسته، زه اضافي خيال کوم چې خپل ځان د خطر نه وساتم."

عادل وويل، یو مدافعې غونډې چې د پيښور پریس کلب حفاظتي مرکز او نورو داسې سازمانونو يې انتظام کړی وو، هغه ته معلومات ورکړل چې هغه به څنګه ځان د بمي چاودنو په راپور ورکولو کې خوندي ساتي.

د مثال په توګه، هغه وويل: کله چې هغه خپل کار ترسره کوي نو هغه د قانون پلي کونکو او د خلکو د هجوم نه خوندي فاصله ساتي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "پکار ده چې دا عمل په منظم ډول جاري وساتلی شي ځکه چې خبريالانو ته خطره شته او تحفظ به يوازې د امنیتی تدابیرو له لارې يقيني کيږي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500