ديپلوماسي

پاکستان او افغانستان د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې لپاره ګډ کوششونه کوي

عديل سعيد لخوا

د افغان سرحدي پوليسو يو افسر د فبرورۍ په ۱۷مه د تورخم پولې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ يوه لاره ده ساتنه کوي. په پاکستان کې په سيهون کې په صوفې زيارت باندې د فبرورۍ په ۱۶مه د يو ځانمرګي بريد وروسته، پاکستاني چارواکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ اصلي پوله د يو نامعلوم وخت لپاره بنده کړه چې په دغه برید کې ۸۰ کسان ووژل شول او د ۲۰۰ نه زيات کسان ژوبل شول . [نورالله شهزاده/اې ايف پي]

د افغان سرحدي پوليسو يو افسر د فبرورۍ په ۱۷مه د تورخم پولې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ يوه لاره ده ساتنه کوي. په پاکستان کې په سيهون کې په صوفې زيارت باندې د فبرورۍ په ۱۶مه د يو ځانمرګي بريد وروسته، پاکستاني چارواکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ اصلي پوله د يو نامعلوم وخت لپاره بنده کړه چې په دغه برید کې ۸۰ کسان ووژل شول او د ۲۰۰ نه زيات کسان ژوبل شول . [نورالله شهزاده/اې ايف پي]

پېښور-- د افغانستان او پاکستان د پولې دواړو غاړو ته چاروکو دا خواهش څرګند کړی دی چې په وسله وال فعاليتونو کې د زياتوالي د وجې د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې همکاري وکړي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د فبرورۍ په ۲۰مه وويل: "د پاکستان د سرحدونو لوړ امنيتي اقداماتو موخه دا ده چې د يو ګډ دښمن -- د هر قسم ترهګر-- سره مبارزه وکړي."

د پوځ د عامه اړيکو دفتر د يو بيان له مخې، باجوه په راولپنډۍ کې د لوړې کچې په امنيتي غونډه کې وويل: "پاکستان او افغانستان د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کړې ده او بايد دې ګډ کوششونو ته دوام ورکړل شي."

په دغه بيان کې راغلي، "باجوه هدايات ورکړل چې په پوله باندې د افغان امنيتي ځواکونو سره دې ډیره زياته همغږي او همکاري وکړی شي چې په پوله باندې د ترهګرو د ناقانونه تګ راتګ، چې په دې کې هر قسم ناقانونه تګ راتګ شامل دی، مخنيوی وکړل شي."

پاکستاني مزدوران د فبرورۍ په ۹مه په خيبر ايجنسۍ کې د افغانستان سره په پوله باندې خپلې ګاډۍ بوځي. [عبدالمجيد / اې ايف پي]

پاکستاني مزدوران د فبرورۍ په ۹مه په خيبر ايجنسۍ کې د افغانستان سره په پوله باندې خپلې ګاډۍ بوځي. [عبدالمجيد / اې ايف پي]

سربیره پر دې، هغه "د افغاني چارواکو حاليه تجويزونو ته هرکلی وکړو چې د تروريزم پر وړاندې د دوه اړخیزې همغږۍ نتيجه خيز کوششونه زيات کړي."

دغه غونډه هغه وخت رامنځته شوه کله چې په پاکستان کې په تروریستي بریدونو کې زیاتوالی راغې او د پاکستان او افغانستان تر منځ پوله په عارضي طور بنده شوه.

د همکارۍ په لور مثبت ګامونه

په عين حال کې، د دواړو غاړو سفارت کارانو "مثبت" خبرې وکړې.

په پاکستان کې د افغانستان سفيرعمر زاخيلوال د فبرورۍ په ۲۰مه په سوشل ميډيا باندې وويل، "نن د کابل نه د راتلو نه وروسته، ما د سرتاج عزيز، چې [د پاکستان د وزير اعظم] د بهرنيو چارو سلاکار دی، او د جنرل هيډکوارټر سره مثبت خبرې وکړې."

هغه وويل: "په نتيجه کې، زه تمه لرم چې روان تاوتريخوالی به کم شي او د يو بل اندیښنو او شکايتونو حل کولو لپاره به یو مثبت چاپیریال رامنځته کړي." "موږ په يوې فيصله باندې په عارضي توګه موافقه وکړه."

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند زکريا نفيس د غونډې او د هغې د پايلو پخلی وکړو.

د نيشن خبرې اژانس له مخې، هغه وويل: "د دواړه هيوادونو تر منځ خبرې ښه وې." "دواړو هيوادونو په سوله يقيني کولو باندې موافقه وکړه."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سره په ګډه کار کولو خواهش څرګند کړو.

د نوموړي وزارت وياند، احمد شکیب مستغاني، پاکستان فارورډ ته وويل: "د افغانستان حکومت غواړي چې د پاکستان حکومت سره په لسټونو او د دواړو خواووپه انديښنو باندې خبرې وکړي او په ځانګړي ډول د څلور اړخیزې همغږۍ ډلې په چوکاټ کې ذمه دارانه او ګډ ګامونه پورته کړي."

د ګډ دښمن په وړاندې یووالی

د افغانستان او پاکستان د خلکو د فورم وياند، نثار احمد خان، وويل، "دا د پاکستان د لوړ پوړې پوځي انتظاميې لخوا يو ډیر مثبت بيان دی چې دواړه هېوادونه به د خپل ګډ دښمن سره مبارزه کوي."

هغه وويل، چې د پولې په دواړو غاړو باندې خلکو د تروریزم د وجې ډير زيان زغملی دی او اوس دا د دواړو حکومتونو لپاره يوه موقع ده چې دواړه هيوادونه کيني او د تروریزم سره په مبارزه کې هره غلط فهمي لرې کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د پاکستان او افغانستان حکومتونو او د خلکو تر منځ د يووالي نه بغير، موږ خپل ګډ دښمن ته ماتې ورکولی نه شو او موږ به د دې ګواښ د وجې د ډير زيان سره مخامخ يو کوم چې له مخکې نه زموږ په زرګونو قيمتي ژوندونه له منځه وړي دي."

نثار وويل: "که په پاکستان کې خلک د بمي چاودنو او هدفي وژنو له کبله وژل کيږي، نو افغانان هم خوندي نه دي او د تاوتریخوالي او افراطیت سره مخامخ دي."

لطف الرحمن، چې په راډيو پاکستان کې يو سينير پروډيوسر دی او په ډيورنډ کرښې د پاکستان او افغانستان تر منځ سرحد باندې د پي ايچ ډۍ لپاره ريسرچ کوي، وويل: "د پاکستان د پوځ مشر بيان ډیر ښه دی او پکار ده چې افغانستان هم يو مناسب ځواب ورکړي."

هغه د دواړو هیوادونو سیاسي ليډرشپ نه وغوښتل چې دوی دې همکاري قوي کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د افغانستان حکومت بايد د پاکستان د پوځ مشر مثبت اشارې ته ځواب ورکړي او په ګډه همغږي وکړي چې هغه ترهګر کوم چې د دواړو هيوادونو په سرحدي سيمو کې پناه اخلي وباسي.

هغه وويل: "د پاکستان او افغانستان خلک د يو شان ستونزو سره مخامخ دي، چې په هغې کې ترهګرۍ تر ټولو ستره ستونزه ده."

ضرب ضب عملياتو ته استحکام ورکول

د پېښور يونيورسټۍ د سياسي علومو د څانګې مشر پروفيسر ای زيډ هلالي پاکستان فارورډ ته وويل، "دا يوه موقع ده چې له يو بل سره په يو پليټ فارم باندې کينو او د ترهګرۍ پر ضد د اقداماتو په اړه غلط فهمۍ ختمي کړو."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د همکارۍ نه بغير [...] موږ د ترهګرو خوندي پټنځايونه په نښه کولی نه شو." "د دې مقصد لپاره، افغانستان له پکار ده چې خپله مرسته څرګنده کړي، ځکه چې پاکستان د روان پوځي ضرب عضب عملياتو له کبله د خپلې خاورې نه وسله وال شړلي دي."

پوځ په شمالي وزیرستان کې په جون ۲۰۱۴ کال کې ضرب عضب عمليات شروع کړل.

په پېښور کې بريګيډير (ريټايرډ) محمود، چې د فاټا پخواني امنيتي سيکريټري دی، پاکستان فارورډ ته وويل: "تروریزم یوه نړیواله ستونزه جوړه شوي ده او يو هیواد دې ته په انفرادي کوششونو سره ماتې ورکولی نه شي."

هغه وويل، پاکستان له نړیوال تروریزم سره په جګړه کې مهم رول لوبولی دی او اوس دې ته د افغانستان د مرستې ضرورت دی چې د ترهګرو پاتې شوي پټنځايونه دړې وړې کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ د خپل هیواد نه ترهګر شړلي دي، او ضرب عضب عملياتو ډېر مثبت او ښه نتيجې رامنځته کړي دي."

شاه وويل: لکه څنګه چې باجوه په روښانه ډول دا خبره څرګنده کړه، "چې د دوه اړخیزې همکارۍ او ملاتړ نه بغير، موږ تاوتریخوالی کنټرول کولی نه شو او نه يې ختمولی شو."

انفراديت د حل لاره نه ده

په پېښور يونيورسټۍ کې يو افغان طالب علم فعال خالد اميري وويل: "د ترهګرۍ ختمولو لپاره يووالي ته ضرورت دی، او د دواړو هیوادونو پالیسۍ جوړونکو له پکار ده چې په دې حقیقت پوهه شي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د تروریزم سره مبارزه کولو لپاره یو اړخیزه کوششونه يوه مناسبه لاره نه ده." هغه د افغانستان حکومت نه وغوښتل چې د باجوه د احساساتو ځواب ورکړي.

ضیاء الحق، چې د پاک-افغان جواينټ چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري نايب صدر دی، وويل: "که دواړه هیوادونه د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د يو بل د اهميت په اړه احساس ونه کړي، نو دا ګواښ به پياوړی شي او زموږ ژوند او مالونو ته به زيات ورسوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، په دواړو هیوادونو کې د ترهګرۍ سره جګړه هيڅکله د يوې مسلې د حل لاره نه ده. هغه د همکارۍ او د مشترکه مرستو تجويز وړاندې کړو.

د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د پولو د امنیت ښه کولو نه علاوه، ضیاء تجويز وړاندې کړو چې د پاکستان او افغانستان تر منځ دې تجارت پرانستلی شي. د پاکستان او افغانستان تر منځ تجارت د پاکستان لخوا افغانستان ته د تګ راتګ له لارې په عارضي ډول بندولو سره بند شوی دی.

ضیاء وويل، د پاکستان په سمندري بندرونو او سرحدي پوسټونو کې په زرګونه کنټينرې په انتظار کې پراته دي، چې په دواړو هيوادونو کې کاروبار ته د میلیاردونو روپو زيان رسوي.

هغه وويل: "که موږ سوداګري بيا شروع کړو ... نو دا به د اعتماد فضا بحالولو نه علاوه ټینشن ختم کړي او د دواړو حکومتونو او خلکو تر منځ اړیکې په رامنځته کولو کې به مرسته وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500