تروريزم

په چارسده کې د ډله ايز مرګ ژوبلې بريد ناکامولو د وجې د پوليسو ستاينه کيږي

جاويد خان لخوا

د ريسکيو کارکوونکي د فبرورۍ په ۲۱مه په خیبر پښتونخوا کې د چارسدې ډسټرکټ په تنګي تحصیل کې په یو عدالت باندې د تروریستي برید له کبله ګامونه پورته کوي. درې ځانمرګي بريد کوونکو هڅه کوله چې په دغه ورځ ډله ايز مرګ ژوبله رامنځته کړي، خو پوليسو د هغوی پلانونه شنډ کړل. [جاويد خان لخوا]

د ريسکيو کارکوونکي د فبرورۍ په ۲۱مه په خیبر پښتونخوا کې د چارسدې ډسټرکټ په تنګي تحصیل کې په یو عدالت باندې د تروریستي برید له کبله ګامونه پورته کوي. درې ځانمرګي بريد کوونکو هڅه کوله چې په دغه ورځ ډله ايز مرګ ژوبله رامنځته کړي، خو پوليسو د هغوی پلانونه شنډ کړل. [جاويد خان لخوا]

پیښور - پولیسو د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۱مه) دوه ممکنه ځانمرګي بريد کوونکي په ډزو هغه وخت وويشتل کله چې دوی په خیبر پښتونخوا کې د چارسدې ډسټرکټ په تنګي تحصیل کې یو عدالت ته د داخليدو کوشش وکړو. دریم بريد کوونکي ځان والوزاوو.

د چارسدې ډسټرکټ د پولیسو ډسټرکټ افسر سهيل خالد خبريالانو ته وويل، "بريد کونکو غوښتل چې عدالت ته وننوځي، ځکه دوی ډزې وکړې او لاسي بمونه يې وغورځول مخکې له هغي چې یو بريد کونکي ځان ته چاودنه ورکړه."

د ميډيا د رپوټونو له مخې، په دغه چاودنه کې ۸ کسان ووژل شول او ۱۶ تنه د څلورو پوليسو په ګډون ژوبل شول.

د طب خدمتونو وياند، بلال فيضي، پاکستان فارورډ ته وويل، د ريسکيو ۱۱۲۲ امبولانسونه او پرسونل د ستر زيان د يرې د وجې د پیښور او مردان نه چارسدې ته لاړل.

هغه وويل: "څوارلس هغه کسان چې سخت ژوبل ول پیښور ته ولېږدول شول."

خالد وويل، چې پوليسو د تنګي تحصیل ښار په شاوخوا کې بريدونه ترسره کړل، او د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۲مه) یې درې شکمن سهولت کاران ونیول.

د تحریک طالبان پاکستان ډلې جماعت لاحرار د دغه بريد مسوليت په غاړه واخيستو. دا بريد د بريدونو د يوې لړۍ برخه ده چې په هغې کې په تیره هفته کې په لاهور کې یوه لويه بمي چاودنه هم شامل ده. په دغه چاودنه کې ۱۴ کسان وژل شوي وو.

جوابي کاروايۍ ژوندونه بچ کړل

د پوليسو چارواکي او نور عيني شاهدان وايي، د پوليسو له خوا چټک غبرګون د ډيرې زياتې مرګ ژوبلې مخنيوی وکړو چې ترهګرو دغه مرګ ژوبله بې شکه غوښتله.

فضل ربي، چې په عدالت کې په مرکزي دروازې باندې د پوليسو د امنيت انچارج دی، وويل، هغه شکمن شو کله چې هغه وليدل چې دوه تنه دروازې طرف ته راروان دي، په هغوی کې يو روايتي څادر په سر کړی وو.

ربي چې په پیښور لېډي ریډنګ هسپتال کې يې د زخمونو علاج ترلاسه کولو وويل، "ما د لرې نه هغه ته غږ وکړو او هغه ته مې وويل چې څادر لري کړه ځکه چې موږ په عدالت کې د څادر د وړلو اجازه نه ورکوو."

کله چې شکمن کسانو د ربې د خبردارۍ چې ودريږه او خپل څادر لر کړه خلاف ورزي وکړه، نو هغه د ډزو حکم ورکړو.

د پوليسو غبرګون لوړه ستاينه ترلاسه کوي

د خیبر پښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل محمد سعید وزير پاکستان فارورډ ته وويل، "د چارسدې د پوليسو زړورتيا او ژمنه چې درې ځانمرګي بريد کوونکو ته ځواب ورکړي بې مثاله ده."

د سيمې يو اوسیدونکي او عيني شاهد، عمير خان، پاکستان فارورډ ته وويل: "پوليس چمتو وو او په چټکۍ سره يې ځواب ورکړو، ګنې په لسګونو خلک به مړه شوي وو.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل ناصر خان دراني پاکستان فارورډ ته وويل، د خیبرپښتونخوا په ټولو ډسټرکټونو کې پولیسو د دې اوسني ګواښونو له امله اضافي امنیتي ګامونه پورته کړي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر ډايريکټر جنرل ميجر جنرل اصف عبدل غفور په يو ټويټ کې وويل، "د پوليسو لومړي ځواب ډیر خلک بچ کړو." هغه زياته کړه، چې د پوځ لوی مشر جنرل قمر جاوید باجوه د چټک غبرګون د وجې د امنيتي ځواکونو ستاينه وکړه.

د پوليسو لپاره انعام

د چهارشنبې په ورځ په ټوله خيبر پښتونخوا کې وکيلانو بایکاټ وکړو چې په عدالتونو باندې د وسله وال بريدونو غندنه وکړي.

وکیلانو په پیښور کې په احتجاجې مظاهره کې د چمتوالي او د سملاسي اقدام د وجې د پوليسو ستاينه وکړه.

د پاکستان تحریک انصاف پارټۍ مشر عمران خان په يو بيان کې وويل: "پوليسو د ستاينې وړ کار ترسره کړو کله چې هغوی د يو چټک اقدام له لارې د بريد کونکو مخه ونيوله."

د خیبر پښتونخواه حکومت وياند او د معلوماتو په اړه د چيف منسټر سلاکار، مشتاق غني، خبريالانو ته وويل، "موږ د خیبرپښتونخوا پوليسو باندې فخر کوو چې دوی ګامونه پورته کړل او دوه ځانمرګي بريد کوونکي يې ووژل، ګنې دوی به جدي زیانونه رامنځته کړي ول."

هغه زياته کړه، د خیبرپښتونخوا پوليس افسران چې د ډیرو خلکو ژوندونه يې بچ کړل ریښتیني اتلان دي.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزير پرویز خټک د هغه پوليسو لپاره د ۵ ميليونو روپو (۴۷،۷۰۳ امريکايي ډالرو) انعام اعلان وکړو کومو چې بريد کوونکي ووژل.

هغه وويل: "د پوليسو لخوا ښودل شوي زړورتيا د پام وړ ده."

په بریدونو کې زیاتوالی

د فبرورۍ د ۱۳مې نيټې راهیسې، په پاکستان کې په بريدونو کې زياتوالی راغلی دی کله چې په لاهور کې يو بريد کوونکي د پولیسو دوه سينير افسرانو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل.

په دغه هفته کې، يو ځانمرګي بريد کونکي په پېښور کې د قاضیانو په يو ګاډې باندې حمله وکړه، دوه ځانمرګي بريد کوونکو په مهمند ايجنسۍ کې په حکومتي ودانۍ بريد وکړو او په کوټه او د هیواد په نورو برخو کې بمي چاودنې رامنځته شوې.

د اې ايف پي له مخې، ترټولو خونړی برید د فبرورۍ په ۱۶مه په سيند صوبه کې په سيهون کې د صوفي ولي لال شهباز قلندر زيارت په نښه کړو. ۹۰ کسان په دغه ځانمرګي بريد کې ووژل شول.

پاکستاني چارواکي ژمن او ډاډمن دي

په پيښور کې د پوځ يو پخوانی افسر او د امنيتي چارو کارپوه بريګيډير (ريټايرډ) اسد منیر، وسله والو ته په اشاره کولو سره پاکستان فارورډ ته وويل، "زه فکر کوم دغه فعاليتونه به د اوږدې مودې لپاره جاري پاتي نه شي، ځکه چې دوی له مخکې نه کمزوري شوي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500