امنیت

پاکستان د تروریستي بریدونو د تازه څپې نه وروسته امنيت لوړوي

جاويد خان لخوا

د پیښور پوليس د فبرورۍ په ۱۸مه د يو پياده کس اسناد ګوري. پاکستان د ترهګرو د بريدونود لړۍ نه وروسته امنيت لوړ کړی دی. [جاويد خان]

د پیښور پوليس د فبرورۍ په ۱۸مه د يو پياده کس اسناد ګوري. پاکستان د ترهګرو د بريدونود لړۍ نه وروسته امنيت لوړ کړی دی. [جاويد خان]

اسلام اباد - پاکستاني چارواکو په ټول هيواد کې په تيره هفته کې د تروريستي بريدونو د يوې لړۍ نه وروسته امنيت لوړ کړی دی. دغه تروريستي بريدونه د اوسیدونکو لپاره د غصې او صدمې سبب جوړ شو.

په نورو بريدونو کې، په سیند صوبه کې په صوفي زيارت باندې د فبرورۍ په ۱۶مه په يو ځانمرګي بريد کې په لسګونو کسان ووژل شول او په سلګونو نور ژوبل کړل شول. څلور ځانمرګي بريد کوونکو د فبرورۍ په ۱۵مه پيښور ښار او مهمند ایجنسۍ په نښه کړو او يو بل ځانمرګي بريد د فبرورۍ په ۱۳مه لاهور په نښه کړو.

د ايکسپرس ټريبيون له مخې، د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان د شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۸مه) وويل، د پاکستان سول او پوځي ليډرشپ به د هيواد امنيت يقيني کولو لپاره د تروریستانو پر وړاندې سخت ګامونه پورته کړي.

هغه وويل: "د تروریستانو او د دوی سهولت کارانو سره به سخت چلند وشي، او په راتلونکو ورځو او هفتو کې به د دوی خلاف ګامونه د ملاحظاتو پرته پورته کړی شي. هغه زياته کړه، "حتی چې سپارتي ملاحظات به هم د دې ګامونو مخنه ونه نيسي. د دې ګامونو موخه ملي امنيت او سوله يقيني کول دي."

دا خبر په يو داسې وخت کې رامنځته شو چې پاکستاني پوځ د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د بغاوت ضد عمليات ترسره کوي.

نثار وويل، "نور ګامونه به هم پورته کړی شي چې ترهګرۍ چې د بهرني خاوري نه راوړلی کیږي، له منځه ويوړل شي، او همدارنګه په هیواد کې دننه د هغوی د سهولت کارانو په وړاندې به عمليات پيل کړی شي." هغه زياته کړه، چې په دې وروستيو کې د ترهګرۍ ضد عمليات د امنيت عمومي ستراتیژۍ يو لومړی ګام دی. دغه ستراتيژي د لوړې کچې په يوه غونډه کې جوړه کړی شوه.

زيات امنيت او استخباراتي عملیات

د خیبر پښتونخوا د مرکزي پولیسو دفتر په پیښور کې د پولیسو افسرانو ته هدايات ورکړل چې د چيکنګ او د لټون عملیات زیات کړي.

په ځانګړي توګه په پيښور، مردان، صوابۍ، نوښار او چارسده کې پوليسو ته وروسته د دې استخباراتي رپورټونو چې کیدی شي وسله وال دغه سیمې په نښه کړي، دا حکم شوی چې ښه بیدار وسي.

د خیبرپښتونخوا په يو ليک کې چې د فبرورۍ په ۱۶مه جاری کړی شو، نورو سي پي اوز ته هم ورته هدايات ورکړی شوي دي. د دې نه علاوه، د خیبرپښتونخوا پوليسو افسران به په راتلونکې دوو هفتو کې د چهټۍ درخواستونه نه کوي.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل ناصر خان دراني پاکستان فارورډ ته وويل، "د پولیسو ټول سیمه ییز افسرانو ته هدايات ورکړی شوي دي چې د وروستیو بریدونو په تناظر کې د عامه ځايونو او حساسو تاسیساتو د امنیت بیاکتنه وکړي او امنيت يقيني کړي."

دراني په پېښور کې د فبرورۍ په ۱۴مه د لوړ پوړو پولیسو او د ترهګرۍ پر ضد د چارواکو د غونډې مشري وکړه. په دغه کانفرنس کې، د سپيشل برانچ ايډيشنل انسپکټر جنرل صلاح الدین محسود د عمومي امنیتي حالت په اړه خبرې وکړې.

د ايکسپریس ټريبيون له مخې، محسود وويل، مختلف وسله والې ډلې د دښمن د بهرني عناصرو سره يوځای شوي دي چې د ترهګريز بريدونو له لارې په پاکستان کې بې ثباتي رامنځته کړي.

دراني وويل: "ريجنل پوليس افسرانو ته هدايات ورکړی شوي دي چې د عدالتونو، د پولیسو د مرکزونو، [نورو] عامه ځايونو، تعليمي ادارو او هسپتالونو په شخصی یا د خاص ټيمونو له لارې د امنيت بيا کتنه وکړي."

په پیښور کې د پولیسو سينير سپرنټنډنټ (آپريشنز) سجاد خان وويل، پوليسو هم په پيښور کې د لټون عمليات تيز کړي او ګشتونه یې ګړندي کړي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "پوليسو ته لارښوونه کړی شوې چې دوی دې د وروستيو ګواښونو په تناظر کې تيار ووسي او د خلکو امنيت دې يقيني کړي." هغه زياته کړه، چې پوليسو د فبرورۍ په ۱۷مه په ریګي کې درې ترهګر ووژل.

د پنجاب د پولیسو ډپټي انسپکټر جنرل سهيل حبيب پاکستان فارورډ ته وويل، "امنیت لوړ شوی دی، او پوليسو ته لارښوونه شوې چې تيار ووسي."

د بريدونو څپې

په دې وروستيو هفتو کې په ټول پاکستان کې د تاوتريخوالي د يوې څپې وروسته د ترهګرو او د هغوی د سهولت کارانو خلاف مبارزه پيل کړی شوه.

تشدد د فبرورۍ په ۱۳مه هغه وخت زيات شو کله چې یو ځانمرګي بريد کونکي په لاهور کې د پنجاب اسمبلۍ ته نږدې يوه سوله ييزه مظاهره په نښه کړه، چې په دغه پيښه کې ۱۵ کسان، د شپږ پوليس افسرانو په ګډون ووژل شول او ۸۷ نور ژوبل شول.

د تحریک طالبان پاکستان ډلې جماعت لاحرار د دغې پیښې مسوولیت منلی دی، او خبرداری يې ورکړی چې د حکومت په تاسیساتو باندې د بریدونو په لړ کې دا "صرف آغاز" دی.

د فبرورۍ په ۱۵مه، د تحریک طالبان پاکستان يو ځانمرګي بريد کوونکي د پيښور په حيات آباد کې خپل موټرسايکل د يو ګاډی چې ګڼ شمیر قاضیان يې وړل سره وجنګوو. په دغه پيښه کې د ګاډي ډرايور او پنځه نور پاکستانيان ووژل شول او څلور قاضیان چې درې په کې ښځي وې ژوبل شول.

مخکې په همدې ورځ، دوه ځانمرګي بريد کوونکو د فاټا په مهمند ايجنسۍ کې په يوه حکومتي ودانۍ بريد وکړو، چې پنځه تنه په کې ووژل شول او اووه تنه ژوبل شول.

وروسته، پوليسو وويل، يو بل ځانمرګي بريد کوونکي ځان هغه وخت والوزاوو کله چې امنيتي ځواکونو په سيمه کې په لټون عملياتو کې د هغه محاصره وکړه.

د ای ايف پي له مخې، په بله ورځ، د داعش" ځانمرګی بريد کونکي په سيند صوبه کې په سيهون کې د ديارلسمې صدۍ مسلمان صوفي لال شهباز قلندر په زيارت کې ځان ته چاودنه ورکړه چې په دغه پيښه کې ۹۰ کسان ووژل شول.

دا په دوو کلونو کې په پاکستان کې تر ټولو خونړی تروريستي بريد وو.

پاکستاني چارواکي انتقام اخلي

پاکستاني چارواکي د انتقام اخيستلو ژمنه کوي

د پوځ لوی مشر جنرل قمر جاوید باجوه له بريد وروسته په یوه خبرپاڼه کې وویل: "د ملت د وينې د هر څاڅکي بدله به اخيستلی شي، او ژر تر ژره به دغه انتقام واخيستلی شي."

د پوځ د عامه اړیکو دفتر د يو بيان له مخې، باجوه ولس ته درخواست وکړو چې په آرام سره ووسي. هغه وويل: "ستاسو امنيتي ځواکونه به دښمنانو ته د کاميابۍ اجازه ور نه کړي. موږ د خپل ولس لپاره چمتو ولاړ يو."

باجوه، وزير اعظم ميا محمد نواز شريف، د سيند ګورنر محمد زبير عمر او نورو چارواکو د فبرورۍ په ۱۷مه په صوفي زيارت کې د بريد نه بچ پاتي شوي کسانو او د شهیدانو کورنیو ته تسلي ورکړه.

د ميډيا له مخې، نواز شريف په نواب شاه کې په يو هسپتال کې چې ژوبل شوي کسانو په کې علاج ترلاسه کوو وويل، "حکومت او ځواکونه د ترهګرۍ شبکې په له منځه وړلو کې ژمن دي."

د سيند وزيراعلی سيد مراد علي شاه ژمنه وکړه چې چارواکي به ډېر ژر د لال شهباز قلندر چاودنې سهولت کاران ونيسي.

د رسنيو له مخې، هغه د یکشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۹مه) په زيارت کې وويل، "دا وخت دی چې موږ یو موټی شو او د تروریزم سره جګړه وکړو."

تیز کړی شوي امنيتي تدابير

چارواکي وايي، د استخباراتو پر بنسټ عملیات او کومبنګ عملیات فوري نتيجې رامنځته کوي.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر په يو بيان کې د فبرورۍ په ۱۷مه وويل، د پاکستان امنیتي ځواکونو د لعل شهباز قلندر د بريد نه وروسته د ۱۰۰ نه زيات ترهګر ووژل او "د پام وړ ګرفتارۍ یې وکړې"

پاکستاني ځواکونه چې د چاودنې وروسته يې د افغانستان سره پوله بنده کړه په سرحدي سيمه کې د مشکوک وسله والو په پټنځايونو باندې بمباري کوي.

ای ايف پي راپور ورکړو، د پاکستان پوځ وايي، چې دوی په دې هفته کې د پولې په دواړو غاړو باندې د هوايي بريدونو نه وروسته د دوشنبې په ورځ [د فبرورۍ په ۲۰ مه] په افغانستان کې د وسله والو په پټنځايونو باندې د درنو وسلو ډزې وکړې.

د ای ايف پي له مخې، د پولې په دواړو غاړو کې د پاکستاني ځواکونو د عملياتو له کبله په "سلګونه کورنۍ" د دوشنبې په ورځ په تیښته مجبوره شوې.

د ډان خبري اژانس له مخې، د پنجاب وزير اعلی شهباز شریف په يو نيوز کانفرنس کې د فبرورۍ په ۱۷مه وويل، په پنجاب کې، پوليسو په لاهور کې د فبرورۍ په ۱۳مه د ترسره شوي ځانمرګي بريد يو سهولت کار ونيولو.

په يو ريکارډ شوي ويډيو کې، چې په نيوز کانفرنس کې وښودل شوه، دغه شکمن، چې د انور الحق په نامه ياديږي، اعتراف وکړو چې هغه د ځانمرګي بريد کونکي سره د پیښور نه لاهور ته په تللو کې مرسته کړې وه.

هغه وويل: "ما د جماعت الاحرار سره تړاو لرلو، او هغوی ما ته ټريننګ راکړی وو." نوموړي زياته کړه، چې هغه افغانستان ته ۱۵ يا ۲۰ ځله تلې دی.

ځايي ميډيا راپور ورکړو چې د شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۸مه)، امنیتي ځواکونو د باجوړ ايجنسۍ په مهمند تحصيل کې د شکمن کس وروڼه خليل الله او حميدالله و نیول.

د فوري اقداماتو ضرورت دی

د جماعت اسلامي پاکستان پارټۍ مشر، سينيټر سراج الحق، د حکومت نه وغوښتل چې ژر تر ژره اقدام وکړي او په هیواد کې تروریزم له منځه يوسي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "حکومت بايد د عمل ملي پلان عملي کړي او په هیواد کې سوله يقيني کړي." هغه د بغاوت ضد هغه ستراتیژۍ ته هم اشاره وکړه کومه چې حکومت په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې په آرمي پبلک سکول باندې د تروریستي قتل عام وروسته نافذه کړې وه.

د پنجاب اسمبلۍ غړي حنا پرويز ‌بټ د فبرورۍ په ۱۷مه حکومت ته يو قراداد وړاندې کړو چې د امنيت ښه کولو لپاره دې چټک ګامونو پورته کړي.

هغې په دې قرارداد کې وويل: صوبايي اسمبلي بايد د وفاقي حکومت نه غوښتنه وکړي چې د پولو امنیت پیاوړی کړي چې هيڅوک په ناقانونه توګه پاکستان ته را نه شي او نه تروریستي بریدونه ترسره کړي"

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500