امنیت

د څومليتيزه سمندري مشقونو موخه د پاکستان د سمندرونو امنيت ښه کول دي

جاويد محمود لخوا

د پاکستان سمندري پوځ پرسونل په کراچۍ کې د څو مليتيزه مشقونو امن-۱۷ په پرچم کشايۍ تقريب کې د فبرورۍ په ۱۰مه مارچ کوي. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

د پاکستان سمندري پوځ پرسونل په کراچۍ کې د څو مليتيزه مشقونو امن-۱۷ په پرچم کشايۍ تقريب کې د فبرورۍ په ۱۰مه مارچ کوي. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

کراچۍ -- چارواکو وويل، د څو مليتيزه مشقونه امن ۲۰۱۷ موخه سمندري امنیت ښه کول دي او د ترهګرۍ، غلا او سمګلنګ سره د مبارزې لپاره ظرفیت لوړل دي.

د پاکستان د عامه اړيکو ډايريکټر، کمانډر عبدل رحمن وويل: "د پاکستان په ګډون د ۳۷ هيوادونو بحري چارواکو په دې ستر مشقونو کې ګډون کوي چې په سيمه کې سولې ته وده ورکړي، د غلا مخنيوی وکړي او خپل توان نور هم ښه کړي چې د تروریزم او د سمګلنګ د ګواښونو سره مبارزه وکړي."

امن-۱۷ د فبرورۍ د ۱۰ مې نه د ۱۴ مې نيټې پورې ترسره کیږي. د ۲۰۰۷ کال راهیسې، دا پنځم څو مليتيزه سمندري مشق دی چې په کراچۍ کې ترسره کيږي.

رحمان پاکستان فارورډ ته وويل، "پاکستان په سیمه کې سوله او ثبات غواړي او دا هغه پیغام دی چې موږ یې په مشقونو کې د نورو ۳۶ هیوادونو سمندري افسرانو بوخت کولو له لارې ټولې نړۍ ته ورکوو."

هغه وويل، چې په امن-۱۷ مشقونو کې د بهرني سمندري ځواکونو ګډون دا ثبوت وړاندې کوي چې دوی د پاکستان په کوششونو چې سمندري امنیت خوندي وساتي او د نورو چيلنجونو لکه د سمندر له لارې د تروریزم، د انسانانو سمګلنګ او د مخدره موادو سمګلنګ سره مبارزه وکړي باندې باور لري.

سمندري امنيتي مشقونه

امن-۱۷ مشقونه په دوو پړاوونو، هاربر او درياب، کې تقسيم شوي دي.

په هاربر مرحله کې د ټولو ګډونوالو قومونو جهنډې پورته کول شامل وو چې د فبرورۍ په ۱۰مه د مشقونو پيلول ولمانځوي.

د دغه پړاو په اوږدو کې، د ټولو هیوادونو ګډون کونکو د يو بل د بیړیو لیدنه وکړه او پاکستاني چارواکو لوړ پوړي بهرني سمندري افسرانو سره غونډې وکړې. د دې نه علاوه، په دې مرحله کې د سپورټ پيښې، کلتوري شوګاني، د بينډ باجې غږولو پيښې، د نړیوال سمندري تروریزم سره د مبارزې مظاهرې، او سمندري کنفرانس شامل ول. په دغه کانفرنس کې سمندري کارپوهانو خپل ريسرچ پيپري وړاندې کړې.

په بحري پړاو کې د جنګي بېړو، هيلي کاپټرو او نورو جهازونو مشقونه شامل ول، په داسې حال کې چې د ځانګړو عملیاتو ځواکونه د درياب پر بنسټ په په بیلابیلو فعالیتونو لکه په توپه ډزي کولو، د راکټ استعمالولو، د غلو په ضد مظاهرو، په سمندر کې او په هوا کې د مواد برابرولو کې بوخت وو.

د مشقونو په ترڅ کې، سمندري او امنیتي چارواکو د غلا، ترهګرۍ سره د جګړې او د سمندرونو امنیت ښه کولو له لارې د يو بل د نوي تخنيکونو نه زده کړه وکړه.

د ګډون کونکو بيړو د نړیوال بېړۍ بياکتنې نه وروسته، امان-۱۷ به د فبرورۍ په ۱۴مه پای ته ورسي.

دوه اړخیزه همکاري د سولې لپاره مهم ده

د پاکستان د امنیتي چارو کارپوه کرنل (ريټايرډ) مختار احمد بټ پاکستان فارورډ ته وويل، "په امن-۱۷ مشقونو کې چې په کراچۍ کې د پاکستان سمندري ځواک منعقد کړل د نړیوال سمندري ځواکونو ګډون د نړې دا ژمنه په ګوته کوي چې د سمندرونو امنیت قوي کړي او د هغوی وړتیا لوړه کړي چې د د تروریزم او سمګلنګ له ګواښونو سره مقابله وکړي."

هغه وويل، د امن-۱۷ مشقونه به پاکستان او نورو ګډون کونکي هیوادونو ته هم توان ورکړي چې دوی خپل ظرفيتونه لوړ کړي، امنيت خوندي وساتي او د ترهګرۍ ضد مهارتونو ته وده ورکړي.

هغه زياته کړه: "پاکستان او نړيواله ټولنه بايد په نړۍ کې سولې، نړۍ خوندي ساتلو او د تروریزم نه پاکه ساتلو لپاره خپلې دوه اړخیزې همکارۍ او کوششونه ته دوام ورکړي."

د امنیتي چارو کارپوه او په کراچۍ کې د ډيلي پاکستان ريذيډنټ مدير مبشر مير وويل چې القاعدې ګواښ کړی دی چې سمندري او بار بېړۍ په نښه کړي، خو کلک سمندري امنیت تر دې مهاله د ترهګرو پلان دړې وړي کړی دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "په ۲۰۱۴ کال کې د سپتمبر په ۶ مه، د القاعدې سره تړاو لرونکې وسله والو د پاکستان سمندري بېړۍ، د پي اين ايس ذوالفقار، چې د بالیستیکي ميزايلو او نورو وژونکي وسلو نه ډکه وه، اغوا کولو کوشش وکړو خو سمندري امنيتي چارواکو د تروریستي حملې دا ستر پلان ناکامه کړو."

هغه وويل: "د نړيوالې ټولنې په ملاتړ د سمندري امنیت پیاوړتیا د غلا مخه نيولو او د تروریزم او سمګلنګ چيلنجونو سره د مبارزې لپاره ضروري ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500