تروريزم

جمهوريت په پاکستان کې د تشدد او ترهګرۍ خلاف مبارزې ته وده ورکوي

امداد حسين لخوا

د پاکستان د مخالفې پارټۍ مشر عمران خان په اسلام آباد کې د جنورۍ په ۴ مه د سپريم کورټ نه راوځي. د ترهګرۍ سره مبارزې په پاکستان کې د جمهوريت سره وابستګي مظبوطه کړې ده. [فاروق نعيم /ای ايف پي]

د پاکستان د مخالفې پارټۍ مشر عمران خان په اسلام آباد کې د جنورۍ په ۴ مه د سپريم کورټ نه راوځي. د ترهګرۍ سره مبارزې په پاکستان کې د جمهوريت سره وابستګي مظبوطه کړې ده. [فاروق نعيم /ای ايف پي]

اسلام آباد -- شنونکي وايي، که څه هم پاکستانيانو په تېرو ۱۵ کلونو کې د تاوتریخوالۍ او ترهګرۍ له امله ډېر زيان زغملی دی، خو حالات تر دې حده نه دي ناوړه شوي چې هغوی د جمهوريت سره د ملاتړ نه واوړي.

د جنوبي ايشیا د تروریزم پورټل له مخې، د ۲۰۰۳ او د جنورۍ ۲۰۱۷ کال تر منځ، ۲۱،۵۲۶ ملکي وګړي او ۶،۶۰۰ عسکر په هغه ۶۱،۵۴۵ ټولو کسانو کې شامل دي کوم چې په هيواد کې په بريدونو کې مړه شوي دي. پاتې کسان یعني د ۳۳،۰۰۰ نه زيات، وسله وال او ترهګر ول.

تاوتريخوالي نه يوازي پاکستانيانو ته زيان رسولی بلکې د هېواد اقتصاد، سياست، کلتور او نړیوالو اړیکو ته یې هم يو ستر زيان رسولی دی.

د مالیې وزیر اسحاق ډار تیر کال وويل چې د ترهګرۍ د وجې په لسګونو خلکو ژوند د تباه کيدو نه علاوه، د ترهګرۍ سره په روان جنګ کې پاکستان لږ تر لږه ۱۲.۳ تريليونه روپۍ (۱۱۸ميليارده امريکايي ډالره) له لاسه ورکړې.

ترهګرۍ په ملي کچه تباهي رامنځته کړه -- چې په شمال کې د مالي مرکز کراچۍ او په سويل کې د بلوچستان انفراسټرکچر یې تباه کړو.

د خلکو کلکه اراده

خو خلکو، چې بمي چاودنې او وژني يې زغملي دي، نور امکانات لکه د زورواکۍ حاکميت رد کړو او د جمهوريت په شا متحد شول.

په اسلام آبد کې د څیړنې او امنیت د مطالعاتو مرکز ډايريکټر پاکستان فارورډ ته وويل، "په پاکستان کې تروریزم او آمريت نه يوازې د حکومت لپاره ستونزې رامنځته کړې بلکې د پاکستان نړيوال ايمج ته يې هم زيان ورسوو، چې په تنيجه کې يې سرمايه کارۍ، سوداګرۍ، اقتصاد او د هېواد احترام ته زيان ورسوو."

هغه وويل: "بې شکه دغه زيان ډير زيات وو خو د جمهوريت په اړه رايې رامنځته کولو کې یې مرسته وکړه."

ګل وويل، پاکستانيانو د جنرل پرویز مشرف په دور کې ډير زيات تشدد وزغمو. هغه په ۱۹۹۹ کال کې په جمهوري توګه ټاکل شوی د پاکستان مسلم لیګ نواز حکومت نسکور کړو او تر ۲۰۰۸ کال پوری په واک کې پاتې شو.

اتفاق رایې رامنځته کيږي

د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۹ کال تر منځ، په پاکستان کې تروریزم او تاوتریخوالی زيات شو او د مشرف په مشرۍ کې حکومت پاتې راغې چې په سوات او د افغانستان د پولې په اوږدو کې په قبايلي سيمو کې د طالبانو مخه ونيسي.

په اسلام آباد کې د امنيتي چارو کارپوه جنرل (ريټايرډ) طلعت مسعود وويل، چې په دغه موده کې، د پاکستان ستونزې زياتې شوې او دا ښکاريده چې د جمهوريت نه علاوه وسله والو ته ماتې ورکول ناممکنه وه.

مسعود وايي، جنرل اشفاق پروېز کیاني، چې د ۲۰۰۷ کال نه د ۲۰۱۳ کال پورې د پوځ مشر وو، په شمالي وزيرستان کې يو ډير مهم د بغاوت ضد عملیات معطل کړل، ځکه چې هغه د دغه فيصلې لپاره جمهوري رايې غوښتله. قبايلي ايجنسي د پاکستان د وسله والو اصلي اډه وه.

مسعود زياته کړه، د کياني ځايناستی، جنرل راحیل شریف د سیاسي پارټو نه د ملاتړ ترلاسه کولو وروسته په جون ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عملیات شروع کړل."

په اسلام آباد کې يو خبریال چې د تروریزم او د طالبانو په اړه ليکل کوي، طاهر خان وويل، يوازې جمهوريت کولای شي چې په پاکستان کې تشدد کم کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د مرګ ژوبلې او د ملکي وګړو کړاو سیاسي پارټۍ او لوبغاړي په دې مجبوره کړل چې دوی د جمهوريت په باره کې يوه مشترکه رايې رامنځته کړي."

یو ویجاړونکی میراث

وګړي وايي، پخواني پاکستاني مشرانو لکه جنرل محمد ضیاء الحق (چې د ۱۹۷۸ نه ۱۹۸۸ پورې په واک کې وو) په زور سره حکومت وکړو او هېواد ته يې زيات زيان ورسوو.

په ۱۹۴۷ کال کې د آزادۍ ترلاسه کولو راهيسې، پاکستان د درې بغاوتونو سره مخامخ شوی دی.

جبار، ۶۵ کلن، چې په اسلام آباد کې مشر وګړی دی، وويل: "موږ د جنرل ضیاء الحق د دور نه مخکې په پاکستان کې ستر فرقه ییز تشدد او تاوتریخوالی ليدلي نه وې. دا هغه عوامل دي چې له کبله یې په هېواد کې په تشدد رامنځته کولو کې مرسته وکړه."

ظاهر شاه، چې په مردان کې د عبدالولي خان يونيورسټۍ يو سياسي کارپوه دی، وايي، داخلي او خارجي عواملو په يو جمهوري پاکستان جوړولو کې مرسته وکړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د جمهوريت په باره کې حاليه اتفاق رايې په هېواد کې يو بې مثاله پرمختګ دی. دغه ديکتاتورانو په هيواد باندې د اوږدې مودې لپاره حکومت کړی وو، خو دا ډول اقدام به په اوږده موده کې په پاکستان کې په کلتور او ټولنې باندې اثر وکړي. "موږ به نور جمهوري بدلونونو هم وګورو."

په داسې تبديلو کې د ادارو او د قانون د حاکميت پياوړتيا شامل دي. د مثال په توګه، په ۲۰۱۳ کال کې، په لومړی ځل یو ملکي پاکستانې حکومت خپله پنځه کلنه دوره په بشپړه توګه مکمل کړه.

ګل وويل، چې پخوا، يو شمېر سياستدانانو او پارټو د پوځي مداخلت ملاتړ کړی وو، ځکه چې دا د دوی لپاره او د هغوی د مقصدونو لپاره ښه خبره وه.

خو څارونکي وايي، زیاتره سیاسي پارټۍ پوه شوې چې بې ثباتۍ په تروریزم رامنځته کولو کې مرسته وکړه او جمهوريت يوازينۍ لاره ده چې تاوتريخوالي ختمه کړي.

مسعود وويل: "جمهوريت په تدريجي ډول د تروریزم او افراطیت مخه ونيوله."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

يو غير قانوني کار کول په اسلام کې د ګناه نه خالي نه ده.

ځواب