رسنۍ

غږ راډيو په پښتنې ټولنه کې سوله او زغم خپروي

عديل سعيد لخوا

د غږ راډيو رضاکاران د جنورۍ په ۳۰ مه يو پروګرام خپروي. غږ راډيو کوشش کوي چې د پښتنې ټولنې شتمن کلتوري اقدارو د په ګوته کولو له لارې امن او زغم ته وده ورکړي. [عديل سعید]

د غږ راډيو رضاکاران د جنورۍ په ۳۰ مه يو پروګرام خپروي. غږ راډيو کوشش کوي چې د پښتنې ټولنې شتمن کلتوري اقدارو د په ګوته کولو له لارې امن او زغم ته وده ورکړي. [عديل سعید]

پېښور - غږ راډيو کوشش کوي چې په پښتنې ټولنه کې سولې او زغم ته وده ورکړي، کوم چې د تروریزم، تاوتریخوالي او افراطیت د وجې شتون نه لرو.

په پیښور کې د باچا خان ټرسټ اينډ ريسرچ سنټر ډپټي ډايريکټر زالان مومند وويل: "موږ داسې پروګرامونه خپروو ... کوم چې خلکو ته په سیمه کې د خلکو شتمن اقدارو په اړه معلومات ورکوي. دغه کسان په ټوله نړۍ کې د میلمستيا، زغم، زړورتیا، درناوي او اخوت خاصيتونو له کبله مشهور وو."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "غږ راډيو د پښتنې ټولنې ریښتیني تاریخي، کلتوري او روايتي اقدار په ګوته کوي، چې موخه يې خلکو ته دا خبره رايادول دي چې موږ تشدده او یا بنسټپاله نه يو."

هغه وويل، د راډيو شو مقصد دا دی چې د پښتنو چې ايمج يې د يو موټی افراطي عناصرو له کبله خراب شوی دی په باره کې د منفي پروپيګنډې مخنيوی وکړل شي.

زالان وويل، غږ راډيو، ويب پر بنسټ او غير جانبدار، د باچا خان ټرسټ اينډ ريسرچ سنټر نوښت دی. دا په جنورۍ ۲۰۱۶ کال کې شروع کړی شو چې "د پښتنو غږ" په توګه کار وکړي.

هغه وويل: "موږ غواړو چې د خپلو کلتوري او علمي اقدراو لکه د حجرې [نارينه ټولنيز غونډه]، جرګې [مشورتي غونډه]، رباب موسيقۍ روايتي مجلسونو، او داسې نورو غونډو اهميت په ګوته کولو په ذريعه په خلکو کې پوهاوي رامنځته کړو او د خلکو ذهنونه روښانه کړو."

هغه وويل: "موږ غواړو چې نړۍ ته ووايو چې د خيبر پښتونخوا، فاټا او د افغانستان اوسیدونکي تشدده نه دي بلکې سوله ايز، مينه وال، ډیر زيات ميلمه دوست او روادار دي."

پښتانه غږ راډيو ټيون کوي

په پيښور کې يو سينير ژورنالسټ او د غږ راډيو پروګرام منيجر مشتاق یوسفزۍ وويل: "د غږ راډيو فيډ بيک ډیر ښه دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "يو څو رضا کاران چې زموږ د ټيم برخه جوړ شوي دي د شعر، ادب او راډيويي پروګرامونو له لارې د سولې او زغم پيغام ورکوي."

مشتاق وايي، غږ راډيو یوازې په فیس بوک باندې موجود دی. په زرګونو اوریدونکي او لیدونکي دغه راډيو اوري، او د راډيو غږ فیسبوک پاڼه ۹،۰۰۰ نه زيات فالورز لري.

هغه وويل: "موږ پلان هم لرو چې په مستقبل کې يو ويب پاڼه جوړه کړو او دغه ويب پاڼه په يو تلويزيون کې تبديل کړو."

د غږ راډيو پروډيوسر شهزاد یوسفزۍ وويل، چې د غږ راډيو ټول کارکوونکي په رضاکارانه توګه کار کوي، له دې "جذبې سره چې هغه تاريخي اقدار راژوندي کړي کوم چې په دې ټولنه کې شتون لرلو."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "خلک زموږ پروګرامونه اوري او د خيالونو او د نوښت ستاينه کوي." نوموړي زياته کړه چې دوی د فیس بوک او ایمیل له لارې د اوریدونکو نه ښه پیغامونه ترلاسه کوي."

هغه وويل، د بېلګې په توګه، اوریدونکي راډيو غږ ټيون کوي چې د سياستدانانو، ادبي خلکو، اصلاح کونکو او د دانشوارانو "آډيو کتابونه" واوري. دغه کسان په نشر کړې شوي سيريز کې د خپلو کتابونو نه اقتباسونه ولولي."

ياشر علي شاه ياسر، چې په پيښور يونيورسټۍ کې د پښتو ژبې پې ايچ ډي سکالر دی، وويل: "غږ راډيو ځوان ليکوالو او شاعرانو ته يوه ښه موقع ورکوي چې دوی خپل کار خلکو ته وړاندې کړي او فیډ بيک ترلاسه کړي."

ياسر وويل، هغه د غږ راډيو په منظمه توګه اوريدونکی او فالور دی او دا يو ښه نوښت ګڼي چې د پښتنو ذهنونه روښانه کولو کې مرسته کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "غږ راډيو په اغيزمنه توګه په خپلو اوریدونکو کې پوهاوي رامنحته کوي او د خلکو سره مرسته کوي چې د دې سیمې ریښتیني اخلاقي اقدار وپيژني او دا حقیقت په ګوته کړي چې موږ سوله خوښونکی خلک يو."

د افراطیت سره مبارزه کول

د پېښور یو سينير ژورنالسټ او يو ليکوال عقیل یوسفزۍ چې په سیمې کې په امنيتي مسايلو په ځانګړې توګه تمرکزو کوي، د راډيو غږ په شا د مفکورې او جذبې ستاينه وکړه.

هغه پاکستان فاورډ ته وويل: "پښتنو ته د داسې کوششونو ضرورت دی چې د هغې په ذريعه د دوی اصلي او ښه ايمج وړاندې کړی شي."

هغه وويل: "په خیبرپښتونخوا او فاټا کې د اورپکۍ او تاوتريخوالي د یوې لسیزې اوږده څپې نه يوازې د خلکو ژوند ته زيان ورسوو بلکې دا تاثر يې هم رامنځته کړو چې د دې سيمې خلک سخت دريځه دي."

هغه وويل، ويب راډيو په ټوله نړۍ کې اوريدونکو ته رسي، او غږ راډيو "هر يو ځای ته د خپل پیغام رسولو له لارې يو ډیر اغیزمنه رول لوبولی شي" او دا به حکومت وهڅوي چې د دې نوښت ملاتړ وکړي.

هغه وويل: "هر مترقي کس به وغواړي چې د دې ډول نوښت ملاتړ وکړي، ځکه چې موږ غواړو چې د خپلې ټولنې نه [د افراطیت] داغ لرې کړو."

هغه وويل: "موږ غواړو چې نړۍ ته ووايو چې پښتانه افراطیان یا تشدده نه دي، خو په حقیقت کې موږ سوله، مینه، محبت او ورورولي غواړو." عقيل وويل: "زموږ تاريخ زموږ د خواهش ثبوت دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام، زه باید ووایم چې دا کوشش د زياتي ستايني وړ دی. زه د زالان مومند صيب د کوششونو نه په ريښتيا متاثره شوی يم. زه پوهيږم کله چې هغه څه کار کوي نو هغه غوره وي. موږ باید نړۍ ته داسې تاثر ورکړو چې پښتانه ترهګر نه دي، بلکې د ترهګرۍ تر ټولو زيات ځپلې شوي دي. غږ راډيو به په دې مقصد کې غوره کار ترسره کړي. موږ ته د امن، تعليم او د باچا خانۍ ضرورت دی. داود

ځواب