امنیت

مالم جبه نړیواله سکي مقابله د سولې نښه ده

اشفاق يوسفزۍ لخوا

يو لوبغاړی د خیبر پښتونخوا په سوات ډسټرکټ کې په ۲۰۱۷ مالم جبه نړيوال آلپاين سکي کپ کې د پای کرښې نه د فبرورۍ په ۲مه تیرېږي. [اشفاق يوسفزۍ]

يو لوبغاړی د خیبر پښتونخوا په سوات ډسټرکټ کې په ۲۰۱۷ مالم جبه نړيوال آلپاين سکي کپ کې د پای کرښې نه د فبرورۍ په ۲مه تیرېږي. [اشفاق يوسفزۍ]

پېښور - د خیبر پښتونخوا چارواکي او د سپورټ مينه وال د مالم جبه نړیوال آلپاين سکي مقابلې سر ته رسيدل لمانځوي، ځکه چې دا په سیمه کې د سولې او امنیت د بیرته راتلو يوه نښه ده.

مالم جبه سکي ريزارټ په سوات ډسټرکټ کې د قراقرم غرونو په سلسله کې واقع دی چې په ۱۹۹۰ کال کې د آسټريا حکومت په مرسته جوړ شوی وو.

کله چې دا سيمه په ۲۰۰۷-۲۰۰۹ کې د طالبانو د ناقانونه کنټرول لاندې وه، نو وسله والو د تفريح په دې مرکز باندې برید وکړو او يو هوټل او ۸۰۰ ميټره اوږد چير لفټ يې وسوځولو.

لږ وروسته له هغې کله چې د پاکستان پوځ په جون ۲۰۱۴ کال کې د بغاوت ضد ضرب عضب عمليات پيل کړل، د خیبر پښتونخوا حکومت د دغه ريزارټ جوړولو فيصله وکړه. په سپتمبر ۲۰۱۴ کال کې يو پرايويټ کمپنۍ ته ټهيکه ورکړی شوه چې دوه هوټلونه، يو چير لفټ، کيبلي موټر، او د واورو بورډنګ او د سکي سلوپونه جوړ کړي.

سوات کې سياحت بیرته رامنځته کول

د خېبرپښتونخوا د سپورټ او ټوريزم وزير محمود خان پاکستان فارورډ ته وويل، چې دغه نړيواله سکي مقابله: "زموږ د کوششونو له کبله ممکنه شوه ... چې امنيت ښه کړي او په سيمه کې سياحت بیرته بحال کړي."

هغه وويل: "دا حالت دا څرګندوي چې څنګه د سولې کوششونه د ۱۱ کلونو وروسته په مالم جبه کې د نړيوال سکي جشن په شکل کې کامياب شوي دي."

خان وويل، د پاکستان او مختلفو هیوادونو پنځوس نارينه او لس ښځينه لوبغاړو په مالم جبه نړیوال آلپاين سکي کپ کې د ۲۶م جنورۍ نه ۳م فبرورۍ پورې ګډون وکړو، چې د سولې یو ثبوت دی.

هغه وويل: "موږ په خپلې د ترهګرۍ ځپلې سيمه کې د دې پروګرام په اړه ډیر خوشحاله يو." "دا يو لوی ثبوت دی چې په دې صوبه کې د امنيت او سياحت لوړولو لپاره د پاکستان د پوځ او د حکومت د کار تايد کوي."

خان وويل، چې نړيوال سکي فيډريشن د پاکستان لپاره د ۱۶ نړيوالو مقابلو منظوري ورکړه. دغه مقابلې د قانون او نظم حالت په اړه اطمينان څرګندولو نه وروسته به په مارچ ۲۰۱۷ کې شروع شي.

د پاکستان د سکي فيډريشن وياند عبيد عباسي وويل، چې دا لومړی ځل دی چې د ۱۲ هيوادونو لوبغاړو د مالم جبې او نالتر سکي ريزارټونو قدرتي سلوپونو کې په رسمي مقابلو کې برخه واخيسته.

د ځلانده دور بيرته راتلل

د پاکستان د تحریک انصاف، چې په خیبر پښتونخوا کې حکومت لري، مشر عمران خان، وويل: " په مالم جبه تاريخي ريزارټ کې ځالنده دور بيا رامنځته شوی دی، کوم ځای چې د سکي مقابلې د امنيتي حالت له کبله د څو کلونو وقفې وروسته رامنځته شوې."

هغه په یوه خبرپاڼه کې وويل: " دغه پروګرام په صوبه کې د امنيتي حالت او نړيوال سياحت بحالولو په اړه د خیبرپښتونخوا حکومت مرتکز کوششونو له کبله ممکنه شوې ده."

هغه وويل، دا ډيره د حوصله افزايۍ خبره ده چې فعال ټوريزم د سپورټ او غر ته د ختلو په ګډون په سيمه کې بيا بحال شوی دی.

د يو شمير هیوادونو لوبغاړو او په نړيواله کچه پېژندل شوي مقابلو ځايي خلک خوشحاله کړل.

محمد سجاد، ۲۰کلن، چې په سوات کې يو طالب علم دی، وويل، دغه پيښه د طالبانو په مخ يو ګوزار دی، کومو چې د سپورټ سرګرمۍ منع کړی وې کله چې دوی په سوات کې يره او ترهه رامنځته کړه.

هغه پاکستان فاورډ ته وويل، "دا ډیره د خوشحالۍ خبره ده چې نړیوال لوبغاړو په دې مقابله کې ګډون وکړو." "خلک د غرونو په لمنو کې ورځې تيرې کړې او په نړيواله کچه د سکې منلې شوي لوبغاړو د کارکردګۍ نه خوند واخيستو."

مډل ګټونکي د مالم جبې نه متاثره وو

د يوکرین لوبغاړو په دغه مقابله کې ۶۴ مډلونه ترلاسه کړل.

د يوکرین کوب سيوک، چې په مين جاينټ سلالوم ون کيټيګري کې یې لومړی پوزيشن ترلاسه کړو، وويل، "دغه مقابله د خوند او تفريح نه ډکه وه."

کوب سيوک د ځايي خلکو د میلمستيا او د مالم جبې سلوبونو د کیفیت ستاينه وکړه. هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ غواړو چې بار بار دلته راشو."

د يوکرین ويسل ټيلي چوک، چې دریم پوزيشن يې ترلاسه کړو، وويل: "موږ د سوله ايز چاپيريال نه متاثره يو."

هغه زياته کړه، نظم او قانون د لوبغاړو لپاره د اندېښنې خبره وه" خو موږ دلته مکمل ارام او امنيت وليدو."

د يوکرین ټټيانه ټيکن اوانستاشيه ګوربه نوف ويمن جاينټ سلالوم ون کيټيګري کې لومړی او دويم پوزيشن تر لاسه کړو، په داسې حال کې چې د پاکستان يو لوبغاړي دریم پوزيشن تر لاسه کړو.

ولي پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د سولې د بيا بحالولو له کبله د امنيتي ځواکونو مننه کوو."

هغې وويل: "دې په هیواد کې د نړيوال لوبو لپاره دروازې پرانيستلي دي."هغې زياته کړه چې په پاکستان کې د سکي لپاره ستر امکانات موجود دي، خو زيات داسې پروګرامونه پکار دي چې زياتې ښځينه لوبغاړي پيدا کړي."

د افغانستان يوې لوبغاړي فاطمه وويل، د مالم جبې ښکلا حيران کن ده.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل، "دا په رښتيا سره يو حيرانوونکی سایټ دی چې شنه ځنګلونه ترې راچاپيره دي. هغې د ځايي خلکو د میلمستيا هم ستاینه وکړه."

د پاکستان سپورټ لپاره يو نوې دور

يو پاکستانې المپیک لوبغاړي محمد کريم په چيف آف اير قراقرم انټرنيشنل کپ کې په جاينټ سلالوم ون مقابله کې دریم پوزيشن ترلاسه کړو. دغه مقابله په دغه وخت په ګلګت بلتستان کې په نالتر کې هم منعقد شوې وه.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "دا زموږ لپاره د حوصله افزايۍ خبره ده چې نړیوالې سیالۍ دلته پيل شوي دي." "دا به په پاکستان کې د سکي سپورټ د پرمختګ سبب جوړ شي. پاکستان شتمن سلوپونه لري."

د خېبرپښتونخوا وزير اعلی پرویز خټک هیله څرګنده کړه چې دغه سيالۍ به په صوبه کې د سياحت صنعت راژوندی کړي.

هغه په یوبيان کې وويل: "دا به د يو نوي دور زيری ورکړي او په هېواد کې به په نړيوال لوبې راژوندي کولو کې مرسته وکړي."

هغه وويل: "موږ د يو شمير کمپنو مننه کوو چې دوی په صوبه کې په بیلابیلو سياحتي سيمو کې سرمايه کاري کړې ده او د خلکو سره يې په ښه لوبو لیدلو کې مرسته کړې ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا غوره تفصيلي مقاله ده او د پروګرام په هر اړخ باندې بحث کوي. زه ډاډمن يم چې صوبايي حکومت به ضرور ډير زيات اقدامات کړي وي چې د دومره لویې کچې پروګرام انتظام یې وکړو. د هیواد غوره ايمج ته د ورده ورکولو له کبله، پکار ده چې ځايي حکومت او د پاکستان پوځ ته د خپلو کوششونو په وجه مبارکي وړاندې کړی شي.

ځواب