امنیت

په پيښور کې په نسبتا سوله ايز حالت کې د رستورانت کاروبار وده کوي

جاويد خان لخوا

افغان کډوال په پیښور کې په يو رستورانت کې په ۲۰۱۵ کال کې د فبرورۍ په ۱۸مه د کرکټ ميچ ګوري. د پيښور اوسيدونکي چې پخوا به د شپې بهر د خوراک نه ويره محسوسوله اوس هغوی د ښه امنيت نه وروسته رستورانونو ته د خوراک لپاره راځي. [ای مجيد/ای ايف پي]

افغان کډوال په پیښور کې په يو رستورانت کې په ۲۰۱۵ کال کې د فبرورۍ په ۱۸مه د کرکټ ميچ ګوري. د پيښور اوسيدونکي چې پخوا به د شپې بهر د خوراک نه ويره محسوسوله اوس هغوی د ښه امنيت نه وروسته رستورانونو ته د خوراک لپاره راځي. [ای مجيد/ای ايف پي]

پېښور - په ښار کې د ښه امنيت نه وروسته، اوس پيښور، چې د ماښام نه وروسته به ويران وو، په نامتو کوڅو کې په لسګونه نوي رستورانونه لري.

په رينګ روډ باندې د تيکو په يو رستورانت کې منيجر باز ګل وويل: "داسې يو وخت وو چې د ماښام نه وروسته به په رينګ روډ باندې ټول رستورانونه ويران وو."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "اوس خلک د شپې د ناوخته پورې بهر وي ځکه چې هغوی احساس کوي چې په تیرو څو کلونو کې نظم او قانون ښه شوی دی."

هغه وويل: په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کال کې په رينګ روډ باندې په پوليسو باندې حملو، بمي چاودنو او اغواګانو د رستورانت ساتندویانو د بهر د تلو مخنيوی وکړو.

اوس په ټول هيواد کې حالت د پوځي عملياتو نه وروسته ډير ښه شوی دی. په دې کې ضرب عضب عمليات هم شامل دي، چې د جون ۲۰۱۴ کال راهيسې په شمالي وزيرستان کې روان دي.

هغه وويل، اوس د رستورانت کاروبار ډير ګټور کاروبار دی ځکه چې په زرګونو خلک راځي.

په تیرو څو مياشتو کې، په پيښور کې د لسګونو څخه زيات د خوراک رستورانونه پرانستل شوي دي، چې کورنۍ او ځوانان د غرمې ډوډۍ، چای او آن ناوخته د شپې روټۍ لپاره راجلب کوي.

اخستونکي به په ځانګړې توګه د شپې په وخت ويريدل ځکه چې دغه موده د تروریزم او جرم سره مخامخ وه.

کورنۍ د سولې نه خوند اخلي

په پېښور کې د پولیسو سپرنټنډنټ (اپريشنز) سجاد خان پاکستان فارورډ ته وويل، "په تیرو څو هفتو کې په پيښور کې يو شمير رستورانتونه پرانستل شوي دي، چې په صوبايي مرکز کې د اوږدې مودې وروسته امن په ګوته کوي."

هغه د خلکو، په ځانګړي توګه د کورنيو، حوصله افزايي وکړه چې دوی دې بهر ته را اوځي او رستورانتونو ته د تلو له لارې دې د سولې نه خوند اخلي.

هغه وويل: "دا ډيره د حوصله افزايۍ خبره ده چې په ښار کې په رستورانتونو کې په سلګونو کورنۍ ليدلې کيدی شي. کورنۍ په رستورانتونو کې خوراک کوي او د هغوی په مخونو خنده ليدلې کيدې شي."

په پيښور کې يونيورسټي روډ، رينګ روډ او ګهنته ګهر په "خوراکي کوڅو" کې تبديل شوي دي، او بله خوراکي کوڅه به په حيات آباد کې جوړيږي.

د ښار په نورو برخو کې او په دې خوراکي کوڅو کې په سلګونو رستورانتونه د بهرني خوراکونو، ایټالوی، چيني، ترکي او عربي، نه علاوه، روايتي خوراک لکه مټن تکه او چپلي کباب برابروي.

د خوراکي توکو مينه والو د ډير ښه ردعمل نه وروسته، ځيني کسانو د خپل برانچونو شمیره درې برابره کړې ده.

صبا عمران، د يونيورسټۍ يوه طالب علمه، چې په دې وروستيو کې په يونيورسټۍ روډ باندې په يو نوي رستورانت کې د خپلې مور او د کورنۍ نورو غړو سره د ماښام روټۍ وخوړه، وويل: "موږ په خپل ژوند کې د ۲۰۰۶ کال نه وروسته د ناوړه کلونو سره مخامخ وو، کله چې خلکو خپل تګ راتګ محدود کړو او د ماښام نه وروسته به په خپلو کورونو کې پاتې کيدل."

هغې پاکستان فاورډ ته وويل، د حکومت، پوليسو او د پوځ کوششونو روښانه نتايج رامنځته کړل او امن د ډير حده پورې بیرته بحال شوی دی. هغې وويل: "تاسو ليدلی شئ چې دغه کسان رستورانتونو ته راځي. دوی د سولې د بيرته راتلو نه خوند اخلي."

د ملګرو سره د شپې بهر وتل خوندي دي

د پيښور خلک خوشحاله دي چې زړې ناوړه ورځي هيرې کړي کله چې به دوی په ځانګړې توګه په ښارونو کې د تيارې وروسته په کورونو کې دننه پاتې کيدل.

د پېښور ښار يو اوسيدونکی، عبدل مجيد، پاکستان فارورډ ته وويل: "پخوا به هره شپه په رينګ روډ باندې [د رستورانتونو په خوا و شاه کې] د کانټينرو په ترمینلو، د پوليسو افسرانو او د پوليسو په موټرو، حتی چې د خلکو په ملکيت باندې به بريدونه کيدل."

هغه وويل، مشرانو او همدارنګه خوا خوږو به خپلو عزيزانو ته خبردارې ورکوو چې دوی دې د شپې بهر ته نه وځي.

مجيد، چې په جي ټي روډ باندې د يو رستوران په چهت باندې د تيکو ارډر ورکړو او ځايي فنکارانو روايتي پښتو موسيقي غږوله، وويل، "اوس [...] موږ احساس کوو چې دا خوندي ده چې له ملګرو سره د هر ډول رستورانت ته لاړ شو او د يو څو ګهنټو لپاره د ښه وخت نه خوند واخلو."

هغه وويل، يو څو کاله وړاندې په رينګ روډ باندې رستورانتونه بند شوي وو، خوا اوس دا په لسګونه نوي رستورانتونو لري.

هغه وويل: "تاسو ليدلې شئ چې په زرګونو خلک بهر تا راوځي چې له خپلو دوستانو سره په روايتي او عصري ډول رستورانتونو کې د خوراک سره وخت پاس کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډيره ښه مقاله ده چې د پوځ او د پوليسو د کوششونو ستاينه په کې شوې ده.

ځواب