انرجي

په فاټا کې ښه امنيت د تیلو او ګيس د اکتشاف پرانيسته کړې ده

دعديل سعيد لخوا

د تېلو او ګيس د استخراج کمپنۍ تخنیکي کارکوونکي د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د جنورۍ په مياشت کې معدني زيرمې ګوري. [عديل سعيد لخوا]

د تېلو او ګيس د استخراج کمپنۍ تخنیکي کارکوونکي د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د جنورۍ په مياشت کې معدني زيرمې ګوري. [عديل سعيد لخوا]

پېښور - د روان پوځي ضرب عضب عملیاتو په نتيجه کې ښه امنيت د پاکستان په فاټا کې د طبیعي زیرمو د اکتشاف لپاره لاره هواره کړې ده.

پوځ په جون ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عمليات پيل کړل چې د وسله والو ګواښ له منځه يوسي. دغه عمليات تر نن ورځي پورې دوام لري.

د خیبر پښتونخوا د تيلو او ګيس کمپنۍ مشر افسر محمد رياض دين وويل: "د فاټا نه د ياغيانو د شړلو نه لږ وروسته، د تیلو او ګيس د زیرمو د استخراج لپاره سيسمک سرویګانې شروع شوې."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، د خیبر پښتونخوا د تيلو او ګيس کمپنۍ د فاټا د پراختيا ادارې د تيلو او ګيس د آسانتیاو د يونټ سره کار کوي چې په فاټا کې طبیعي سرچینې ولټوي.

دا د قبايلي غړو ژوند ښه کوي

د تيلو او ګيس د آسانتیاو يونټ د څيړنې او پراختيا څانګې اسسټنټ ډايريکټر وسیم احمد وويل: "موږ په فاټا کې د تیلو او ګيس [زیرمو] ۱۵ بلاکونو دوه بعدي سرویګانې شروع کړي دي. دا توان لري چې ۲۰ ټریلیونه فټ مکعب ګيس پيدا کړي."

هغه وويل، په دغه ۱۵ بلاکونو کې پنځه،لاتامبر، تيره، اورکزۍ، ولي او بسکه - - تقريبا د اکتشاپ لپاره تيار دي. هغه زياته کړه چې دغه بلاکونو د ځايي خلکو لپاره د محنت مزدوۍ کارونه رامنځته کړي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، د اکتشاف ځايونه خوندي کول په درې پړاویزه پروسه باندې مشتمل دي.

هغه وويل، لومړی، کوم ځای چې سروی شروع کيږي، هلته کې ځايي قبایلي خلک په اعتماد کې اخيستلی شي. چارواکي ځواکونه تعينات کوي، او په آخره کې کمپنۍ امنيتي ساتونکي بهرتي کوي چې د خپلو کارکوونکو ساتنه وکړي.

د تيلو او ګيس د آسانتیاوو يونټ ډايريکټر اظهر محبوب د جنورۍ په ۱۱مه د خيبر پښتونخوا ګورنر ظفر اقبال جهګړا سره په يوه غونډه کې وويل، که پاکستان په سمه توګه د فاټا طبیعي وسايل ترلاسه کړي نو د قبايلي خلکو اقتصاد به روښانه شي.

هغه وويل: "د ۱۵ بلاکونو ټو ډي سيسمک سروی ته ۴.۵ ميليارده روپو (۴۰.۶ ميليونه امريکايي ډالره) سرمايه کارۍ ضرورت دی."

محبوب د ګورنر سره د هغه په دفتر کې ليدنه وکړه چې د پاکستان د پټرولیم د استخراج او تولید پالیسۍ ۲۰۱۲ کې ترميم وکړي چې فاټا د خپلې ګټې هغه برخه او مراعات چې د تیلو او ګيس د اکتشاف نه ترلاسه کيږي، ترلاسه کړي.

په دغه کتنه کې، جهګړا متعلقه چارواکو ته هدايات ورکړل چې په سیمه کې د معدني ذخيرو په بشپړه توګه لټوڼ وکړي او مناسب استخراج يقيني کړي چې د هیواد او د سیمې خلک د دې نه زياته ګټه پورته کړي.

ځايي او نړیوالي کمپنۍ سرمايه کاري کوي

د خیبر پښتونخوا د تيلو او ګيس کمپنۍ مشر رياض دين وویل: "د ځايي کمپنو نه علاوه، د خیبر پښتونخوا د تيلو او ګيس د کمپنۍ په ګډون، نړیوالې کمپنۍ په قبايلي سيمو کې د تیلو او ګيس په اکتشاف کې دلچسپي څرګنده کړې ده."

هغه وويل چې يو شمير نړیوالې کمپنۍ د هنګري د څو هیوادونو د تیلو او ګيس جاينټ ايم او ايل ګروپ، کويت پټرولیم کارپوريشن او تهاله هيز (شيل) په ګډون له مخکې نه په خېبرپښتونخوا او فاټا ته نږدې سيمو کې فعاليت کوي.

هغه وويل، د خیبر پښتونخوا د تيلو او ګيس کمپنۍ پخپله د فاټا په ۶ بلاکونو کې د ۱۰۰ ميليونه روپو (۱۰ ميليونه امريکايي ډالره) سرمايه کاري کړې ده.

الحاج انټرپرايزز په دې وروستيو کې په خېبرپښتونخوا او پنجاب کې اکتشافي کارونه پيل کړل او پلانونه لري چې په فاټا کې هم سيمې ولټوي. هغه وويل، په همدې ډول، په فبرورۍ کې، يو شمیر چاينيز کمپنو په تیرا دره، خیبر او اورکزۍ ايجنسو کې کار شروع کړو.

هغه وويل، پاکستان ۹۶،۴۵۰ بيرله تيل روزانه پيدا کوي. په دې کې د ۵۳،۰۱۱ بيرلو نه زيات -- يا د ټول توليد ۵۵٪ برخه -- په خیبرپښتونخوا کې پيدا کيږي.

رياض دين وويل: "د خیبر پښتونخواه حکومت دا فيصله چې د تیلو او ګيس خپله کمپني جوړه کړي ډير مثبتې پايلې رامنځته کړي دي او صوبې په يو څو کلونو کې ۲۹ ميليارده روپۍ (۲۹۰ ملیونه امريکايي ډالره) د تیلو کمپنو راجلبولو له لارې ترلاسه کړي دي."

هغه هیله څرګنده کړه چې په فاټا کې د تیلو او ګيس د زیرمو استخراج به د پاکستان په اقتصاد باندې په عمومي توګه او په ځانګړې توګه په قبايلي سيمې باندې مثبت اثر ولري، او دا به د اورپکۍ ځپلي سیمه کې د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ په لوړولو کې مرسته وکړي.

رياض دين وويل، "د تيلو او ګيس اکتشاف به د ځايي قبایلو لپاره يو شمير کارونه رامنځته کړي، چې دا به نه يوازې د هغوی اقتصادي ملاتړ وکړي بلکې دا به دوی د وسله والو بهرتي کونکو په لاس د ورتلو نه خوندي وساتي." هغه زياته کړه، کله چې سيسمک سروې شروع شي، نو دا د غیرهنرمنده کسانو لپاره شاوخوا ۱،۰۰۰، کارونه رامنځته کوي.

هغه وويل: "په نړۍ کې د خیبر پښتونخوا او فاټا په ايمج کې بدلون راغلی دی، او يره ډيره کمه شوې ده چې په نتيجه کې یې ملټي نيشنل کمپنۍ راغلي دي چې د تیلو او ګيس دواړو ښکاره او پټې خزانې ولټوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د تیلو او ګيس پروجيکټونه به پاکستان خود کفيله کړي. خو، دا به ښه وي چې د نورو هیوادونو لکه د ايران سره هم د تیلو او ګيس پروجيکټونه شروع کړی شي، له دې امله چې د پاکستان په طبیعي زیرمو باندې د استعمال فشار لږ پاتي شي. ټولي زيرمې يو شان استعمالول پکار دي. دا به د کاميابۍ خبره وي که چیرې د اکتشاف سروی په دې سايټ باندې مکمل کړی شي.

ځواب

زه يو جیولوجيکل انجينير يم او ما په ۲۰۱۴ کال کې د بيوټمز کوټې نه ګريجويشن ګړی دی او د جنوبي وزیرستان وانا فاټا سره تعلق لرم. موږ د ايف ډي ای د تيلو او ګيس يونټ او همدارنګه د کی پي او جي سي ايل د دغه ګامونو ستاينه کوو او مونږ له دې کبله هم د دوی ستاينه کوو چې دوی د فاټا د بې روزګاره هنرمندو خلکو لپاره د روزګارموقعې رامنځته کړي دي. زه تر اوسه په دې پروجيکټ کې د خالي پوسټ لپاره انتظار کوم او ما په دې هکله د اظهر محبوب سره هم ليدنه کړې ده.

ځواب