امنیت

تروریزم سره د مبارزې عملیات په بلوچستان کې وسله وال کمزوري کوي

عبدل غني کاکړ لخوا

د فرنټير کور يو افسر د جنورۍ په ۲۰ مه د بلوچستان په کوهلو ډسټرکټ کې د وسله والو نه د نيولې شوي وسلو او توکو معاينه کوي. [عبدل غني کاکړ]

د فرنټير کور يو افسر د جنورۍ په ۲۰ مه د بلوچستان په کوهلو ډسټرکټ کې د وسله والو نه د نيولې شوي وسلو او توکو معاينه کوي. [عبدل غني کاکړ]

کویټه -- چارواکي وايي، د ترهګرۍ ضد او استخباراتي پرله پسې عملیاتو په بلوچستان کې د وسله والو د نيټ ورکونو عملیاتي ظرفیت په پراخه توګه له منځه وړی دی.

د کور او د قبايلو چارو صوبايي وزير سرفراز بګټي پاکستان فارورډ ته وويل: "وسله وال ډلي د اوږدې مودې راهیسې کوشش کوي چې په بلوچستان کې ناکراري او بې ثباتي رامنځته کړي."

هغه وويل: "فدرالي او صوبايي حکومتونه خپل کوششونه کوي چې په صوبه کې سوله او ثبات يقيني کړي، او امنیتي ځواکونو د صوبې په ټولو ناامنو سيمو کې د وسله وال ډلو اصلي پټنځايونه تباه کړي دي."

هغه وويل: "د امنیتي ځواکونو په روان عملیاتو کې، زياتره لوړ پوړي کمانډران، هدفي قاتلان او د چاوديدونکو توکو کارپوهان نیول شوي او یا وژل شوي دي." "د سولې په ضد عناصر اوس په بهرني مرستو باندې تکيه کوي، او زموږ ځواکونه خپل پوره کوشش کوي چې د هغوی د ملاتړ شبکې له منځه ويسي."

هغه وويل: "رياست ټول ممکنه ګامونه پورته کوي چې د قانون پلي کوونکو ادارو تر منځ د معلوماتو شريکولو لپاره او د ټولو وسله والو چې په ترهګرۍ کې لاس لري نيولو لپاره يو اغیزمن ميکانيزم جوړ کړي."

په تيره هفته کې ۸۱ وسله وال ونيول شول

په بلوچستان کې د پوځ د عامه اړيکو دفتر وياند بريګيډير ندیم احمد وويل چې فرنټير کور بلوچستان په ټوله صوبه کې په پراخه کچه د ترهګرۍ ضد استخباراتي عملیات ترسره کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "په تیرو ورځو کې، ۸۱ وسله وال نيول شوي دي او د وسله والو پټنځايونو نه د وسلو او ګوله بارودو ستره زيرمه ترلاسه کړی شوې ده."

هغه وويل: فرنټير کور په صوبه کې په هغه ۳۲ سیمو کې چې وسله وال په کې فعالیت کوي د استخباراتو پر اساس عملیات ترسره کړل. په دغه سيمو کې کویټه، سبي، دالبندين او هغه نږدې سيمې شاملې دي، "کوم ځای چې يو شمير وسله وال د منع شوی بلوچستان جمهوري پوځ او د بلوچستان د ازادۍ پوځ سره تعلق لري."

په بلوچستان کې د پوځ د عامه اړيکو دفتر وياند له مخې، د ايف سي بلوچستان انسپکټر جنرل نديم احمد انجم په خپله په صوبه کې د ترهګرۍ ضد عملياتو مشري کوي.

احمد وويل: "د فرنټير کور ځواکونه به په بلوچستان کې د تل پاتې سولې لپاره خپل کوششونو ته دوام ورکړي."

افراطیت د ترقۍ په لاره کې يو خنډ دی

د تعليم صوبايي وزير عبدل رحيم زيارتوال وویل، د بلوچستان په ترقۍ کې د ترهګرۍ ګواښ تر ټولو ستر خنډ دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د بغاوت ضد عملياتو له کبله د يو ستر ګوزار ترلاسه کولو نه وروسته، اوس وسله والو د رياست په ضد پروپيګنډه خپرول پيل کړي ده." هغه زياته کړه چې وسله وال په قانون پلي کوونکو ادارو باندې د بشري حقونو د سرغړونو تور لګوي او ادعا کوي چې امنیتي ادارې د بې ګناه خلکو په وژلو کې ښکيل دي."

هغه وويل: "د بلوچستان حکومت د اورپکۍ مسلې حل کولو په هکله خپله پاليسي بدله کړي ده او [...] اوس په بنسټیزه کچه د اورپکۍ سره په [مبارزه] باندې تمرکز کوي."

هغه وويل: "هغه وسله والې ډلې چې په بلوچستان کې فعاليت کوي، په ایډیالوژیو کې اختلافات لري، خو د خپلو مقاصدو ترلاسه کولو لپاره د هغوی د تاوتريخوالي موخه يو شان ده." "له همدې امله، حکومت ګامونه پورته کوي چې په خلکو کې د وسله والو د نفوذ مخه ونیسي."

هغه وويل، "د افراطيانو د فلسفې سره مبارزه د عمل ملي پلان تر ټولو مهم ترجيح ده، او [د دې مقصد لپاره] پورته شوي ګامونه مثبت نتايج رامنځته کړي دي." هغه د جنوري د ۲۰۱۵ راهيسې د تروریزم ضد ستراتیژۍ ته په اشاره کولو وويل، "افراطیت د رياست لپاره يو موجود ګواښ دی."

د مشروعيت او د غړو لپاره سیالي

په کویټه کې يو سينير استخباراتي چارواکي، محمد اسحاق وويل، "موږ راپورونه لرو چې څو وسله وال ډلو چې په بلوچستان کې فعاليت کوي د تحریک طالبان پاکستان سره د وفادارۍ اعلان کړی دی او کوشش کوي چې په دغه صوبه کې خپل نفوذ زیات کړي."

هغه ځايي او نړيوال پلويانو چې د وسله والو سره مالي او لوژستیکي ملاتړ کوي ته په اشارې کولو سره پاکستان فارورډ ته وويل، "وسله والې ډلې چې د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې فعاليت کوي د بهرتۍ لپاره سیالي کوي، او هغوی زياتره په هغه عناصرو تکيه کوي کوم چې د هغوی د نيابتي جګړې ملاتړ کوي."

هغه وويل: "پاکستان په ښه توګه د پولې کنټرولولو د ميکانيزم لپاره جامع ګامونه پورته کړي دي چې د پاکستان او افغانستان په ناامنه پولې باندې د ناقانونه تګ راتګ مخنيوی وکړي او امنيتي حالت په ښه توګه کنټرول کړي."

اسحاق وويل: "استخباراتي ادارې په بلوچستان کې د کرکې د ادب او افراطي [ایډیالوژۍ] د زیاتوالي څارنه کوي، دا د وسله والو لپاره په عامو خلکو کې خپل نفوذ جوړولو لپاره يوه ستره سرچينه ده."

هغه وويل: "د عمل ملي پلان ۲۰ پواينټونو پلي کولو سره، موږ د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې لويه کاميابي ترلاسه کړې ده، خو د وسله وال ډلو د ملاتړ نيټ ورکونه تباه کول اوس هم يو ستر چيلنج دی."

دا د پاکستان جګړه نه ده

په کویټه کې د امنیتي چارو يو تجزيه کار محمد نديم وويل: "د وسله وال ډلو سره د پیسو د ملاتړ د مخنيوي نه بغير به په بلوچستان کې د تل پاتې سولې موخه ترسره نه شي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل چې فدرالي تحقیقاتي ادارې او نور استخباراتي ادارې باید د پیسو د سرچينو چې د بهرني هیوادونو نه راځي څارنه وکړي. کيدی شي چې دغه سرچينې د وسله والو ډلو سره د پيسو مرسته کوي.

هغه وويل: "د تروريزم پر ضد جګړه چې نن ورځ ورسره موږ مخامخ يو د پاکستان جګړه نه ده." "په دې جګړه کې مونږ د رژیم بدلولو د تکتيکونو له لارې په قصدي ډول اخته کړی شو."

هغه وويل: "وسله والو د اوږدې مودې لپاره عام خلک د سولې ضد فعالیتونو لپاره د پوښښ په طور استعمالوي؛ له دې امله، دا ضروري ده چې په اغیزمنه توګه د افراطیت او تروریزم سره مبارزې لپاره د خلکو ملاتړ تر لاسه کړی شي."

هغه وويل، د پولو ډير امنیت ضرورې دی. هغه زياته کړه، "تحقيقاتي ادارې باید په اغیزمنه توګه فارنسک وسايل استعمال کړي چې د تروریستي بریدونو عاملین معلوم کړي او [...] د جرم د ځای معاينه وکري."

ندیم وويل: "هغه وسله والې ډلې چې په بلوچستان کې عملیات ترسره کوي، کوشش کوي چې د خپلو ډيمانډونو پوره کولو لپاره په رياست باندې پريشر واچوي."

هغه وويل: "صوبايي حکومت بايد په صوبه کې د تروریزم او بنسټ پالنې پر وړاندې جګړه کې د ښه نتايجو رامنځته کولو لپاره ټول سیاسي پارټۍ او قبايلي مشران په اعتماد کې واخلي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که چيري دا ډول عملیات جاري وساتلې شي، نو زموږ بلوچستان به ښه شي. موږ له تاسو سره يو. تل دې وي پاکستان.

ځواب

د امنيتي ادارو کارکردګي ډیره ښه ده، خو بايد د دې هم مشاهده او کتنه وکړی شي چې د ایران او هند ټلوالي د افغانستان له لارې زما په هیواد کې د ترهګرۍ وبا خپروي. لکه څنګه چې د شيعه ګانو ایډیالوژي د سنيانو په جامه کې ځان ظاهروي او د تحریک طالبان پاکستان، لشکر جنګوي،جې سيند قومي محاذ، د بلوچستان د ازادۍ پوځ، سميت، متحده قومي مومنټ، مجلس وحدت مسلمین، انصارل حسین او ايس ايم پي سره مرسته کوي. په نتيجه کې، د تروریزم زيلي قوي شوې. يو څو سياسي پارټۍ او جاګيردارانه نظام هم د هغوی ملاتړ کوي، خو هيڅوک جوګه شوي نه دي چې هغه کاميابي ترلاسه کړي کومه چې د استخباراتي ادارو او د پاکستان د پوځ زړور کسانو د قربانۍ له لارې او زړورتيا سره ترلاسه کړي ده. موږ د پاکستان د ځواکونو سره مرسته کوو، موږ د پاکستان ځواکونو ته سلامي وړاندې کوو او موږ صرف د پاکستان د پوځ سره مينه لرو. تل دې وي پاکستان. تل دې وې مظبوط د پاکستان پوځ.

ځواب

Ma Shah Allah dara khawand war

ځواب