تروريزم

پاکستان د ممبۍ بریدونو مشکوک پلان جوړوونکی ونیولو

عبدل ناصر لخوا

د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید (ښي طرف ته) وروسته له هغه په موټر کې روانیږي کله چې پاکستاني پولیسو هغه د جنورۍ په ۳۱ مه په لاهور کې ونیولو. [عارف علي/ای ایف پي]

د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید (ښي طرف ته) وروسته له هغه په موټر کې روانیږي کله چې پاکستاني پولیسو هغه د جنورۍ په ۳۱ مه په لاهور کې ونیولو. [عارف علي/ای ایف پي]

لاهور -- پاکستاني چارواکي د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۳۰ مه) په لاهور کې د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید او د هغه د ډلې څلور نور غړي د دهشتګردۍ ضد قانون پر اساس ونیول.

د کورنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې د جنورۍ په ۲۷ مه وویل، فدرالي حکومت "د ځینې وجوهاتو له کبله په دې یقین لري" چې جماعت الدعوه او د دې خیراتي اداره فلاح انسانیت فاونډیشن په "ځینې داسې فعالیتونو کې ککړ دي کوم چې امن او امنیت ته زیان رسولی شي او د ملګرو ملتونو د امنیتي کونسل د قرارداد نمبر. ۱۲۶۷ سره سم د پاکستان د مسؤلیتونو سرغړونه کوي.

په ۱۲۶۷ قرارداد کې په طالبانو، القاعده او نورو دهشتګردو ډلو بندیزونه لګول شوي دي.

د دې امر نه وروسته د پنجاب د کورنیو چارو وزارت دغه دوه ډلې د شپږو میاشتو لپاره په واچ لسټ کې واچولې چې په دغه موده کې زیاتوالی هم کیدی شي، او د دهشتګردۍ ضد قانون په دویم لست کې یې دوی شامل کړل.

د پنجاب د کورنیو چارو د وزارت په بیانیه کې وویل شول، "داسې راپورونه موجود دي چې حافظ محمد سعید، عبدالله عبید، ظفراقبال، عبدل رحمان عابد او قاضي کاشف نیاز د پورته ذکر شوي ډلو فعال غړي دي" او له دې کبله، "هغوی باید د جرم د مخنیوي لپاره نظر بند وساتل شي."

د پنجاب د کورنیو چارو د وزارت سیکرټري میجر (ریټایرډ) اعظم سلیمان وویل، "زه په پوره یقین سره ویلی شم چې د حافظ سعید نیول د دې لپاره ضروري دي چې هغه عام امن، سکون او امنیت ته زیان ونه رسوي او دا هم لازمي خبره ده چې هغه باید په فوري توګه ونیول شي."

هغه په مبمۍ کې د ۲۰۰۸ په قتل عام کې تورن دی

ملګرو ملتونو د جماعت الدعوه ډله یوه دهشتګرده ډله ګرځولې او ځینې دا د لشکر طیبه مرکزي برخه ګڼي. لشکر طیبه هغه وسله واله ډله ده چې په هغې باندې په هندوستان کې د ۲۰۰۸ د حملې تور لګول شوی دی. په دغه حمله کې لږ تر لږه ۱۶۴ کسان وژل شوي ول.

د ممبۍ دغه قتل عام په ټوله نړۍ کې په ټلیويژن لایيو وښودل شو چې کمانډوز په کې د هغه لس درنو وسلې لرونکي کسانو سره جنګ کولو کوم چې د ۲۰۰۸ د نومبر په ۲۶ مه د سمندر له لارې راغلي ول. د ښار د کنټرول د بیا ترلاسه کولو لپاره چارواکو درې ورځې وخت اخیستلی وو.

سعید د دغه قتل عام یو اهم مشکوک پلان جوړوونکی وو او د ۲۰۱۲ په اپریل کې متحده ایالتونو د هغه په باره کې د معلوماتو په ورکولو او په دغه الزام کې په محکومولو د ۱۰ ملیونو ډالرو د انعام اعلان وکړو.

د ای ایف پي د رپورټ له مخې، که څه هم په سعید دغه انعام کيښودل شوی وو خو بیا به هم هغه ستر عوامي ژوند تیرولو. جماعت الدعوه په کلونو په ټول ملک کې په آزادانه توګه فعالیت کولو چې د خیراتي کار په کولو او خصوصاً د قدرتي آفاتو نه وروسته په فلاحي کارونو کولو مشهور وو.

سعید په دغه حمله کې د لاس لرلو نه انکار کوي او د دې نه هم انکاري دی چې د لشکرطیبه او جماعت الدعوه په مینځ کې څه تعلق شته.

د جماعت الدعوه غړي احتجاج کوي

پولیسو د دوشنبې په ورځ ناوخته سعید په لاهور کې د مسجد قدسیه چوبرجي څخه ونیولو او په جوهر ټاون کې یې خپل کور ته بووستلو او هلته یې په خپل کور کې نظر بند کړو.

مخکې له دې چې پولیسو سعید بووستلو، هغه راپورټرانو ته وویل، "زما نیول یو غیرقانوني عمل دی او مونږ به په کورټ کې دا چیلنج کوو."

د ای ایف پي له مخې، د جماعت الدعوه تقریباً ۳۰۰ فعالانو په اسلام آباد کې د سه شنبې په ورځ پس له ماسپښینه احتجاج وکړو، په داسې حال کې چې ورته شمیر کسانو په مرکزي ښار ملتان کې احتجاج وکړو.

د پاکستان د کنټرول لاندې کشمیر کې دغه ډلې د حزب المجاهدین وسله وال ګروپ سره په ګډه احتجاج وکړو.

د جماعت الدعوه مقامي مشر، عبدالعزیز علوي وویل، "د پاکستان حکومت له پکار ده چې د هوش نه کار واخلي او [سعید] په فوري توګه آزاد کړي."

د دغه ډلې ویاند، نعیم اعوان دا خبره تائید کړه چې هغوی پلان لري چې په کورټ کې به د هغه د نیولو امر چیلنج کوي.

نړیواله ټولنه مطمینول

تجزیه کاران وایي چې د سعید او جماعت الدعوه د څلورو نورو غړیو نیول نړیوالې ټولنې ته دا څرګندوي چې پاکستان د دهشتګردۍ خلاف په جنګ کې مخلص دی.

البته، هغوی زیاته کړه چې دا په کور کې د سعید لومړۍ نظر بندي نه ده او له دې کبله دې اقدام ته باید د یو سیاسي چال په نظر وکتل شي.

د لاهور یو سینير ژرونالسټ او تجزیه کار، مبشر بخاري پاکستان فارورډ ته وویل، "د سعید نیول به د هشتګردۍ خلاف په جنګ کې هیڅ قسمه مرسته ونه کړي خو ولې دا چې صرف نړیواله ټولنه به په دې اقدام مطمینه شي."

هغه وویل، "د جماعت الدعوه مشرانو ته په کور کې سکیورټي ورکړل شوې وه" او هغه په دې خبره شک لري چې ګڼې په هغوی به په کورټ کې کیس وچلول شي.

بخاري وویل، "د جماعت الدعوه مشران به کورټ ته لاړ شي او کیدی شي چې د مخکې په شان خلاصی ترلاسه کړي."

په لاهور کې امنیتي تجزیه کار، پروفیسر حسن عسکري پاکستان فارورډ ته وویل، "هغه صرف د دې د پاره نیول شوی دی چې نړیوال فشار لرې کړی شي او [...] نړیوالې ټولنې ته دا باور ورکړل شي چې پاکستان د دهشتګردۍ خلاف په جنګ کې مخلص دی.

عسکري وویل، "دا لومړی ځل نه دی چې حافظ سعید په کور کې نظر بند کړې شوی دی. پولیسو مخکې هم هغه نیولی وو خو بیا یې د کورټ په حکم پريښودی وو." هغه وویل، که سعید خپله نیونه چیلنج هم نه کړي، خو د کورټ دا اوسنی حکم صرف د ۹۰ ورځو پورې دی.

هغه وویل، "حکومت مجبور دی چې درې میاشتې وروسته هغه پریږدي، یا به په دې موده کې د زیاتوالي د پاره د نظرثانۍ بورډ مطمینه کوي.

پاکستان اقدام اخیستلو ته 'تیار' دی

د پشاور دفاعي تجزیه کار، بریګیډیر (ریټایرډ) محمود شاه هم دې اقدام ته د زیات پام ورکولو په هکله احتیاط څرګند کړو.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د جماعت الدعوه د مشرانو نیول بس دنیا ته دا ښایي "چې که پاکستان ته ثبوت ورکړل شي نو دې ته تیار دی چې د حافظ سعید او نورو خلاف اقدام وکړي. "

هغه وویل، "د نړیوالې اقتصادي ادارې اتحادیې پاکستان ته خبرداری ورکړی وو چې د حافظ سعید او مولنا مسعود اظهر خلاف اقدام وکړي ځکه چې په دوی دواړو د ملګرو ملتونو امنیتي کونسل بندیز لګولی دی."

اظهر د جیش محمد دهشتګردې ډلې باني او مشر دی. د پاکستان د دهشتګردۍ ضد چارواکو د ۲۰۱۶ په جنورۍ کې هغه "نظر بند" کړی وو خو بیا یې په اپریل کې پريښودو.

شاه وایي، "د خبرداري نه وروسته د [جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فاونډیشن] خلاف د اقدام کولو امکان موجود وو ځکه چې پاکستان همیشه د مالي مرستې د پاره په نړیوالې اقتصادي ادارو باندې تکیه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500