امنیت

څارونکي د وسله والو په وړاندې مبارزه کې د پاکستان د هوایي ځواک د رول ستاينه کوي

جاويد محمود لخوا

د پاکستان ملکي وګړي د جون په ۲۲مه په سيدګۍ کې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو نه تښتي او د پوځ يو چيک پوسټ ته روان دي. هوايي ځواک په شمالي وزيرستان کې د اورپکۍ له منځه وړلو کې يو مهم عنصر دی. [اې ايف پي/ ای مجيد]

د پاکستان ملکي وګړي د جون په ۲۲مه په سيدګۍ کې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو نه تښتي او د پوځ يو چيک پوسټ ته روان دي. هوايي ځواک په شمالي وزيرستان کې د اورپکۍ له منځه وړلو کې يو مهم عنصر دی. [اې ايف پي/ ای مجيد]

اسلام اباد -- څارونکي وايي چې د پاکستان هوايي ځواک په تېرو دوو کلونو کې د وسله والو په له منځه وړلو کې یو پریکنده رول لوبولی دی.

پي ای ايف په ضرب عضب عملیاتو کې يو فعاله برخه واخيسته او ډير هغه مهم وسله وال يې په نښه کړل کومو چې په شمالي او جنوبي وزيرستان کې کوم ځای چې په مستقیم توګه ځمکني عملیات ترسره کول مشکل وو پناه اخيستې وه.

پوځ په جون ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزيرستان کې ضرب عضب عمليات شروع کړل او دغه سيمه يې د يو څو کالو نه وروسته په عمومي توګه پاکه کړه.

د څیړنې او امنیت د مطالعاتو مرکز ايګزيکيټيو ډايريکټر امتياز ګل پاکستان فارورډ ته وويل: "په تیرو دوو کلونو کې، پي ای ايف ۱،۲۳۷ هوايي بريدونو ترسره کړل چې زيات شمېر وسله وال يې ووژل او د هغوی خوندي پټنځايونه او د تروریزم انفراسټرکچر یې تباه کړو."

د سي آر ايس ايس د کلني امنیتي رپوټ ۲۰۱۶ له مخې، پي ای ايف په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال کې د وسله والو خلاف ۱،۰۹۴ او ۲۳۳ هوايي بريدونه په ترتيب سره ترسره کړل.

ګل وويل: "په ۲۰۱۶ کې د وسله والو په وړاندې د پي ای ايف بريدونو شمیر کم شوی دی ځکه چې په ۲۰۱۵ کال کې هوايي او ځمکني عملیاتو د طالبانو، القاعدې او نورو وسله وال ګروپونو مرکزونه، نيټ ورکونه او زيربنې تباه کړي وې."

هغه وويل: "جنګې جټ جهازونو او د پي ای ايف ګن شپ هيلي کاپټرو په خيبر ايجنسۍ، شمالي وزیرستان او شوال کې د وسله والو په پټنځايونو باندې بمبارۍ وکړې."

هغه وويل، د ضرب عضب د عملیاتو له پیل وروسته، وسله وال د وزيرستان نه شوال ته وتښتېدل.هغه وويل، خو د پي ای ايف هوايي بمبارو او د پاکستاني پوځ ځمکنیو عملیاتو په شوال کې زياتره وسله وال ووژل، په داسې حال کې چې د تحريک طالبان پاکستان، لشکر اسلام او د القاعدې ځیني مشران افغانستان ته وتښتېدل.

هغه وويل: "د پي ای ايف او د ځمکني سرتیرو ګډ عملیات په غرونو او په غارونو کې د وسله والو پټنځايونه له منځه وړلو کې ډېر بريالي ثابت شول."

پريسیجن-ګايډډ هوايي بمبارۍ

په پېښور کې د امنیتي چارو کارپوه بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه پاکستان فارورډ ته وويل، "[پي ای ايف] ډير لږ خو په موثره توګه په ضرب عضب عملياتو کې استعمال شو، چې پوځ سره يې وسله والو ته په ستر زيان رسولو کې مرسته وکړه."

هغه وويل، پي ای ايف په هوايي بمباریو کې پريسیجن-ګايډډ ګوله بارود استعمال کړل چې د هر اړ خيز زيان مخنيوی وکړي او ټارګټ په نښه کړي.

هغه وويل، په نتيجه کې، د پي ای ايف زياتره هوايي بريدونو هغه سيمې په نښه کړې کوم ځای چې د طالبانو غړي موجود وو.

شاه وايي، په ځمکني استخباراتو باندې تکيه کولو نه علاوه، د پي ای ايف جهازونو هوايي څارنې هم ترسره کړې چې د هوايي بمبارۍ پيلولو نه مخکې د وسله والو اصلي ځایونه په ګوته کړي.

هغه وويل، "پي ای ايف په شمالي وزيريستان کې په دوو موقعو باندې بريدونه ترسره نه کړل، په هغه وخت کې کله چې د هغوی هوايي څارنې د طالبانو په پټنځايونو کې يو شمیر ماشومان وموندل." نوموړي زياته کړه، چې په دغو حالاتو کې پوځ ځمکني ځواکونه استعمال کړل چې د طالبان وسله وال په نښه کړي او د هر اړخيز زيان نه ډډه وکړي."

د شاه د وينا له مخې، په هوايي بمبارۍ کې د وژل شوي وسله والو کره شمیر دستياب نه دی، خو پوځي چارواکي اندازه لګوي چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال کې د پي ای ايف د هوايي بمباریو له کبله په سلګونو وسله وال وژل شوي دي.

هغه وويل، چې پوځ او نور امنيتي ادارې د اورپکۍ سره مبارزه کې د پي ای ايف د رول ستاينه کوي.

محدود هر اړ خيز زيان

په کراچۍ کې د ډيلي پاکستان د امنیتي چارو کارپوه او ريذيډنټ ايډيټر مبشر مير پاکستان فارورډ ته وويل: "د پي ای ايف بريدونه د وسله والو ځایونو او د هغوی کړنو په باره کې د استخباراتو په توګه ډېر ښه وو."

هغه وويل، د استخباراتو په ګډون کامل ځمکني او هوايي څارنې پي ای ايف ته توان ورکړو چې په خيبر ايجنسۍ او شمالي او جنوبي وزيرستان کې د وسله والو پټنځايونه په دقیق ډول په نښه کړي.

هغه وويل: "دې پوځ ته توان ورکړو چې خپل نفوذ وغځوي او په سيمو کې چې پخوا د طالبانو او نورو وسله والو ډلو په لاس کې ول په خپل کنټرول کې وساتي."

هغه وويل: "موږ د پي ای ايف په هوايي بمبارۍ کې د هر اړخيز زيان په اړه نه دي اوريدلي. دا د استخباراتو لوړ معيار او د هوایي ځواک کامل عمل په ګوته کوي."

هغه وويل، د ملکي وګړو حفاظت يقيني کولو لپاره ځواکونو د هوايي بمباریو نه مخکې ځينې سيمې د خلکو نه خالي کړې. په نتيجه کې، یوازې طالبان او د هغوی ملګري وسله وال په هوايي بمبارۍ کې په نښه شول.

مير وويل: "موږ ويلی شو چې د پي ای ايف د مرستې نه بغير، ضرب عضب عملياتو به دغه مطلوبه نتايج ترلاسه کړي نه وو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500