امنیت

د پاکستان بې ځایه شوي کسانو لومړنۍ ډله له افغانستان څخه کورونو ته واپس کيږي

حنيف الله لخوا

د شمالي وزیرستان سرجن ډاکټر ذاکر حسین (په منځ کې) بې ځایه شوي قبایلي کسانو ته هرکلی وايي. دغه کسان د جنورۍ په ۶ مه د پاکستان او افغانستان په پولې باندې د افغانستان نه بيرته راځي. [حنيف الله]

د شمالي وزیرستان سرجن ډاکټر ذاکر حسین (په منځ کې) بې ځایه شوي قبایلي کسانو ته هرکلی وايي. دغه کسان د جنورۍ په ۶ مه د پاکستان او افغانستان په پولې باندې د افغانستان نه بيرته راځي. [حنيف الله]

میران شاه، پاکستان - چارواکو وويل چې په تيره هفته کې په زرګونو هغه پاکستانيانو چې د پوځ او وسله والو تر منځ د جګړې له امله افغانستان ته تښتېدلي وو د بې ځايه کيدو نه دوه کاله وروسته بيرته کورونو ته راتلل شروع کړل.

د شمالي وزيرستان پوليټيکل ايجنټ کامران خان افریدي ای ايف پي ته وويل، چارواکو د جنورۍ په ۱۶مه د شمالي وزیرستان د بې ځایه شوي وګړو لومړۍ ډلې، چې نږدې ۲،۰۰۰ کسان وو، ته په غلام خان پولې باندې هرکلی وويلو.

هغه وويل چې شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ هره ورځ بيرته راځي. لومړی پړاو به د جنورۍ په ۲۶ مه پای ته ورسي.

د فاټا ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټۍ ډايريکټر(اپريشن) محمد عارف خان له مخې، زيات بارانونو پراسس ورو کړی دی، او صرف ۵۵۰ کورنۍ تر اوسه راغلي دي.

افريدي وويل، بې ځایه شوي خلک به خپلو کليو او ښارونو ته د بيرته ليږلو نه مخکې په کيمپونو کې په ځای کړی شي.

د بل پړاو تفصيلات راروان دي.

د پاکستان پوځ په جون ۲۰۱۴ کال کې په فاټا کې د وسله والو پټنځايونه له منځه وړلو لپاره ضرب عضب عملیات شروع کړل.

د هغو خلکو شمير چې د جګړې له امله بې ځایه شوي دي کره معلوم نه دی. د پاکستان د حکومت د شمير له مخې، د شمالي وزيرستان نږدې ۹،۰۰۰ کورنۍ د پوځي عملياتو شروع کولو وروسته افغانستان ته وتښتېدل.

په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ د وينا له مخې، د ۲۹۱،۸۰۰ څخه زيات کسان افغانستان ته لاړل، چې زياتره په خوست صوبه کې په جولان کيمپ ديره شول. د ۲۰۱۵ کال د می پورې، په خوست او پکتیکا صوبو کې ۳۲،۵۷۶ کورنۍ ديره شوې، چې په دې کې د ۲۰۵۰۰۰ نه زيات کسان وو.

خلک په بيرته راتلوخوشحاله دي

میران شاه يو قبايلي ۴۵ کلن مشر، ملک سلیم په دې وروستيو کې د ګولان کيمپ نه بيرته راغی.

هغه پاکستان ته وويل: "موږ خوشحاله یو چې د پاکستان حکومت بیرته ته د راتلو پروسس شروع کړی دی او زموږ په سيمه کې يې امن بحال کړی دی، او موږ د افغانستان د حکومت هم د میلمستيا او پاملرنې د وجې مننه کوو."

د مهران شاه اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ محمد انور خان شيراني وويل چې د بيرته راتلو پروسس په لومړنۍ ورځ د پايي خيل او محمد خيل قبيلو ۲۰۰ کورنیو د خوست نه خپلو کورونو ته واپسي سفر شروع کړی دی.

شيراني پاکستان فارورډ ته وويل، "ټولو کورنيو د غلام خان نه بکا خيل کيمپ پورې ترانسپورت ترلاسه کړی دی او ايډمنسټريشن د [هغوی] لپاره د ګاډو او خوراک انتظام کړی دی."

۲۸ کلن سردراز، چې د پوها محمد خيلو کلي یو راستنیدونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ ډېر خوشحاله يو چې موږ دوه کاله وروسته دلته بېرته راغلي يو، چې دلته سوله بحال شوې ده او دا چې امنيتي ځواکونه د وسله والو خلاف عملياتو نه وروسته دلته مکمل کنټرول لري."

هغه وويل: "موږ اوس د بنو ډسټرکټ بکا خيل کيمپ کې يو، او دا هیله لرو چې ډیر ژر به موږ خپلو اصلي کليو ته بيرته لاړ شو."

بيړنۍ مرستې، روغتیایی خدمتونه

ايف ډي ايم اې د مرستې توکي هغه بې ځایه شویو کسانو ته برابروي چې پاکستان ته بیرته راځي.

د ايف ډي ايم اې ډايريکټر خان پاکستان فارورډ ته وويل، "د بيړنۍ مرستې شيان لکه شلټرونه، خيمې، د پخلي سامان او د خوراک توکي راستانه شوي کورنيو ته ورکړی شوي دي، په داسې حال کې چې ۲۵،۰۰۰ روپۍ (۲۳۸ امریکايې ډالره) د بيرته راتلو پيکج په توګه او ۱۰،۰۰۰ روپۍ (۹۵ امريکايي ډالره) به د تګ راتګ لپاره ورکولی کیږي کله چې دوی خپل کليو ته بيرته راشي."

ايف ډي ايم اې به د دغه توکو او ترانسپورت لپاره پيسې ورکوي.

خان وويل، د راستنیدو په دریمه ورځ، د جنورۍ په ۱۸مه، ۳۲۴ کورنۍ بکا خيل کيمپ ته راغلي وې.

هغه وويل، په راستنیدونکو خلکو کې ۴۱۵ نارينه، ۵۹۱ ښځې او ۷۰۴ ماشومان شامل دي. دغه کسان په عارضي ډول په کيمپ کې پاتې کيږي. هغه زياته کړه چې بې ځایه شوي خلک به بالاخره خپلو اړوندو سیمو ته بيرته وليږلی شي. هغه د ليږلو نېټه څرګنده نه کړه.

هغه وويل، ايف ډي ايم اې هم په غلام خان پولې باندې يو عارضي کيمپ جوړ کړو چې هغه راستانه شوي کورنيو ته چې په ماښام کې پولې ته راورسي د شپې لپاره ځای برابر کړي.

په شمالي وزيرستان کې ايجنسي سرجن ډاکټر ذاکر حسین وويل چې په پوله باندې د صحت يو عارضي مرکز جوړ کړی شوی دی چې د هغه کسانو علاج وکړي کومو ته چې ضرورت وي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، د پوځ ميډيکل ټيم او د صحت ډپارټمنټ چارواکي په عارضي ډول هغه بې ځایه شوي قبايلي کسانو ته علاج برابروي کوم چې پولې ته راورسي.

هغه وويل: "موږ د بې ځایه شویو کورنیو ماشومانو لپاره د پوليو د واکسين انتظام هم کړی دی."

د خراب شوي کورونو لپاره معاوضه

ای ايف پي راپور ورکړو، د پاکستان چارواکي وايي چې په قبايلي سيمه کې ۶۷،۰۰۰ کورونه په بشپړه توګه تباه شوي دي، خو د زيان د کچې په اړه يوه کره اندازه شتون نه لري.

دغه هېواد د نړيوالې ټولنې نه د ۸۰۰ ميليونو امريکايې ډالرو (۸۳.۹ میلیارده روپۍ) مطالبه کړې ده چې دغه قبايلي سيمې "بيرته ودانې او بيا بحال کړي."

د نومبر په ۲۶مه د شمالي وزیرستان پوليټيکل ايډمنسټريشن په مجموعي توګه ۱۷۰ ميليونه روپۍ (۱.۶ ميليونه امريکايي ډالره) د هغه کورونیو د خاوندانو تر منځ وويشلې چې په ضرب عضب عملیاتو کې زيانمن شوي دي .

په میران شاه کې په یو تقريب کې، د شمالي وزيرستان اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ محمد انور خان شيراني د بويا، سيد اباد، لنډ او محمد خېلو سيمو په عارضي طور بې ځایه شویو ۵۵۳ کسانو ته د معاوضې چکونه ورکړل.

پوليټيکل ايډمنسټريشن هم د ۳۴۶ په بشپړه توګه ويجاړ شوي کورونیو مالکانو ته ۴۰۰،۰۰۰ روپۍ (۳،۸۱۶ امريکايي ډالره) ورکړې، په داسې حال کې چې د ۲۰۷ په جزوي ډول ويجاړ شوي کورونیو خاوندانو ۱۶۰،۰۰۰ روپۍ (۱،۵۲۶ امريکايي ډالره) ترلاسه کړې.

په مير علي سيمه کې هم، د نومبر په ۲۶مه، محمد عرفان دين، چې د شمالي وزيرستان بل اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ دی، د دولت خيل، عمرکۍ، وزيراباد، مچي خيل، محمدي، وزي خيل، خدري، نوانه او کشمير کلي ځپلی شوو کسانو ترمنځ ۳۵۰ میلیونه روپۍ (۳.۳ ميليونه امريکايي ډالره) وويشلې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500