امنیت

په خیبر پښتونخوا کې په ترورريستي پېښو کې د کموالي د وجې د پوليسو ستاينه کيږي

جاويد خان لخوا

د پېښور د پوليسو سينير سپرنټنډنت سجاد خان (ګس طرف ته دوهم) د جنورۍ په ۱۸مه د تروریستي ګواښ له امله د ځايي امنيتي انتظاماتو معاينه کوي. [د پېښور پولیسو لخوا]

د پېښور د پوليسو سينير سپرنټنډنت سجاد خان (ګس طرف ته دوهم) د جنورۍ په ۱۸مه د تروریستي ګواښ له امله د ځايي امنيتي انتظاماتو معاينه کوي. [د پېښور پولیسو لخوا]

پېښور-- چارواکو پاکستان فارورډ ته وويل، په خيبر پښتونخوا (کی پي) کې په ۲۰۱۶ کال کې د نورو کلونو په پرتله د ترهګرۍ ډيرې کمې پېښې رامنځته شوې، چې په نتيجه کې په ټوله صوبه کې نظم او قانون ښه شوی دی.

د خېبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل ناصر خان دراني پاکستان فارورډ ته وويل، "په ۲۰۱۶ کال کې په صوبه کې د تروريستي بريدونو شمېر د تېرو شپږ کلونو په پرتله کم وو، چې دا څرګندوي چې د پوځ او پوليسو کوششونو د قانون او نظم حالت د ډير حده پورې ښه کړی دی."

هغه وويل، د خېبرپښتونخوا پولیسو، په ځانګړې توګه د تروریزم سره د مبارزې ادارې، د استخباراتي او د لټون او ګوزار عملیاتو او د پوليسو يو شمير نوي اصلاحاتو په ذريعه د وسله والو د خوندي پټنځايونو د ختمولو له لارې د نظم او قانون حالت په ښه کولو کې مهم رول لوبولی دی.

دراني وويل: "که موږ په ۲۰۱۶ کال کې د تروریستي پېښو شمېره موازنه د نورو کلونو سره وکړو، نو دا د ۲۰۱۵ کال او د ۲۰۱۴ کال په پرتله ډيره ښه ده." هغه زياته کړه، چې په دغه صوبه کې د ترورسيتي پيښو شميره په ۲۰۱۶ کال کې ۲۳۸ وه، په داسې حال کې چې دغه شميره په ۲۰۱۵ کال کې ۲۹۷ او په ۲۰۱۴ کال کې ۶۱۰ وه."

هغه وويل: "د شوکې د پېښو شميره هم په ۲۰۱۶ کال کې ۱۰۰ ته راښکته شوه، په داسې حال کې چې دغه شميره په ۲۰۱۴ کال کې ۳۴۴ او په ۲۰۱۵ کال کې ۱۷۸ وه."

پوځي عملياتو او د پوليسو اصلاحاتو کاميابۍ ترلاسه کړې

د سي ټي ډې د پوليسو انسپکټر جنرل صلاح الدين محسود په پېښور کې د پوليسو په مرکزي دفتر کې د جنورۍ په ۱۶مه په يو ميټنګ کې د نوي شميرو په اړه دراني ته معلومات ورکړل.

محسود، چې د دوو کالو راهیسې د سي ټي ډي مشرتوب کوي، وويل: "د چاودنو او د شوکې د پيښو نه علاوه، د پيسو لپاره د اغوا شمېره په ۲۰۱۴ کال کې د ۱۱۰ او په ۲۰۱۵ کال کې د ۵۳ په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې ۲۲ ته راښکته شوه."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "په فاټا کې د پاکستان د پوځ عملیات په خېبرپښتونخوا کې د قانون او نظم حالت باندې د پام وړ اثرات لري."

هغه وويل: "هلته کې د پوليسولپاره دوه بنيادي ستونزې وې: لومړۍ ستونزه، د هغه وسله والو نيول وو چې د عملياتو له کبله ښاري سیمو ته تښتيدلي دي، او دوهمه ستونزه، د هغوی د نفوذ مخنيوی کول وو."

د محسود له مخې، د خېبرپښتونخوا پوليسو په جون ۲۰۱۴ کال کې د ضرب عضب عمليات (په شمالي وزیرستان کې د پوځ عمليات) د پیلولو راهیسې، ۱،۱۹۵ سخت وسله وال نیولي دي.

هغه وويل: "د دې نه علاوه، ۱۲۱ تر ټولو مطلوب کسان چې حکومت د هغوی د سر د پيسو اعلان کړی وو هم ونيول شول." "په ټولیزه توګه د ترهګرۍ ۱،۱۹۲ پيښې په ګوته کړی شوې او عدالت ته واستولی شوې."

هغه وويل، په داسې حال کې چې د ترهګرۍ د ګواښونو په شمېر کې کموالی راغلی دی، پوليس او د قانون نافذ کونکي نورې ادارې چمتو دي چې د هر ډول تخريب کارۍ مخه ونيسي.

دراني وويل: "که چيرې دغه کسان د خیبر پښتونخوا پولیسو په چټکۍ سره نه وې نیولې، نو دوی به په صوبه کې تباهي رامنځته کړې وه."

هغه وويل، د دې نه علاوه، پوليسو د هغه جايداد د خاوندانو خلاف هم ګامونه پورته کړل کومو چې د نورو سیمو نه راتلونکي کرایه داران د نوي قانون مطابق راجسټر کړي نه دي. د دغه نوي قانون مقصد په ښارونو کې د وسله والو د پټيدو مخنيوی کول دي.

هغه وويل: "لکه څنګه چې ۲۲،۵۰۰ کيسونه د جايداد د هغه خاوندانو خلاف راجسټر شول کومو چې خپل کرایه داران راجسټر کړي نه وو او یا يې پولیسو ته د هغوی په هکله معلومات ورکړي نه وو."

د مکمل امن لپاره د مستقل کوششونو ضرورت دی

په پېښور کې ظفر الله خان، چې د ملي تروریزم سره د مبارزې ادارې پخوانې ملي کوارډينيټر دی او د پوليسو پخوانې انسپکټر جنرل دی، وويل چې په خېبرپښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې د تروريستي بريدونو شمېر کې په ټولیزه توګه کمې د حوصله افزايۍ وړ دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "په فاټا کې پوځي عملياتو او همدارنګه د پولیسو عملیاتو د نظم او قانون حالت په ښه کولو کې مهم رول لوبولی دی."

هغه وويل، بيا هم، په خېبرپښتونخوا او د هېواد په بیلابیلو برخو کې په بشپړه توګه د سولې لپاره نور کوششونه ضروري دي. هغه زياته کړه: "د قانون نافذ کونکو ادارو یو غوره کار تر سره کړی دی او پکار ده چې دوی د سولې په بشپړ ډول بحالولو پورې خپل کوششونو ته دوام ورکړي."

د خېبرپښتونخوا اوسيدونکو په ځانمرګي بریدونو، چاودنو، د راکټ حملو او نورو تروريستي پېښو کې د کمې دوجې سکون ترلاسه کړو.

د پېښور يونيورسټۍ يو سټوډنټ عبدل رحمن وويل: "يو وخت وو چې ته به د يوې چاودنې له امله د خوبه راپاسيدې او د خوب په وخت کې به دې د راکټونو اواز اوريدو."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل چې د پولیسو، پوځ، د قانون نافذ کونکو نورو ادارو کوششونو او د حکومت ارادې دا ممکنه کړه چې خلک د ژوند نه بيا خوند واخلي.

رحمن وويل، "په راتلونکي يو څو کلونو کې نور کار هم پکار دی." هغه د سکولونو او عام ځايونو په امنيت باندې زور ورکړو. حکومت ... له پکار ده چې خپل کوششونه په بشپړ ډول د معمول حالات بحالولو پورې جاري وساتي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500