جرم او انصاف

د خیبر پښتونخوا پولیس د نشه يي توکو او سود په وړاندې مبارزه کوي

جاويد خان لخوا

د خیبر پښتونخوا د پولیسو افسر په پېښور کې د جنورۍ په ۱۳مه په جومات کې خلکو ته د نشه يي توکو، هوايي ډزو او د سود پر ضد د پوهاوي کمپاين د يوې برخې په توګه خبري کوي. [جاويد خان]

د خیبر پښتونخوا د پولیسو افسر په پېښور کې د جنورۍ په ۱۳مه په جومات کې خلکو ته د نشه يي توکو، هوايي ډزو او د سود پر ضد د پوهاوي کمپاين د يوې برخې په توګه خبري کوي. [جاويد خان]

پېښور - د خیبر پښتونخوا پوليسو د هوايي ډزو، سود او نشه يې توکو د استعمال خلاف يو کمپاين شروع کړی دی، او د دې ټولنیز جرمونو سره د مبارزې لپاره د مشرانو د مرستې په لټه کې دي.

په پيښور کې د پولیسو د عملیاتو سپرنټنډنټ سجاد خان پاکستان فارورډ ته وويل، "ټول سټيشن هاوس افسران او سب ډويژنل پولیس افسران هره ورځ د هغه کسانو خلاف چاپې وهي کوم چې په نشه يي توکو، هوايي ډزو او د سود په کاروبار کې ښکيل دي."

هغه وويل، د پوليسو لوړ پوړي چارواکي د منتخب شوي استازو او مشرانو د دفترونو ليدنه کوي چې په هغوی کې پوهاوي رامنځته کړي او په ټولنه کې د جرمونو سره د مبارزې لپاره د هغوی مرسته ترلاسه کړي.

خان وويل: "د مشرانو سره د ميلاويدلو نه علاوه، افسران په لوی جوماتونو کې د جمعې د لمانځه نه مخکې د خلکو سره خبري کوي چې په دوی کې پوهاوي رامنځته کړي او د دغه جرمونو په وړاندې د هغوی مرسته ترلاسه کړي."

د خېبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل ناصر خان دراني وويل، په نورو ډسټرکټونو کې د پولیسو افسرانو هم د دغه جرمونو په وړاندې یو کمپاین شروع کړی دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د خلکو يو زيات شمېر د سرغړونو له امله نيولی شوي دي، په داسې حال کې چې د پوهاوي يو کمپاين هم روان دی." هغه زياته کړه، پولیس جوماتونو ته ځي او د مشرانو سره غونډې کوي چې د هغوی مرسته ترلاسه کړي."

په کمپاین کې د مشرانو مرسته

چارواکي وايي چې د دغه کمپاین ډيره زياته ستاينه شوې ده.

ګڼ شمېر ديني عالمانو له عبادت کوونکو څخه غوښتنه کړې ده چې د پوليسو سره د جنايتکارانو، ترهګرو او د هغه ټولو کسانو چې د ځمکې قانون خلاف ورزي کوي په نيولو کې همکاري وکړي.

د پېښور په خواوشا سیمه کې په یو جومات کې يو پيش امام، مولانا شهاب الرحمن وويل: "په پېښور او د هېواد په نورو برخو کې د تل پاتې سولې لپاره مشران، ناظمان، کونسلران او هر فرد بايد د پوليسو او نورو ځواکونو سره د جنايتکارانو او تروریستانو پر وړاندې مبارزه کې ملاتړ وکړي."

هغه وويل، والدين او د کورنۍ مشران بايد په خپلو ماشومانو نظر وساتي چې هغوی د نشه يي توکو استعمالولو نه ليري وساتي. هغه پاکستان فارورډ ته وويل، سربېره پر دې، "د جشن په موقع د ډزو [...] له کبله په هېواد کې په زرګونو خلک وژل شوي دي او باید د دې مخنيوی وکړل شي."

هغه وويل، سود، یا د سود لپاره قرض ورکول، په اسلام کې منع دی. د هغه کسانو سره دې سخت چلند وکړی شي کوم چې د ضرورت مند کسانو د سود په لوی شرح سره استحصال کوي.

هغه وويل: "دې عمل د زرګونو کورنيو ژوند برباد کړی دی، ځکه چې د قرض ورکونکو خلاف ګامونه پورته کولو لپاره څه قانون موجود نه وو."

ارباب وصال، چې په پېښور کې د بهادر کلي د ويلج کونسل ناظم دی، وويل: "پوليس د نشه يي توکو د خرڅونکو، د هغه کسانو چې هوايي ډزي [کوي] او هغه کسان چې ضرورت مند کسان د سود په ذريعه لوټ کوي په وړاندې ښه مبارزه کوي."

هغه وويل، منتخب استازي او مشران په بشپړه توګه د دې کسانو په وړاندې د کمپاين ملاتړ کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "هيڅوک د دې کارونو سره مرسته نه کوي کوم چې بيګناه خلک وژني او یا د هغوی ټوله امدني او مال لوټ کوي."

د سود اخيستونکو په نیولو کې تيزوالی راغلی دی

د پيښور ښار د پولیسو افسر محمد طاهر له مخې، پولیسو ۷۸ کسان ونيول او د هغوی خلاف یې ۶۵ کيسونه درج کړل کوم چې په تيرو درې مياشتو کې د سود په کاروبار کې ښکيل وو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د سود او نورو ټولنیزو جرمونو په وړاندې مبارزه د تیرو درې میاشتو راهیسې په زور او شور سره روانه ده."

هغه وويل، د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر او دسمبر ترمنځ، پوليسو د هغه خلکو خلاف ۴۴۵ کيسونه درج کړل کوم چې په هوايي ډزو کې لاس لرلو. هغه وويل: "د ټولنې مشران بوخت دي چې د دې عمل حوصله شکني وکړي. پخوا له دې امله يو شمير خلک وژل شوي دي."

هغه وويل: "په تیرو درې مياشتو کې، پوليسو د نشه يې توکو ۷۷۰ خرڅونکي ونيول او د ۴۷۸ کلوګرامه چرس، ۱۵ کلوګرامه هيروين او ۵۱ کلوګرامه افيم ترلاسه کولو نه وروسته یې د هغوی خلاف ۶۰۰ کيسونه درج کړل."

طاهر وويل چې پوليسو تېر کال په پېښور کې د لټون-او-ګوزار ۱۰۲۶ عملیات ترسره کړل، چې په هغې کې ۲۱۲۵ اشتهاري ملزمان ونیول شول. هغه زياته کړه، چې د نيولو کچه د ۲۰۱۵ کال په پرتله ٪۲۲ لوړه ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

Der kha kar dey monga darsara u

ځواب