تروريزم

کارپوهان وايي: ۲۰۱۶ کال د داعش د اختتام شروعات وو

په قاهره کې ولید ابو الخير لخوا

د داعش توان په ۲۰۱۶ کال کې د زوال سرہ مخامخ وو. د سوریې دیموکراتیک ځواکونو په نومبر کې د رقا ښار، لکه څنګه چې په دې تصوير کې ښودل شوی دی، د يوې ډلې نه بيرته ترلاسه کولو لپاره عمليات شروع کړل. [تصوير د الرقا لخوا، چې په خاموشۍ سره د زوال په لور ده]

د داعش توان په ۲۰۱۶ کال کې د زوال سرہ مخامخ وو. د سوریې دیموکراتیک ځواکونو په نومبر کې د رقا ښار، لکه څنګه چې په دې تصوير کې ښودل شوی دی، د يوې ډلې نه بيرته ترلاسه کولو لپاره عمليات شروع کړل. [تصوير د الرقا لخوا، چې په خاموشۍ سره د زوال په لور ده]

کارپوهانو ديارونا ته وويل، تير کال په سوريه او عراق کې د داعش زوال شروع شو. په نتيجه کې، دغه ډلې د خپل کنټرول لاندې ګڼ شمير سيمې او خپل زیات مشران له لاسه ورکړل.

د نوموړې ډلې زوال د دوو اخرنو لويو ښارونو، په سوريه کې الرقا او په عراق کې موصل، چې د دوی په کنټرول کې وو بيرته قبضه کولو لپاره د عملياتو پيلولو سره نور هم تيز شو.

د اکتوبر په ۱۷مه، د دوو کالو د تيارۍ او ټريننګ وروسته، د عراق ګډ ځواکونو عمليات شروع کړل چې موصل بيرته قبضه کړي او د دغه وخت راهیسې یې د ختيځ ښار لويه برخه قبضه کړې ده.

د نومبر په ۵ مه، د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (ايس ډي ايف) د فرات کمپاين ته ګوزار ورکړو چې د داعش نه رقا او نورې سيمي بېرته ترلاسه کړي.

د عملياتو لومړې پړاو د رقا په شاوخوا کې د ګڼ شمير کليو او فارمونو د آزادۍ سبب جوړ شو، او دوهم پړاو، چې د دسمبر په ۱۰مه شروع شو، تر اوسه پورې جاري دی.

د دغه عملیاتو مقصد الرقا ښار قبضه کول او په دې کې دننه د داعش محاصره کول دي.

نړیوال اتحاد د داعش خلاف مبارزه کې د عراقي ځواکونو او ايس ډي ايف سره د هوايي حملو مرسته کوي.

د ترهګرۍ ډلې يو متخصص او د مصر د پوځ يو ريټايرډ افسر ميجر جنرل وايل عبدل مطلب ديارونا ته وويل، ۲۰۱۶ کال د داعش په وړاندې د شديد نړیوال هوايي بريدونو کال وو."

اتحاد په سوریه کې په ځمکه باندې د ايس ډي ايف جنګياليو سره په ۲۰۱۶ کال کې منبج، او په ۲۰۱۵ کال کې کوباني او تل ابیاد ښارونو آزادولو کې مرسته وکړه.

د فرات ډال عملیاتو په دریيم پړاو کې د سوریې د آزادۍ پوځ (ايف ايس ای) ډلو د ترکي په ملاتړ د اکتوبر په ۱۶مه په شمالي حلب ښار کې د داعش نه کلي او ښارونو قبضه کړل، چې په دې کې د دابق سمبولیک ښار هم شامل دی.

ايف ايس ای ځواکونو هم د اګست په ۲۴مه د جرابلس ستراتیژیکي ښار بيرته قبضه کړو.

عبدل مطلب وايي، منبج او جرابلس له لاسه ورکولو "داعش په سوریه کې دننه او بهر په آزادۍ سره د تګ راتګ نه محرومه کړو." هغه زياته کړه چې دغه ښارونو د دوی لپاره د سمګل شوي تیلو او سوداګرۍ او د نورو سيمو سره تعلق ساتلو لپاره د مرکزونو او د يوې اهم لارې په توګه کار کوو.

په عراق کې، داعش د عراقي پوځ او پيش مرګه ځواکونو په لاس د زيان سره مخامخ وو. دغه ځواکونو په تکریت، سنجار، رمادي او فلوجه ښارونو باندې بيرته قبضه وکړه.

د داعش مالي سرچینو ته ګوزار ورکول

په قاهره يونيورسټۍ کې د نړيوال اقتصاد يو پروفيسر ناصر السيوطي وويل، ۲۰۱۶ کال د "داعش لپاره د مالي مرستو په توګه يو ناوړه کال وو، ځکه چې د اتحادي ځواکونو بمباریو دا توان لرلو چې د دې ډلې د سپلايۍ هغه لارې تباه کړي کومې چې به دې ډلې د تېلو او نورو غلا شوي موادو د خرڅولو لپاره استعمالولې."

هغه ديارونا ته وويل، په نتيجه کې یې هر ډول تجارت چې دا ډلي په کې بوخت وې په ځای ودريدو. په دې کې د زرعي فصلونو، کاټن او نوادراتو خرڅول هم شامل وو.

داعش په سیمه کې د کوهيانو نه د خام تیلو د سمګلنک په ذريعه د خپل عملياتو سره مالي مرسته وکړه. په دې کې د موصل جنوب ته القیاره، چې په عراق کې د تیلو پخوانې او تر ټولو مهم کوهې دی، ښار شامل دی.

داعش د اګست په ۲۵مه د القیاره ښار نه ويستلې شو. داعش په عراق کې خپل اخرنې او د تيلو تر ټولو مهمه سيمه له لاسه ورکړه.

السيوطي وويل: "نړیوال اتحاد هم توان لرو چې د مالي مرستې په اړه امنيت ته وده ورکړي، چې په نتیجه کې د هغه مالي امداد ختمولو سبب جوړ شو کوم چې به دې ډلې د بهر نه ترلاسه کوو."

راپورونو څرګنده کړه چې د دغه مالي فنډونو زيان د دغه ډلې په مالي توان باندې يو رښتينی اثر لري. دا ډله يې په دې مجبوره کړه چې د خپلو جنګياليو تنخواګاني نيمي کړي.

هغه وويل، له دې کبله، يو شمير وسله وال د سوریې او عراق نه بهر ته وتښتيدل او يا هغه سيمو ته لاړل کومې چې د داعش د کنترول د لاندې نه دي.

هغه زياته کړه: "مالي امدادونه د ټولو اغېزمنې ذريعي وې چې دې ګروپ به د ﺟﻨګياﻟﻴﺎﻧﻮ بهرتي کولو لپاره استعمالولې. اوس د ﺟﻨګياﻟﻴﺎﻧﻮ جريان په ټپه ولاړ دی."

د لومړۍ کرښې کمانډران له لاسه ورکول

په ۲۰۱۶ کال کې د يوشمير ستراتیژیکي ښارونو او د تیلو د سمګلنګ لارو له لاسه ورکولو نه علاوه، داعش په ثابت ډول لوړ پوړي مشران چې په خپلو پلويانو باندې یې ډير اثر لرلو له لاسه ورکوي.

د سوریې یوخبریال محمد العبدالله چې په قاهره کې ژوند کوي، وويل: "دې ډلې په ۲۰۱۶ کال کې د لومړۍ کرښې کمانډران له لاسه ورکړل، چې د دې په لیکو کې يې سخت کړکېچ پيدا کړو او په ميدان جنګ کې د ډله ييزو او انفرادي تښتېدو سبب جوړ شو."

هغه ديارونا ته وويل، د داعش عناصر هم د القاعدې پخوانې ګروپ النصره فرنټ (ای اين ايف)، چې اوس د فتح الشام فرنټ په نامه ياديږي، سره يو ځای شول.

پنتاګون د سپتمبر په ۱۲مه تايید وکړو چې اتحادي ځواکونو لوړ پوړي مشران په نښه کړل، چې په دوی کې د داعش وياند ابو محمد العداني، چې اصلي نوم يې طاها سوبهي فلاحه دی، شامل دی. هغه په شمالي سوریه کې د اګست په ۳۰مه ووژل شو.

العبدالله وویل، العداني "د ابو بکر البغدادي نه وروسته د دغه ډلې دوهم مشر وو."

په جولای کې، دې ډلې د عراق په الشرقه ښار کې د لوړ پوړو کمانډر ابو عمر الشيشاني چې اصلي نوم يې ترکان باټيراشويلي وو د مرګ تايد وکړو. الشيشاني به د عراق او د سوریه تر منځ بار بار تګ راتګ کوو.

پنتاګون د دسمبر په ۱۰مه په يو بيان کې وويل، د نومبر په مياشت کې په الرقا ښار کې اتحادي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې د تونس بوبکر الحکيم هم ووژلو. بو بکر الحکيم د داعش "يو مهم غړی وو چې په پراخه توګه په تاريخي او اوسني سهولتونو برابرولو او بهرني عملیاتو کې یې لاس لرلو."

العبدالله وويل: د داعش "د اطلاعاتو وزير" وايل الفياض، چې د ابو محمد الفرقان په نامه هم یادیږي، د سپتمبر په ۷ مه په هوايي بريد کې ووژل شو. په همدې ډول، سمیع محمد الجبوري، د دې ډلې د تېلو د عملیاتو رسمي مشر، په اګست کې د عراق او سوریې پولې ته نږدې په القيم سيمه کې ووژل شو.

هغه زياته کړه چې د حلب په کليواله سيمه کې، تشرين ته نږدې، کردي ځواکونو توان لرلو چې د جولای په مياشت کې "د داعش امیر ابو فراس سفراني ووژني."

العبدالله وويل، د نومبر په مياشت کې په الرقا کې په يو بريد کې ابو محمد البنياسي ووژل شو. هغه د موټر بمونو انچارج وو. همدا ډول ايس ډي ايف د جون په مياشت کې په منبج کې په يو بريد کې د القاعدې يو امير اسامه التونسي ووژلو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500