اقتصاد

ازبکستان او پاکستان هیله لري چې د افراطیت سره مقابله وکړي او سوداګرۍ ته وده ورکړي

ماکسيم يې نيسيوف لخوا

يو ډریور په ۲۰۱۵ کال کې په تورخم بارډر باندې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ لاره ده يو پاکستاني چارواکي ته خپل اسناد ورکوي. ازبکستان په تورخم بارډر باندې د ازبکستاني کارګو اسناد په چټکۍ سره د پروسس کولو هيله لري. [دا ای ډي بي تصویر د ماکسيم يې نيسيوف څخه ترلاسه کړې شو]

يو ډریور په ۲۰۱۵ کال کې په تورخم بارډر باندې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ لاره ده يو پاکستاني چارواکي ته خپل اسناد ورکوي. ازبکستان په تورخم بارډر باندې د ازبکستاني کارګو اسناد په چټکۍ سره د پروسس کولو هيله لري. [دا ای ډي بي تصویر د ماکسيم يې نيسيوف څخه ترلاسه کړې شو]

تاشکند -- دواړو حکومتونو وويل، ازبکستان او پاکستان موافقه وکړه چې په يو شمير برخو کې د افراطیت سره مبارزه کولو او د سوداګرۍ حجم زیاتولو په ګډون له يو بل سره همکاري وکړي.

د پاکستان صدر ممنون حسین په اسلام اباد کې د دسمبر په ۲۳مه د ازبکستاني چاروکو سره د ازبکستان ډپټي وزير اعظم اولګبک روزکولف په ګډون په يوه غونډه کې وويل، دواړه هېوادونه به د افراطیت ختمولو لپاره په ګډه کار کوي.

د پاکستان د حکومت د يو بيان له مخې، حسین وويل، د پاکستان خلکو او پوځ "د تروریزم د چيلنجونو سره مقابله کړې ده، او په نتيجه کې يې د دهشت ګردۍ ګواښ ډیر کم کړې دی."

د دغې بيان له مخې، حسین وويل، پاکستان او ازبکستان د عقيدې، کلتور او جغرافیه په توګه له يو بل سره اړيکي لري.

د ازبکستان ډپټي وزير اعظم اولګبک روزکولف (کيڼ طرف ته) او د پاکستان وزير اعظم ميا محمد نواز شريف د دسمبر په ۲۳مه په اسلام آباد کې خبري کوي. [د پاکستان د حکومت تصوير د ماکسيم يې نيسيوف لخوا ترلاسه کړی شو]

د ازبکستان ډپټي وزير اعظم اولګبک روزکولف (کيڼ طرف ته) او د پاکستان وزير اعظم ميا محمد نواز شريف د دسمبر په ۲۳مه په اسلام آباد کې خبري کوي. [د پاکستان د حکومت تصوير د ماکسيم يې نيسيوف لخوا ترلاسه کړی شو]

په امنيت کې د نورې همکاري کولو لپاره د دوی د پلانونو تفصيلات دستياب نه دي.

ګډ امنیتي اندېښنې

که څه هم دا هېوادونه یوه ګډه پوله نه لري، خو دوی د تروریزم او افراطیت په اړه شریکي اندیښنې لري.

د ازبکستان اسلامي غورځنګ (آی ايم يو)، چې ازبک وسله والو په ۱۹۹۰ کال کې جوړ کړی وو، په افغانستان او پاکستان کې فعالیت کوي، که څه هم په تېرو دوو کلونو کې دا په دواړو هېوادونو کې ډېر کمزوری شوی دی.

په تاشکند کې د سیاسي چارو يو کارپوه اميد اساتلايوف کاراوان سرايې ته وويل، "شمالي وزيرستان د ډیرو کلونو لپاره د ازبکستان اسلامي غورځنګ وسله والو ته پناہ ورکړې ده." "هلته کې به دوی د ترهګرۍ بريدونو پلانونه جوړول او له دغه ځای نه به يې په افغانستان کې بريدونه ترسره کول."

د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د تحریک طالبان پاکستان وسله والو، چې دواړه د القاعدې سره اړيکي لري، په ۲۰۱۴ کال کې د جون په ۸ مه په کراچۍ کې په جناح انټرنيشنل ایرپورټ باندې يو وژونکې ګډ بريد وکړو.

د بريد نه په وروسته هفته کې، د پاکستان پوځ د افغانستان سرحد ته نږدې په قبايلي سيمو کې د وسله والو په پټنځایونو باندې هوایي بریدونه ترسره کړل، چې په لسګونو ازبک، افغان او پاکستانیان وسله وال په کې ووژل شول.

ځايي ميډيا راپور ورکړو چې په دغه کمپاين کې د جون په ۱۵مه په شمالي وزیرستان کې د بهرنيو وسله والو په اتو پټنځایونو باندې په پراخه کچه هوايي بمباري وشوله، چې په نتيجه کې یې لږ تر لږه ۱۰۵ وسله وال ووژل شول۔ په دغه کسانو کې اکثریت د ازبکو وو۔ په دې کې هغه کسان هم شامل وو کوم چې په ایرپورټ باندې په بريد کې لاس لرلو۔

د پوځي سرچينو له مخې، په دغه عملياتو کې د ازبکستان یو مهم کمانډر او ماسټر ماينډ، ابو عبدالرحمن رحمان الماني، ووژل شو.

په همدې ورځ، د پاکستان پوځ ضرب عضب عمليات، چې په قبایلي سیمو کې د اورپکۍ په وړاندې جامع عمليات دي، پيل کړل او تر اوسه پورې دوام لري.

اساتلايوف وويل: "د پاکستان وسله وال ځواکونو او د قانون نافذ کونکو د ضرب عضب عملیاتو په ترڅ کې په پاکستان کې [د ازبکستان اسلامي غورځنګ] ختم کړو۔"

د پولې نه اخوا په افغانستان کې د ازبکستان اسلامي غورځنګ په نومبر ۲۰۱۵ کال کې د وسله والو ترمنځ د جګړې له امله تقريباً ختم شو.

افغان طالبان په دې غوسه وو چې پخواني ملګري یې د حریف داعش سره یو ځای شو او له دې کبله یې په زابل صوبه کې د ازبکستان اسلامي غورځنګ محاصره وکړه او په جګړه کې يې وځپلو. د آی ايم يو د شکست راهیسې، د ازبکستان اسلامي غورځنګ د هغه وخت مشر عثمان غازي په اړه پته نه ده لګيدلې او نه د ازبکستان اسلامي غورځنګ په افغانستان کې د تروريزم يو عنصر دی.

پاکستان د ازبکستان سره زيات تجارت کول غواړي

د دواړو هېوادونو د ګټې لپاره د سوداګرۍ اړیکي لوړول اهميت لري.

د دسمبر په ۲۳مه د روزکولف سره په خبرو کې، حسین د ازبکستان سره په انرژۍ، بشري منابعو او نورو اقتصادي برخو کې د پاکستان د لیوالتیا باندې زور ورکړو.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیر خان ته په اسلام اباد کې روزکولف ته یوه ورځ مخکې وویل، د پاکستان او ازبکستان تر منځ د "د سوداګرۍ قوي امکان" موجود دی.

د يو پريس بيان له مخې، هغه وويل: "پاکستان او ازبکستان باید په زرعي، فارماسیوټیکل، ټیکسټایل او د لوبو په توکو کې سرمایه کاري وکړي."

په دغه بيان کې ويلی شوي، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ حجم په ۲۰۱۴-۱۵ کال کې د ۳ میلیونه ډالرو په پرتله په ۲۰۱۵- ۱۶ کې ۳.۹ ميليونه ډالره وو.

اساتلايوف وويل: "دا ډول شميره د داسې لويو هېوادونو لپاره ډيره کمه ده." "په ۲۰۱۵ کال کې د دې په پرتله د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۴۴۵.۵ ميليونه امريکايې ډالره وو. له همدې امله، چارواکي کوشش کوي چې موجوده ستونزې حل کړي او د سوداګرۍ دوستانه چاپیریال رامنځته کړي."

خان د دسمبر په ۲۲ مه په کنفرانس کې وويل، "خنډونه او چيلنجونه شته، خو موږ باید په ګډه کار وکړو چې دا خنډونه لېري کړو او سوداګري اسانه کړو." هغه زياته کړه، هغه يو څو ستونزې چې د سوداګرۍ په ترقۍ کې خنډ دی، په هغې کې د کارګو د ډايريکټ لينکونو او د ځمکې خوندي او ډايريکټ لارو نشتوالی او ګن شمير قانوني خنډونه شامل دي.

جنګ ځپلی افغانستان او غريز تاجکستان د ازبکستان او پاکستان ترمنځ دی.

همکارۍ ته د ودې ورکولو لپاره مشترکه پراجيکټونه

د پاکستاني مشرانو سره د روزکولف خبرو دا څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ تجارت زياتولو لپاره کوششونه وکړی شي. د دواړو هيوادونو ابادي شاوخوا ۲۱۰ ميليونه ده.

د ايکسپريس ټريبيون له مخې، په دغه وزټ کې، د ازسانوا ټيکس پورټ چارواکي -- د انجنيرۍ او کيمياوي توکو د برامداتو کارپوريشن -- او کاسب ګروپ - يو پاکستانی فرم - د پاک-ازبک ټريډ هاوس جوړلو لپاره په يوه معاهدې باندې دستخط وکړو.

پاډروبنو از په دغه وخت کې راپور ورکړو، چې د دې ادارې موخه دا ده چې پاکستان ته د ازبکستاني کاټن او د غنمو ريبلو سامان برامدات اسان کړي.

ايکسپريس ټريبيون خبر ورکړ چې په افغانستان کې د سړک په ذريعه د ازبکستاني فارم سامان رسول به د سوداګرۍ شریکان مجبوره کړي چې په تورخم بارډر د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله باندې د "سرکاري قوانينو" سره مخامخ شي. ايکسپريس ټريبيون دا هم نوټ کړه چې کارګو ته زيات نه زيات درې هفتې پکار وي چې په تورخم بارډر باندې کليرنس ترلاسه کړي.

د پاکستان د ريلوی وزير خواجه سعد رفیق په پاکستان کې د ازبکستان سفير فرکت سيديکوف ته د دسمبر په نیمايي کې وويل، "پاکستان او ازبکستان له پکار ده چې د ريلوی او فضايې رابطو جوړولو باندې تمرکز وکړي."

رفیق وويل، يو امکان دا وو چې د پاکستان د کراچۍ نه د افغانستان جلال اباد ته د ريلوی پټلۍ جوړه کړي، که څه هم په پاکستان کې د پيښور مغرب طرف ته د افغانستان په سيمه کې د ريلوی پټلۍ نشته.

د ازبکستان لخوا جوړه شوې پټلۍ له مخکې نه ازبکستان د افغانستان د مزار شریف سره لينک کوي. که چيرې د افغانستان امنيتي اداره اجازت ورکړي، نو مزار شریف سره جلال آباد لينک کول به د وسطي ايشيا او جنوب ایشيا ترمنځ ترټولو لنډه د ريلوی پټلۍ رامنځته کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ښه مقاله ده، خو د "افراطیت سره جګړې" لپاره نور هم ډير کار پکار دی. دواړو هېوادونو له پکار ده چې د دې په اړه يوه پراخه تګلاره اختيار کړي، چې زياتره په پراخه کچه د بشري حقونو د خلاف ورزۍ سبب جوړيږي.

ځواب