زغم

پاکستان د ادب له لارې د دهشت ګردۍ سره مبارزه کوي

آمنه ناصر جمال لخوا

د پاکستان وزير اعظم ميا محمد نواز شريف (ښي طرف ته) په اسلام اباد کې د جنورۍ په ۵ مه عرفان صديقي ته، چې د ملي تاريخ او ادبي ميراث لپاره د هغه سلاکار دی، ادبي ايوارډ ورکوي. [آمنه ناصر جمال لخوا]

د پاکستان وزير اعظم ميا محمد نواز شريف (ښي طرف ته) په اسلام اباد کې د جنورۍ په ۵ مه عرفان صديقي ته، چې د ملي تاريخ او ادبي ميراث لپاره د هغه سلاکار دی، ادبي ايوارډ ورکوي. [آمنه ناصر جمال لخوا]

اسلام اباد -- وزير اعظم ميا محمد نواز شريف په تېره هفته کې وويل، پاکستان د پوځي ضرب عضب عملیاتو له لارې د ترهګرو د ملا تیر مات کړی دی، او اوس هيواد ته د ضرب قلم عملیاتو ضرورت دی چې امن او زغم خپور کړي.

پوځ په شمالي وزیرستان کې د جون د ۲۰۱۴ کال راهیسې ضرب عضب عمليات ترسره کوي.

نواز شريف د جنورۍ په ۵ مه د ژبې، ادب او ټولنې نړیوال کنفرانس کې، چې د پاکستان اکاډمي آف لټرز منعقد کړی وو، وويل، "د ضرب عضب عملياتو په شان، د ضرب قلم عملياتو ډیر ضرورت دی."

کلتوري کسان په دهشت ګردۍ ختمولو کې رول لري

هغه وويل: "زه باور لرم چې ليکوالان، شاعران او دانشوران په تروریزم له منځه وړلو کې مهم رول لري." "د ادب ترقي په ټولنه کې اتفاق او امن رامنځته کولی شي او د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د افراطي ستراتيژۍ سره د مبارزې په توګه کار کولی شي."

د ۱،۰۰۰ نه زیات ادبي کسانو، عالمانو، د يونيورسټۍ استادانو، زده کوونکو او د ژوند د هرې طبقې خلکو چې د ادب سره يې مينه لرله په اسلام اباد کې د ۵ مې جنورۍ نه ۸ مې جنورۍ پورې په دغه کانفرنس کې ګډون وکړو.

په پاکستان کې د ټولو صوبو او سيمو د استازو نه علاوه، په دې کانفرنس کې د افغانستان، اسپانیا، سنګاپور، مالديف، فنلنډ، اذربايجان، عمان، نیپال، لبنان، ازبکستان، ترکي، جرمني او نورو مختلفو هيوادونو دانشورانو، شاعرانو او لیکوالانو ګډون وکړو.

نواز شريف وويل: "د ادب ژبه اسانه او موثره لاره ده چې سخت نه سخت پيغام د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په ګډون خلکو ته ورسوي." هغه د لیکلې شوي الفاظو اهميت په ګوته کړو، کوم چې په خلکو کې، په ځانګړي توګه په ځوانانو کې مثبت اثرات رامنځته کولی شي."

د ليکوالو لپاره مالي مرسته لوړول

د وزير اعظم د پوهنې وزارت ملي تاریخ او ادبي ميراث ډويژن (قومي تحريک و ادبي ورثه) او د فنکارانو، ليکوالو او دانشورانو لپاره د ۵۰۰ ميليونو روپو ( ۴.۸ ميليونو امريکايې ډالرو) ضرب قلم انډومنټ فنډ اعلان وکړو.

برسېره پر دې، هغه د ۱ ميليونو روپو (۹،۵۴۲ امريکايې ډالرو) انتظار حسين ايوارډ جوړولو او د ليکوالو او دانشورانو لپاره د زيات کلني ګټو او ايوارډونو اعلان وکړو.

نواز شريف وويل: "لیکوالان، شاعران او دانشوران بايد په تروریزم ختمولو او امن لوړولو کې يو مهم رول ولوبوي." "د افراطیت د ذهنیت، چې په هېواد کې په پراخه توګه موجود دی، نه خلاصي ترلاسه کولو ضرورت دی."

د عدم برداشت سره مقابله کول

نواز شریف وویل، په ټولنه کې د بې رحمۍ او عدم برداشت ماده موجود ده. "موږ دا خبره هېره کړې ده چې څنګه د يو بل سره د مینې، ديانت دارۍ، رحم او همدردۍ په اړه خبرې وکړو."

هغه وويل، ادبي ادارې د دغه چيلنجونو سره مبارزه کولو کې يو مهم رول لوبولی شي، او حکومت کوشش کوي چې داسې ادارې بېرته راژوندۍ کړي.

عرفان صديقي، چې د ملي تاريخ او ادبي ميراث په اړه د وزير اعظم سلاکار دی، وويل، د ۲۰۱۷ کال د ضرب قلم کال په توګه بللی شوی دی "چې د هېواد ښه اميج په ګوته کړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "دا کوششونه به نه یوازې په ټول هېواد کې په خلکو کې د ادب تفاهم رامنځته کړي، بلکې دا به د [پاکستان] شتمن ادبي میراث او د هغوی میراث ساتلو اهميت په اړه د خلکو د تعليم له لارې په ټولنه کې د افراطیت او تروریزم سره مبارزه کې مرسته وکړي."

حکومت هم پلان لري چې د هغه لیکوالانو سره مرسته وکړي کوم چې د سرچينو د نشتوالي له کبله خپل کارونه شايع کولی نه شي. صديقي وويل: "د ټرانسکرپټ تجزيه کولو لپاره به يوه کميټي جوړه شي چې فيصله وکړي چې ایا دا د حکومت په مالي مرسته چاپ کړي."

هغه وويل، اوس صحيح وخت دی چې د ښه ادب ليکلو او د ملي اتلانو د کاميابو په اړه د زده کړې له لارې د ځوان نسل په فکري روغتيا باندې تمرکز وکړی شي.

هغه وويل: "قومونه صرف د تعليم او ادب په ترقۍ سره پرمختګ کولی شي."

څارونکي د دې اقدامونو ستاینه وکړه

ليکوالو او د ادبي حلقو نورو ګډون کوونکو د دې اقدامونو او د فن د توان چې د ترهګرۍ باندې قابو ومومي ستاينه وکړه.

ليکوال مستنصر حسین تارډ پاکستان فارورډ ته وويل، ادب د تروریزم نفسياتي جګړې سره مبارزه کولی شي.

هغه وويل: "موږ د دې خبرې ضمانت ورکولی شو چې د ماشومانو بل نسل به [د ترهګرۍ] په عذاب کې مبتلا نه شي." "دا مهمه ده چې موږ ليکوالان دغه خبره يقيني کړو."

ژورنالست او شاعر اوريا مقبول جان د ادب شفايې طاقت په اړه د تارډ سره موافقه وکړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ بايد د بشري اقدارو او ادب عزت وکړو." "ادب او کلتور په دې برخه کې د پام وړ رول لوبولی شي."

هغه وويل، ضرب قلم عمليات حوصله افزايي برابروي او غير فعاله ادارې بيا راژوندۍ کوي. هغه وويل: "فن کاران او لیکوالان، که د هغوی حوصله افزايي وکړی شوه، د ترهګرۍ ځپلې شوي کسانو سره مرسته کولو لپاره يوه لاره په ګوته کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500