سپورټس

د فاټا اوسيدونکي د سولې د رامنځته کېدو وروسته د لوبو نه خوند اخلي

اشفاق يوسفزۍ لخوا

د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا (چې په مخکې جیب کې يې دسمال دی) د دسمبر په ۲۱مه د خيبر ايجنسۍ په خيبر پيس ګيمز-۲۰۱۶ کې ګټونکی ټيم ته انعام ورکوي. [د خیبر پښتونخوا د ګورنر هاوس نه په مننې]

د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا (چې په مخکې جیب کې يې دسمال دی) د دسمبر په ۲۱مه د خيبر ايجنسۍ په خيبر پيس ګيمز-۲۰۱۶ کې ګټونکی ټيم ته انعام ورکوي. [د خیبر پښتونخوا د ګورنر هاوس نه په مننې]

پېښور - د فاټا اوسيدونکي د لوبو د سرګرمیو نه خوند اخلي وروسته له هغې چې پوځي عملياتو دغه سيمه د طالبانو نه پاکه کړه او امن يې رامنځته کړو.

۲۰ کلن رفيق احمد، چې د والي بال لوبغاړی او په خيبر ايجنسۍ کې د جمرود تحصیل اوسيدونکی دی، وایي: "پخوا زمانه کی، زموږ خلک د طالبانو سره يوځای شول ځکه چې دوی د لوبو او تفريحي سرګرمۍ نه لرلې. "اوس به دوی [ لوبي] کوي او په ښه سرګرمو کې به بوخت پاتې شي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "خلک زموږ په سيمه کې د سټيډيم په جوړولو باندې ډير زيات خوشحاله دي." هغه هغې يو مرکز ته اشاره وکړه کوم چې د خيبر ايجنسۍ په لنډي کوتل کې جوړ شوی دی.

هغه وويل: "زموږ خوب رښتيا شوی دی چې موږ به د دې جوګه شو چې په خپله سيمه کې هر ډول لوبه وکړو." "پخوا به مونږ په ټورنمينټونو کې د برخه اخيستلو لپاره پېښور ته سفر کولو."

هغه زياته کړه: "موږ ته د لوبو ضرورت دی چې د تروریزم نه خلاصی ترلاسه کړو."

د لوبو په ذريعه افراطيت ته ماتې ورکول

د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا د دسمبر په ۲۱ مه په سټيډيم کې وويل، ځوانان د پاکستان د مستقبل معماران دي او د هغوی مناسب تعليم او ټريننګ ضروری دی.

هغه د خیبر پيس ګيمز-۲۰۱۶ ګډنوالو ته خطاب کولو.

يو بيان د ګورنر د خولې څرګندوي: "د خيبر پيس ګيمز-۲۰۱۶ انتظام کول يو ښايسته پرمختګ دی. دا څرګندوي چې تشدد د تېر وخت يوه کيسه پاتي شوې ده." "لوبې مهم دي چې ځوانان په ښه سرګرمو کې بوخت کړي او دهشت ګردۍ که په هر يو شکل کې وي ته ماتې ورکړي."

ګورنر، چې د هغه په ترجيحاتو کې فاټا شامله ده، پوليټيکل ايډمنسټريشن ته هدايات جاري کړل چې لوبو ته وده ورکړي او ژمنه يې وکړه چې د فاټا په ټولو اوو ډسټرکټونو کې د لوبو لپاره مالي مرستې برابر کړي.

هغه وويل تر اوسه پورې ځايي حکومت ۱ میلیارده روپۍ (۱۰ مليونه امريکايي ډالره) لګوي چې په فاټا کې د لوبو مرکزونه جوړ کړي.

په نومبر کې د پوځ لوی مشر جنرل راحیل شریف د کرکټر شاهد افريدي سره په خيبر ايجنسۍ کې د يو نوې کرکټ سټيډيم پرانسته وکړه.

شریف په دغه غونډه کې ګډونوالو ته وويل، "دا يو ستر او پر وخت ګام دی چې ځوانان د وسله والو په لاس ورتلو نه خوندي وساتي." "موږ توان لرلو چې د پوځي عملياتو د وجې وسله وال د سيمې نه وباسو، او اوس موږ باید د خلکو د پرمختيا لپاره يو ښه چاپېريال رامنځته کړو."

افریدي په دغه پروګرام کې وويل، "دا زموږ لومړی کار دی چې نور ډير د لوبو مرکزونه جوړ کړو او د لوبو په ذريعه تشدد ته ماتې ورکړو."

د فاټا لپاره امن او پرمختګ

د خيبر ايجنسۍ ۱۶ کلن قيصر افريدي، چې په ملي لوبو-۲۰۱۶ کې يې د سرو زرو مډل تر لاسه کړو، وویل: "موږ د اورپکۍ ځپلې شوي سيمي د پرمختګ او سوکالۍ لپاره په لوبو کې ډيره زياته دلچسپي لرو." د غه لوبې په تير شوي اکتوبر کې په لاهور او فیصل آباد کې رامنځته شوي وې.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "ډيره زیاته اورپکي د لوبو او تفريحي سرګرمو په لاره کې لوی خنډ دی، خو د پاکستان پوځ د سيمې پاکولو خپل کار وکړو." "اوس دا زموږ کار دی چې ښه سرګرمۍ شروع کړو."

د فاټا د اولمپک ټولنې صدر شاهد شينواري د امن په بيرته راتلو او د لوبو د پرمختګ لپاره د حکومت په پاملرنې باندې خپله خوشحالي څرګنده کړه.

هغه وويل، په تېرو اتو کلونو کې، د طالبانو د موجودګۍ مطلب دا دی چې په قبايلي سيمو کې د لوبو ډېري لږي سرګرمۍ وې.

هغه وويل، د طالبانو د لوبو په پروګرامونو او سکولونو حملو خلک ويرول چې دوی په لوی غونډو کې ګډون وکړي.

هغه وويل، اوس عام خلک هم ليوال دي چې په لوبو کې د امن د وجې شرکت وکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "تېر کال په قبايلي سيمو کې د لوبو د سرګرمو لپاره ډير ښه وو." "موږ د ټورنامينټونو انعقاد کوو چې خلک په کې په فعاله توګه ګډون کوي."

هغه وويل: "موږ د پوځ ستاينه کوو ځکه چی دوی زمونږ خلکو ته د لوبو سرګرمۍ برابر کړې."

''لوبي جاري دي'

محمد جبار، چې په باجوړ ايجنسۍ کې د لوبو د ترقۍ لپاره کار کوي ، یادونه وکړه چې څنګه هغه او نورو پرمخ بیوونکو په اګست کې د کرکټ د ټورنامنټ انتظام وکړو.

هغه وويل، د ۱۰،۰۰ څخه زیات لیدونکو په پنځه ورځني اوږد پروګرام کې شرکت وکړو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "درې کاله وړاندې، ځوانان به په خپلو کورونو کې محدود وو او سټيډيمونه ويران وو." "هغه ورځي تلي دي چې کله اورپکۍ په فاټا کې د اور په شان رامنځته شوه. اوس هر قسمه لوبې جاري دي."

د فاټا د لوبو ډايريکټر ایاز خان وايي، د پاکستان حکومت د خيبر ايجنسۍ په شاه کس سيمه کې د يو سټيډيم جوړولو منظوري کړې ده. په دغه سټيډيم کې به د ټولو ډسټرکټونو تر منځ د ټورنمنټونو انعقاد کولی شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د لامبو حوض، جمنازيوم، ټيبل ټينس او د مارشل آرټس سهولتونو نه علاوه، دا به د کرکټ، فوټبال، والي بال، باسکټ بال، سکواش، ټينس، بيډمنټن او هاکۍ لپاره هم سهولتونه برابر کړي. "نوموړي زياته کړه، چې دا نوي سهولتونه به د هلکانو لپاره يو هاسټل (د استوګني ځای)، جومات، کفیټریا او د ميډيا مرکز لري.

هغه وويل، فاټا په ټولو برخو کې د نړیوال معیار لوبغاړي پيدا کړي دي. په جون کې، ۱۰،۰۰۰ لوبغاړو د لوبو په يو پروګرام کې شرکت وکړو. د دغې پروګرام انعقاد د فاټا سپورټس ډايريکټوريټ کړی وو.

هغه وويل، چې په ښه سرګرمیو کې د ځوانانو بوخت کولو لپاره، فاټا يوه پالیسي جوړه کړه چې په هره يوه تعليمي اداره کې د پرايمري سکول په ګډون د لوبو ميدانونه برابر کړي.

کرکټر محمود خان وويل، هغه په دې وروستيو کې د بنو، چیرته چې پوځ د لوبو ميدانونه جوړ کړي دي، نه جنوبي وزیرستان ته راغی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ ډېر خوشحاله يو چې په خپلو سیمو کې لوبې کوو." "د طالبانو په وړاندې د پوځي عملياتو نه مخکې، لوبه کول ناممکنه وه ځکه چې دوی دا د اسلام خلاف يوه خبره ګڼله."

هغه وويل، د سيمې نه د وسله والو د شړلو نه وروسته، خلک د پوځ ډيره ستاینه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500