ساينس ـ ټکنالوژي

خېبرپښتونخوا د امن په وخت کې د اثار قديمه سروی ترسره کوي

محمد شکيل لخوا

په خيبر ايجنسۍ کې د دسمبر په مياشت کې په يو کانړې باندې ډيره پخوانۍ نقاشي ښودل شوې ده. د اثار قديمه ماهرينو د يوې سروې په دوران کې ۳۰،۰۰۰ کاله زړه نقاشي په دې وروستيو کې ترلاسه کړه. [د خېبرپښتونخوا د اثاره قديمه ډايريکټريټ]

په خيبر ايجنسۍ کې د دسمبر په مياشت کې په يو کانړې باندې ډيره پخوانۍ نقاشي ښودل شوې ده. د اثار قديمه ماهرينو د يوې سروې په دوران کې ۳۰،۰۰۰ کاله زړه نقاشي په دې وروستيو کې ترلاسه کړه. [د خېبرپښتونخوا د اثاره قديمه ډايريکټريټ]

پېښور - د خیبر پښتونخوا (کی پي) چارواکو په دې وروستيو کې د امن د بحاليدو وروسته په قبایلې سېمو کې په لومړي ځل د اثار قديمه سروی ترسره کړه. په دغه سروی کې دوی ۱۱۰ پخواني اثار ترلاسه کړل، چې په دې کې په يو کانړي باندې د ۳۰،۰۰۰ کاله زوړ نقش هم شامل دی.

ځواکونو چې په جون ۲۰۱۴ کال کې يې په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عملیات پيل کړل د قبايلي سيمي نه د وسله والو شړلو له لارې په دغه سروی کې مرسته وکړه.

د خيبر ايجنسۍ پوليټيکل ايډمنسټريشن، د پاکستاني پوځ او د خېبرپښتونخوا د اثارقديمه ډايريکټريټ په مرسته، د دوو مياشتو اوږد پروجيکټ شروع کړو.

چارواکو د دسمبر په لومړيو کې اعلان وکړو چې د اثار قديمه ماهرينو هغه ځايونه چې د ډير پخوانې بودايي، اسلامي او برتانوي دور سره تعلق لرلو ‌ثبت کړل.

چارواکي وايي چې د ۲۰۱۴ کال راهيسې مختلفو پوځي او امنیتي عملیاتو، د ضرب عضب په ګډون، د اثارقديمه سروې ترسره کولو لپاره يوه سوله ايز چاپيريال رامنځته کړو.

ارکيالوجيکل کاميابي

په خېبرپښتونخوا کې د اثار قديمه او موزيم ډايريکټر وايي، چې د برتانيې د اثار قديمه ماهرينو په استعماري دور کې د دغه سيمې کنلو بنياد کيښودلو، خو ځايي مزاحمت او سختي سيمو د دوی د کوششونو مخه ونيوله.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ په سیمه کې یو مهم پرمختګ تر لاسه کړی دی." "د دې کاميابې کيسې وجه هغه ښه حالات دي کوم چې د ښه قانون او نظم حالت د وجې رامنځته شول."

هغه زياته کړه، چې په قبايلي سيمه کې د وسله والو د پوځي ماتې "د سروی تر سره کولو لپاره لاره هواره کړه، چې په لومړي ځل داسې کار ترسره شو."

هغه وويل: "زموږه ټوله قبايلي سيمه، په ځانګړې توګه خیبر ايجنسي، د مختلفو دورونو د اثار قديمه سيمو نه ډکه ده. که چيري په سمه توګه د دغې سيمې لټون وکړی شي نو دا به نړۍ ته ډير څه وښي."

هغه وويل: "په قبايلي سيمه کې په نورو سيمو کې د سپړنې پلانونه تيار کړی شوي دي، او موږ یو خط هم ترلاسه کړی دی. دغه خط څرګندوي چې غير ملکيان د ځمکې ارکيالوجيکل نقشه جوړولو کې دلچسپي لري."

هغه وويل، سربېره پر دې، د خېبرپښتونخوا د اثار قديمه ډايريکټريټ په دې وروستيو کې د فاټا (د وفاق د انتظام تر لاندي سيمو) سيکرټريټ ته يو تجويز پيش کړو چې دغه سیکرټریټ دې په قبايلي سيمو کې د راتلونکې سپړنې ترسره کولو او موزيمونو جوړولو چې سياحت راجلب کړي لپاره د اثار قديمه يوه اداره جوړه کړي.

د ثقافتي ورثې او تاريخ ساتنه

د خيبر ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ خالد محمود وويل: "جمرود تحصیل د خېبرپښتونخوا د اثار قديمه ډايريکټريټ د تخنیکي مهارت سره د سروی د لومړي ځای په توګه وټاکلی شو، خو په لومړي پړاو کې کاميابۍ زموږ جذبې ته دومره وده ورکړې ده چې مونږ په باړه، لنډي کوتل او بيا وروسته په لرې پرتې تیرا دره کې هلې ځلې شروع کول غواړو."

هغه وويل، چې د اثارقديمه ماهرينو په خيبر ايجنسۍ کې مختلف تاریخي جوړښتونه وموندل. دغه جوړښتونه هغه شتمن ثقافتې ورثو او تاريخي خزانو ته اشاره کوي کوم چې د قبايلي سيمې د غرونو لاندې پټ پراته دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "ډېر ښه قانون او نظم حالت او د پاکستان پوځ موږ سره مرسته وکړه چې دا اقدام واخلو او په خيبر ايجنسۍ کې سروی پیل کړو." هغه زياته کړه، هغه هيله من دی چې په سوله ايز چاپيريال کې به د اثار قديمه ماهرين نور تاريخي اثار هم ترلاسه کړي.

هغه وويل: "موږ غواړو چې نړۍ د سيمې د بډای کلتوري میراثونو سره اشنا کړو."

"موږ کوشش کوو چې په خيبر ايجنسۍ کې د تاريخي ځايونو ساتنه وکړو ځکه چې قبايلي سيمې د خېبرپښتونخوا د ۲۰۱۶ د اثار قديمه ايکټ د واکمنۍ نه بهر دي، او ځيني سيمې چې د اثار قديمه ځايونه په کې وموندل شول د قبایلي خلکو دي." محمود زياته کړه چې چارواکي په مالکانو باندي زور ورکوي چې دوی دې د دغه سيمو ساتنه وکړي."

هغه وويل چې هغوی کوشش کوي چې د اورګاډي ۱۷ کلوميټره اوږده پاټلۍ بيا بحال کړي. دغه پاټلۍ د ۳۴ سرنګانو نه تيريږي. هغه وويل، چې د اورګاډي بیارغاونه به د سياحت صنعت راژوندی کړي او د قبايلو ټولنیز-اقتصادي حالاتو ته به تلپاتې ګټه ورکړي.

د تاريخ دمخه اثار راويستل

په خېبرپښتونخوا کې د اثار قديمه ډايريکټريټ اسسټنټ ريسرچر او د هغه ټيم سپروايزر چې دغه اثار يې ترلاسه کړل، نعمان انور وويل: "موږ خوش قسمته يو چې د اثار قديمه ماهرينو د کنلو او څپړنې نه بغير په لومړۍ هڅه کې اثار وموندل."په دغه ډله کې د ډايريکټريټ پنځه غړي او د خیبر پوليټيکل ايډمنسټريشن لس کارکوونکي شامل وو."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "دغه کاميابي به د ښه چاپيريال چې د پوځ او پوليټيکل ايډمنسټريشن د مرستې د وجې ټیم ته ورکړی شوه نه بغير ناممکنه وه."

د انور له مخې، هغه ځايونه کوم چې په جمرود، په لوره مينا غار کې دننه د نقاشۍ په ګډون، تر لاسه کړی شول ۳۰،۰۰۰ کاله پخواني دي. د اثار قديمه ماهرينو د دغه ځايونو د عمر اندازه د دغې ځايونو د توکو او په کانړو باندې نقاشي، چې د ښکار منظرونه او د ځنګلي بيزې او ګيډړانو تصويرونه ښي، د هغه توکو سره موازنه کولو سره وکړه کوم چې په دې وروستيو کې د مردان په شنګو غار کې موندل شوي وو. د اثار قديمه ماهرينو د دغه اثارو رايستل تقریبا ۱۱ کاله وړاندې پيل کړي وو.

انور وويل، د اثار قدريمه ماهرينو د سروی په دوران کې د خيبر ايجنسۍ په ځمکه باندې اثار وموندل، خو دوی به د امنيتي اندېښنو له امله سپړنې وروسته ترسره کوي. "خو هره ورځ په حالت کې ښه والی راځي، او موږ هيله من يو چې ډېر ارکيالوجيکل کمپاينونه به په قبايلي سيمو کې ترسره کړی شي. قبايلي سيمي ډير مهم تاريخي ځايونه لري."

هغه وويل: "موږ هم پلان لرو چې په لنډي کوتل، باړه او په لرې پرته تیرا دره کې، چيرته چې د امنيتي ځواکونو د پاکولو عملياتو وروسته په حالت کې ډير ښه والی راغلی دی، نور ځایونه پرانزو." "که څه هم، زموږ کوششونه به ډير [ښه] منظم او نتیجه خیز هغه وخت وي کله چې د فاټا سيکرټريټ د اثار قديمه يو مناسب ډپارټمنټ جوړ کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500