جرم او انصاف

د پنجاب پوليس د جنايتکارانو او ترهګرو معلومات کمپيوټرايز کوي

امنه ناصر جمال لخوا

د لاهور پوليس نيول شوي شکمن جنايتکاران او راټول شوي شواهد ميډيا ته د دسمبر په ۱۷مه وړاندې کوي. پولیس په لاهور کې د ۲۵۰،۰۰۰ نه د زيات جنايتکارانو او وسله والو د ګوتو نښي، تصويرونه او نور مالومات کمپيوټرايز کوي. [امنه ناصر جمال]

د لاهور پوليس نيول شوي شکمن جنايتکاران او راټول شوي شواهد ميډيا ته د دسمبر په ۱۷مه وړاندې کوي. پولیس په لاهور کې د ۲۵۰،۰۰۰ نه د زيات جنايتکارانو او وسله والو د ګوتو نښي، تصويرونه او نور مالومات کمپيوټرايز کوي. [امنه ناصر جمال]

لاهور - د پوليسو چارواکو پاکستان فارورډ ته وويل، د پنجاب صوبه کار کوي چې د ټولو جنايتکارانو او ترهګرو معلوماتو د کمپيوټر په ذريعه ثبت کړي چې عاملینو ته په سزا ورکولو کې مرسته وکړي.

د انفارميشن ټکنالوجۍ ډپټي انسپکټر جنرل شاهد حنيف په لاهور کې د دسمبر په ۱۷ مه د لوړې کچې د پوليسو چارواکو په يو ميټنګ کې وويل، پوليسو، چې د څو میاشتو نه کار کوي، د ۲۶۰،۰۰۰ څخه زيات جنايتکارانو د ګوتې نښي، تصويرونه او نور اړوند تفصيلات په کريمينل ريکارډ سیستم کې ثبت کړي دي.

هغه زياته کړه، د پاتې معلوماتو ثبت کولو پروسه د لومړیتوبونو په اساس جاري ده.

د ۱.۲ میلیونو شکمن کسانو مالومات راټول کړی شوي دي

سکيره وويل، دا ډيره مهمه خبره ده چې په سنټرالايزډ مانيټرينګ سسټم کې د سټور شوي ريکارډ سره د ډيټا موازنه وکړو، ځکه چې د مجرمانو جنايتکاري مالومات به دغه کسانو ته په سزا ورکولو کې مرسته وکړي.

هغه وويل، دا سيستم به په پای کې د عدالت، د نيشنل ډیټابیس اينډ رجسټريشن اتهارټۍ (نادرا) او صوبايې پريزنز ډپارټمنټ سره لينک کړی شي.

هغه وویل، "زموږ دا اقدام د جرم سره د مبارزې کولو وړتیا لوړوي او یو خوندي او پرامنه ښار جوړوي. موږ غوښتل چې يو داسې سيستم جوړ کړو چې موږ جوګه کړي چې د پوليسو په ټولو ډپارټمنټونو کې په دواړو ځايي او نړيواله کچه د هر وخت صحیح جنايي معلومات شریک کړو." "دا به د تحقیق طريقو ته وده ورکړي او د جرم مخنیوی به وکړي. دا به د جنایتکارانو، شکمن کسانو او ملزمانو او بار بار جرم کونکو تعقیب کول ښه کړي. دا به د مالوماتو په ثبت کولو کې د لاس غلطۍ هم کمي کړي."

هغه وويل: "په دې سيستم کې، د بايومتريک اتهنټيکیشن هم ځم کړی شوی دی چې د ګوتو د نښو له لارې د جنايتکارانو نشاندهي وکړی شي."

په لاهور او پنجاب کې پولیس په اسانه سره د لاس رسۍ په کمپيوټرايزډ فايلونو کې د شکمن کسانو او جنايتکارانو د مالوماتو په ثبت کولو کې مصروف دي. دغه سسټم په المارو کې د ستونزمن کاغذي ريکارډ ځای اخيستې دی.

د پي آی ټي بي پريس ريليز له مخې، د لاهور پوليسو په دې وروستيو کې د ۷۰۰،۰۰۰ شکمن کسانو د ګوتو نښي سټور کولو کار مکمل کړی دی. دغه شکمن کسان په تيرو لسو کالو کې د پنجاب معلوماتي ټکنالوجۍ بورډ (PITB) په همکارۍ سره د اټوميټډ ګوتې نښې معلوماتي سیستم (AFIS) په کارولو سره ونيول شول.

د پنجاب کرايم رجسټريشن افس (CRO) د پولیسو سپرينټنډنټ عمر رياض چیما وويل چې پوليس به دا پروجيکټ په ټوله صوبه کې شروع کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د ۱.۲ میلیونه شکمن کسانو مالومات چې د پنجاب فنګر پرنټ بيورو ورکړل په دغه سسټم کې سټور کړی شوي دي." "پوليسو د ۲۰۰،۰۰ کسانو د ګوتو نښي د ای ايف آی ايس په کارولو سره سکين کړي دي."

نوموړي وويل چې ای ايف آی ايس يو سافټ وير دی چې پوليس او فيډرل انوسټيګيشن ايجنسي (FIA) يې د ګوتې د نښو نمونې راټولولو او جدا کولو لپاره استعمالوي.

چیما زياته کړه چې دغه پروجيکټ به د پنجاب د پوليسو ډپارټمنټونه له يو بل سره لينک کړي او ټول ډسټرکټونه به جوګه کړي چې د جنايتکارانو مالومات تر لاسه کولو لپاره د ای ايف آی ايس ډیټابیس ته لاسرسی تر لاسه کړي.

هغه وويل، سي آر او يو بل پلان لري چې د جنايتکارانو د ډي اين ای نمونو یو ډیټابیس تيار کړي.

د تروریزم مخنيوی او د جنايتکارانو تعقيب کول

د پنجاب د قانون وزير رانا ثناء الله پاکستان فارورډ ته وويل، "حکومت تر ټولو زيات کوشش کوي چې تروريزم کنټرول کړي."

هغه وويل، پاکستان يو جامع ملي عمل پلان (NAP) په ۲۰۱۴ کال کې شروع کړو چې د تروريزم سره مبارزه وکړي، چې په دې کې د ترهګرۍ د مالي مرستې د مخنيوي لپاره اقدامات شامل دي.

هغه وويل: "امنيتي ادارې د ترهګرو په نيولو باندې تمرکز کوي." "د تروریزم او افراطیت په وړاندې د اين ای پي لاندې پر وخت او اغیزمن ګامونه اخستل شوي دي، او موږ ښه نتيجې وينو."

د پي آی ټي بي مشر عمر سيف وويل چې پي آی ټي بي په راتلونکو څو میاشتو کې د پنجاب په ټولو ۷۰۹ پولیس سټيشنونو کې مالومات کمپيوټرايز کوي. په اوسني وخت کې، دغه سسټم په پنجاب کې په ۲۲۸ پوليس سټيشنونو کې په بشپړه توګه فعال دی.

هغه وويل، په پوليس سټيشنونو کې په سنټرل ډيټا بيس کې د جرمونو د ټولو مالوماتو ثبت کولو لپاره د پې آی ټي بي چارواکي ذمه وار دي. هغه زياته کړه چې دغه سسټم به په شفافیت زياتولو کې مرسته وکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د جرمونو د تحقيق روايتي طريقه کار عموما وخت ضايع کوي." "له بلې خوا، د جنايي ريکارډ او په جنايي څېړنو کې د کمپيوټر استعمال ډير ګټور دی، ځکه چې پوليس په ډير کم وخت کې د اټوميشن په مرسته جنايي څېړنه تر سره کوي."

هغه وويل، د پوليسو د دغه وخت بچ کولو مطلب "کره او د باور وړ تحقیقات" دي.

په لاهور کې يو اټهارني الطاف حسن وويل: "مکمل جنايي سابقه مالومات د قاضیانو د کار، د ضمانت ورکولو او د سزاګانو د تعين کولو لپاره ضروري دی او همدارنګه دا پوليسو ته تازه مالومات ورکوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د جنايي عدالت سسټم د ګوتو په نښو باندې تکيه کړې ده چې په ټوله نړۍ کې د خلکو د حفاظت سره مرسته وکړي."

د دغه آټوميټډ ريکارډ ساتلو سسټم د صوبه سيند په کراچۍ کې اوسمهال فعال دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500