امنیت

چارواکي وايي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ نيټ ورکونه تقريبا له منځه وړل شوي دي

جاويد محمود لخوا

پاکستاني ځواکونه په پېښور کې د نومبر په ۱۹مه په "۵۳م فرنټير کور هفته" مشقونو کې ګډون کوي. د امنیت شنونکي وايي چې پوځونو په تېرو ۱۵ کالو کې د ۶۰ نه زيات د ترهګرو ډلي له منځه وړي دي او د هغوی د مرسته کونکو لپاره يې خوندي پټنځايونه نه دې پريښودي. [ای مجيد/ ای ايف پي]

پاکستاني ځواکونه په پېښور کې د نومبر په ۱۹مه په "۵۳م فرنټير کور هفته" مشقونو کې ګډون کوي. د امنیت شنونکي وايي چې پوځونو په تېرو ۱۵ کالو کې د ۶۰ نه زيات د ترهګرو ډلي له منځه وړي دي او د هغوی د مرسته کونکو لپاره يې خوندي پټنځايونه نه دې پريښودي. [ای مجيد/ ای ايف پي]

امنیتي کارپوهان وايي، چې په تیرو ۱۵ کالو کې په ټول پاکستان کې پوځي عملیاتو د ۶۰ نه د زيات منع شوي ترهګريز ډلو طاقت او انفراسټرکچر تباه کړی دی.

د پاکستاني پوځ ميجر شاهد احمد افريدي، چې په اسلام اباد کې د ستراتیژیکي څېړنو انستیتوت (ISSI) د رپوټ چې سرليک يې: "د پاکستان د تروريزم پر وړاندې مبارزه: پوځي او ملکي تګلاره" لیکوال دی، پاکستان فارورډ ته د دغه کاميبايو په باره کې وويل.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې، پوځ د طالبانو په وړاندې لږ تر لږه ۱،۰۸۷ د وړې او لویې کچې پوځي عمليات ترسره کړل، او همدارنګه ډير ستر عملیات لکه بليک تهنډرسټارم، شير ديل، راه راست او په دې وروستيو کې ضرب عضب عمليات یې ترسره کړي دي. پوځ په جون ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې وروستني عملیات شروع کړل چې تر نن ورځې پورې دوام لري.

افریدي د ۲۰۱۶ د نومبر په خپل راپور کې وويل، دې عملياتو د ياغيانو عملیاتي وړتیا له منځه وړي ده او د هغوی فزیکي انفراسټرکچر يې هم تباه کړی دی.

پوځي عمليات د وسله والو لپاره مهلک او وژونکی دي

په پيښور کې د امنیتي چارو کارپوه بريګيډير(ريټايرډ) محمود شاه پاکستان فارورډ ته وويل، "په شمالي وزیرستان کې ضرب عمليات او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د امنیتي ځواکونو استخباراتي عمليات د وسله وال ډلو لپاره تر ټولو وژونکي ثابت شوي دي."

هغه وويل، کله چې د ترهګرۍ یوه لویه پېښه په پاکستان کې او یا په بهر کې په تېرو کلونو کې رامنځته شوه، نو د وسله والو اړيکي په شمالي وزيرستان کې وموندې شولې. هلته کې يو شمير بدنام ترهګريز ګروپونو خوندي پټنځايونه او مرکزونه جوړ کړي ول.

هغه وويل: "تاسو د هغه ګروپونو شمېر کولې نه شئ [کوم] چې په ټول پاکستان کې په اورپکۍ کې ښکیل وو." خو اوس، دغه ډلي "د پاکستان په خاوره کې شتون نه لري."

شاه وويل: "موږ دا دعوا کولی شو چې اوس هيڅ يو ګروپ په پاکستان کې خوندي پټنځایونه، نيټ ورکونه او انفراسټرکچر نه لري، ځکه چې پوځي عملیاتو په ټول هېواد کې د ترهګرو نيټ ورکونه له منځه وړي دي."

په زرګونو وسله وال وژل شوي دي، په داسې حال کې چې د بدنامه ډلې يو شمېر مهم مشران د ضرب عضب عملیاتو له پیل وروسته افغانستان ته تښتیدلي دي.

شاه وايي، په اوس وخت کې، د تحریک طالبان پاکستان او د لشکر جنګوي (LeJ) العالمي (نړيوال) یوازې دوه یا درې لوی ګروپونه په هېواد کې د ترهګرۍ کارونه ترسره کوي.

هغه وويل، په عين حال کې د هغوی مشران په افغانستان کې پټ دي او هغوی د هغه ځای نه ځانمرګي بريد کوونکي او تخريب کاران لېږي.

هغه وویل، پوځ په فاټا (د وفاق د انتظام تر لاندې سيمو)، خیبر پښتونخوا (کی پي) او نورو سيمو کې د ضرب عضب عملياتو او نور عملياتو کاميابو ته استحکام ورکوي چې مقصد يې د وسله والو د راتګ مخنیوی کول او امن او د قانون حاکمیت برقرار ساتل دي.

په ترهګريز ډلو بنديز لګول

په ملي کچه د تروریزم سره د مبارزې ادارې (نيکټا) له مخې، د ۲۰۰۱ کال د اګست او د ۲۰۱۶ کال د نومبر تر منځ، د پاکستان حکومت په ۶۵ تروريستي ډلو باندې بنديز لګولی دی.

په دغه منع شوي ډلو کې تر ټولو خطرناکي ډلي ټې ټې پي، القاعده، د ازبکستان اسلامي غورځنګ (IMU)، د عراق او شام اسلامي دولت (داعش)، لښکرې جنګوي، سپاه محمد پاکستان، جيش محمد، لشکر طیبه، سپاه صحابه پاکستان (SSP)، تحريک جعفريه پاکستان، جمعیت الانصار، حزب التحریر، لشکر اسلام، د بلوچستان د ازادۍ پوځ، لشکر بلوچستان، اهل سنت والجماعت (پخوانې SSP)، جیش اسلام، ۳۱۳ بريګيډ او جې سند متحده محاذ شامل دي.

د امنیتي چارو شنونکی او په کراچۍ کې د اردو ژبې د پاکستان ډيلي ريزيډنټ مدير مبشر مير، پاکستان فارورډ ته وويل: "د [پوځي] عملیاتو او په ځانګړې توګه د ضرب عضب عملياتو نه مخکې، په هېواد کې امن يو خوب وو." "خو اوس موږ نه شو ليدلی چې په کراچۍ او د هېواد په نورو برخو کې منع شوي ګروپونه کار کوي."

هغه وويل چې د وسله والو اکثریت وژل شوي دي او يو بې شميره په زندانونو کې سزا زغمي، په داسې حال کې چې يو څو مشران د پاکستان نه تښتېدلي دي.

د اورپکۍ ختمولو لپاره، حکومت او امنيتي ادارې باید یوه ستراتيژي جوړه کړي چې په بشپړه توګه د وسله والو د بينکونو، حکومتي ادارو او پرايويټ کمپنو سره د معاملو او د پاسپورټونو او کمپيوټريزډ شناختي کارډونو (CNICs) ته د لاس رسۍ مخه ونيسي.

د مير له مخې، يو شمير وسله والو د نوي تنظيمونو لکه دفاع پاکستان کونسل، چې د ۴۰ نه د زيات مذهبي او سیاسي بنسټونو یو ایتلاف دی سره یوځای شوي دي. دغه تنظيمونه هغوی ته دا وړتیا ورکوي چې هغوی د هيڅ څه رکاوټ نه بغير ټول خدمتونه ترلاسه کړي. هغه وويل، دا طريقه کار منع شوي ډلو ته بيا توان ورکوي چې د ملي امنيت لپاره يو ګواښ جوړ شي.

هغه وويل، منع شوي ډلې د دې نه منع کول چې فنډونه او د شناخت اسناد ترلاسه نه کړي، به د اورپکۍ او افراطیت په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

هغه وويل، سربیره پردې، حکومت او امنيتي ادارې بايد په خېبرپښتونخوا، بلوچستان، سيند او پنجاب کې د پولې سوري ټکي کنټرول کړي چې پاکستان ته د وسله والو د نفوذ مخنيوی وکړی شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ریښتیا دي ... خو حکومت او چارواکو ته پکار ده چې دا څرګنده کړي چې د ترهګرو د مشرانو چې افغانستان ته تښتیدلي دي له منځه وړلو په اړه د دوی څه ستراتيژي ده؟ همداراز دوي بايد مونږ ته ووايي چې د ځانمرګي بريد کوونکو چې د افغانستان نه راځي مخه نيولو په اړه د دوی څه ستراتيژي ده؟ تر څو چې موږ خپلې پولې خوندي کړي نه وي او د افغانانو لپاره د ویزې د پالیسۍ جايزه مو اخيستې نه وي، ترهغې به دا زموږ د امنیتي ادارو لپاره ډېره مشکل وي.

ځواب