تروريزم

چارواکي وايي داعش د پاکستان لپاره خطره نه ده

آمنه ناصر جمال لخوا

پاکستاني سرحدي امنيتي ځواکونو د ۲۰۱۶ کال د نومبر په ۱۹مه په پېښور کې په پوځي مشقونو کې برخه اخلي. [ای مجيد / ای ايف پي]

پاکستاني سرحدي امنيتي ځواکونو د ۲۰۱۶ کال د نومبر په ۱۹مه په پېښور کې په پوځي مشقونو کې برخه اخلي. [ای مجيد / ای ايف پي]

کراچۍ - پاکستاني چارواکي بیا تکراروي چې داعش په پاکستان کې هیڅ شتون نه لري.

وزير اعظم ميا محمد نواز شريف د دسمبر په ۲۱مه په سارایوو کې د ډينس ويزډيک، چې د بوسنيا هرزګوينا د وزیرانو د شورا مشر دی، سره په يو جواينټ نيوز کانفرنس کې وویل: "د پاکستان په خاوره کې د داعش هيڅ يوه تروريستي ډله شتون نه لري."

نواز شريف وايي، چې پاکستاني ځواکونه د ترهګرو په وړاندې چټک ګامونه اخلي او ګڼ شمیر خوندي پټنځايونه چې پخوا به القاعدې او طالبانو استعمالول له منځه وړي دي.

دا جګړه لا ختمه نه ده

د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان په دې وروستيو کې په ملي کچه په ترهګرۍ کې چټک کموالی په ګوټه کړو. د دې کموالی کريډټ ضرب عضب عملياتو، د پوځ د بغاوت ضد عمليات چې په ۲۰۱۴ کال کې د جون په مياشت کې په شمالي وزیرستان کې پيل کړی شول، ته ورکولی شي.

د سیند رينجر د اکتوبر په مياشت کې په کراچۍ کې نیول شوي وسله وال او د هغوی وسلې ښيي. [آمنه ناصر جمال لخوا]

د سیند رينجر د اکتوبر په مياشت کې په کراچۍ کې نیول شوي وسله وال او د هغوی وسلې ښيي. [آمنه ناصر جمال لخوا]

هغه د دسمبر په ۲۱مه د خيبر ايجنسۍ په لنډي کوتل سيمه کې وويل، "تر اوسه پورې، يو تروریستي نيټ ورک په پاکستان کې شتون نه لري."

هغه وويل: "ځايي وسلوال ګروپونه په تروریستي فعالیتونو کې د داعش نوم استعمالوي."

هغه وويل: "خلک بايد پوه شي چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه تر اوسه پای ته رسيدلی نه ده." "موږ ژمن یو چې د اورپکۍ او وسله والو په وړاندې جګړه وکړو."

مجرجنرل شهزاد نعيم خان، چې په کراچۍ کې د ملير کينټ جنرل کمانډنګ افيسر دی، وويل، ملکي کسانو ته د تروریزم خطر کمولو لپاره د ملتونو تر منځ همکاري ډير زيات اهميت لري.

هغه وويل: "دا ضروري ده چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه خپل منطقي انجام ته ورسولی شي." هغه زياته کړه چې ترهګر به هيڅکله په خپلو ناوړه پلانونو کې بريالي نه شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "پاکستان په دې وروستي تاريخ کې يوازې هيواد دی چې د مختلفو ترورستي تنظيمونو په وړاندې يې جګړه کړې ده، هغوی ته يې ماتې ورکړې ده او د يو قوي ملت په توګه رامنځته شو."

هغه وويل: "د پاکستان پوځ ... هر قسم ګواښونو ته د ځواب ورکولو توان لري."

ميجر جنرل آغا مسعود اکرم، چې د ډيفنس پروموشن آرګنايزيشن، يو حکومتي اداره چې د پاکستان د ډيفنس سامان او خدمتونو درامد کولو کې مرسته کوي، ډايريکټر جنرل دی، وويل: "د ترهګرۍ ګواښ په دوامداره توګه شکل بدلوي او افراطي ډلي په نوي او مختلفو طريقو سره بریدونه ترسره کوي چې ډله ايز مرګ ژوبله رامنځته کړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "چيلنجونه هر وخت شتون لري، خطره زياتيږي او ښه اینټلي جنس د پخوا په پرتله ډېر ضرورت لري."

بهر حال هغه وويل، "پاکستاني ځواکونه د وسله والو سره د جګړه کولو لپاره توان لري."

تجزيه کار د دغه دعوو حمايت کوي

پاکستاني تجزيه کار د دغه دعوو حمايت کوي چې د داعش ګواښ په پاکستان کې شتون نه لري.

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو کارپوهه او لیکواله عایشه صديقه پاکستان فارورډ ته وويل، "په پاکستان کې د داعش ښکاره خطره نشته."

داعش تر اوسه په پاکستان کې زيات کامياب شوی نه دی، ځکه چې: "په ټولو وسله وال ډلو کې فرقه يې اختلافات شته."

هغې وويل، داعش زياتره د طالبانو نه خفه شوي غړي جلبوي. هغې زياته کړه چې افغانستان "د زيات غربت او بې روزګارۍ له کبله" د داعش لپاره د وسله والو د بهرتۍ زياته زرخيزه سيمه ده.

هغې وويل، د پاکستان حکومت مختلف ګامونه پورته کولی شي چې: "دا يقيني کړي چې د داعش ذهنيت د پاکستان استحکام ته زيان ونه رسوي."

هغې وويل: په دغه ګامونو کې يو ګام دا دی: "حکومت له پکار ده چې د تروریزم او افراطیت پر وړاندې جګړه کې د خلکو د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره حکومتداري ښه کړي او سماجي انصاف يقيني کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د پاکستاني پوځ د نيټ ورکونو، رینجرو او ټولو امنیتي ادارو کوششونو ثابته کړې ده چې پاکستان د اسلام قلعه ده ... او دلته د دهشت ګردۍ لپاره ځای نشته ... د سوله ايز اسلامي فلاحي رياست لپاره د پاکستان د پوځ اراده او د پاکستان شناخت به د تل لپاره روغ رمټ پاتې شي.

ځواب

د کاميابۍ په باره کې دا دعوې غير حقيقي او قبل از قت دي. داعش په پاکستان کې ډېر زيات دی. هغوی په کوټه کې ځانمرګي بريدونه کړي دي او د ځانمرګي بريد کونکو ويډيوګانې يې په يوټيوب باندې د يو نيوز چينل اماق له لارې خپاره کړل. موږ له پکار ده چې د انکار د دې حالت نه راوځو او د داعش سره مبارزه شروع کړو.

ځواب