تروريزم

د ايران سفير اعتراف کوي چې تهران له طالبانو سره اړيکي لري

نجيب الله لخوا

د طالبانو يوه لارۍ چې بم پکې وو د نومبر په ۱۰مه په مزار شريف کې د جرمني قونصل خانه په نښه کړه، چې لږ تر لږه دوه تنه پکې ووژل شول او د ۱۰۰څخه زيات کسان پکې زخميان شول. [فرشاد اسيان/ای ايف پي]

د طالبانو يوه لارۍ چې بم پکې وو د نومبر په ۱۰مه په مزار شريف کې د جرمني قونصل خانه په نښه کړه، چې لږ تر لږه دوه تنه پکې ووژل شول او د ۱۰۰څخه زيات کسان پکې زخميان شول. [فرشاد اسيان/ای ايف پي]

کابل - ایران د طالبانو تحريک سره تعلقات لري. په افغانستان کې د ایران سفیر محمدريزه بهرامي د جمعې په ورځ (د سمبره په ۱۶مه) د افغانستان ميډيا ته اعتراف وکړو.

دا غير معمولي اعتراف چې د ایران د رژیم او د ایران اسلامي انقلاب ساتونکی ځواک (آی ار جي سي) د پرله پسې انکار وروسته رامنځته شو، څرګندوي چې دوی د هغه وسله والې ډلې سره مرسته کوي، کومه چې په ټول افغانستان کې د ظلمونو ذمه داره ده.

بهرامي د ميډيا د هغه يو شمېر راپورټونو چې ايران طالبانو ته په تهران کې د اسلامي یووالي کنفرانس ته بلنه ورکړې ده نه وروسته د طلوع نيوز او آریانا سره خبري وکړې.

سفیر دا خبره رد کړه چې د ایران رژیم طالبانو ته بلنه ورکړې ده، خو د ایران او د افغانستان وسله وال تحريک تر منځ تعلقات مني.

العربيه، د تېرې هفتې په شروع کې، د ایران يو ديني عالم محسن اراکي، چې د ماهرانو د شورا يو غړی دی، له خولې وايي، "ايران هميشه د طالبانو په تحريک کې د هغه يو شمېر ډلو سره تعلق ساتلی دی، کوم چې په اسلامي يووالي باندې يقين ساتي."

د افغانستان د پارلمان پخوانې استازي معين مرستيال وويل: "د طالبانو سره مرسته کول او د هغوی سره تعلق جوړول د افغانستان په کورنيو چارو کې د ايران لاسوهنه څرګندوي.

هغه سلام ټايمز ته وويل: "د افغانستان د خلکو د دښمنانو، چې هره ورځ بې ګناه خلک وژني، سره د ايران پوځي مرسته هغه جرمونو په ګوته کوي د کومو چې ایران او طالبان دواړه ذمه دار دي."

هغه وويل: "د ایران له طالبانو سره اړیکي هیڅکه هم د امن او ثبات سره تعلق نه لري." "د دې بالکل برعکس، ايران غواړي چې د افغانستان ستراتیژیکي ملګرو ته زيان ورسوي، کوم چې د هېواد د حکومت او خلکو سره مرسته کوي."

غدارانه دوه مخې لوبه

د افغانستان د پارلمان غړي، شنونکي او عام وګړي سلام ټایمز ته وايي چې دا اوسني واقعات د ایران غدارانه دوه مخې ګیم ته اشاره کوي: دا سوریې او عراق ته پيسې، وسلې او سرتېري استوي په داسې حال کې چې دا د " تروريزم" سره جګړه کوي، خو په دغه وخت د طالبانو سره هم مرسته کوي - دا يو تحريک دی چې په تیورۍ کې په افغانستان کې د دې مخالفت کوي.

د کابل يو اوسيدونکي، محيب الله، سلام ټايمز ته وويل: "ایران د افغانستان په لسګونو ملکيان سوريې ته د داعش سره د جګړې کولو لپاره استوي." "البته په افغانستان کې د طالبانو سره مرسته کوي."

هغه وويل، طالبان، داعش او نور داسې ډلي د يو بل نه مختلف نه دي. هغه دا خبره په ګوته کړه چې دا ټول د تروریزم اعمال تر سره کوي او بې ګناه خلک په نښه کوي.

محيب الله وويل: "په افغانستان کې طالبانو چې کوم جرمونه کړي دي هغه د داعش او نورو تروريستي ډلو جنايي فعاليتونو نه مختلف نه دي."

د صوبه فراه د پارلمان يوې غړي، حميرا ايوبي، سلام ټايمز ته وويل، په دې خبره کې هيڅ شک نشته چې د ایران او طالبانو تر منځ اړيکي شتون لري، ځکه چې د کلونو ثبوتونه دا ښيي چې ایران د وسله وال ډلو سره مالي او پوځي ملاتړ کوي.

د طالبانو د تحريک سره مرسته د دې منطق قطعا خلاف ده چې کله آی آر جي سي په سيمه کې د "تروریزم" سره د جګړې لپاره ځوانان استخداموي او داعش په عراق او سوریه کې استخداموي نو د هغې اعتراف کوي.

حميرا وويل، د افغانانو د بهرتي کولو نه علاوه کوم چې د سوریې حکومت سره خواخوږي لري، ايران د راپورونو مطابق په ایران کې افغان کډوال بهرتي کوي.

د مختلفو اندازو له مخې، په ایران کې د يو ميليون او درې ميليونو ترمنځ افغان کډوال ژوند کوي.

حميرا وويل چې ایران د کډوالو د ناهيلۍ څخه ګټه پورته کوي او ځيني سوریه ته استوي چې د حکومت په حمايت کې جګړه وکړي.

په ورته وخت کې، د طالبانو سره ايران چې کومه مرسته کوي، په حقيقت کې په ټول افغانستان کې د ظلم سره مرسته کول دي. اوسنې مثال يې دا دی چې د طالبان غړي په جوماتونو حملې کوي، په عام محضر کې بې ګناه ځوانان په دار ځړوي، او په بې دفاع ولسي وګړو باندې انتقامي بريدونه ترسره کوي.

پيچيده تاريخ

طالبان او ایران په تیرو څو عشرو کې يو پيچيده تاريخ لري.

کله چې په ۱۹۹۸ کې مزار شریف د طالبانو په لاس وراغلو، وسله والو د ايران په قونصل خانه بريد وکړو او ۱۰ دیپلوماتان او یو خبریال يې ووژلو چې ټول ايرانيان وو.

د دغه پيښي وروسته، د ایران او د طالبانو تر منځ اړيکي د يو څو کالو لپاره ناوړه وې؛ خو هغوی اخر کار خپلې اړيکي بيرته قايمي کړې.

په دې وروستيو کلونو کې، د افغان امنیتي پرسونلو بار بار د ایران سره په پوله د ایران ګوله بارودو ترلاسه کولو اعلان کړی دی.

د فراه ګورنر آصف ننګ په دې وروستيو کې د افغانستان ۱ ټي وي نيوز ته وويل، چې ايران د طالبانو سرپرستي کوي او په ځينو ايراني ښارونو کې هغوی ته د ټريننګ سهولتونه برابروي.

د يو سياسي شنونکي او د کابل يونيورسټۍ پخوانې پروفيسر محمد فاروق بشر له مخې، دا ډول ثبوتونه د ایران او طالبانو تر منځ اړيکې په ډاګه کوي، که څه هم ایران دا نه مني.

دغه تجزيه کار وويل، څنګه چې نور شواهد څرګندوي، د طالبانو ستر کمانډر ملا اختر محمد منصور، د ایران د وزټ کولو نه وروسته، د راپورونو له مخې، د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د مۍ په مياشت کې ووژل شو.

انټرنيشنل ميډيا د آزادې راډيو په ګډون په هغه وخت راپور ورکړو چې د هغه په پاسپورټ باندې د ایران ویزه لګيدلي وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500