زغم

د پاکستان عیسایان د کریسمس نه مخکې سوله لمانځوي

جاويد خان او ای ايف پي

په کراچۍ کې پاکستانۍ عيساياني جينکۍ د دسمبر په ۲۱مه ګډا کوي چې راتلونکی کرسمس ولمانځوي. [اصف حسن/ای ايف پي]

په کراچۍ کې پاکستانۍ عيساياني جينکۍ د دسمبر په ۲۱مه ګډا کوي چې راتلونکی کرسمس ولمانځوي. [اصف حسن/ای ايف پي]

پېښور - پاکستاني عيسايان په ټول هېواد کې د کریسمس نه مخکې په څو ښارونو کې راغونډ شول چې د امن د راوستلو ستاينه وکړي، او زغم او بين المذاهب هم آهنګۍ ته وده ورکړي.

د عيسايانو ټولنې غړو د یکشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۸مه) د امن ريلي په صدر بازار، پېښور کې منعقد کړه. دا امن مارچ د سېنټ جان کاتيډرل کلیسا نه شروع شو. په ځايي کوڅو کې د ګډونوالو د مارچونو کولو نه وروسته، دا په همدې ځای پای ته ورسيدو.

په مارچ کونکو کې ځايي مسلمانان هم شامل وو. هغوی په دغه ريلي کې د خير خواهۍ او مذهبي هم آهنګۍ ته وده ورکولو په توګه ګډون وکړو.

نارينه او ښځينه مارچ کونکو بينرونه او پليکارډونه لرل چې په هغې د "پاکستان زنده باد" او "خیبر پښتونخوا زنده باد" شعارونه ليکلی شوي وو.

په اسلام اباد کې د دسمبر په ۲۲ مه د کريسمس اورګاډي د پرانستلو نه وروسته، يو پاکستانی پوليس د دغې اورګاډي مخي ته ولاړ دی. د ريلوې وزير خواجه سعد رفیق او د بشري حقونو وزیر کامران مایکل په هيواد کې د کریسمس جشن نه مخکې 'د کريسمس امن اورګاډي' پرانيسته وکړه. [فاروق نعيم / ای ايف پي]

په اسلام اباد کې د دسمبر په ۲۲ مه د کريسمس اورګاډي د پرانستلو نه وروسته، يو پاکستانی پوليس د دغې اورګاډي مخي ته ولاړ دی. د ريلوې وزير خواجه سعد رفیق او د بشري حقونو وزیر کامران مایکل په هيواد کې د کریسمس جشن نه مخکې 'د کريسمس امن اورګاډي' پرانيسته وکړه. [فاروق نعيم / ای ايف پي]

بیشپ سرفرازپيټر، چې د مارچ مشرۍ يې کوله، وويل: "د مارچ موخه دا ده چې مذهبي هم آهنګۍ ته وده ورکړي او په هېواد کې د سولې او پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، د دې مقصد دا دی "چې زغم ته وده ورکړي او په خلکو زور ورکړي چې د يو بل دينونه په ښه توګه وپيژني."

د ای ايف پي له مخې، عيسايان د پاکستان د ابادۍ تقريبا ۱.۶ فيصده دي.

کريسمس امن اورګاډی

په دې هفته کې، پاکستانيانو د کریسمس امن اورګاډی چې پاکستان ريلوی شروع کړی دی ستاينه وکړه.

د پاکستان د ريلوی وزير خواجه سعد رفیق او د بشري حقونو وزیر کامران مایکل په اسلام آباد کې د پنجشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۲مه) د اورګاډی پرانيسته وکړه.

رفیق پاکستان فارورډ ته وويل، "دا اورګاډی به د بين المذاهب هم آهنګۍ پيغام ورکړي او د پاکستاني مسلمانانو او عيسايانو ترمنځ مظبوط تعلقات به په ګوته کړي."

مايکل پاکستان فارورډ ته وويل، دا اورګاډی د امن، مینې، مساواتو او اتفاق سمبول دی او په ټول هیواد کې به خپل پیغام خپور کړي. هغه وويل: "اقليتونه په مينه او انسانيت باندې يقين لري او دوی به د پاکستان د پرمختګ لپاره خپل مهم رول لوبولو ته دوام ورکړي."

مایکل ای ايف پي ته وويل، "هر څوک به کریسمس په ګډه ولمانځوي." هغه زياته کړه، چې د ولس خلکو ته به هر کلی وکړی شي چې د دې اورګاډي ليدنه وکړي او په ډيرو سټاپونو باندې د دې نمايش وګوري."

زيات شمېر ځوانان په پېښور کې د اورګاډي هرکلی وکړو کله چې دا د اسلام آباد نه راورسيدو. دغه اورګاډی دننه او بهر د کريسمس د تصويرونو، رنګه رنګ رڼاګانو او د غټې بګۍ چې سينټا کلاز لري سره سينګار شوی دی.

دا اورګاډی به په بېلابېلو ښارونو کې لکه جهلم، لاهور، روهړي، ټنډو ادم او حيدراباد خپل سفر جاري ساتي. دا به د دسمبر په ۳۱ مه کراچۍ ته ورسېږي.

يو ژورناليست، کاشف عزيز، چې په پېښور کې د اورګاډي پروګرام ته کوريج ورکوي، پاکستان فارورډ ته وويل: "دغه ريلي او د اورګاډي مارچونه به په ټول پاکستان کې د مسلمانانو او عیسایانو تر منځ بين المذاهب هم اهنګي نوره هم ښه کړي." د دغه شان نورو پروګرامونو انعقاد هم په منظمه توګه پکار دی.

په کراچۍ کې عيسايانو د چارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۱مه) د امن ريلي انتظام وکړو. ګډونوالو د کراچۍ په مختلفو بازارونو کې د رنګه رنګ اوښ ګاډو سره مارچونه وکړل.

په ټول هیواد کې نه یوازې مسلمانان په دغه غونډو کې ګډون کوي، بلکې د عیسايونو ملګرو او ګاونډیانو لپاره د تقريبونو انتظام هم کوي.

د پيښور ښار یو اوسيدونکي، محمد اسحاق، وويل: "موږ پلان لرو چې د عيسايانو يوې کورنۍ لپاره د يو وړوکې پروګرام انتظام وکړو. دغه کورنۍ زمونږ په سيمه کې اوسيږي." هغه پاکستان فارورډ ته وويل، چې دغه کورنۍ ډيره خوشحاله وه.

امنیتي تدابير اخيستلی شوي دي

په داسې حال کې چې زيات شمېر عيسايانو خپل کورونه، کلیساګاني او نور ځايونه روښانه کړي دي چې کریسمس ولمانځوي، پوليسو د کلیسا او د استوګنې کالونۍ د امنيت لپاره تدابير نيولي دي چې یو خوندي او سوکاله چهټي یقیني کړي.

په پېښور کې د پولیسو د عملیاتو سپرنټنډنټ، سجاد خان، پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ ګزمې زياتي کړي دي او د چرچ حفاطت مو هم زيات کړی دی چې د کریسمس دوران امنيت يقيني کړو."

هغه وويل، په ټول پيښور او صوبه خیبر پښتونخوا (کی پي) کې افسران چمتو دي چې د کريسمس په دوران کې عيسايان خوندي وساتي.

د کریسمس د لمانځلو د ساتنې لپاره کوششونه هغه وخت رامنځته شو کله چې امنیتي ځواکونو د سپتمبر په لومړۍ هفته کې د عیسايانو په کالونۍ باندې يوه غټه تروريستي حمله ناکامه کړه. دغه پيښه د پيښور ښار په يو نيبرهوډ کې رامنځته شوه. ټول څلور ممکنه بريدګر ووژل شول مخکې له دې چې دوی د نيبرهوډ اوسيدونکي په نښه کړي.

د امنیتي ځواکونو چټک ځواب او د شکمن ځانمګرو نيولو د عیسايانو ټولنې ته د هوساینې احساس ورکړو.

پاکستاني عيسايان د کريسمس لپاره د امنيتي تدابيرو او همدارنګه د هغه ملاتړ په اړه کوم چې دوی د مسلمانانو نه ترلاسه کوي، اطمينان څرګندوي.

يو عيسايي، شاهد بهټي، چې په پېښور کې اوسیږي، وويل: "د کريسمس نه مخکې د کلیسا او نورو ځايونو د امنيت لپاره مناسب ګامونه پورته کړی شوي دي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د کریسمس لپاره تيارې له مخکې نه شروع شوی دی ځکه چې ډیر دوکانونه د کريسمس وني، سينټاکلاز جامې او نور سوغاتونه خرڅووي."

بهټي د حکومت او د امنيتي ځواکونو د امن راوستلو او د وسله والو د نيټ ورکونو تباه کولو چې په تيرو څو کلونو کې یې د مسلمانانو او عيسايانو په عبادت ګاهونو باندې حملې کړي دي د کوششونو ستاينه وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500