امنیت

پېښور کې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې ادارې د 'پام وړ' کاميابو ستاینه کيږي

جاويد خان لخوا

د خېبرپښتونخوا د پوليسو انسپکټر جنرل ناصر خان دراني د نومبر په ۳۰ مه په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د تروریزم سره د مبارزې ادارې د نوي هيډ کوارټر بنياد ږدي. [جاويد خان]

د خېبرپښتونخوا د پوليسو انسپکټر جنرل ناصر خان دراني د نومبر په ۳۰ مه په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د تروریزم سره د مبارزې ادارې د نوي هيډ کوارټر بنياد ږدي. [جاويد خان]

پېښور-- د پوليسو چارواکي وايي چې د خيبر پښتونخوا (کی پي) د تروریزم سره د مبارزې اداره (سي ټي ډي)، چې په تېرو دوو کلونو کې يې د کاميابو ستاينه وکړی شوه، په پېښور کې د نوي هيډکوارټر جوړولو سره وده ترلاسه کوي.

د خېبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل ناصر خان دراني د نومبر په ۳۰ مه د نوي هيډ کوارټر بنياد کېښودو.

نوی هيډ کوارټر به په ۱۸ مياشتو کې مکمل شي چې ۲۲۴ ميليونه روپۍ (۲.۱ میلیونه امريکايي ډالره) لګښت به پې راځي او دا په ۸۴ کناله (۱۰.۵ ايکړه) رقبه باندې مشتمل دی. په دې کې به د سي ټي ډي ايډيشنل انسپکټر جنرل او همداراز د نورو سينير او جونير افسرانو کورونه، يو باقاعده پوليس سټيشن او د استوګنې بارکونه موجود وي.

په دې کې به ريګولر پوليسو ته د تحقيقي مهارتونو ټريننګ ورکولو لپاره يو سکول شامل وي. د دې سکول سره، د خېبرپښتونخوا پولیسو مقصد دا دی چې د تحقیق او شواهد راټولولو مهارت ته وده ورکړي، په ځانګړې توګه د هغه پوليسو چې د ترهګرۍ په کيسونو باندې کار کوي.

دراني پاکستان فارورډ ته وويل، "د سي ټي ډي هيډ کوارټر لپاره ټاکل شوی ځای به نه یوازې دا سيمه چې يو ځل ناکراره وه خوندي کړي، بلکې دا به په پېښور باندې د ښار د دې طرف نه د هر ډول بريدونو په مخنيوي کولو کې هم مرسته وکړي."

هغه وويل، نوی هيډ کوارټر د ګرينډ ټرنک روډ نه لږ تر لږه په ۵ کيلومتره فاصله باندې واقع دی او په اسانۍ سره ورته رسايي حاصله ده. هغه زياته کړه، حکومت په کلي کې د ځمکې انتخاب وکړو ځکه چې په دې باندې په ښار کې د ډيرو ځمکو په پرتله کم لګښت راځي.

هغه وويل: "د ترهګرۍ سره د مبارزې ځواک هيډکوارټر جوړول به په سيمه کې د پوليسو شتون يقيني کړي، چې د جرم او تروریزم په له منځه وړلو کې به ګټور وي." نوموړي زياته کړه چې د سي ټي ډي نوی هيډ کوارټر به هم په سيمه کې پرمختګ ډاډمن کړي."

تروریستي پلانونه ماتول

د پوليسو اوسني او پخواني چارواکي وايي چې په پېښور کې امنيت د سي ټي ډي پولیسو له کبله په پراخه توګه ښه شوی دی. هغوی دا خبره نوټ کړه چې د نوي هيډ کوارټر جوړول يوه بله کاميابي ده.

د سي ټي ډي پخوانې سينير سپرنټنډنټ آف پوليس آپريشنز ميا سعید پاکستان فارورډ ته وويل: "د خیبر پښتونخوا سي ټي ډي د ځانمرګي بريدونو، شوکو، هدفي وژنو او د پيسو لپاره د اغوا ګڼ شمیر ستر کیسونه حل کړي دي او په صوبه کې يې په امن بحالولو کې مهم رول لوبولی دی."

سعيد په دغه پوسټ باندې د نومبر د پای پورې کار وکړو او اوس د مردان ډسټرکټ د پوليسو مشري کوي.

هغه وويل: "د بريدونو د مخنيوي لپاره د سي ټي ډي غبرګون د پام وړ دی." نوموړي زياته کړه چې دغه ادارې يو شمير بريدونه ناکامه کړي دي او ترهګر يې د خپل پلانونو ترسره کولو نه مخکې نيولي دي.

هغه وويل: "سي ټي ډي، پوليسو او نورو امنيتي ادارو په تيرو څو کلونو کې د يو شمېر وسله والو نيولو، چاودېدونکي توکي ترلاسه کولو، او تروريستي بريدونو شنډولو سره د پام وړ کارونه ترسره کړي دي."

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۴ کال کې په ټولو څلورو صوبو کې سي ټي ډي جوړه کړه چې په خپلو اړوندو سیمو کې وسله وال ونيسي. دغه ځواک په تېرو دوو کلونو کې، د ريګولر پوليسو او نورو امنيتي ادارو په مرسته، د بهتې اخيستلو ډلې، هدفي قاتلان او بريد کوونکي نيولي دي.

د اکتوبر په مياشت کې، سي ټي دي په پېښور کې په دوو بريدونو کې د داعش څلور شکمن تسهيل کونکي او بهرتي کونکي ونيول.

د سي ټي ډي يو چارواکي پاکستان فارورډ ته وويل چې سي ټي ډي په پېښور کې د جون او سپتمبر تر منځ د داعش لږ تر لږه څلور نور شکمن غړي ونیول.

ظفر الله، د خیبر پښتونخوا د پولیسو یو پخوانې انسپکټر جنرل، پاکستان فارورډ ته وويل: "سي ټي ډي، د نورو قانون پلي کوونکو ادارو سره په امن بحالولو کې د پام وړ کار ترسره کړی دی."

هغه وويل: "دغه ځواک ته مناسب سهولتونه ورکول به د دوی کارکردګي نوره هم ښه کړي." نوموړي زياته کړه، پکار ده چې سي ټي ډي پوليسو ته غټې تنخواګاني ورکړې شي او هغوی ته په خوندي ځایونو کې دفترونه او استوګنې ورکړی شي.

هره ورځ د خطر سره مبارزه کول

ظفر الله وويل چې وسله وال زياتره سي ټي ډي افسران د دوی د کار د نوعيت له وجې تهدیدوي او هغوی په نښه کوي.

د مثال په توګه، وسله والو د دسمبر په ۱۰مه د پولیسو ډپټي سپرنټنډنټ رياض الاسلام په خپل ګاډي کې هغه وخت په مرګوني ډول وويشتو کله چې هغه په پيښور کې خپل کور ته نږدې په یو جومات کې د ماښام د لمانځه نه وروسته کور ته راتلو.

ظفر الله وويل: "د سي ټي ډي افسرانو ته د ګواښ کمولو لپاره نور اقدامات هم اخيستل پکار دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500