ځوانان

پاکستان په سلګونو پخواني وسله وال ځوانان د انتهاپسندۍ نه راړوي

جاويد محمود لخوا

يو پاکستانې هلک چې د طالبانو سره یې کار کوو د ۲۰۱۱ کال د جولای په ۵ مه په مدين، سوات کې د پوځ په سباون مهارت مرکز کې په يو کلاس کې ګډون کوي. پاکستان کوشش کوي چې هغه ځوانان د انتهاپسندۍ نه راواړوي د کومو چې ذهن سازي شوې ده. [ای ايف پي / فاروق نعیم]

يو پاکستانې هلک چې د طالبانو سره یې کار کوو د ۲۰۱۱ کال د جولای په ۵ مه په مدين، سوات کې د پوځ په سباون مهارت مرکز کې په يو کلاس کې ګډون کوي. پاکستان کوشش کوي چې هغه ځوانان د انتهاپسندۍ نه راواړوي د کومو چې ذهن سازي شوې ده. [ای ايف پي / فاروق نعیم]

اسلام اباد - پوځ او د بغاوت ضد کارپوهانو وويل، په سلګونو پخواني وسله وال ځوانان د انتهاپسندۍ نه راړولو او بيارغونې په پروسه کې بوخت دي، چې مقصد يې دغه خلک د پاکستان په ټولنه کې بيا شاملول دي.

په اسلام اباد کې د ستراتیژیکي څېړنو انستیتوت (آی ايس ايس آی) د نومبر په يو رپوټ کې چې "د پاکستان د تروريزم پر وړاندې مبارزه: پوځي او ملکي تګلاره " په نامه ياديږي وويل: د سول سوسايټې تنظيمونه د پاکستاني پوځ په ملاتړ "په ټول هېواد کې شپږ لوی د انتهاپسندۍ نه راړولو پروګرامونه ترسره کوي: يعنې سباون (د سهار رڼا)، مشال (څراغ)، راستون (بېرته راتلل)، سپرنګ (پسرلی)، نوی سهار (نوی سهار) او هيله (اميد)."

په راپور کې ويلی شوي چې په سوات کې د پاکستاني طالبانو په وړاندې د راه راست (صحيح لاره) عملياتو مکمل کيدو وروسته "د پاکستان لومړي د انتهاپسندۍ نه د راړولو پروګرام په سپتمبر ۲۰۰۹ کال کې پيل شو."

دا وايي: "په دغه عملياتو کې زياتره وسله وال ځوانان وو چې د ځانمرګي بريد کونکو ټريننګ ورته ورکړی شوی وو." "د دې خبري ضرورت محسوس شو چې د ياغيانو د بيا رغونې پروګرام معرفي کړي."

په سوات او پنجاب کې د انتهاپسندۍ نه د راړولو پروګرامونه

په رپوټ کې ويلې شوي چې په سوات کې د انتهاپسندۍ نه د راړولو په پروګرام کې سباون د هغه وسله والو لپاره دی د کومو چې عمرونه د ۱۲-۲۵ کلونو تر منځ دی، راستون د هغه کسانو لپاره دی د کومو چې عمرونه د ۱۹-۲۵ تر منځ دی او مشال د وسله والو کورنيو لپاره دی. دغه پروګرامونو داسې جوړ کړی شوي دي چې د بحال شوي افرادو د پاملرنې او څارنې په اړه پوهاوي رامنځته کوي.

سباون د ممکنه ځانمرګي بريد کوونکيو په بيارغونې کې تخصص لري، په داسې حال کې چې راستون او نور ټول مرکزونه د پخواني وسله والو مختلف ګروپونو تربيت کوي.

پوځ، چې دغه مرکزونو چلوي، عموما د خپلو عملیاتو په اړه شميره پټه ساتي، خو سباون د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ نږدې ۲۰۰ پخواني وسله وال بحال کړي دي.

د معلوماتو له مخې، راستون تقریبا ۱،۲۰۰ کسان بحال کړي دي.

دغه شان د انتهاپسندۍ نه د راړولو پروګرام چې د سوات سباون مرکز په موډل جوړ شوی دی په پنجاب کې د ۲۰۱۲ کال راهیسې فعاليت کوي.

په راپور کې ويلې شوي چې دا په پخواني وسله والو چې د ګروپونو لکه لشکر طیبه (ايل اي ټي)، جیش محمد (جی اي ايم) او د شیعیه ګانو ضد وسله والو ډلو لکه لشکر جنګوي (ايل اي جی) او سپاه صحابه پاکستان (ايس ايس پي) سره تړاو لري باندې تمرکز کوي.

د څو کالو په عملياتو کې، دغه پروګرام د سلګونو پخواني وسله والو تربيت کړی دی چې د يو عام اتباع په توګه فعاليت وکړي.

په راپور کې ويلې شوي چې "دا پروګرام په نظرياتي عقايدو اوپه رويه کې د بدلون راوستلو طريقې باندې مشتمل دی." دا " د مخنيوي، بيارغونې او وروسته پاملرنې څو اړخیزه ستراتیژۍ باندې جوړ کړی شوی دی، چې "دا درې ماډله لري: نفسياتي تشخيص، مذهبي بيارغونې او پیشه ورانه ټريننګ."

د وسله وال ایډیالوژۍ سره مبارزه

د سول سوسايټۍ غړو او د امنيت شنونکي په دې خبره زور ورکوي چې د پخواني وسله والو بيارغوني دې وکړی شي او هغوی دې په ټولنه کې بيا شامل کړی شي.

په اسلام اباد کې يو تهينک ټينک، د څېړنې او د امنیت د مطالعاتو مرکز، ايګزيکيټيو ډايريکټر امتياز ګل وويل: "د انتهاپسندۍ نه د راړولو پروګرام د هغه ځوانانو لپاره ډېر مهم دی ... کومو چې د وسله وال ډلو ایډیالوژي ترلاسه کړې ده."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "په زرګونو خلک، د ځوان هلکانو او تنکي ځوانانو په ګډون، افراطي شوي دي چې د هغوی بیا بحالي ضروري ده."

هغه وويل، حکومت بايد په ټول پاکستان کې د انتهاپسندۍ نه د راړولو پروګرام د پراخه کولو لپاره زیات وسايل او فنډونه ورکړي. هغه د پاکستان "په زرګونو" خلکو ته اشاره وکړه کوم چې د طالبانو لخوا د اسلام په نامه د ناوړه تشريح ښکار شوي وو.

"دا يو ستونزمن کار دی چې په زرګونو افراطي وسله وال د انتهاپسندۍ نه راواړوي او بحال کړي، خو دا ناممکنه نه ده."

هغه وويل: "د پاکستان پوځ زيات تره پروګرامونو چې د وسله والو بيارغاوني او د انتهاپسندۍ نه د راړولو لپاره پيل کړل ته فنډونه ورکوي، خو ملکي حکومت ته هم پکار ده چې په دې پروسه کې ګډون وکړي چې په ټولنه کې مطلوبه بدلون راولي."

پخواني وسله وال او کورنۍ نورمال کول

په پېښور کې د امنیتي چارو کارپوه او د فاټا پخوانې امنيتي سيکريټري ريټايرډ بريګيډير محمود شاه وويل، پوځ د وسله والو د بيا بحالۍ لپاره د سول سوسايټې او انجوګانو سره مرسته کوي. په دغه وسله والو کې هغه تنکي ځوانان شامل دي کوم چې په اسانۍ سره د وسله والو د غلطې نظريې ښکار کيدی شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "طالبانو د يو شمير هغه ځوانانو او ماشومانانو ذهن سازي کړې ده کوم چې د اسلام په اړه ډېر معلومات نه لري. دغه خلک د انتهاپسندۍ نه راړولی او بیا بحال کولی شي چې زمونږ په ټولنه کې د اورپکۍ مخنيوی وکړی."

شاه وويل: "ما د سباون ليدنه کړی ده چې د سوات په سيمه ملاکنډ کې تر ټولو لوی مرکز دی. هلته کې نفسياتي ډاکټران، ديني عالمان او استاذان ځوان وسله والو ته تربيت ورکوي او هغوی په يو مهذبه وګړې کې بدلوي."

هغه وويل: "دا يو ډېر ښه کار دی چې په سلګونو وسله وال عادي کوي، په ځانګړې توګه تنکي ځوانان چې د دې ټولنې يو ځل بيا يوه برخه جوړيدل غواړي."

شاه وويل، پوځ، په داسې حال کې چې مختلف عمليات ترسره کوي، يو شمير ځوانان ونيول چې اوس د بيارغونې تربيت ترلاسه کوي. هغه زياته کړه، "د انتهاپسندۍ نه د راړولو پروګرام د دوی لپاره لارې چارې پرانزي چې خپلو کورنيو او کلیو ته واپس راشي او انتهاپسندي پریږدي.

هغه وويل، هغه ماشومانو چې د انتهاپسندۍ نه د راړولو په پروګرام کې ګډون کوي، د هغوی مور او پلار هم ټريننګ ترلاسه کوي. دا ټريننګ دوی ته ښيي چې څنګه به د دغه ماشومانو خيال ساتئ ځکه چې دوی دوباره بيا د وسله والو په منګولو کې ور نه شي.

شاه وويل، د هغه وسله والو کونډې چې په تروريستي فعالیتونو کې مړه شوي، هم د بيارغونې په پروګرامونو کې ګډون کوي.

په ديني مدرسو کې اصلاحات پلي کول

په کراچۍ کې د امنیت شنونکی ريټايرډ کرنل مختار احمد بټ وويل، اورپکي به د طاقت په زور يوازي ختمه نه کړی شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "حکومت بايد د انتهاپسندۍ نه د راړولو پروګرام د هيواد په ټولو برخو کې شروع کړي چې د ترهګرو او وسله والو په ذهنیت کې بدلون راولي."

هغه وويل، هغه مدرسې چې د وسله والو پلوه نظريې لري بايد په دې پروګرام کې شاملې کړې شي. بټ وويل، "په زرګونو ځوان طالب علمان په مذهبي ادارو کې تعليم ترلاسه کوي. دغه مدرسې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره تعلق لري."

هغه وويل: "د حکومت او سول سوسايټو شموليت ډير مهم دی چې د ترهګرۍ بلا یو ځل او د تل لپاره ختمه کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا هم يو ډېر ښه کوشش دی. په دې سره به په زرګونو کسان په پاکستان کې دننه بيا بحال شي. دغه کسان به د هېواد د پرمختګ لپاره ګټور ثابت شي. دښمنۍ ختميدی شي او د نيول شويو کسانو، چې نه ژوندی دي او نه مړه، مور او پلار هم د دې غم نه خلاصی ترلاسه کولی شي. الله دې دا کوشش د بد نظر نه وساتي، آمين.

ځواب