امنیت

په خلیج کې د امریکې سمندري پوځ په سیمه کې استحکام لوړوي: کارپوهان

په مسقط کې د فتح الله مخلص لخوا

[د ګائډیډ توغندي د تباهۍ امریکائ بیړې (DDG 94) کارکونکي په نومبر کښې د یو مصیبت ځپلې ایراني کشتې ملګرتیا کي [د امریکې د بحري قواو په شکریه

[د ګائډیډ توغندي د تباهۍ امریکائ بیړې (DDG 94) کارکونکي په نومبر کښې د یو مصیبت ځپلې ایراني کشتې ملګرتیا کي [د امریکې د بحري قواو په شکریه

د امریکې سمندري پوځونه چې د خلیج په سمندرونو، خلیج عمان، بحر احمر، بحر عرب او په بحر هند کې استول شوي دي د نړيوال سمندري شراکت يوه برخه ده چې د ملکي سمندري ترافيک ساتنه کوي.

د ۲۸ هيوادونو ګډ بحري پوځونو پرسونل او بیړۍ په درې مهم کاري پوځونو باندي مشتمل دي چې د سمندري غلو په وړاندې مبارزې پاليسۍ او د ترهګرۍ پر ضد عملياتو ترسره کولو له لارې د ملکي سمندري ترافيک ساتنه کوي.

د سمندري پوځونو چارواکي وايي، د دې عملياتو د ملاتړ نه علاوه، د امریکې د بيړو پنځمې ډلې په سيمه بيز سمندرونو کې په ګڼ شمېر ريسکيو عملیاتو کې برخه اخيستي ده او په سخت وخت کې یې په انجینري، میخانیکي او طبي برخو کې مرسته کړې ده.

هغوی وويل، د ۲۰۱۲ کال راهیسې، د امریکې سمندري پوځونو په مرکزي کومانډ کې استول شوي بېړو د ۳۰ څخه زياتو موقعو باندې د ماڼوګانو سره مرسته کړې ده، چې په دې کې د ایران ۱۳ ماڼوګان هم شامل وو.

دا د ایران د مصيبت زده بيړیو سره مرسته کوي

د نومبر په ۱۸مه، د يو ايس ايس نټزي بيړه د درې ایراني کب نیونکيو بچ کولو لپاره راغله. د هغوی وړه بيړۍ د خرابي بيټړۍ د وجې راګيره شوې وه.

د ګايډډ مزايل ډسټراير عملې، چې د خليج په سمندرونو کې د امنیتي عملیاتو ملاتړ لپاره استولی شوې ده، دغه کښتۍ په ګوته کړه او کب نیوونکيو ته يې یوه نوي بیټري او اوبه ورکړې.

يو څو ورځې وروسته، د نومبر په ۲۹مه، د امریکې دوه جنګي بېړۍ چې په سمندر کې د امنیتي عملیاتو ملاتړ لپاره استول شوي وي د ایران شپږ مصيبت زده ماڼوګانو مرستې لپاره راغلې.

د امریکې سمندري پوځونو مرکزي کومانډ وايي، چې يو ايس ايس هاپر او يو ايس ايس مانټيري د راډيو له لارې د ايران يوې وړوکي کب نيونکی کښتۍ څخه د خطر د حالت يو کال ترلاسه کړو.

سمندري پوځونه وايي، چې په ځواب کې، مانټيري خپل هيلي کاپټر واستوو چې دغه کښتۍ پیدا کړي، په داسې حال کې چې هاپر خپل بوردينګ ټيم چمتو کړو چې د بيړۍ چلونکيو سره فوري مرسته وکړي.

کله چې د هاپر ماڼوګانو بېړۍ ته ورسيدل، دوی وموندل چې شپږ واړه ماڼوګان ناروغه وو. د هاپر ماڼو ګانو ایراني عملې ته دوايانې ورکړې او د هاپر ماڼوګان هله لاړل کله چې هغوی دا يقيني کړه چې عمله ټهيک ده.

د هاپر کومانډينګ افسر، کومانډر جې ډي ګيني وويل: "د نړيوال قانون مطابق، موږ په خطر کې د ماڼوګانو سره د مرستې لپاره خپل روايت ته دوام ورکوو او فخر کوو چې موږ د خپلو ملګرو ماڼوګانو سره مرسته کړې ده."

سمندري امنيتي ملاتړ

په عمان کې د ستراتیژۍ کارپوه او د سمندري قانون متخصص سليمان السويدي المشارق ته وويل، "په خلیج او بحر عمان کې د امریکې موجودګي ډیره مهمه ده او د ټولو هېوادونو لپاره ګټوره ده."

هغه وويل، دا د نړۍ د تیلو رسولو د جریان ساتنه کوي او دا يقيني کوي چې دا د يوې پارټۍ، چې په سيمه کې ټنشن رامنځته کولی شي او د نړۍ اقتصاد ته زيان رسولی شي، د کنټرول لاندې را نه شي.

هغه زياته کړه: "د امریکې سمندري پوځونو، د ګاونډي هيوادونو سمندري پوځونو په همکارۍ سره، د سمندري غلو د مخنيوي کولو او نړیواله سوداګرۍ د خطر نه په خوندي ساتلو کې مرسته کړې ده. دغه خطر د ماڼوګانو ژوند ته ګواښ کوي او همدارنګه سامانونو او نورو څيزونو ته زيان رسوي."

السويدي وويل: "د دوه اړخیز او ډله ايز اړیکو او د همکارۍ معاهدې [د امریکې د موجودګۍ] ته وده ورکوي او په سیمه کې د هیوادونو تر منځ، او په ځانګړي توګه د خلیج هیوادونو او د امریکې ترمنځ متوازن اړیکې يقيني کوي،."

په عمان کې د نړیوال اړيکو کارپوه جاسم الشمسي المشارق ته وويل، د خلیج د هيوادونو د همکارۍ شورا (جي سي سي) او د امریکې د پوځ تر منځ اړیکي ډيري "ښه" دي.

"امريکا په هغه سيمه کي خپل خدمتونه وړاندي کوي کوم چې نظرانداز کیدی نه شي په ځانګړي ډول په خلیج، بحر عمان، شمالی بحر عرب، بحر عدن او بحر احمر کې د اوبو ساتنه کوي.

د پام وړ بشري رول

الشمسي وويل، د امریکې سمندری پوځونه چې په سیمه ییز سمندرونو کې استول شوي دي هم د پام وړ بشري رول لوبوي. هغوی په ريسکيو عملیاتو کې مرسته کوي. هغوی دغه مرسته د خلکو د هويت په پرتله کوي کله چې دوی د مرستې لپاره درخواست وکړي.

هغه وويل: "هغوی هميشه له هر چا سره مرسته کوي او هغوی دا نظريه لري چې دوی انسانان دي او دوی ته د مرستې او مدد ضرورت دی."

په مصر کې د ناصر پوځي اکاډمۍ د ستراتیژۍ کارپوه ميجر جنرل احمد عبدل حليم وويل: "د ريسکيو عملیات د بشري پروتوکول، چې ماڼوګان يې ترسره کوي، يوه برخه ده، خو يو شمېر د مصيبت کالونه نظرانداز کوي او ځيني ډېر ژر ځواب ورکوي."

هغه وويل، د امریکې سمندري پوځونو د نومبر په ۱۷مه د ايران درې کب نيونکيو د مصيبت کال ته ډير ژر ځواب ورکړو.

هغه وويل: "د امریکې پوځونو د خپلو بشري مرستو له کبله ډيره ستاينه ترلاسه کړه، ځکه چې دوی په خپل ډير زاړه راويت باندې کار کوي او له پوځي ملاحظاتو نه سياسي اختلافات لري ساتي او دوی د دې خبرې انتخاب کوي چې د مرستې کارونه دې د بشریت په خاطر ترسره شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500