تروريزم

افغان اورپکي په جوماتونو کې دننه د مسلمانانو وژلو ته دوام ورکوي

د نجیب الله راپور

یو کس د خپلو هغو خپلوانو د شیانو ترڅنګ ژاړي چې د جولای د ۲۳مې په جوړه بمي چاودنو کې چې په کابل کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې وشوې ووژل شول. داعش د دغې بمي چاودنې، چې لږ تر لږه ۸۰ کسان یې ووژل، مسؤلیت پرغاړه واخیست. [شاه مری/ای اېف پي]

یو کس د خپلو هغو خپلوانو د شیانو ترڅنګ ژاړي چې د جولای د ۲۳مې په جوړه بمي چاودنو کې چې په کابل کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې وشوې ووژل شول. داعش د دغې بمي چاودنې، چې لږ تر لږه ۸۰ کسان یې ووژل، مسؤلیت پرغاړه واخیست. [شاه مری/ای اېف پي]

کابل -- افغان چارواکي او مذهبي علما وایي، اورپکي په افغانستان کې خپل ویجاړوونکي کمپاین ته په دوام ورکولو سره ښیي چې هغوی جوماتونو او نورو عبادت ځایونو ته هېڅ درناوی نه لري.

د افغان ولسمشر اشرف غني د مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په وینا، د تېرو دوه میاشتو په بهیر کې، اورپکو ۵۰ جوماتونه، او نورې ودانۍ او عامه مرکزونه ویجاړ کړي یا په بل ډول خراب کړي دي.

مرتضوي د نومبر د ۲۹مې په یوه خبرپاڼه کې وویل، په دغه وخت کې اورپکو ۳۰۲ ښوونځي، ۴۱ روغتیایي مرکزونه، ۵۳۰۵ کورونه، ۱۸۱۸ دوکانونه، یوه حکومتي وداني، ۶ پلونه، ۲۹۰ لارې، ۱۷۰ د فاضله اوبو کانالونه، ۱۲۳ کیلومتره سرکونه، ۲۰۳ محافظتي دېوالونه او ۸۴ د خدمت مرکزونه ویجاړ کړي یا خراب کړي دي.

د مذهبي عقایدو سپکاوی

افغانان دغه ډول عملونه چې د طالبانو، داعش او نورو اورپکو ګروپونو له خوا د اسلام په نامه ترسره کیږي په کلکه غندي.

مذهبي علما وایي، د جوماتونو او نوروعبادت ځایونو ویجاړول غیر اسلامي او د ټولو مذهبي ارزښتونو خلاف عمل دی.

په کابل کې مېشت یو مذهبي عالم عبدالاحمد محمدیار وایي، «جومات یو مقدس ځای دی ځکه چې خلک هلته د دې لپاره ورځي چې عبادت وکړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغه کسان چې جوماتونو ته د عبادت لپاره ځي باید د ارام احساس وکړي او باید وکولی شي چې په سوله ییز او ارام مغز او اروا سره عبادت وکړي،»

هغه وویل، «له بده مرغه ترهګر چې په هېڅ دین یا مذهب عقیده نه لري، جوماتونه ویجاړوي او په دغو سپیڅلیو ځایونو کې مسلمانان وژني،»

په کابل کې یوه ۲۷ کلن زده کوونکي الیاس رشید سلام ټایمز ته وویل، «هغه څه ته چې خلک یې مقدس ګڼي دغه ډول لوی سپکاوی د دې هېواد په تاریخ کې بې ساري دی،»

هغه وویل، مسلمانان جوماتونو ته د دې لپاره ځي چې په ارام مغز سره عبادت وکړي، او زیاته یې کړه چې اوس ترهګرو له هغوی څخه دغه اعتماد لوټلی دی.

د کابل پوهنتون یوې ۲۵ کلنې محصلې اسما هوتکي پوښتنه وکړه، «ولې ترهګر، چې ادعا کوي چې هغوی د خدای لپاره جنګ کوي، د خدای کورونه او عبادت ځایونه ویجاړوي؟»

هغې وویل، ترهګر د قدرت او ترهګرۍ تر څنګ نور په هېڅ شي باور نه لري.

په کابل کې د نومبر په ۲۱مه په باقرالعلوم جومات باندې ځانمرګي برید ته په اشارې سره، د دغه ښار یوه ۴۷ کلن اوسېدونکي یعقوب وویل، «د ډېرو بې ګناه خلکو په شهادت او د جومات په ویجاړېدا سربېره، ما په خپلو سترګو ولیدل چې د پاک قران څو نسخې څیرې شوې او په وینو ککړې شوې وې،»

هغه وویل، «اورپکي څنګه کولی شي ادعا وکړي چې هغوی د اسلام دفاع کوي، په داسې حال کې چې جوماتونه ویجاړوي او د خدای سپیڅلی قران سوزوي؟»

جوړونه او بیا رغونه

افغان حکومت د جوماتونو د جوړونې او بیا رغونې لپاره د بودجې د اختصاص اعلان کړی دی.

په کابل کې د ډسمبر په ۱۱مه د حضرت محمد (ص) د زېږون د ورځې په مناسبت ترتیب شويو مراسمو کې غني وویل چې حکومت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د جوماتونو د جوړونې او بیا نوي کوونې لپاره ۱۰ میلیونه ډالر (۶۷۱.۸ میلیونه افغانۍ) اختصاص کړې دي.

غني په مذهبي علماوو باندې تاکید وکړ چې په حقیقت باندې رڼا واچوي او غولېدلو افرادو ته چې د جګړې او ویجاړۍ په اړخ کې جګړه کوي، توصیه او لارښوونه وکړي.

عادي افغانان د کابل د دغه ګام ستاینه کوي او په اورپکو باندې تاکید کوي چې خپله جګړه او ویجاړتیاوې ودروي.

د کابل یو ۳۵ کلن اوسېدونکی محمد حسن عبدالاهي وایي، د هغو خلکو اکثریت چې د بې لارې ګروپونو په دام کې نښلي داسې ځوانان دي چې هغوی د ترهګرو له سیاستونو او تکتیکونو څخه ناخبر دي.

هغه وویل، «خو اوس، د جوماتونو له ویجاړولو او د خدای د کتاب له سوزولو څخه وروسته، په کار دی چې دغه ځوانان پوه شي چې هغه ګروپونه د اسلام مدافعان نه دي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500