ځوانان

د اسلام اباد ليو کلب ځوانان د نشه يي توکو او تشدد نه لري ساتي

جاويد محمود لخوا

د اسلام آباد ګليکسي ليو کلب غړي د اګست په مياشت کې ښودل شوي دي، دوی په ښار کې ونو بوټو لګولو ته وده ورکوي. دا کلب په پاکستان کې د تعليم او د سواد پوهاوي رامنځته کوي. [جاويد محمود]

د اسلام آباد ګليکسي ليو کلب غړي د اګست په مياشت کې ښودل شوي دي، دوی په ښار کې ونو بوټو لګولو ته وده ورکوي. دا کلب په پاکستان کې د تعليم او د سواد پوهاوي رامنځته کوي. [جاويد محمود]

اسلام آباد -- د کلب منتظمین وايي، د اسلام آباد ګليکسي ليو کلب، د ټولنې د خدمت رضاکارانو يوه ډله، د اسلام اباد-راولپنډۍ په شوخوا سیمو کې ځوانانو ته واک ورکوي چې دوی دې د ټولنی فعال او سوله ايز غړي جوړ شي.

په اسلام آباد کې د قايد اعظم يونيورسټۍ د سياسي علومو يو طالب علم، ممتاز عباسي، يو څو کاله مخکې دغه کلب جوړ کړو چې په ځوانانو کې د نشه يي توکو او سمګلنګ د خطر په اړه پوهاوي رامنځته کړي.

اوس دا کلب، چې د لاين کلب انټرنيشنل سره تړاو لري، ۲۰ غړي لري او د خپل کار دايرہ يې پراخه کړې ده.

کنزه پاکستان فارورډ ته وويل: "زه به ژر د خپل کلب ټیم غړي د ۳۰ پورې پراخه کړم چې د ټولنې د خیر ښیګړې په کار کې لکه د بوټو لګول، د يتيمانو سره ورځ تيرول ... او د پوهاوې په مختلفو کمپاینونو کې ګډون کول، چې د نشه يي توکو د استعمال مخنيوی کوي او په ټولنه کې زغم، تعليم او صحت ته وده ورکوي، خپله برخه زياته کړو."

کنزه د پاکستان اينټې نارکوټکس فورس (ای اين ايف) ځوانه سفيره ده، د ځوانانو د ملي شورا غړي هم ده او د ويمن چارټر، چې د هغې په يونيورسټۍ کې يو کلب دی، مشره ده.

هغې وويل: "زه غواړم چې خپلو خلکو، د خپل هیواد او د خپل هيواد د ځوانانو سره مرسته وکړم. زه دا مرسته په ځانګړي ډول د خپل اطمينان لپاره کوم چې زه له هيڅ افسوس نه بغير د خپل ځان محاسبه وکړم ... او په دې ويلو سره چې ما يو ناممکنه کار کړی دی."

د کلب يو غړي، اسامه امتياز، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ خوشحالي او اطمينان محسوسوو کله چې موږ په سماجي فلاحي پروجيکټونو کې ګډون کوو."

د ليو کلب يو بل غړي، احمد جنید، وويل: "موږ به خپل ډير کوشش کوو چې ضرورت مندو خلکو ته ورسو او د پاکستان د سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره کار وکړو."

د نشه يي توکو په وړاندې مبارزه

کنزه وويل، د کلب غړو په مختلفو تعليمي ادارو او نورو ځايونو کې کنفرانسونه او سیمینارونه ترسره کړل چې د سماجي سوکالۍ او د ضرورت مند خلکو سوکالۍ، په ځانګړي ډول د ماشومانو، اهميت په ګوته کړي.

هغې وويل: "د اسلام آباد ګليکسي ليو کلب يو مقصد دا هم دی چې د ټولنې څخه د نشه يي توکو لعنت ختم کړي."

هغې وويل: "دغه غړي د ځوانانو، په ځانګړې توګه طالب علمانو، حوصله افزايي کوي چې په په صحتمند فعاليتونو کې ګډون وکړي او د تشدد او عدم برداشت نه ډډه وکړي او په يو قوي ټولنې جوړولو کې خپل رول ولوبوي."

کنزه وويل، په ۲۰۱۵ کال کې، ای اين ايف مختلفې نشه يي توکي چې د ۲.۹ ميليارده امريکايي ډلرو ( ۳۰۴ ميليارده پاکستانۍ روپو) وو ضبط کړل او تباه کړل، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۶ کال په لومړيو لسو مياشتو کې، ای اين ايف ۱.۹ امريکايي میلیارده ډالرو (۱۹۹.۲ میلیارده پاکستاني روپو) نشه يي توکي ترلاسه کړې چې په دې مياشت کې به تباه کړی شي.

هغې وويل، د نشه يي توکو سمګلنګ خلاف د ای اين ايف مبارزه او د عامه پوهاوي پروګرامونو په ټولنه کې د نشه يي توکو د استعمال په مخنيوي کولو کې مرسته کړې ده.

په سماجي سوکالۍ کې ځوانان بوخت کول

په پاکستان کې نوري خيراتي ادارې هم ځوانان په کارونو کې د بوخت کولو د اهمیت اعتراف کوي.

عبدل ستار ايدهي محمد سعد، د مرحوم مولانا عبدل ستار ايدهي لمسي، چې پاکستان کې يې ايدهي فاونډيشن جوړ کړو، وويل: "پاکستان يو ترقيافته هېواد دی، او د مهم ټولنيزو مسايلو، د سوکالۍ کارونه او د محرومه خلکو سره خیر ښیګړه کول ډیر ضروري دي."

هغه پاکستان فارورډ ته د کراچۍ نه وويل، "موږ به په خپلو راتلونکي سماجي سوکالۍ پروجيکټونو کې ځوانان او طالب علمان شامل کړو."

سعد، چې هغه د خپل نيکه د فاونډيشن سره کار کوي، وويل: "په راتلونکو څو میاشتو کې د دوو جاري پروجيکټونو مکمليدو وروسته، موږ به طالب علمان او ځوانان په پاکستان کې د سوکالۍ او د انساني خدمت پراخه کولو کې بوخت کړو."

ايدهي د پاکستان تر ټولو لويا خيراتي اداره ده.

د کراچۍ روزينه جلال، چې د فيډريشن آف پاکستان چيمبرز آف کامرس اينډ انډسټري مشره ده، وويل: "په پاکستان کې د قومي ترقۍ لپاره سماجي سوکالي ډيره ضروري ده، او هر يو کس له پکار ده، که هر څومره ذرايع لري، چې د مستحقو خلکو په خیر ښیګړه کې مرسته وکړي."

هغې پاکستان فارورډ ته وويل، " زموږ په هېواد کې په ميليونونو خلک د فقر تر کرښې لاندې -- د ژوند تيرولو ډيره افسوس ناکه طريقه -- ژوند کوي او په پاکستان کې ټول مالدار خلک باید د ټولنې محرومه خلکو د ژوند ښه کولو کې خپل رول ولوبوي."

هغې وويل: "د ايف پي سي سي آی د فليټ فارم نه، موږ د حکومتي چارواکو، صنعتکارانو، امداد ورکوونکو او د مزدورانو د يونين نه غواړو چې د غربت کمولو او ضرورت مند خلکو ته د تعليم، صحت او نور سهولتونه برابرولو لپاره يو ځای شي."

روزينه وويل: "سماجي سوکالي د حکومت او پراييويټ سکټر لپاره يو ستر چيلنج دی او موږ ټولو له پکار ده چې په هيواد کې د ميليونونو غريبانانو سره مرسته وکړو کوم چې ډير ناوړه ژوند تيروي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه ستاسو او ستاسو د ټيم ستاينه کوم. ګرانه، دې ته دوام ورکړئ. "ډيرې ښه" هڅې

ځواب

ډير ښه کوشش! زه ستاسو او ستاسو د ټيم ستاينه کوم.

ځواب

ښاغلو، دا يو ډير ښه کوشش دی. زه ستاسو د کار ستاينه کوم. خدای مو وبخښه.

ځواب