ځوانان

خېبرپښتونخوا موخه لري چې د نوې پاليسۍ په ذريعه ځوانانو ته واک او ترقي ورکړي

جاويد خان لخوا

پاکستاني طالب علمان د ۲۰۱۶ د سپټمبر په ۸ مه د سواد د نړیوالې ورځې په موقع په يو سکول کې په کلاس کې ګډون کوي. [عارف علي/ ای ايف پي]

پاکستاني طالب علمان د ۲۰۱۶ د سپټمبر په ۸ مه د سواد د نړیوالې ورځې په موقع په يو سکول کې په کلاس کې ګډون کوي. [عارف علي/ ای ايف پي]

پېښور-- همکاران وايي، خيبر پښتونخوا (کی پي) د ځوانانو د نوې پالیسۍ له لارې د ځوانانو حوصله افزايي کوي چې په صحت مند تفريحي فعاليتونو کې ګډون وکړي، په داسې حال کې چې دوی ته د تعليم، د مهارتونو پراختیا او کارونو وسایل برابرولی شي.

د دغه پالیسۍ، چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر پرویز خټک یې په پېښور کې د نومبر په ۲۸مه اعلان وکړو، مقصد نوی نسل تعليم او ښه روزګار طرف ته متوجې کول او د اورپکۍ او جرمونو نه لري ساتل دی.

قاضي جلال، یو ځوان رضاکار چې د خېبرپښتونخوا د سياحت، کلتور او د ځوانانو چارو د ډیپارټمنټ سره کار کوي، پاکستان فارورډ ته وويل: " د ځوانانو پاليسي په درې ستنو ولاړه ده -- ټولنيز، سياسي او اقتصادي -- چې د هغې په ذريعه به ځوانانو ته ترقي او واک ورکړی شي."

هغه وويل، چارواکي د ځوانانو حوصله افزايي کول غواړي چې دوی رسمي تعليم تر لاسه کړي، پوهاوي رامنځته کړي او دوی ته د مهارتونو پراختیا ورکړي.

د خېبرپښتونخوا اعلی وزير پروېز خټک په پېښور کې د نومبر په ۲۸مه د ځوانانو د نوي پاليسۍ اعلان کوي. [جاويد خان]

د خېبرپښتونخوا اعلی وزير پروېز خټک په پېښور کې د نومبر په ۲۸مه د ځوانانو د نوي پاليسۍ اعلان کوي. [جاويد خان]

هغه وويل: "د پالیسۍ له مخې، ځوانانو ته به تخنیکي تعليم ورکولی شي او دوی ته به د عمومي مهارتونو په اړه تدريس ورکړی شي چې دوی د خپل روزګار انتخاب وکړي."

د ځوانانو د پالیسۍ مقصد ځوان نسل ته د ژوند په هره يوه برخه کې د روزګار موقعې برابرول او دوی په مثبت، تفريحي فعاليتونو کې بوخت کول دي.

جلال وويل: "د ځوانانو پاليسي به ځوان نارينه او ښځې په فيصله کولو او د ټولنې په پراختیایي بهیر کې شامل کړي."

هغه زياته کړه، د اقلیتونو او معذورانو لپاره به مواقع موجودې وي.

زيارکښ او څو اړخیزه پلانونه

خټک د نومبر په ۲۸مه په خپل اعلان کې د پالیسۍ لپاره پلانونه په ګوته کړل.

هغه وويل: "د خېبرپښتونخوا حکومت به په ټوله صوبه کې ۳۲ جوان مرکزونه (د ځوانانو مرکزونه) جوړ کړي چې په دې به ا ميليارده روپۍ (۹.۵ ملیونه امريکايي ډالره) لګښت راځي."

دغه مرکزونه به د حکومت سره د پالیسۍ د پلي کولو په برخه کې مرسته وکړي.

هغه وويل، کله چې حکومت خپل ميعاد د ۲۰۱۸ کال په لومړيو کې پوره کړي، په خېبرپښتونخوا کې به د ځوانانو لپاره د ۱۰۰ نه زیات د سپورټ ميدانونه وي.

دا پالیسي دا تجويز وړاندې کوي چې کمپنۍ او تنظيمونه دې ځوانانو ته انټرنشپ، د وظيفې سره چې د دوی د منظور شوي تعداد ۵٪ وي، ورکړي. دا پاليسي دا سپارښتنه هم کوي چې يونيورسټۍ دې ځوانانو ته په خپل کيمپسونو کې د کارونو برابرولو لپاره کوټه مختص کړې چې د هغوی د ټولو داخلو لږ تر لږه ۵٪ وي.

ټولنيز مرستې او د کار د بیمې پروګرامونه به عارضي یا لنډ مهاله بې کاري ختمه کړي. د دې نه علاوه، جامع صحت او د جنس مساوات هم په پالیسۍ کې شامل دي.

خټک دا پالیسي په صوبه کې، چې له کلونو راهسي د اورپکې سره يې مبارزه کړې ده، د ځوانانو د پرمختګ لپاره د یو ستر ګام په توګه وباله.

خټک وويل، د خیبر پښتونخوا حکومت په پام کې لري چې په صوبه کې ۱۵ پروګرامونو انعقاد وکړي چې د ځوانانو سره په ښه روزګار موندلو کې مرسته وکړي.

د هغوی سره په "ذمه دار وګړو" جوړيدلو کې د نورې مرستې کولو لپاره، حکومت اراده لري چې ځوانانو ته رسمي تعليم برابر کړي، چې په دې کې د تعليم لپاره ډير سازگار ماحول برابرول شامل دی.

چارواکي اضافي نوښتونه په پراخه کچه په پام کې لري: د روزګار مشورې، د ذهني دباؤ او غصې کنټرولول او د رضاکارۍ او رهبرۍ مهارتونو ترقي په کې شاملې دي.

د خېبرپښتونخوا د ځوانانو، سپورټ او سياحت وزير، محمود خان، پاکستان فارورډ ته وويل، "د پالیسۍ پلي کول به ځوانان جوګه کړي چې د هیواد په پرمختګ او سوکالۍ کې يو فعال رول ولوبوي."

هغه وويل، دا پالیسي به د ځوانانو اقتصادي او ټولنیز حیثیت ته بې له پام کولو د هغوی د سوکالۍ لپاره یو بنیاد کیږدي. خان وويل: "دا د حکومت اصلي مقصد دی چې په ټوله صوبه کې د ځوانانو لپاره پروجيکټونه شروع کړي."

ليوال ځوانان

زده کوونکي او نور ځوانان د پالیسۍ په اړه ډيرخوشحاله دي.

د پېښور يونيورسټۍ يو ګريجويټ، کاشف خان، پاکستان فارورډ ته وويل، "د صوبې خلک د حکومت څخه غواړي چې دغه پالیسۍ د څه تاخير نه علاوه نافذه کړي ځکه چې دا له مخکې نه ډېره ليټ ده."

هغه وويل: "موږ بايد په ټولو ډسټرکټونو کې د ځوانانو مرکزونه ولرو چې د تعليم يافته ځوانانو د ښه روزګار انتخاب کولو کې رهنمايي وکړي."

ایوب خان، د پېښور يو ځوان کرکټر، وويل: "د تعليم او روزګار نه علاوه، د پاکستان ځوانانو ته د ښه سپورټ سهولتونو، جمنازيمونو او نورو تفريحي سهولتونو ضرورت دی."

هغه وويل چې حکومت بايد په خېبرپښتونخوا کې د هر ډول بين الاقوامي سپورټس ميدانونه بيا معرفي کړي او د خېبرپښتونخوا اتهليټس سره په بين الاقوامي کچه په کاميابۍ ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500