امنیت

په خیبر پښتونخوا بم سکواډ کې د شامليدو له امله د ښځې ستاينه کيږي

جاويد خان لخوا

ښځينه پوليسه رافيعه قسيم بېګ د دسمبر په ۵ مه په نوښار کې د دهماکه خيز موادو معلومولو ټريننګ تر لاسه کوي. [جاويد خان]

ښځينه پوليسه رافيعه قسيم بېګ د دسمبر په ۵ مه په نوښار کې د دهماکه خيز موادو معلومولو ټريننګ تر لاسه کوي. [جاويد خان]

پېښور - د خیبر پښتونخوا (کی پي) پوليس په پاکستان کې له دې کبله تر ټولو مخکې دي چې دوی يوې ښځې ته د ادارې په ستايلې شوی بم ډسپوزل يونټ (‌بي ډي يو) کې د شامليدلو لپاره تربيت ورکوي.

د ټريننګ په تکميل سره، ښځينه پوليسه رافيعه قسيم بېګ به لومړۍ ښځه وي چې په پاکستان کې په بي ډي يو کې د شاميليدو له کبله تاريخ جوړ کړي.

که رافیعه کامیابه شي نو هغه به د خیبر پښتونخوا د پولیسو بي ډي يو برخه جوړه شي. بي ډي يو د ۲۰۰۹ کال راهيسې په زرګونو دھماکه خیز مواد شنډ کړي دي.

د خېبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل (آيي جي پي) ناصر خان دراني پاکستان فارورډ ته وويل: رافيعه "د بمونو شنډولو د ټريننګ انتخاب وکړو."

د ۳۰ نارینه کسانو تر څنګ، رافيعه په نوښار کې د دسمبر په ۵ مه د بم مالومولو او شنډولو د دوو هفتو بنيادي ټريننګ شروع کړو.

ښځې د ترهګرۍ سره جګړه کوي

که څه هم رافيعه به د بي ډي يو لومړۍ ښځينه غړي وي، خو هغه صرف يوازې هغه ښځه نه ده کوم چې په خیبر پختونخواہ کې د ترهګرۍ سره جګړه کوي.

دراني وويل، "موږ له مخکې نه د ښځينه کوماندو يو پلاټون لرو چې هغوی د ترهګرۍ ضد ټريننګونه تر لاسه کړي دي."هغه زياته کړه، چې نوري ښځې به هم د بم شنډلو ټريننګونه تر لاسه کړي."

د خیبر پښتونخوا د پولیسو بي ډي يو په ټوله نړۍ کې د ټولو نه زيات بوخت بم سکواډ په توګه نابللی امتياز لري. د ۲۰۰۹ کال راهیسې، دې سکواډ د ۶،۰۰۰ څخه زیات بمونه شنډ کړي دي، چې په زرګونو کسان او د ملیاردونو روپو ملکیت یې بچ کړي دي.

رافيعه په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ سره په جګړه کې د خطر په اړه وويل، هغه د خپل هېواد او خلکو لپاره يو غير معمولي کار ترسره کولو ته ژمنه ده.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل، "هغه ورځ کله چې زه له پوليسو سره يوځای شومه... په دسمبر ۲۰۰۹ کې، د ډسټرکټ کورټ بهر يو بم وچاوديدو، خو دې پيښې زما حوصله کمه نه کړه."

حتی هغې د خپلې کورنۍ دا خبره هم رد کړه چې په پولیسو کې شامله نه شي. په جنوري ۲۰۱۰ کال کې، هغې په متنو پولیس سټيشن کې کار شروع کړو. په دغه وخت کې د متنو سټيشن په خپله سيمه کې د عادي تروريستي حملو سره مخامخ و.

رافيعه د بي ډي یو د غړو ستاينه وکړه کوم چې د یوې عشرې څخه زیات وخت راهیسې په زرګونو بمونو شنډولو کې خپل ژوند په خطر کې اچولی.

هغې وويل: "زه غواړم چې نړۍ ته وښايم چې زموږ د سیمې ښځې داسې زړورې دي لکه څنګه چې د دوی نارينه کوم چې بمونه شنډوي. هغي وويل، هغې اوس هم د ټريننګ په دوران کې د بي ډي يو حفاظتي کوټ اچولی دی."

رافيعه له مخکې نه د خپلي پیشه ورانه کاميابو له کبله امتياز تر لاسه کړی دی. په اپریل کې، د خیبر پښتونخوا حکومت هغې ته د ښځينه پوليس په توګه د خپلو کاميابو له کبله د هنرهوا (ماهره ښځه) ايوارډ ورکړو.

په پوليسو کې د شاميليدو نه مخکې، هغې په نړيوالو اړيکو او اقتصاد کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټرز ډګري ترلاسه کړه. هغه اوس د قانون ډګري ترلاسه کوي، حتی چې هغه پوره وخت کار کوي.

د يو شمير خلکو لپاره يو رول ماډل

په پېښور کې د تلویزیون يوه ژورنالستې، حسن فارشان، وويل، د رافيعې د کاميابو د ټولو نه ښه اړخ دا دی چې هغې د بي ډي يو د نوکرۍ انتخاب وکړو.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل: "رافيعې يو مختلف او ستونزمن څيز غوره کړی دی." "هغه په ټوله جنوبي اسیا کې غالبا لومړنۍ ښځينه پوليسه ده ... چې بمونه شنډوي."

کله نه چې د رافيعې مشهورتيا خپره شوې ده، خلکو په سوشل ميډيا باندې د هغې ستاينه کړې ده.

يو پاکستاني طالب علم، رفيع الله، په فېس بوک پوسټ ورکړو، "هغه د خیبر پښتونخوا د ښځو او د ټول پاکستان لپاره يو محرک دی."

هغه وويل، هغه د خپلې زړورتيا او د يونيورسټۍ درې ډګرو ترلاسه کولو له کبله د پروموشن مستحق ده.

رمشا، یوې پاکستانۍ ځوانې، په يو ټويټ کې وايي، "شاباش جینئ. رافيعه زموږ د څو جينکو لپاره يو رول ماډل جوړيږي."

د سوشل ميډيا نورو استعمالونکو هم د یو خطرناک کار لپاره د يو سخت ټريننګ انتخاب کولو له کبله د رافيعې ستاينه وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ډيره ښه خبره ده چې يوې ښځې د داسې خطرناک کار انتخاب وکړو. که څه هم، زما دا تجويز دا دی چې د بمونو شنډولو لپاره دې جديد ټيکنالوجي لکه روبوټ استعمال کړل شي.

ځواب