تروريزم

بلوچستان د ترهګرۍ د متوقع پلانونو په وړاندې چمتو دی

عبدل غني کاکړلخوا

پاکستاني ځواکونه په کوټه کينټ کې د دسمبر په ۹مه ساتنه کوي. په کوټه کې امنیت هغه وخت لوړ کړی شو کله چې استخباراتي ادارې د ممکنه ځانمرګي بریدونو په اړه يو بيان جاري کړو. [عبدل غني کاکړ]

پاکستاني ځواکونه په کوټه کينټ کې د دسمبر په ۹مه ساتنه کوي. په کوټه کې امنیت هغه وخت لوړ کړی شو کله چې استخباراتي ادارې د ممکنه ځانمرګي بریدونو په اړه يو بيان جاري کړو. [عبدل غني کاکړ]

چارواکي وايي، په صوبه بلوچستان کې امنیتي ادارې په کوټه کې د متوقع ترهګرۍ پلانونو د مخنيوي لپاره يو ځای کار کوي. دا خبره د ګواښ په هغه خبر کې څرګنده شوه کوم چې د پاکستان استخباراتي ادارې په تېره هفته کې خپور کړی وو.

په کوټه کې د استخباراتو افسر سعد خان پاکستان فارورډ ته وويل، "په کوټه کې امنیت زيات کړی شوی دی." "اضافي امنيتي پرسونل ټولو حساسو سيمو ته استول شوي دي."

د ځانمرګي بريد کوونکو راتلل متوقع دی

هغه وويل، دغه خبر دا په ډاګه کړه چې يوه منع شوي ډلې شپږ ځانمرګي بريد کوونکي تيار کړي دي. کيدای شې چې دغه کسان ځان د قانون پلي کونکو په جامه کې د ظاهرولو کوشش وکړي.

هغه وويل چې د ترهګرۍ پلان د انتقام اخيستلو خواهش له کبله دی. هغه زياته کړه، "[وسله وال] د هغه پنځه وسله والو قوماندانانو بدله اخلي کوم چې د دسمبر په ۵ مه په پشين ډسټرکټ کې د امنيتي ځواکونو سره په يوه نښته کې ووژل شول."

د بلوچستان د کور او قبايلي چارو وزير مير سرفراز بګټي پاکستان فارورډ ته وويل، " په دغه نښته کې جهانګير بدين، چې [په کوټه کې په سول هسپتال] کې د اګست د ۸ مې ځانمرګي بريد ماسټر ماينډ و، هم شامل وو."

په دغه چاودنه کې د ۷۰ څخه زیات راټول شوي وکيلان او خبريالان وژل شوي ول.

بګټي وويل، د دسمبر په ۵ مه پيښه کې وژل شوي وسله وال "د جماعت احرار ډلې چې د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټې پي] يوه ډله ده او لشکر جنګوي العالمي سره تړاو لرلو."هغه زياته کړه، چې دوی د جون او د اګست په مياشتو کې په کوټه کې د دوو لوړ پوړو کسانو په وژلو کې لاس لرلو.

داعش د استحکام تر لاسه کولو کوشش کوي

په اسلام اباد کې د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت چارواکي بلال دراني پاکستان فارورډ ته وويل، بلوچستان، چې له مخکې نه له يو څو بلواګرو ډلو سره مخامخ دی، هم د داعش د بريدونو د کوششونو سره مخامخ دی. هغه زياته کړه، "داعش کوشش کوي چې په بلوچستان کې خپل نيټ ورک جوړ کړي. يو شمېر ځايي وسله والې ډلي دوی ته لوژیستیکي او نورې مرستې برابروي."

هغه وويل: "زموږ پوله دومره خوندي نه ده چې د پولې له هاخوا ترهګري ختمه کړي." "[دغه کمزورتيا] وسله وال د دې وړ کړل چې زموږ هېواد ته راننوځي. زموږ سرحدي ځواکونه د پولې د ساتنې لپاره ډير کوششونه کوي."

د راپورونو له مخې، هغه ځايي یاغي ډلي چې په پاکستان کې د داعش د ډلو په توګه کار کوي، هغه "لشکر جنګوي العالمي او جندالله" دي. هغه زياته کړه، "دوی په پاکستان کې په منظمه توګه يو شمير بريدونه ترسره کړل."

هغه زياته کړه: "افراطي عناصر کوشش کوي چې د رياست په وړاندې يوه ګډه ستراتيژي جوړه کړي."

پريشر برقرار ساتل پکار دی

چارواکي وايي، بلوچستان د وسله والو په وړاندې يو څو برياليتوبونه ترلاسه کړي دي، خو خطره موجود ده.

د بلوچستان د پوليسو انسپکټر جنرل احسن محبوب په کوټه کې د دسمبر په ۵ مه په يو خبري غونډه کې وويل، "په بلوچستان کې موږ د عمل ملي پلان [اين اې پي] له لارې د وسله والو ملا ماته کړه." هغه د تروریزم ضد ستراتیژۍ ته اشاره وکړه کومه چې په دسمبر ۲۰۱۴ کال رامنځته شوه. هغه زياته کړه، "اوس مونږ په دې تمرکز کوو چې وسله وال د سیمه ییزو اوسیدونکو د ملاتړ څخه بې برخې کړو."

محبوب وايي چې په وسله والو باندې د پريشر برقرار ساتلو لپاره، "موږ خپل پرسونلو ته د تروریزم ضد خاص ټريننګ ورکوو." "تر اوسه پورې د ۱،۴۰۰ نه زيات پولیس افسرانو ټريننګونه مکمل کړي دي."

په اسلام آباد کې يو سينير دفاعي تجزيه کار، پروفيسر حسن عسکري رضوي، هم د ښې راتلونکي هیله لري.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "زه فکر کوم زیات کورنی امنیت د وسله والو لپاره خپل مقصد ترلاسه کول ګران کړی دی."

هغه وويل، "په بلوچستان او د هېواد په نورو برخو کې د وسله والو ليډرشپ په امنیتي عملیاتو کې بېرته افغانستان ته تمبولی شوی دی." هغه د اين ای پي او ضرب عضب عملياتو عملیاتو ته اشاره وکړه، چې په جون ۲۰۱۴ کال کې پيل کړی شول."

هغه وويل: "حکومت بايد ټولې وسله والې ډلي په مساوي توګه سمبال کړي." "دا د حکومت او پوځ لپاره ضروري ده چې د وسله والو ډلو سره په جګړه کې د ولس باور تر لاسه کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تر څو چې په پنجاب کې د طالبانو د ملا تیر او د هغوی ملګری رانا ثناء الله مات کړی شوی نه دی، هيڅ يو عمل هغوی نه شي کنټرولولی.

ځواب