تروريزم

پاکستاني ماشومان په سکولونو باندې د طالبانو د حملو نه نه ډاريږي

اشفاق يوسفزۍ لخوا

په مهمند ايجنسۍ کې د نومبر په ۲۶مه د طالبانو د بمبارۍ له کبله د يو تباه شوي سکول ملبله ښودل شوې ده. [اشفاق يوسفزۍ لخوا]

په مهمند ايجنسۍ کې د نومبر په ۲۶مه د طالبانو د بمبارۍ له کبله د يو تباه شوي سکول ملبله ښودل شوې ده. [اشفاق يوسفزۍ لخوا]

پېښور - د پاکستان د سکول ماشومان ژمنه کوي چې طالبانو ته به هيڅکله اجازه ور نه کړي چې دوی سکولونو ته د تلو نه ويروي.

هغوی په سکولونو کې د څو کلونو راهیسې د طالبانو لخوا د بمي چاودنو او ګواښونو خلاف زړور دريځ اخلي. طالبان فکر کوي چې د ناپوهه او بې سواده وګړو استخدام آسان دی.

په فاټا کې ويجاړ شوي او تباه شوي سکولونو مجموعه حيران کن ده.

د ايجنسۍ ايجوکيشن افسر، ستار خان، پاکستان فارورډ ته وويل، د ۲۰۰۹ نه ۲۰۱۶ کال پورې، وسله والو په مهمند ايجنسۍ کې ۱۲۷ سرکاري سکولونه په بمونو تباه کړل. هغه زياته کړه، چې طالبان د خپلې بې فکره تباهۍ سره د ځايي ماشومانو په جذبه ماتولو کې ناکامه شول.

ريټايرډ لفټيننټ جنرل عبدل قادر بلوچ، چې د سټيټس او فرنټير ريجنز وفاقي وزير دی، قومي اسمبلۍ ته په دسمبر ۲۰۱۵ کې وويل، چې دغه شان زيان په نورو قبايلي ايجنسو کې هم رامنځته شو-- چې وسلوالو په شمالي وزيرستان، جنوبي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ کې په ۲۰۱۵ کال کې ۳۶۰ سکولونه تباه کړل.

د ماشومانو او د استازانو زړورتيا

د سکول زړور ماشومان د طالبانو د دهشت خپرولو کوششونو په وړاندې د سر ټيټولو نه انکار کوي.

په مهمند ايجنسۍ کې د پنځم کلاس طالب علم، مسعود شاه پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ به هيڅکله تعليم پریږ نه دو." "طالبان کولای نه شي چې موږ سکولونو ته د تلو نه منع کړي."

هغه وويل، وسله والو د نومبر په ۲۶ مه په صافي تحصیل کې په مسعود آل بوايز سکول باندې د بمونو حمله وکړه، خو ټول ۷۰ طالب علمان ژمن دي چې په ويجاړ شوې ودانۍ کې د کلاسونو اخيستلو له لارې د اورپکۍ خلاف مبارزه وکړي.

مسعود او د هغه وروڼه ټول په دغه ودانۍ کې خپل تعلیم ته دوام ورکوي. د هغوی پلار، غفران احمد، پاکستان فارورډ ته وويل، دا د سوچ نه بهر خبره ده چې موږ خپل ماشومان بې تعلیمه پریږدو.

هغه وويل: "د سکول ماشومان او د هغوی والدين ... فکر کوي چې تعليم يوه لاره ده چې دا تشدد ته ماتې ورکولی شي او امن رامنځته کولی شي."

پروېز خان، چې د هغه د دوو هلکانو پلار دی کوم چې سکول ته ځي، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د ودانیو د زيان د وجې اندیښمن نه يو." "استازان شته او هغوی درس ورکولی شي. مونږ خوشحاله يو چې خپل ماشومان سکول ته لیږو."

هغه وويل: "دا ډېره د حوصله افزايۍ خبره ده چې خلک د وسله والو خلاف ودريږي او هغوی د تعليم د اهميت په باره کې پوهه شوي دي."

استازان هم په دغه ډول د طالبانو د تعليم تباه کولو د کوششونو غندنه کوي. ستار خان، د مهمند ايجنسۍ ايجوکيشن افسر، وويل: "ټول استازان زړور دي او غواړي چې خپلو شاګردانو ته تعليم ورکړي."

مصروفه بيا وداني

کارکوونکي د وسله والو د تباهۍ د میراث په ورانولو کې بوخت دي.

عبدل ستار وويل، تر اوسه پورې په مهمند کې په ۱۲۷ سکولونو کې، کوم چې وسله والو د ۲۰۰۹ نه ۲۰۱۶ کال پورې موده کي په نښه کړي وو، حکومت د ۷۰ څخه زيات سکولونه بيا ودان کړي دي. "پاتې نور سکولونه بيارغول کېږي."

هغه د صافي تحصیل سکول، چې طالبانو د نومبر په ۲۶مه په دغه سکول حمله کړې وه، ته په اشاره کولو سره زياته کړه، "دا سکول وسله والو په ۲۰۰۹ کال کې تباه کړی وو او په ۲۰۱۲-۲۰۱۳ کال کې بيا جوړ شو چې د هغه طالب علمانو خدمت وکړي کوم چې په هغه وخت کې دې سکول ته راتلل کله چې دې سکول وداني نه لرله."

هغه وويل، حتی چې سکول ته د طالبانو لخوا تازه زيان رسولو وروسته هم ماشومان هلته کې په کلاسونو کې ګډون کوي.

هغه زياته کړه: "خلک پوهيږي چې د وسله والو مخالفت د هغوی لپاره ګټور دی."

بلوچ په تیر کال کې قومي اسمبلۍ ته وويل چې په ټوله فاټا کې د سکولونو بياوداني جاري ده.

په پېښور کې د امنیتي چارو کارپوه او ماهر تعليم، خادم حسین، پاکستان فارورډ ته وويل، دا ډول کار د ټولنې لپاره ډير مهم دی. "کله چې خلک تعليم ترلاسه کړي، تروریزم به پای ته ورسي."

هغه وويل، په سکولونو باندې د طالبانو د حملو وروسته، د قبایلي سیمو اوسېدونکي تعليم غواړي.

کلي يو موټی کيږي

حسين وويل چې د قبايلي سيمو په زرګونو اوسېدونکي چې د ترهګرۍ تر ټولو ناوړه کلونو کې یې خیبر پښتونخوا ته هجرت کړی وو اوس خپلو کليو ته بيرته را ځي چې ماشومانو ته تعليم ورکړي.

هغه وويل، د کلي خلک په رضاکارانه توګه د سکولونو ساتنه کوي چې د وسله والو څخه يې بچ وساتي.

عطاء الله خان، چې په پېښور يونيورسټۍ کې د مطالعه پاکستان استاد دی، پاکستان فارورډ ته وويل، د ټولو سکولونو ورانيدل خلکو ته د ناوړه زيان رسول په ګوته کوي.

هغه وويل: "خلک د طالبانو غندنه کوي ځکه چې دوی له ماشومانو سره دښمني لرله. "هغوی يوه خطرناکه اجنډا لري چې ماشومان د تعليم نه محرومه کړي او د واکسینو مخنیوی وکړي [چې دوی د پوليو بيمارۍ سره مخامخ کړي]."

د خیبر پښتونخوا د تعليم وزير، عاطف خان، پاکستان فارورډ ته وويل، په ملاکنډ ډويژن کې، د پاکستان بله برخه چې د وسله والو لخوا زياته ځپلی شوی ده، د حکومت لخوا د تعليم بحالولو په برخه کې ډير ښه فیډبيک ترلاسه شوی دی.

هغه وويل: "موږ [په ملاکنډ کې] هغه ټول ۲۵۰ سکولونه بيا جوړ کړل کومو ته چې وسله والو د ۲۰۰۷ کال نه ۲۰۰۹ کال پورې زيان رسولې وو." "موږ اضافي سرچينې تخصيص کړي دي چې ماشومان ښه تعليم ترلاسه کولو ته جوګه کړي."

هغه زياته کړه، خېبرپښتونخوا مختلف کمپاينونه شروع کړي دي چې مور او پلار په دې وهڅوي چې هغوی خپل ماشومان سکولونو ته واستوي - په ځانګړې توګه په هغو سيمو کې چې د اورپکۍ لخوا ځپلی شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا دروغ دی چی په پیخور کیی د سکول ماشومان د طالبانو د حملو نه ویریگی,, پختانه ماشومان خو د راکتونو او وسلو سره لوبیی کوی, ویریگی تری نه,

ځواب