تروريزم

ترورېزم د پاکستان اقتصاد ته د ۱۱۸ ميليارده امریکايي ډالرو زيان رسولی دی: راپور

عديل سعيد لخوا

پاکستانيان په پېښور کې په مینا بازار کې د ۲۰۰۹ کال اکتوبر په ۲۸مه په يو موټر کې د بمي چاودنې وروسته راټول شوي دي. په دغه چاودنه کې له ۹۰ څخه زیات کسان، چې زياتره ښځې او ماشومان وو، ووژل شول. د ترهګرۍ له کبله له ۲۰۰۲ نه ۲۰۱۶ کال پورې نږدې ۶۰،۰۰۰ کسان وژل شوي دي او پاکستان ته يې د ۱۱۸ ميليارده امریکايي ډالرو زيان رسولی دی. [عديل سعید لخوا]

پاکستانيان په پېښور کې په مینا بازار کې د ۲۰۰۹ کال اکتوبر په ۲۸مه په يو موټر کې د بمي چاودنې وروسته راټول شوي دي. په دغه چاودنه کې له ۹۰ څخه زیات کسان، چې زياتره ښځې او ماشومان وو، ووژل شول. د ترهګرۍ له کبله له ۲۰۰۲ نه ۲۰۱۶ کال پورې نږدې ۶۰،۰۰۰ کسان وژل شوي دي او پاکستان ته يې د ۱۱۸ ميليارده امریکايي ډالرو زيان رسولی دی. [عديل سعید لخوا]

پېښور - تروریستان پاکستان ته ډير اقتصادي زيان رسوي، کوم چې د سټيټ بينک آف پاکستان (ايس بي پي) په دې وروستيو کې په ګوته کړو.

ايس بي پي په خپل ۲۰۱۵-۲۰۱۶ مالي کال راپوټ کې وويل، د ۲۰۰۲ کال راهیسې، افراطي تشدد هیواد ته د ۱۱۸.۳ ميليارده امریکايي ډالرو (پاکستانې ۱۲.۴تريليونه روپو) مستقيم او غير مستقيم زيانونه رسولي دي.

ايس بي پي دغه راپور د نومبر په مياشت کې خپور کړو.

په راپور کې ويلی شوي: " اقتصادي وده او د ټولنیز سکتور پراختیا دواړه له سخت ترهګريز پيښو له کبله په ځای ولاړه ده."

دغه مطالعې څرګنده کړه چې زيان په هر يو شکل کې کيدای شي: لکه بهرنۍ سرمايه داري هيڅکله داسې نه ده کمه شوی چې سرمایه تر دومره هیواد نه بهر د لیږلو سبب جوړ شي.

راپور وايې، "د تروریزم په وړاندې د جګړې له امله چې پاکستان کوم زيان زغملی دی هغه د بهرني قرضونو په پرتله تقريبا دوه چنده دی."

ډاروونکې انساني زيان

په پېښور کې د امنيتي چارو کارپوه او د فاټا د امنيت پخوانې سيکريټري ريټايرډ بريګيډير محمود شاه پاکستان فارورډ ته وويل، پاکستان ته چې کوم زيان رسيدلی دی هغه د پيسو نه زيات دی.

هغه وويل، د [ايس بي پي] د شمېرنو نه علاوه، په دغه وخت کې نږدې د ۶۰،۰۰۰ کسانو مرګونه او د سکولونو، سړکونو او نورو عوامي املاکو تباهي تر ټولو ناوړه خبره ده.

هغه وويل، هيڅوک د ترهګرۍ ځپلي کورنیو د غم اندازه نه شي لګولی، لکه د ټولې آبادۍ غم چې د فاټا نه ويستلی شول، او د بمي چاودونو نه بچ شوي معذور کسانو ستونزي چې په خپلو کورنیو باندې انحصار کوي.

هغه وويل، پاکستان او د نړۍ ټولنې له پکار ده چې هغه بې شميره زيان ته فکر وکړي کوم چې دغه هيواد له افراطيت سره په جګړه کې زغملی دی. نور هيوادونه د پاکستان تاريخي زيان سره موافقه کوي.

په پېښور کې اکبر خان، چې يو سوداګر او د ټرايبل ايرياز چیمبر آف کامرس اينډ انډسټري باني صدر دی، پاکستان فارورډ ته وويل چې تروریزم په عمومي توګه پاکستان او په ځانګړې توګه کی پي [خیبر پښتونخوا] او فاټا ته زیات زيان رسولی دی."

هغه وويل چې وسله والو ته ماتې ورکولو لپاره، قوم له پکار ده چې د خپلو امنیتي ځواکونو تر شا يو موټی ودريږي.

پرمختګ په ټپه ولاړ دی

د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ يو ممبر، سردار حسين بابک، پاکستان فارورډ ته وويل، پاکستان به "اوس يو سوکاله هيواد وي."خو د اورپکۍ لپاره نه.

هغه وويل، د بابک پارټۍ، عوامي نيشنل پارټي، په تيرو څو کلونو کې د ترهګريز بريدونو له امله له ۸۰۰ څخه زيات غړي له لاسه ورکړي دي. تر ټولو ناوړه ځپلې شوي پاکستانيان د فاټا، خېبرپښتونخوا او د بلوچستان اوسیدونکي وو. هغه په خلکو زور ورکړو چې د سخت دريځو په وړاندې راپورته شي.

په پيښور کې د فيډريشن آف پاکستان چيمبرز آف کامرس اينډ انډسټري پخوانې صدر، حاجي غلام علي، پاکستان فارورډ ته وويل، د ټولنې د ټولو برخو غړو د ترهګرۍ تر ټولو ناوړه کلونو کې اقتصادي او يا بشري تاوانونه وزغمل.

علي، چې یو پخوانی سنيټر هم دی، زياته کړه چې "د ۲۰۰۲ کال نه د ۲۰۱۶ کال پورې موده ... به د دې هېواد په تاريخ کې د 'تور دور' په توګه یاد کړی شي."

خوشبيني راڅرګندېږي

علي وويل، د دې خبرو نه وروسته، د خوشبينۍ دليل څرګنديږي. هغه د ضرب عضب عملياتو د "پام وړ نتيجو" ته اشاره وکړه.

د پاکستان پوځ په جون ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب پیل کړل. ضرب عضب عمليات، چې تر نن ورځې پورې دوام لري، په زرګونو سخت دريځ وژلي او یا شړلي دي.

علي وويل، خلک بايد ترهګرو، چې يو "څو کسان" دي، ته د ماتې ورکولو لپاره يو موټی شي او د پرمختګ يو نوی پړاو رامنځته کړي.

د ترهګرۍ نه بچ پاتي شوي کسان لکه د پېښور فواد صديق د مایوسه کیدو نه انکار کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل چې په ۲۰۰۹ کال کې په مينا بازار کې يو ځانمرګي بريد د هغه دوکان تباه کړی وو.

هغه وويل: "موږ بله چاره نه لرله خو دا چې خپله انرژي راټوله کړو اود سر نه به بيا خپل کار شروع کړو." نوموړي زياته کړه چې په خېبرپښتونخوا کې د کاروبار خاوندانو اکثریت د ترهګرۍ داسې قیصې لري.

فواد د پاکستان د مقاومت ستاینه وکړه او دا هیله يې څرګنده کړه چې ځواکونه به ډېر ژر وسله والو ته د هميشه لپاره ماتې ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500