تروريزم

په قبايلي سيمو کې د اورپکۍ د وجې د تباه شوي سکولونو دوباره پرانيسته کيږي

عديل سعيد لخوا

پاکستاني د سکول ماشومان د ۲۰۱۵ کال د مارچ په ۷ مه د خیبر پښتونخوا په کوز دیر کې يو سکول ته ځي. کارکوونکو دغه سکول د وسله والو لخوا تباه کولو وروسته بيا جوړ کړو. [احسان الله / ای ايف پي]

پاکستاني د سکول ماشومان د ۲۰۱۵ کال د مارچ په ۷ مه د خیبر پښتونخوا په کوز دیر کې يو سکول ته ځي. کارکوونکو دغه سکول د وسله والو لخوا تباه کولو وروسته بيا جوړ کړو. [احسان الله / ای ايف پي]

پېښور - پاکستاني چارواکي په سلګونو سکولونه بيا ودانولو کې بوخت دي کوم چې ترهګرو په فاټا (د وفاق انتظام تر لاندې سيمو) کې د ترهګرۍ په خپل یوې لسیزې اوږد واکمنۍ کې تباه کړي وو.

په پېښور کې د فاټا سيکرټريټ ډايريکټر آف پلاننګ زاهدالله خان پاکستان فارورډ ته وويل، د ۲۰۰۱ کال نه يوه عشره وروسته، وسله والو په فاټا کې ۱،۱۹۵ سکولونه "تباه کړل او يا يې هغوی ته زيان ورسوو، چې په سلګونو طالب علمان يې د زده کړې د خپل بنيادي حق نه بې برخې کړل."

هغه وويل، په دغه ۱۱۹۵ سکولونو کې ۷۰۰ سکولونه تباه کړی شوي وو.

هغه وويل، چې تر ټولو زياته ځپلې شوي ايجنسي جنوبي وزيرستان وه، چې وسله والو په کې ۲۰۴ سکولونه تباه يا ويجاړ کړي وو.

په قبايلي سيمو کې حالت هغه وخت ښه شو کله چې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عمليات په جون ۲۰۱۴ کال کې شروع کړل، چې په زرګونو وسله وال يې ووژل او يا يې ووشړل. دغه عمليات د نن ورځې پورې دوام لري.

زاهدالله وايي، "په دغه سيمه کې د کامياب عملياتو وروسته، په ځانګړې توګه ضرب عضب، د دوو میلیونو بې ځایه شوي خلکو [ټي ډي پيز] بيرته راستنیدل شروع شول." "حکومت د بيارغونې ... او د سکولونو د بيا ودانۍ بهير پيل کړو."

هغه وويل: "موږ د بیا ودانۍ یوه ډيره ښه ستراتېژي جوړه کړې ده." "په دې کې د حفاظت، د آفت سره د مبارزې او د انرژۍ اغیزمن جوړولو اصول شامل دي."

د پام وړ پرمختګ

زاهدالله وايي چې تر اوسه پورې، کارکوونکو په قبايلي سيمو کې ۴۷۲ سکولونه بيا ودان کړي دي او ۳۷۴ نور هم جوړوي. د بیاودانۍ پروسه تر ټولو ناوړه کلونو کې هم جاري وه، خو په ۲۰۱۵ کال کې دا پروسه تيزه شوه کله چې وسله وال د د ضرب عضب عملياتو په ګډون د پوځي عملياتو له کبله وتښتيدل.

هغه وويل، يو اين ډي پي (د اقوام متحدہ ترقیاتي پروګرام) د آر آر يو (د بياودانۍ او بحالۍ يونټ) سره کار کوي، چې د يو اين ډي پي او د پاکستان حکومت يو شريک پراجيکټ دی، او د ۳۴۹ نورو سکولونو جوړولو نه مخکې تفصیلات مکمل کوي.

هغه یو ځای په کوم ځای کې چې پرمختګ ډېر څرګند دی هغه خيبر ايجنسي ده.

د ډان خبري اژانس د نومبر په ۲مه، عبدالروف افریدی چې په خيبر ايجنسۍ کې ايجوکيشن افسر دی له خولې راپور ورکړ چې په خيبر ايجنسۍ باړه سب ډويژن کې د ټولو تباه شوي سکولونو د بيا ودانۍ کار شروع شوی دی.

هغه ډان ته وويل چې په خيبر ايجنسۍ کې د ۱۸۰ سکولونو، چې وسله والو ورته زيان رسولې وو، ۹۳ په باړه سب ډويژن کې وو. هغه وويل، د دې سکولونو په بيا ودانۍ باندې به د ۱۸ نه ۲۰ مياشتي ولګي. هغه زياته کړه، هغه د سکولونو ماشومان کوم چې دایمي ودانۍ نه لري هغوی په خيمو کې جوړ شوي سکولونو ته ځي.

د فاټا يونيورسټي

په دره آدم خيل کې د نوي جوړې شوې فاټا يونيورسټۍ مشاور، انور احمد خواجه، پاکستان فارورډ ته وويل، چې دغه آر آر يو او يو اين ډي پي "په ګډه کار کوي چې نوي سکولونو ته فرنيچر ورکړي."

هغه وويل، چارواکو په قبايلي سيمو کې نوي سکولونو ته د فرنيچر ورکولو لپاره ۴۰ ميليونه روپۍ (امريکايې ۴۰۰،۰۰۰ ډالره) منظور کړي دي.

له بلې خوا، فاټا يونيورسټي په قبائيلي سيمه کې په لومړي ځل د يونيورسټۍ په توګه کار کوي.

هغه وويل، د اکتوبر راهيسې، دې په سياسي علومو، سوسیولوژیکی، ریاضۍ او مدیریت په علومو کې تعليم ورکړی دی. هغه وويل، په اوسني وخت کې ۱۸۵ زده کوونکي کلاسونو ته ځي، چې دا يو ښه فال دی.

دغه يونيورسټي او د سکولونو د بيا رغونې لوړ پروګرام د ډله ييزو هڅو چې په قبايلي سيمو کې حوصله شکن تعيليمي عناصر بدل کړي، يوه برخه ده.

ظهور احمد، د پوسټ کرايسس نيډ اسسمنټ (پي سي اين ای) د فاټا لپاره اپملنټيشن سپورټ يونټ کو ډايريکټر دی، وويل، "يوه اوسنۍ فاټا ډيولپمنټ انډيکيټر هاوس هولډ سروې په ډاګه کړه چې په قبايلي سيمو کې د تعليم شرح ۳. ۳۳ ٪ ده، چې ملي ايوريج تعليمي شرح ... ۵۸٪ ده." هغه زياته کړه، چې په دغه شرح کې د ښځو د تعليم شرح ډېره کمه ۷.۸٪ ده."

هغه وويل، د دغه مالوماتو په بنياد، د پاکستان حکومت په فاټا کې تعليم ته وده ورکولو ته ترجيح ورکړې ده.

د چټک رغونې ضرورت

يو شمېر څارونکي به په قبايلي سيمو کې چټک بیا رغونې غواړي، چې په کې عابد افریدی، د خيبر ايجنسۍ د فاټا زده کوونکو تنظيم فصل صدر شامل دی. هغه وایي چې د بیاودانۍ کار ډیر ورو روان دی.

هغه وويل، اوس صرف ۱۳ سکولونه او يو کالج په باړه کې فعالیت کوي. هغه زياته کړه چې په دې تعليمي کال کې د باړې ۴،۰۰۰ ماشومان او ځوانان يو سکول هم نه لري چې دوی ورته لاړ شي.

د فاټا د زده کوونکو د تنظيم صدر شوکت عزيز هم د سکولونو له چټکۍ سره بيا جوړولو حمايت کوي. هغه وويل، فاټا ته د زيات شمير قبايلي خلکو راتلو سره، حکومت بايد د انفراسټرکچر او خدمتونو برابرول ګړندي کړي.

عزيز وويل، "قبايلي سيمې ته بې ځایه شوي قبایلي خلکو د بیرته راتللو لپاره حکومت بايد تعليم ته ډيره زياته ترجيح ورکړي." هغه وایي چې بې سوادي او وروسته پاتې والی فاټا د ترهګرو لپاره د هغه وخته پورې يوه زرخيزه ځمکه وه کله چې پوځ دوی وشړل."

په فاټا يونيورسټۍ کې د خېبرپښتونخوا والي اقبال ظفر جهګړه د جولای په مياشت کې وويل: "تعليم يافته فاټا به په قبایلي سیمه کې د تل پاتې سولې ضمانت ورکړي."

هغه په يونيورسټۍ کې وويل، قبایلي خلکو ته ښه تعليم برابرول د حکومت ستر لومړيتوب دی. هغه زياته کړه چې تعليم به "قبایلي خلک جوګه کړي چې د هېواد په ترقۍ کې خپل رول ولوبوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500