تفريح

د کراچۍ تهيټر لیدونکي په افراطیت پريښودلو مجبوروي

جاويد محمود لخوا

د نومبر په ۲۸مه په تهسپيانز تهيټر کې دوه ګوډاګي ښودل شوي دي. دا پروګرام د کراچۍ د ځوانانو د نوښت يوه برخه وه، چې مقصد يې پاکستانيان د تروریزم نه لرې ساتل دي. [جاويد محمود]

د نومبر په ۲۸مه په تهسپيانز تهيټر کې دوه ګوډاګي ښودل شوي دي. دا پروګرام د کراچۍ د ځوانانو د نوښت يوه برخه وه، چې مقصد يې پاکستانيان د تروریزم نه لرې ساتل دي. [جاويد محمود]

کراچۍ - په کراچۍ کې روان سټرنګ پپټس فيسټيول نندارچيان هڅوي - چې ماشومان او مشران په کې شامل دي - چې دوی افراطیت، اورپکي او تشدد رد کړي.

تهسپيانز تهيټر فسټيول په بیلا بیلو ځایونو کې په اکتوبر کې پيل کړو، او دا به د دسمبر د دويمې نيټې پورې جاري وي.

د تهيټر آرټيسټک ډايريکټر، ملک پاکستان فارورډ ته وويل: "د ماشومانو، طالب علمانو او د عامو خلکو حاضري ... زموږ د توقعاتو نه زياته وه."

هغه وويل: "موږ پلان لرلو چې تقريبا ۲۰،۰۰۰ خلکو ته آګاهي ورکړو." "خو تر اوسه پورې د ۳۰،۰۰۰ څخه زيات کسانو زموږ لايو پروګرامونه کتلي دي."

دغه تهيټر توقع لري چې دا به د دسمبر د دويمې نيټې پوري د کراچۍ په ۷۹ ځایونو کې د ۳۰۰ شوګانو انتظام وکړي.

روزانه شوګاني

ملک وويل: "په اکتوبر کې موږ ... د کراچۍ ځوانانو د نوښت په نوم دغه جشن شروع کړو." هغه زياته کړه، "موږ هره ورځ دوه يا درې ګوډاګي شوګاني ترسره کولې."

هغه وويل: "اوس موږ هره ورځ د ۸ نه د ۱۰ پورې لايو شوګاني ترسره کوو." هغه زياته کړه چې د ۳۰۰ شوګانو مقصد حاصلولو لپاره ډير تيز کار پکار دی.

د تهيټر ایسوسی ایټ ډایریکټر نعمان محمود، پاکستان فارورډ ته وويل، په دغه جشن کې"درې مختلفي شوګاني شاملې دي."

په دغه ګوډاګي شوګانو کې داسې شو ده چې زمونږ د ټولو څلورو صوبو راويتي ډانس په ګوته کوي، لکه سين باد (عربي روايتي قيصه) او جهيل سيف الملوک (د پاکستان روايتي قيصه).

نعمان وويل: "زموږ لايو شوګانو ډير ماشومان او عام خلک ځان طرفته متوجه کړل." "موږ هغوی ته د رنګا رنګ ګوډاګيانو له لارې تفريح ورکوو او هغوی ته د امن، اتفاق، ملي یووالی یو پیغام او د تشدد او اورپکۍ څخه د پاکې ټولنې پیغام ورکوو."

نعمان وايي، ځينې غير سرکاري تنظيمونه په شوګانو کې مالي مرسته کوي د دې لپاره چې په دې شوګانو کې شاملېدل د ټولو لپاره وړیا کړي. هغه يادونه وکړه چې غير سرکاري تنظيمونه د تروریزم او د تشدد په وړاندې د تهسپيانز پېغام سره مرسته کوي.

هغه وويل، د تروريزم ضد کوششونو د يوې برخې په توګه، تهسپيانز تهيټر کوڅه ايز شوګاني د کمې آمدنۍ په هغه سيمو کې ترسره کوي کوم ځای چې نا اميده اوسيدونکي د افراطي پېغام سره مخامخ کيدای شي.

مبصرین وايي، په پاکستان کې د پیدائش لوړه شرح د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه پیچیدہ کوي.

مبشر مير چې په کراچۍ کې د اردو ژبې ډيلي پاکستان اخبار مدير دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "ځوانان او ماشومان د آبادۍ تقريبا۷۰ فيصده دي." هغه زياته کړه، "که د آبادۍ دا برخه مایوسه او کمذوري وې، نو دا به ډيره ګرانه شي چې په دې کنټرول ترلاسه کړو."

هغه يادونه وکړه، په تیرو وختونو کې طالبانو او نورو ترهګريزو ډلو په منظم ډول ځوانان د ځانمرګي بریدونو او نورو ترهګریز کارونو لپاره استعمال کړي دي. هغه زياته کړه چې په دغه هيواد کې د ماشومانو د مسلو لپاره يو تلويزيون هم نشته.

هغه وويل، تروريستان غواړي چې د دغه کمزورۍ څخه فايده ترلاسه کړي.

هغه وويل، چې حکومت او نور اين جي اوګاني بايد د تهيټر سره په نورو فعالیتونو پيلولو کې مرسته وکړي چې ماشومان او ځوانان په ښه کارونو کې مصروفه وساتي.

نوی آډیټوریم

له بلې خوا، تهسپيانز په ښار کې د تر ټولو لوی پرايويټ آرټس آډیټوریم جوړولو کې بوخت دی.

ملک وويل، مونږ توقع لرو چې د مارچ په لومړۍ نيټه به په آی.آی چندريګر سړک باندې د تهسپيانز تهيټر لويه پرانسته وکړی شي.

هغه وويل، کارګران په يو سايټ باندې یو بلډنګ، آډیټوریم او کنفرانس رومونه جوړوي.

کله چې مرکز جوړ شي، نو دا به په پاکستان کې دوهم لوی او په کراچۍ کې تر ټولو لوی پرايويټ آرټ سینټر وي. رفيع پير تهيټر په لاهور کې تر ټولو لوی تهيټر دی.

ملک وويل چې دغه مرکز به د ډيرو مقصدونو لپاره استعمالولی شي، په دې کې به خلک د شوګانو انتظام هم کولی شي او فن کاران به کولای شي چې نوي کسانو ته تربيت ورکړي.

هغه وويل، په وروسته پړاو کې، که چيري ضرورت وو، تهسپيانز کولای شي چې دغه مرکز په آرټس کالج بدل کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500