تروريزم

د خیبر پښتونخوا د بم ډله د پاکستان د خدمت لپاره خپل ځانونه په خطر کې اچوي

جاويد خان لخوا

د بم ډسپوزل يونټ غړی زاهد خان د IED شنډلو وروسته په ځمکه ولويږي. هغه د اکتوبر په ۲۵مه په داودزۍ کې IED ناکاره کوو چې دغه بم وچاوديدو. هغه د حفاظتي واسکټ اغوستلو له کبله د مرګ نه بچ شو. [جاويد خان]

د بم ډسپوزل يونټ غړی زاهد خان د IED شنډلو وروسته په ځمکه ولويږي. هغه د اکتوبر په ۲۵مه په داودزۍ کې IED ناکاره کوو چې دغه بم وچاوديدو. هغه د حفاظتي واسکټ اغوستلو له کبله د مرګ نه بچ شو. [جاويد خان]

پېښور - د زړورتيا وروستی ايوارد په دی خبره تاکيد کوي چې د خيبر پښتونخوا (KP) پولیس بم ډسپوزل يونټ (BDU) هره ورځ د مرګ سره مخامخ کيږي.

د خيبر پښتونخوا انسپکټر جنرل آف پوليس (IGP) ناصر خان دراني په پېښور کې د نومبر په ۸ مه د BDU څلور غړو ته د ماهر زاهد خان په ګډون ايوارډونه ورکړل.

زاهد د اکتوبر په ۲۵مه په پېښور کې د يو بم چاودلو نه هغه وخت بچ شو کله چې هغه دغه بم شنډلو. هغه د هغه حفاظتي واسکټ له کبله بچ شو کوم چې هغه اغوستلی وو.

دراني پاکستان فارورډ ته وويل: "د خیبر پښتونخوا د پولیسو د بمونو شنډولو کارپوهان د ډيرو نورو خلکو ژوند د بچ کولو د ارادې سره تر ټولو خطرناک کار کوي."

هغه وويل، د BDU ټول کسان اتلان دي.

د چاودنې په وخت کې، زاهد خان، چې يو تجربه کار BDU افسر دی او په تېرو څو مياشتو کې یې يو شمير بمونه شنډ کړي دي، په داودزۍ سيمه کې د يو چاودنې وروسته چې يو پوليس په کې وژل شوی وو خوندي ساتلو کې مرسته کوله. وژل شوی افسر د پوليو واکسين د يو ټيم ساتنه کوله.

زاهد پاکستان فارورډ ته وويل، پوليسو د زاهد ټيم راوغوښتو چې هغه چاودیدونکې مواد شنډ کړي کوم چې دغه سيمه کې نصب کړی شوي وو. هغه زياته کړه، چې هغه يو دام وموندلو کوم چې د پولیسو لپاره نصب کړې شوی وو.

هغه وويل: "دهماکه خيز مواد هغه وخت وچاوديدو کله چې ما دا ناکاره کول." "زما حفاظتي واسکټ زه روغ رمټ وساتلم."

د اتلانو يو ټيم

د BDU مشر او اسسټنټ IGP شفقت مالک پاکستان فارورډ ته وويل: د BDU هر يو غړی د خپل ژوند قربانۍ لپاره تيار دی.

هغه زياته کړه، د ۲۰۰۹ کال راهيسې د BDU پنځلس غړو قربانۍ ورکړي دي.

په دغه غمجن لسټ کې حکم خان او عبدل حق چې مخکې یې په سلګونو بمونه شنډ کړي وو شامل دي چې نور ورسره قسمت وفا ونه کړه.

د BDU يو بل سينير غړی، عنايت الله، چې د پړانګ په نامه ياديږي، په يوه چاودنه کې خپله پښه له لاسه ورکړه.

عنايت الله د اګست په مياشت کې په پېښور کې په يو پروګرام کې وويل: "زه فخر محسوسوم چې ما د خپل هېواد لپاره قرباني ورکړې ده او غواړم چې د ټول ژوند لپاره د خپل هيواد لپاره کار کولو ته دوام ورکړم."

د BDU دوه نورو غړو، شاکر خان او غزن خان، چې هغه وخت یې لږ زخمي شوي وو کله چې هغوی په پېښور کې د نومبر په ۹مه د یو بم د شنډولو کوشش کولو او دغه بم په دوی وچاوديدو. د راپورونو له مخې، هغوی د خطرې نه بهر دي او ښه دي.

د خیبر پښتونخوا چارواکو کوشش کړی دی چې د BDU پرسونلو هغه خطر کم کړي د کوم سره چې دوی هره ورځ مخامخ کيږي.

په دې وروستيو کې، خیبر پښتونخوا د بمونو شنډولو لپاره روباټونو تر لاسه کړل، خو تر اوسه روباټونه صرف په هواره سطحه کار کولی شي.

د BDU غړي کوشش کوي چې احتياطي تدابير اختيار کړي او د يو پلان شوې سترې پيښې نه مخکې د چاودیدونکي موادو د معلوموونکو له لارې عامه ځایونه پاک کړي.

سیمه د بمونو نه ډکه ده

په تیره عشره کې، خیبر پښتونخوا په زرګونو بمي چاودنو، د راکټ حملو او قتلونو لخوا دړي وړي شوې ده.

په یوه وخت کې، په پېښور کې تقريبا هره ورځ يو بم چاوديدو.

چارواکي وايي، په ټول هيواد کې په شمالي وزیرستان کې په جون ۲۰۱۴ کال کې د پوځ د ضر‌ب عضب عملياتو شروع کولو وروسته امن ښه شوی دی، خو تر ټولو ناوړه کلونو کې، د BDU زړورتيا هيڅکله هم کمه شوې نه ده.

IGP دراني وويل: "د BDU زړورو په تېرو اوو کلونو کې په خېبرپښتونخوا کې د ۶،۰۰۰ څخه زیات بمونه شنډ کړي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 4

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

جناب، زه غواړم چې له دې ځواک سره یوځای شم.

ځواب

ښه، تاسو کولی شئ

ځواب

زہ د قوم له دې عاشقانو سره مينه کوم ... زه د آی ايس پي آر او د ميډيا د نورو سروسز څخه غواړم چې دغه اتلانو ته د خراج تحسين وړاندې کولو لپاره د دوی په اړه يو فلم جوړ کړي، خو لنډ نه بلکې يو منظم فلم ..

ځواب

بالکل ټهيک ده جناب، زه د خېبرپښتونخوا د ټولو پوليسو ستاینه کوم او زه هغه کسانو ته سلامي وړاندې کوم، کومو چې د هيواد او د قوم لپاره خپل ژوندونه قربان کړو. زه د خپل بي ډي يو (BDU) چارواکو ته سلامي وړاندې کوم.. خو دا د افسوس خبره ده چې که څه هم د خیبر پښتونخوا پولیس هغه پوليس دي کومو چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې تر ټولو زياته قرباني وړاندې کړې ده او د ترهګرو سره جګړه يې له زړورتيا سره وکړه، خو دا د نورو صوبو په پرتله کمې ګټي لري. تر ټولو ناوړه حقیقت دا دی چې هغه پارټي چې د انصاف او د بدلون په نامه په صوبه کې حکومت کوي، د خیبر پښتونخوا پولیسو لپاره يې هیڅ کار نه دی کړی .. په نورو ادارو کې کلاس فور ته شپږم سکيل ورکړی شوی دی، خو شپه ورځ کار کونکې پوليس کانسټیبل په پنځم سکيل کې دي... دا لوی مذاق دی ... دوهم د خیبر پښتونخوا لسم پاس پولیس د شهیدانو پيکيج لپاره د خپل جيب نه په میلیونونو روپۍ جمع کوي. که چيري يو پوليس شهيد شي، نو هغه ته د دغه پيکيج نه پيسې ورکولی شي. د خېبرپښتونخوا پولیس زنده باد.

ځواب