زغم

PEAD په پاکستان کې د افراطیت پر ضد پوهاوي راپورته کوي

عديل سعيد لخوا

طالب علمان د اکتوبر په ۳۰ مه په پېښور کې د سکهانو ګوردوارې ليدلو په دوران کې د تصوير لپاره پوز جوړوي. د PEAD فاونډيشن دغه شان چکرو انتظام کوي چې بين المذاهب هم آهنګۍ ته وده ورکړي او افراطیت شنډ کړي. [د عديل سعيد لخوا]

طالب علمان د اکتوبر په ۳۰ مه په پېښور کې د سکهانو ګوردوارې ليدلو په دوران کې د تصوير لپاره پوز جوړوي. د PEAD فاونډيشن دغه شان چکرو انتظام کوي چې بين المذاهب هم آهنګۍ ته وده ورکړي او افراطیت شنډ کړي. [د عديل سعيد لخوا]

پېښور-- يوه پاکستانۍ اين جي او کار کوي چې په ملي کچه امن پیاوړی کړي او د یو سوکاله پاکستان تشکيل کې مرسته وکړي.

په اسلام آباد کې سولې د زده کړې او پراختیا (PEAD) فاونډيشن لومړيتوب پوهاوي خپرول دی.

شګفته عبدل خالق چې په پېښور کې د PEAD دفتر سينير کوآرډينيټره ده، پاکستان فارورډ ته وويل: "د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې، د هېواد تر ټولو ناوړه ګواښ تروریزم دی."

هغې وويل: "له ۲۰۰۲ راهیسې، PEAD فاونډيشن د سخت دريځۍ او افراطیت پر ضد هڅو کې بوخت دی."

په دغه ۱۴ کلونو کې، PEAD يو شمير پروګرامونه ترسره کړل چې د عدم تشدد، د ژوند تيرولو یوه لاره ده، د سخت دريځۍ اثرات، او د مذهبي او ټولنيز هم آهنګۍ فايدو، ښې حکومتدارۍ او د بشري حقونو په اړه پوهاوي رامنځته کړي.

له هر چا سره کار کول

دا يو پراخه نيټ ورک لري، دا ځايي ډلو، دولتي ادارو، زده کوونکو، ښوونکو او چارواکو سره په هر ليول تعاون کوي، په دې کې زنانه کونسلرې (د ډسټرکټ، تحصیل او يونين کونسل ښځينه غړي) هم شامل دي چې د افراطیت خلاف مبارزه وکړي.

شګفته وويل: "زموږ ډله ايز مباحثو د شخړو د حل اقداماتو، د نښتو مخنيوی کولو او نوې نسل د وسله والو په لاس کې د ورتلو مخه نيولو باندې تمرکز وکړو."

هغې زياته کړه، PEAD تسهيل کونکي چې د پوهاوي غونډي ترسره کوي د جګړې څخه د ډډې کولو او د افراطیت لخوا ملي خطرونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکوي.

يو شمير موخې، يو اړخ

PEAD پروجيکټ ډیرې مسلې حل کوي، خو د هغوی ټولو موخه دا ده چې په هغه هېواد کې امن رامنځته کړي کوم چې ډېر زيات تروریزم ليدلی دی.

شګفته وويل، د دې تر ټولو د پام وړ پراجيکټ "يوازې دوامداره امن" دی. هغې زياته کړه چې دا پراجيکټ کوښښ کوي چې له افراطيت سره مبارزې لپاره د سکولونو د نصاب اصلاح وکړي او يوې پر امنه معاشرې ته وده ورکړي.

هغې وويل، بل پروجيکټ د پبلک سکولونو طالب علمانو او د مدرسو طالب علمانو تر منځ اړيکې رامنځته کول پيل کړل. هغې زياته کړه، د دې موخه دا ده چې غلط فهمي ختمه کړي او د مدرسو طالب علمان د دې قابل کړي چې دوی د جديد پبلک سکولونو په اړه مالومات ترلاسه کړي.

هغې وويل، PEAD بين المذاهب همغږۍ ته وده ورکولو لپاره د مسلمانانو د کالج ځينې طالب علمان وټاکل چې دوی د سکانو او هندوانو د عبادت ځايونو ليدنه وکړي.

شګفته وايي، چې پاکستان ته "د ټولو لپاره دمینې او درناوې زياتوالی" ضرورت دی چې "د نفرت او ناوړه خيالاتو" باندې قابو ومومو."

د مسلم کالج یو طالب علم ډير څه زده کړل کله چې هغه په پېښور کې د اکتوبر په ۳۰ مه د سکهانو ګوردوارې څخه ليدنه وکړه.

رشيد خان خبریالانو ته وروسته وويل، "ما په خپل ژوند کې هيڅکله هم يوه ګوردواره نه وه ليدلې." "ما مخکې ډېر غلط خيالات لرل."

هغه ډير حيران شو کله چې د سکهانو ټولنې د هغه زده کوونکي ډلې ته په پراختيا سره هرکلی وکړو.

د ځايي سکهانو ټولنې يو مشر، چرن جيت سنگھ طالب علمانو ته مالوماتي سيشن ورکړو.

هغه وويل: "موږ مسلمانان او سکان ... باید په ګډه له امن سره ژوند وکړو."

PEAD لوړ عزم لري چې د هېواد جګړه او تشدد ختم کړي.

د PEAD موسس او اجرايوي رئيسه سمینه امتياز پاکستان فارورډ ته وويل: "افراطیت ته ماتې ورکولو لپاره، مونږ له پکار ده چې يوه ټولنه جوړه کړو چې هلته د قانون، احتساب او انصاف حاکمیت وي."

هغې وويل، د دې ترڅنګ، PEAD په ځوانانو تمرکز کوي او هدفي پروګرامونه ترسره کوي چې د دوی ظرفيت د راتلونکې مشرانو او د دلیل غږونو په توګه لوړ کړي.

د ګټې وټې موقعې پيدا کول او د ټولنې مننه ترلاسه کول

ډیرو پاکستانیانو هنر زده کړی دی او یا يې د PEAD په مرسته کاروبار شروع کړی دی، چې د يو شمير هغه وږو او غير متا‌ثره اتباعو شميره یې کمه کړې ده کوم چې د افراطي پېغامونو په لاس ورتلی شول.

د يو ديني مدرسې زده کوونکې معظم اقبال پاکستان فارورډ ته وويل: "د کمپيوټر يو لنډ کورس ما سره [په پېښور کې] په قصه خوانۍ بازار کې کار ترلاسه کولو کې مرسته وکړه."

هغه وويل، هغه د يوې غريبې کورنۍ سره تعلق لري، د دغې کورنۍ مشري معذور پلار کوي او هغه د PEAD شکريه ادا کوي چې له هغه سره يې په يوذمه دار وګړې جوړولو کې مرسته وکړه.

په پېښور کې د خیبر پښتونخوا (KP) سيول سوسايټۍ نيټ ورک کوآرډينيټر تيمور کمال پاکستان فارورډ ته وويل: له بده مرغه، "غريبۍ او د وسايلو د نشتوالي له کبله په زرګونو [پاکستانيان] د افراطیت په لاس ورغلي دي."

هغه وويل، د PEAD په شان اين جي اوز "زموږ په ټولنه کې د افراطیت څپې په کمولو کې يو ډېر مهم رول لري، يا خو د پوهاوي رامنځته کولو له لارې يا د کارونو تربيت ورکولو له لارې."

هغه زياته کړه، چې د ترهګرۍ سره په مبارزه کې د مدني ټولنې رول به په تاريخ کې د سرو زرو په سياهۍ ليکلی شي.

په پېښور کې قمر نسيم، چې د خیبر پښتونخواه د مدني ټولنې نيټ ورک يو غړی دی او په خپله هم د وسله والو ګواښونو سره مخامخ شوی دی، په ورته ډول د ترهګرۍ سره جګړه کې د اين جي اوز په مرستو حيران دی.

هغه وويل، د PEAD په څېر تنظيمونه "د ترهګرۍ په وړاندې د يو ديوال په توګه کار کوي." نوموړي زياته کړه چې داسې ډلو "یو زیات شمیر خلک د افراطيان جوړيدو نه بچ کړي دي."

هغه وويل، افراطيت ته د شکست ورکولو لپاره به پاکستان ته د مدني ټولنې کار پکار وي، نه دا چې یوازې د امنیتي ځواکونو عمليات.

هغه وويل چې خلک باید د افراطیت پر ضد جګړه کې د PEAD په شان د اين جې اوز رول ومني.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هو, زما خوښ دی.

ځواب