امنیت

د دابق له لاسه تلل د داعش خلافت ايميج ته زيان رسوي

په قاهره کې د ابو ولید الخير لخوا

د داعش د یو ویډیو سکرين شاټ چې "په دابق کې به له تاسو سره وګورو" په نامه بللې شي ښي چې د داعش جنګياليان د نړۍ جګړې ختمولو لپاره تياری کوي."

د داعش د یو ویډیو سکرين شاټ چې "په دابق کې به له تاسو سره وګورو" په نامه بللې شي ښي چې د داعش جنګياليان د نړۍ جګړې ختمولو لپاره تياری کوي."

کارپوهانو ديارونا ته وويل، دابق د داعش "د عراق او شام اسلامي دولت" د منګولې څخه آزادولو سره، د آزادۍ ځواکونو د ګروپ مورال او د هغوی هڅو ته چې د یو فعال خلافت ايميج رامنځته کړي يو ستر ګوزار ورکړی دی، د ګروپ د پروپیګنډې په کوښښونو کې د سوریې ښار مرکزي رول لوبولی دی."

په اسلامي الہامي پيشګويانو کې هم د دابق ذکر شوی دی چې دابق د مسلمانانو او "د روميانو" تر منځ د قیامت د جګړې ځای دی. دا يوه داسې اصطلاح ده چې د غیر مومنانو لپاره استعمالولی شي. داعش، په ۲۰۱۴ کال کې د دې د ابتدا راهیسې، دا پيشګويي په خپلو تبلیغاتي ویډیوګانو او بيانونو کې بیا بیا استعمال کړې ده چې د خپل تش په نامه خلافت او د استخدام کمپاين د مشروعیت په ښه کولو کې مرسته وکړي.

هغوی وويل، د ګروپ د دې کوښښونو نه علاوه چې د اوسني شکست اهمیت کم کړي، د سمبولیک ښار له لاسه ورکول به په سوریه او عراق کې د داعش له منځه وړلو په جګړه باندې يو ستر نفسياتي اثر وکړي.

صرف يوه هفته وړاندې، د اکتوبر په ۱۶مه، د سوریې آزاد پوځ (FSA) ډلو له ترکیې په ملاتړ سره د فرات ډال عملیاتو په دريم پړاو کې په شمالي حلب ښار کې يو شمير کلي او ښارونه ترلاسه کړي دي، چې په دې کې دابق هم شامل دی.

د داعش د تازہ ترین انګليسي ژبې پروپیګنډه رسالې کور چې د 'دابق' په نامه يادیږي.

د داعش د تازہ ترین انګليسي ژبې پروپیګنډه رسالې کور چې د 'دابق' په نامه يادیږي.

د داعش د يو ویډیو سکرين شاټ ښي چې د داعش ټينکونه په روم حمله کوي. د داعش زياتره ویډیوګاني د دغه ډلې د جنګياليو او کافرانو تر منځ د نړۍ جګړې ښيي.

د داعش د يو ویډیو سکرين شاټ ښي چې د داعش ټينکونه په روم حمله کوي. د داعش زياتره ویډیوګاني د دغه ډلې د جنګياليو او کافرانو تر منځ د نړۍ جګړې ښيي.

ستراتيژیکي تجزیه کار او د ترهګرۍ ډلې متخصص ميجر جنرل یحیی محمد علي، چې د مصر پوځ نه ريټايرډ دی وويل: "داعش په تېرو دريو کلونو کې دابق ته د يو خاص مقام ورکولو لپاره کار کړی دی."

هغه ديارونا ته وويل، داعش د خپلې پروپيګنډې په ذريعه هڅه وکړه چې د دابق يو عام جغرافیایي حالت په "يو ډېر مهم فکري سمبول" کې بدل کړي.

هغه وويل، دا کار په ځانګړې توګه "د ډلې د شتون او تروریستي فعالیتونو د مشروعیت د موخې لپاره وکړی شو."، هغه زياته کړه چې "دغه ښار ډير لږ يا هيڅ واقعي ستراتیژیک او پوځي اهميت نه لري."

هغه وويل، د دې ښار سمبوليک مقام له وجې، د دابق له لاسه ورکول د" ګروپ لپاره يو ډير دردناک ګوزار" دی، دا به د جګړې په حالت باندې د پام وړ اغېز لري، په ځانګړې توګه د دې د استخدام کوښښونو او د دې د جنګياليو په مورال باندې."

علي وويل، د داعش لخوا د دابق له لاسه ورکول "په داسې وخت کې رامنځته شو کله چې دې ډلې د خپلو قوماندانانو او همدارنګه په ځمکه د پام وړ زیانونه زغملي دي."

هغه يادونه وکړه: "د ښار آزادي په داسې حالت کې رامنځته شوه چې دغه ګروپ په سوريه کې نور زیانونه زغملي دي، په دې کې د منبج او جرابلس ښارونه هم شامل دي، او په عراق کې د موصل ښار آزادولو لپاره عمليات هم شامل دي."

علي وويل: " په ځمکه چې کوم واقعات رامنځته کيږي هغه [له يو بل نه] جدا کولی نه شي، له همدې امله، د دابق آزادۍ چې کومه نتيجه رامنځته کړې ده هغه به له شک پرته په موصل کې هم وليدلی شي، کوم ځای چې د عراق او نړیوال ایتلافي ځواکونو د دې آزادولو لپاره غيرمتوقع عمليات پيل کړي دي."

د اهميت کمولو لپاره کوښښونه کول

د مصر ابن ولید سټډيز اينډ فيلډ ريسرچ سنټر کې د نوي ميډيا ډیپارټمنټ ډايريکټر مزين ذکي وويل، د دابق ښارګوټي، د ترکي په جنوبي پوله کې، د حلب ښار نه شاوخوا ۳۵ کيلومتره وړاندې پروت دی.

هغه ديارونا ته وويل، دا په اعزاز ډسټرکټ کې د اخترين انتظامي مرکز برخه ده، هلته کې د داعش د شتون سره مخالف تنظيمونه د FSA جنډې د لاندې جګړه کوي.

په ۲۰۱۴ کال کې د دې جوړيدلو راهیسې، داعش په خپلې پروپيګنډه ادب او ويډيوګانو کې د دابق زيات استعمال کوي، په دې کې زياتره ويډيوګانې د ابو مصعب الزرقاوي دې. ابو مصعب الزرقاوي په عراق کې د القاعدې پخوانی مشر وو.

الزرقاوي په دغه ويډيو کې وايي، "دلته په عراق کې هم اور لګيدلې دی، او د دې حرارت به تر هغه وخت پورې زياتيږي تر څو چې په دابق کې صلیبي لښکر سوځولی شوی نه وي."

ذکي وويل: "دغه ګروپ [دابق] بېرته فرنټ ته راوړو کله چې دې په اګست ۲۰۱۴ کال کې دغه ښار کنترول کړو، او دا د ګروپ يو مهم سمبول جوړ شو."

هغه وويل، حتی چې دغه ګروپ د انګريزۍ ژبې يوه رساله "دابق" هم شايع کړه، په دې کې به دوی زياتره په ښار کې "د مسلمانانو او کفارو ترمنځ پریکنده جګړې" ته وده ورکوله.

ذکي وويل، په دابق کې د خپل شکست وروسته، داعش هڅه کړې ده چې د خپل شکست اهميت کم کړي. دوی دا کار د تبصرو خپرولو په ذريعه تر سره کوي او دوی دا دعوا کوي چې دا هغه لويه جګړه نه وه کومه چې دوی په خپله پروپيګنډه کې څرګندوي.

هغه زياته کړه: "د دغو افواہ ګانو خپرولو سره، دا ګروپ کوښښ کوي چې د خپل شکست شدت کم کړي او هغه ماتې تیټ کړي کوم چې کولای شي چې په دغه شکست سره په ځانګړي ډول استخدام او مورال رامنځته شي."

تاريخ پټول

يو سياسي کارپوه عبدل نبي بکر چې په الازهر پوهنتون کې د شريعت او قانون پروفيسر دی وويل، د داعش د جوړيدو راهیسې، داعش تاریخي او مذهبي حقایق غلط ښودلې دي او په قرآني آیتونو او احادیثو کې یې يو شمېر تحریفونه کړي دي.

هغه ديارونا ته وويل، دا یو قصدي کار وو چې "خپلې موجودګۍ ته قانوني حيثيت ورکړي او په ځمکه باندې د خپل ګروپ او استخدام په پراخه کولو کې اسانتيا برابر کړي."

هغه وويل: "کمزوري ذهن واله خلک او هغه خلک چې د ديني علومو نه ناخبره وو د دې مذهبي ډلې په بې معنا دام کې ګير شول او له دغه ګروپ سره یوځای شول. دوی دا فکر کوو چې دا په حقيقت کې دولت او خلافت جوړول وو."

هغه زياته کړه: "د دې ډلې د کنترول څخه د دابق تلل، د ټولو ديني دروغو کوم چې دوی خپرول لپاره يو مضبوط ګوزار دی."

هغه حديث چې د دابق جګړې پيش ګويي په کې شوی، د هغې په اړه هغه وويل، "عالمانو د دې مسلې ډېر وضاحت کړی دی، او زياتره هغه مذهبي سمبولزم ته اشاره کوي چې له حقیقت سره هيڅ تړاو هم نه لري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500