جرم او انصاف

پاکستان ته د انټرنيټي جرمونو د مخنيوي لپاره ستر ګامونه اخلي

جاويد محمود لخوا

په اسلام اباد کې يو پاکستانې خبریال د ليپ ټاپ په سکرين باندې د فېسبوک يو پيج ته اشاره کوي کوم چې تحریک طالبان پاکستان استعمالوي. [عامر قريشي/اې ايف پي]

په اسلام اباد کې يو پاکستانې خبریال د ليپ ټاپ په سکرين باندې د فېسبوک يو پيج ته اشاره کوي کوم چې تحریک طالبان پاکستان استعمالوي. [عامر قريشي/اې ايف پي]

کراچۍ - چارواکي وايي، د پاکستان حکومت په سوشل ميډيا باندې د نفرت د تقريرونو د خپريدو او د اورپکۍ پرمختګ په وړاندې د مبارزې لپاره د نوي سایبر جرمونو قوانین استعمالوي.

د انفارميشن ټکنالوجۍ وزارت حقوقي مشر، ناصر آياز پاکستان فارورډ ته وويل: "حکومت په یو ستراتيژۍ باندې کار کوي چې په پاکستان کې د بهرنيو خلکو لخوا د نفرت د بيانونو، اورپکۍ خپريدو او د نورو سايبر جرمونو لپاره د سوشل ميډيا استعمالولو ختمولو لپاره يو څو مختلفو هیوادونو سره دوه اړخیزه معاهدې دستخط کړي."

هغه وويل،دغه معاهدې به پاکستان په دې وتوانوي چې د سخت دريځو، وسله والو او د جرايم پيشه کسانو لخوا د سوشل ميډيا ناوړه استعمال مخه ونيسي خوا که دغه کسان په بهر ملکونو کې وي او پاکستان له بهر څخه په نښه کوي.

آياز په کراچۍ کې د نومبر په ۱۷مه په يو سيمينار "د انټرنيټې جرمونو په وړاندې مبارزه او مخنیوی کول" کې ګډون وکړو. د دې سيمينار انتظام فيډرل انوسټيګيشن ايجنسۍ (ايف آی ای) د پاکستان چيمبر اف کامرس اينډ انډسټري (FPCCI) سيند او د ايليکټرانک ميډيا ځايي کميټۍ مشر صاحبزاده ماهين خان په تعاون سره کړی وو.

که څه هم د پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتهارټي (PTA) په منظم ډول هغه ويب سايټونه او لينکونه بلاک کوي کوم چې مذهبي نفرت، افراطيت او اورپکۍ ته هوا ورکوي، خو پاکستان توان نه لرو چې هغه ويب سايټونه او لينکونه بلاک کړي کوم چې له بهر څخه کنټرول کیږي. د دغه سوشل ميډيا لينکونو او استعمالونکو شميره ۸۰٪ ده.

هغه وويل، د اليکټرانک کرايم پريونشن ايکټ ۲۰۱۶ نه وروسته، د پاکستان حکومت اوس په دې پوزيشن کی دی چې د مختلفو بهرني هېوادونو سره دوه اړخیزه سایبر سيکيوريټي معاهدې دستخط کړي.

هغه وويل، قانون هم انټرنيشنل سوشل ميډيا او انفارميشن کمپنو ته اجازه ورکوي چې په پاکستان کې دفترونه پرانيزي.

آياز وويل: "که ګوګل او فیس بوک په پاکستان کې خپل دفترونه جوړ کړي، نو دا به د حکومت لپاره ډېره آسانه وي چې د انټرنيټي جرمونو مخنيوی وکړي او د وسله والو له خوا د سوشل ميډيا په استعمالولو باندې بنديز ولګوي."

هغه وويل: "کله چې موږ د دوه اړخیزو سایبر امنیتي تړون لپاره ستراتيژۍ ته حتمي شکل ورکړو، نو موږ به هغه ملکونه شارټ لسټ کړو په کومو کې چې بنياد پرست او ترهګر په پاکستان کې د نفرت مواد خپروي او اورپکۍ ته هوا ورکوي."

د انفاميشن ټکنالوژۍ، د قانون وزارت، ايف آی ای او نورې حکومتي ادارې وړانديزونه تياروي کوم چې به په دوه اړخیزو معاهدو کې د انټرنیټي جرمونو د مخنیوي لپاره استعمالیږي.

يوه زياتيدونکې ستونزه

د FIA اسسټنټ ډايريکټر جنرل محمد شفيق پاکستان فارورډ ته په دغه کنفرانس کې وويل: "د سايبر جرم اړوند شکایتونه په ۲۰۱۶ کې چې د ۷،۰۰۰ څخه زيات دي ډبل شوي دي، ځکه چې په پاکستان کې د موبايل فونونو او د انټرنیټ ټکنالوژۍ استعمال پراخه شوی دی."

په اسلام اباد کې د امنیت شنونکي هما باقئ په دغه کنفرانس کې وويل: "انټرنيټي جرم په ټوله نړۍ کې د يو میلیارد ډالرو کلنی تجارت دی."

هغې وويل، ترهګر د سوشل ميډيا له لارې افراطيت او سخت دريځۍ ته وده ورکوي، د قانون نافذ کونکو له پکارده چې د دې رحجان مخه ونيسي.

شفيق وويل، د FIA ريسرچ وينګ هغه ويب سايټونه او د سوشل ميډيا لينکونه په ګوته کوي کوم چې په پاکستان کې نفرت خپروي او اورپکۍ ته وده ورکوي، او د PTA په مرسته، دا د سوشل ميډيا دا ډول لينکونه بلاک کوي.

هغه وويل، د دفاع په توګه، FIA طالب علمانو ته د سايبر سکاوټ په توګه تربيت ورکوي چې په هیواد کې د انټرنيټي جرمونو مخه ونيسي.

شفيق مخکې په کنفرانس کې وويل، د انټرنيټي جرمونو زیاتره قربانیان ماشومان او ښځي دي چې عمرونه يې له ۱۸ نه ۲۵ کاله پورې وي.

هغه وويل: "موږ تعليمي ادارو ته ځو او د معاشرې مختلفو خلکو سره ليدنه کوو چې د سایبر سيکيوريټۍ په اړه پوهاوې رامنځته کړو ځکه چې سایبر فضا د راتلونکي لپاره د جرم د ځای په توګه رامنځته کيږي."

۵ سایبرکرايم سنټرونه جوړ شوي دي، نور به هم جوړ شي

هغه وويل، FIA تر دې مهاله پنځه سایبر کرايم سنټرونه جوړ کړي دي، يو په اسلام اباد کې او څلور په صوبايي مرکزونو کې. هغه زياته کړه، چې دا به نور مرکزونه جوړ کړي او پرسونل به بهرتې کړي چې د وسله والو او جنايتکارانو له خوا د سوشل ميډيا د ناوړه استعمال مخه ونيسي.

هغه وويل، FIA په کراچۍ کې د لومړني سيمينار انتظام وکړو -- کوم چې د نومبر په ۱۷مه منعقد کړی شوی وو-- او په نورو ښارونو کې به د داسې نورو سيمينارونو انتظام کوي چې د سوشل ميډيا ناوړه استعمال د خطر په اړه پوهاوې رامنځته کړي.

د صوبه سيند د پولیسو پخوانې انسپکټر جنرل شاهد ندیم بلوچ په دغه سيمينار کې وويل: "د انټرنيټي جرمونه نه د بچ کيدو لپاره خلک بايد سوشل ميډيا او موبايل فونونه په احتياط سره استعمال کړي."

هغه وويل، د سوشل ميډيا استعمالونکي بايد خپل پاسورډ خوندي وساتي او کله چې خپل موبايل فون يا کمپيوټر نه استعمالوي نو باید ځان لاګ اوټ کړي.

هغه وويل، انټرنيټي جرمونه په هیواد کې معاشرتي او کارپوريټ سکټر ته يو ستر ګواښ دی او د انفارميشن ټکنالوجۍ کارپوهان بايد د دې ګواښ په وړاندې احتياطي تدبیرونه ونیسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلامونه. پاکستان دې همیشه ښاو او اباد وي. موږ به هغه سترګي وباسو کوم چې پاکستان ته په بد نيت سره ګوري. مننه محمد عاطف عباسي.

ځواب